((په اسلام كې د بدۍ يا ناسمې موخې د پوره كېدا په خاطر د جهاد كولو خيال يا تصور هم ندى شوى، بلكې د علم د ترلاسه كولوو لپاره جهاد كول، د دين او د الله او د هغه د رسول د خوښيو او رضا د تر لاسه كولو لپاره جهاد كېږي، اسلامي جهاد يوازې د انسان د ذاتي اصلاح او د انسانيت د بري په خاطر كېږي، خو له بده مرغه، يو شمېر غير مسلم وګړي او مسلمانان د جهاد مانا يوازې جنګ كوي چې دا پر ځاى نده. ))
ډاكټر ذاكر نائيك
د ډاكټر رچرډ ډى هانز وينا:
(په جنوبي هندوستان (چيناى) كې د امريكا استازى)
السلام عليكم! په امريكا كې د مذاهبو ازادۍ ته ډېر اهميت وركړل شوى دى، دا بلكل ناسمه خبره ده چې امريكا د مذاهبو پر ضد ده، يا يې پروا نه كوي، زه دا درته په ډاګه او روښانه توګه وايم چې په امريكا كې مذاهبو ته هر ډول ازادي حاصله ده، هر سړى كولاى شي دخپلې خوښې مطابق ځانته دين او مذهب اختيار كړي، او دين هم د څو تنو يا ډلو جاګير نه بولي بلكې پكې د ټولنيز تړاو او ګتو خاطر كېږي.
پدې اړه به زه د خپلې كورنۍ بېلګه درته وړاندې كړم، په كوم كې چې عيسويان، يهود، رومن كاتوليك، شعيه مسلمانان او... شته دى، دا يوازې زما د كورنۍ بېلګه وه، هر تن د خپلې خوښې مطابق دين يا مذهب ځانته غوره كوي او دوى د دې كار لپاره پوره ازادي لري، ډېرى امريكايان انفرادي مذهبونه غوره كوي چې احترام يې كېږي.
ما څو ځله له لداخ او سرى نګر څخه چنائى ته سفر كړى دى، او پر لاره مې د امريكايي توكو ننداره كړې،لكه پيپسي، كوكاكولا، تلويزون، برېښنايي توكي او نور ډېر توكي يې مشهور دي، زه دا وړانديز كوم چې د دې توكو په شان دې امريكا نورې نړۍ ته د ازادۍ او زغم ډالۍ هم و ويشي، د هيڅ هېواد پيداوار دومره مهم ندي، بلكې دا مهمه ده چې پدې هېواد كې څومره زغم او د ازادۍ قدر شته دى.
د ټولې نړۍ خلكو ته د پوره ازادۍ ترڅنګ د سياسي تګ لوري د ټاكلو او تولنيزو توكو د انتخاب اختيار دى.
امريكا په پوره دتوګه د سولې ملاتړې ده او په ټولې نړۍ كې سوله او جوړ جاړى غواړي، امريكا له ټولې نړۍ څخه د ترهګرۍ لړې لرې كول غواړي، د امريكې وانديز دى چې پدې لاره كې ورسره د نړۍ ټول هېوادونه مرسته وكړي.
دا وېشنه ناسمه ده چې څوك په كوم مذهب دى، بلكې پدې ډول بايد وېشنه وشي چې څوك څومره پر خپل مذهب ولاړ دى _د ټولې نړۍ خلك د ژوندانه ازادي لري او كولاى شي د خپلې خوښې له مخې ژوند وكړي، امريكاسولې او د سولې ساتنې ته ژمن دى، موږ د ترهګرۍ پر ضد او د ازادۍ د اظهار لپاره تيار يو_
زه كله كله دې خبرې ته په سم نظر نه ګورم چې بمونه، وسلې، الوتكې دې استعمال شي يادې هم ځانمرګي بريدونه وشي، بلكې زه خو وايم چې خلك زده كړې وكړي، ناروغو ته درمل او د څښاك پاكې اوبه ورسي، د دوى چاپيريال پاك وي_ د هېوادونو ترمنځ نږدېوالى، ورورګلوي وي، نشه ييز توكه ختم شي، يو هېواد په بل هېواد كې مداخله ونه كړي او د هغه هېواد سوله او امن ګډوډ نه كړي، بلكې د دوى ترمنځ همغږي او دوستي وي........
نن سبا د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته ډېره پاملرنه كېږي او د دې لپاره امريكا هرډول كوښښونه كوي، زه يو ځل بيا دا تېروتنه لرې كول غواړم، چې دا جنګ ګنې د اسلام پر وړاندې دى، كله هم نه، دا جګړه د تهذيب د دښمنانو پر وړندې دى، هغه كه د هر هېواد او هر نسل يا هر مذهب خاوند وي_
امريكا له ټولو هېوادونو څخه تمه لري چې په دې لاره كې يې پلوي وكړي، ملګري ملتونه هم پدې برخه كې خپل بنسټيز كردار تر سره كوي، پدې برخه كې يوازې زموږ هڅې بس ندي، تاسې هم بايد پدې برخه كې له موږ سره مرسته وكړئ.
د همدې موخې لپاره موږ د ترهګرۍ پر خلاف جنګ پيل كړ، خو دې جګړې يو تصور وزېږاوه چې امريكا ګنې د اسلام پر ضد جنګ كوي، خو داسې نده، د امريكې جګړه د تهذيبونو يا د اسلام پرضد صليبي جګړه نده، بلكې يوازې د ترهګرۍ پر خلاف ده _
موږ پوهېږو چې د جمهوريت په راتګ سره د ترهګرۍ وسايل او لارې بندېږي، ځكه چې د ازادۍ يا مذهبي ازادۍ په راتګ سره د ترهګرۍ امكانات له منځه ځي_
تاسې او د امريكا جمهوري ځواكونه بايد د جمهوريت او سولې رامنځته كولو لپاره له يو بل سره اوږه په اوږه ودرېږئ، ازادۍ او زغم موږ په يو لړ كې پيلي يو_ تاسې او امريكا ستر جمهوريت خوښونكي ځواكونه دي او موخې او مقاصد يې هم سره نږدې دي_ زموږ د موخو او يو بل سره د مرستو په مټ به راتلونكي كهول ته ګټه ورسېږي او اوس هم موږ كوښښ كوو چې د خپلو بچيو راتلونكى ډاډمن كړو، د دې لپاره موږ بايد له يو بل سره مرسته وكړو او د ښه راتلونكي، جوړجاړي او سولې لپاره يو ځاى كار وكړو_ مننه
عبدالحكيم:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
زه غواړم ډاكټر ذاكر نائيك در وپېژنم_
ډاكټر ذاكر نائيك د اسلامي څېړنې د فاونډېشن بنسټ ګر دى او په بېلابېلو مذاهبو كې پراخ معلومات لري، دى په نړيواله توګه ښه ويناكونكى دى، په تېرو شپږو كالو كې يې نږدې شپږ سوه تقريرونه كړي.
د يوه تكړه روغتيا پال(ډاكټر) سربېره يې اسلامي تبليغ د خپل ژوندانه مقصد ګرځولى دى او د اسلام پر وړندې د غلط فهميو(تېروتنو) د لرې كېدا لپاره يې مهم كردار لوبولى دى، د خپلو خبرو د ثبوت لپاره د قران كريم، نبوي حديثو او سيانسي بېلګو څخه ګټه اخلي او په دې برخه كې بې سارى دى.
دى په شننې، عام محضر كې پوښتنو ته په ځواب وركولو مشهور دى، په مدللو او فى البديهه ځواب وركولو كې هم سارى نه لري، پر اسلام او نورو دينونو ليكل شوي اثار مو خپاره شوي چې پكې: د ډاكټر ذاكر نائيك تقريرونه او پرېكنده مناظرې د يادولو وړ دي، د ډاكټر ذاكرنائيك تقريرونه اثر د پينځو په زړه پورې وينا ګانو ټولګه ده چې پكې:
- قران او اوسنى ساينس
- ايا قران د الله كلام دى؟
- په بېلابېلو مذهبونو كې د الله تصور
- په اسلام كې د ښځو حقوق
- پر اسلام څولېښت نيوكې او ځوابونه شامل دي
دغه راز د ډاكټر صيب نائيك درې نور نښيرونه(آثار) هم خپاره شوي چې پكې په لاندې موضوعاتو بحث شوى او له امله يې په نړيواله توګه ښه شهرت ترلاسه كړى دى.
قران او بائبل د نوي ساينس په رڼا كې
(دا د ډاكټر نائيك او ډاكټر وليم كيمبل تر منځ د مناظرې ټولګه ده)
په اسلام او هندوواله كې د الله تصور
(دا د سرى سرى روى شنكر او نائيك صيب تر منځ د مناظرې تولګه ده)
غوښه خوړل حلال دي كه حرام.
(دا د رشمى بهائى زاويرى او نائيك صيب ترمنځ د مناظرې ټولګه ده)
اوس زه ښاغلي ډاكټر صيب ذاكر نائيك ته بلنه وركوم چې دريځ ته راشي او په نننى موضوع د خپل تقرير له لارې د غير مسلمو غلط فهمۍ لرې كړي.
ښاغلى ډاكټر ذاكر نائيك:
ښاغلى صدر، ښاغلى امرسينا، خويندو او ورونو زه تاسې ټولو ته په اسلامي طريقې سره السلام عليكم ورحمة الله وبركاته وايم، يعنې پر تاسې ټولو دې د خداى سلامتي او رحمت وي.
ښاغلى صدر ډاكټر رچرډهينز، چنچوراډيا!
د نن ورځې موضوع ده:
(جهاد او ترهګري د اسلام له نظره او راتلونكى يې))
په ټوله نړۍ كې له شل سلنې۲۰% څخه زيات مسلمانان اوسي، يعنې مسلمانان د نړۍ پينځمه برخه وګړي دي، او اسلام دا مهال تر ټولو په چټكتيا خپريدونكيو دينونو په سر كې دى.
خو له بده مرغه د هغو دينونو دلړليك په سر كې دى چې په اړه يې ډېرې غلط فهمۍ (تېروتنې) شتون لري او په تېره د سبتمر له يوولسمې را وروسته د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دغه بدګمانۍ نورې هم زياتې شوي دي،اوس حالت داسې دى چې كله څوك كوم مسلمان ګوري نو سمدستي يې په ذهن كې د ترهګر يا بنسټ پال كليمه زېږي.
نن په ټوله نړۍ كې د ترهګرۍ پر واندې جګړه روانه ده او له بده مرغه د دې جګړې نښه يوازې مسلمانان او مسلمان هېوادونه دي، پر مسلمانانو د ترهګر او بنسټ پال تورونه لګول شوي دي چې دا كومه پټه پنا خبره نده، اوس خو له مسلمانانو دا پوښتنه هم كېږي چې مسلمانان ولې ترهګر او بنسټ پال دي؟
مسلمانانو ته د ترهګر يا بنسټ پال خطاب د يو شمېر بدګومانيو او غلط فهميو پر بنسټ وركړل شوى چې دې كار د مسلمانانو حيثت ته ډېر زيان رسولى او له همدې امله مسلمانانو ته د نفرت په سترګه كتل كېږي.
كله چې په امريكا كې بمي چاودنه وشوه، نو سمدستي د هغې سيمې رسنيو ختيځ وال او په تېره مسلمانان پړه وبلل، خو وروسته له څېړنو پته ولګېده چې پدې پېښه كې يوه امريكايي سرتيري لاس لاره_
تر كومې چې د بنسټ پالنې خبره ده، نو د دې مانا داد ه چې كوم تن چې د كوم مذهب، عقيدې يا مفكورې لاروى وي، بايد د هماغه دين، عقيدې يا مفكورې پر بنسټيزو نظرياتو عمل وكړي، د يوه ډاكټر بنسټ پالنه دا ده چې هغه پرخپلو طبي بنسټونو پابند دى، دى د همدې پر بنسټيزو خبرو باندې پوهېږي، باور پرې لري او عمل پرې كوي. د يوه رياضي پوه بنسټ پالنه دا ده چې هغه د رياضي له اصولو خبر دى، دى يې پر بنسټيزو نظرياتو يقين لري او عمل پرې كوي_
د يوه ساينس پوه بنسټ پالنه داده چې هغه په سمه توګه له ساينسي اصولو څخه ګټه اخلي ، پرې پوهيږي، باور پرې لري او عمل پرې كوي_
موږ په يوه ډانګ نشي پيولاى، په بنسټ پالنه كې بنسټيز توپيرونه شته دى، هر بنسټ پال ټولنې ته زيان رسوونكى نه وي او نه هم هر بنسټ پال ټولنې ته ګټور_ د دې روښانتيا داسې كېداى شي چې كه چېرې يو داړه مار بنسټ پال وي، چور چپاول يې په خټه كې اغږل شوى وي، نو دى له يو داړونكي ځناور څخه كم ندى، خو كه يو ډاكټر چې تل د خلكو د روغتيا پالنه كوي، بنسټ پال وي، نو دا د پريښتې نه كم ندى، موږ بايد وګورو چې د كوم بنسټ پال په اړه خبرې كوو، د هغه شاليد څنګه دى، كه نه هر يو انسان په ذات كې بنسټ پال دى او بايد وي.
موږ بايد پر خپلې مسلمانۍ او په تېره بنسټ پالې مسلمانۍ و وياړو، ځكه چې الله پر موږ رحم كړى چې د داسې يوه ښه مذهب لاروي يې ګرځولي يو، كوم چې په ټولنې نړۍ كې د سولې پلوى او دعوت كونكى دى او پيل يې د خلكو له ساتنې او سلامتۍ څخه شوى دى.
يو سم مسلمان بايد بنسټ پال وي او دا خبره د هغه لپاره د شرم نه بلكې د وياړ وړ ده، كټ مټ هماغسې لكه د نورو دينونو او مذهبونو لارويو ته چې ده، د بېلګې په توګه هندوان، عيسويان او يهوديان چې دخپل مذهب پر بنسټ پالنې وياړي.
دا چې اسلام د خير، بري او امن مذهب دى، نو بايد هر مسلمان يې پر بنسټ پالنې وياړ وكړي، اسلام چې د هرې ټولنې، قوم، هر مذهب، ملت او هر ساكښ خير غواړي ، يو سم بنسټ پال مسلمان هيچاته هم زيان نشي رسولاى.
هغه خلك چې د اسلام په اړه لږ معلومات لري، كله چې دوى د اسلام د دښمنانانو لخوا پروپاګندې اوري، نو پرته له دې چې څه فكر وكړي او ځان پر حقيقت پوه كړي د خپلې ناپوهۍ له امله ورسره نورې زياتونې كوي او دا خبرې نورو ته رسوي. خو هغه خلك چې د اسلام په اړه كافي معلومات لري او پرې څېړنه وكړي، نو پوه به شي چې اسلام نه يوازې ټولنيزې بلكې انفرادي ګټې هم غواړي او د اسلام موخه او مقصد هم د انسانيت برى او خير دى.
د شلمې پېړۍ په لومړيو كې د (فينډمينټليزم) په نامه يوې امريكايي عيسوۍ ډلې هڅه كوله چې خلكو ته وښايي چې بايبل ټكي په ټكي د الله جل جلاله وينا ده او كوم تحريف او بدلونه پكې ندى راغلى، اوس كه يوه ډله خلك پر دې يقين كوي چې دا رښتيا هم ټكي په ټكي د الله ج كلام دى،نو دا ښه تنظيم دى او كه بله ډله پر دې باوري ده چې دا ناسمه خبره ده او دې كې لاسوهنه شوى نو دا خراب تنظيم دى؟
په اكسفورډ ډيكشنرۍ كې (فينډمينټليسټ) هغه چاته وايي چې د خپل مذهب پر بنسټيزو اصولو په كلكه عمل كوي، خو په اوسنۍ اكسفورډ ډيكشنرۍ كې د دې كليمې له مانا سره دا هم زيات شوي چې ( په تېره مسلمان)
اوس چې كله يو تن دغه كليمه اوري، سمدستي فكر كوي چې مسلمان ښايي، كوم چې ترهګر دى_ كه موږ د انسانيت بري ته وګورو، نو هر مسلمان بايد ترهګر وي _
د سولې دښمنانو لپاره ترهګر_
د اسانيت د دښمنانو لپاره ترهګر_
سركښو ځواكونو لپاره ترهګر _
ځكه چې ترهګر هغه تن دى چې د هغه له امله پر خلكو دهشت خپرېږي_ ځكه كله چې غل يا داړه مار پوليس و ويني، پر هغه دهشت خپرېږي، پدې حالت كې پوليس د دوى لپاره ترهګر دى، پدې خاطر بايد مسلمان د هغه خلكو لپاره ترهګر و اوسي چې له انسانانو څخه سكون غلا كوي، څوك چې په معاشرې كې بد امني خپروي، څوك چې د خلكو ژوند تباه كوي، يو مسلمان د غلو، داړه مارانو لپاره ترهګر دى_ ټولنې ته د هر زيان رسونكي تن په زړه كې بايد د مسلمان په ليدو يره پيدا شي، دا سمه ده چې د ترهګر مانا د دهشت او يرې خپرونكى، خو مسلمان بايد د ځانګړو خلكو لپاره ترهګر و اوسي، هغه څوك چې امن ناكو سيمو لپاره خطر وي_ د عامو خلكو لپاره مسلمان د خونديتوب او ډاډ نښه ده، د خلكو لپاره د امن او امن ذريعه ده او د هغوى د سوله ييز چاپيرال ساتونكى دى.
د حيرانتياخبره ده چې د يوه كار په كولو په يوه تن د ترهګر تور لګول او بل ته د همدې كار په كولو سره (پر وطن مين) لقب وركول كېږي، كله چې هندوستان پيرنګيانو اشغال كړى و، نو ازادۍ خوښونكو هندوستانيو د پېرنګيانو پر وړاندې جنګ پيل كړ، د دې هڅو په دوران كې پېرنګيانو او د هغوى پلويانو پرې د ترهګر نوم كېښود، خو عامو هندوستانيانو به وطن دوستان بلل _
دې دې مطلب دا شو چې كه ته د پيرنګي حكومت ملاتړى يې او دا د هندوستان روا(جايز) حكومت بولې، نو هغه كسان چې د دوي پر ضد هڅې كوي، هغه ټول ستا په اند ترهګر دي _
خو كه ته د يوه عام هندوستاني د جزباتو ترجماني وكړې، هغوى پيرنګيان ښكېلاك ګر بولي، پدې صورت كې يې پر ضد جنګېدونكي ټول خلك وطن پال (وطن پرستان) دي_
اوس دغه خلك وطن دوستان، كه ترهګر دي، په اړه يې پرېكړه يوازې يوه درېمګړې ډله كولاى شي،او دواړه ډلې بايد د دريمګړي پرېكړه ومني.
زه اوس درته د نلسن منډيلا يوه بېلګه وړاندې كوم، كوم چې د جنوبي افريكا مشر دى، دى لومړى حكومت ترهګر بللى و او په رابن آئى لينډز كې يې نږدې تر پينځه ويشتو كالو زنداني كړى و، خو د جنوبي افريقا عام ولس دى اتل باله، ځكه چې دى د حقوقو لپاره جنګېده، اوس وګورئ شخص هم يو دى او كار هم، خو حكومت يې ترهګر او عام ولس د خپلو حقوقو پلوى او اتل بولي، اوس هغه څوك چې د هغه مهال د حكومت پلوى وي چې سپين په تورو غوره بولي، نو نلسن منډيلا ورته تر ټولو لوى ترهګر ښكاري، خو كه ته چرته د جنوبي افريقا د عام ولس له نظر سره متفق يې چې يو رنګ پر بل غوره نه بولي لكه څنګه چې په قران كريم كې راغلي دي:
ژباړه:
(( اى خلكو موږ تاسې له يوه نر او ښځې څخه پيدا كړي ياست او تاسې مو په مختلفو قومونو او قبيلو ويشلي ياست ترڅو يو بل سره وپېژنۍ، د الله پر وړاندې هغه څوك تر ټولو غوره دې چې پرهېزګار دى، بې شكه الله تر ټولو زيات د عزت والا او باخبره دى_ ))
د سورة حجرات۱۳ايات
نبي كريم ص هم پخپله ژبه اعلان كړى :
((هيڅ عرب پر عجم غوره ندى او نه هيڅ عجم پر عربو، نه سور پر تور او نه تور پر سور، پرته له تقوا څخه_ ))
د الله پر وړاندې د غوراوي معيار رنګ،ژبه، دولت، امارت او ښكلا نه، بلكې تقوى او پرهېزګاري ده، نو پدې خاطر كه ته پر قران باور لرې او نبوي احاديث هم منې، نو ته به نيلسن منډيلا ترهګر نه بلكې د بشر حقوقو علمبردار وګڼې، نو ځكه پر هيچا، د هيڅ مذهب يا كار پر سر تور لګولو وړاندې، څېړنه او تحقيق اړين دى، چې هغه تن، د كومو لاملونو له امله دغه څه كوي؟
بله لويه تېروتنه چې د اسلام پر وړاندې د لړليك په لومړي سر كې راځي هغه جهاد دى، تر كومې چې د جهاد د لفظ مانا ده، نو د هغه پر بنسټ نه يوازې چې نامسلم وګړي تېروتنه كوي، بلكې مسلمانان هم له غلط فهمۍ او تېروتنې سره مخ دي.
مسلمانان او غير مسلم وګړي ټول پردې خبرې باوري دي چې مسلمان چې د هرڅه لپاره جګړه كوي، هغه جهاد دى، كه څه هم دى دا جنګ د خپلې شخصي ګټې يا د رنګ، نژاد، ژبې او نورو دنياوي ګټو لپاره كوي، دې موخو لپاره جګړې ته په پټو سترګو جهاد ويلو، له امله نه يوازې نامسلمان وګړي بلكې مسلمانان هم د غلطفهمۍ ښكار كېږي چې دا ناسمه خبره ده.
جهاد د عربي ژبې څخه اخيستل شوى چې مطلب ترې،هڅه يا كوښښ كول، زحمت او زيار ويستل دي.
- د اسلام له نظره جهاد څخه موخه د خپلو شخصي بدګڼو او نيمګړتياو د لرې كولو كوښښ ته وايي.
- په اسلام كې له جهاد څخه د ټولنې كاميابۍ او پرمختګ لپاره كوښښ او زيار ګالل هم مراد دى_
- د جګړې پر ميدان له ځانه د دفاع كولو هڅې ته هم وايي _
- د دې يو مطلب دا هم دى چې د زور زياتي پر وړاندې هڅه او كوښښ كول_
د بېلګې په توګه: كه يو زده كوونكى د امتحان لپاره پخپلو درسونو كې خواري كوي، نو دې ته په عربۍ كې جهاد كول وايي(كوښښ كوي، زيار ګالي... )_
كه يو نوكر د خپل بادار د خوښۍ په خاطر زيار ګالي، پرته د دې چې توپير يې وشي چې ښه كار كوي كه بد، د دې اصطلاح پر بنسټ جهاد كوي، كوښښ د ښه كار لپاره هم كېږي او د ناسمو كارونو لپاره هم ، اوس تاسې لږ غور وكړئ چې له جهاد څخه موخه هڅه او هاند دى_
يو سياستوال له عوامو وګړو څخه د رايې اخيستل لپاره هڅې كوي، دا چې دا كار ښه دى كه بد، په عربۍ كې ورته جهاد وايي_
د جهاد مانا كوښښ كول دي، خو خلك يې په مفهوم او مانا د نه پوهېدو له امله تېروتنو سره مخ كېږي، اوس كه مسلمان وي يا نامسلمان، د دواړو نظريه دا ده چې جهاد خو يوازې د مسلمانانو كار دى، خو دا ناسمه ده، ځكه د قران كريم له يوه اياته دا ثابتېږي چې نامسلمان وګړي هم جهاد كولاى شي:
ژباړه: ((او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پېژندنې تاكيد كړى دى، د هغه مور د كمزورۍ په حالت كې هم هغه راخيستى، په خپله ګېډه كې وساته او دوه كاله يې په تي وركولو ولګېدل. ( له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وكړ چې) زما شكر وكړه او د خپل مور او پلار شكر پرځاى كړه، همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي.
خو كه هغوى پر تا فشار راولي چې له ما سره ته داسې څه شريك كړې چې تاته د هغه معلومات نه وي، نو د هغو خبره هيڅكله مه منه، په دنيا كې له هغو سره غوره چالچلند كوه، خو پيروي دهغه چا د لارې وكړه چا چې زموږ لوري ته رجوع كړې ده. بيا ستاسې ټولو راګرځېدل همدا زموږ لوري ته دي، په هغه وخت كې به زه تاسې ته در وښيم چې تاسې څه عمل كاوه.))
د سورة لقمان ۱۴او۱۵اياتونه
ژباړه: ((موږ انسان ته توصيه كړې ده چې له خپل مور و پلار سره نېك سلوك وكړه. خو كه هغوى پر تا فشار راوړي چې ته له ما سره داسې كوم(معبود) شريك ونيسه چې ته يې زما د شريك په توګه نه پېژنې، نو د هغو خبره مه منه. همدا زما لوري ته ستاسې ټولو راګرځېدل دي. بيا به زه تاسې ته وښيم چې تاسې څه كول.))
سورة عنكبوت، اتم نمبر يات
پدې ايات كې دا خبره روښانه كېږي چې نامسلمان وګړي هم جهاد كولاى شي:
ژباړه: ((كومو خلكو چې د ايمان لاره غوره كړېده. هغوى د الله په لاره كې جنګېږي او كومو كسانو چې د كفر لاره غوره كړېده. هغوى د طاغوت په لاره كې جنګېږي، نو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ او باور ولرئ چې د شيطان دسيسې په حقيقت كې ډېرې كمزورې دي.))
سورة النسا، ۷۶نمبر ايات
يعنې مسلمانان د الله په لاره كې او كافران د شيطان لپاره جهاد كوي_ نو جهاد يوه عربي كليمه ده چې كوښښ ته وايي، اوس هغه كسان چې د الله په لاره كې جهاد كوي، هغې ته جهاد فى سبيل الله وايي او هغوى چې د شيطان لپاره جهاد كوي، هغې ته(جهاد فى سبيل الشيطان) وايي.
پدې خاطر جهاد په دوه ډوله دى
- ښه جهاد(د خير لپاره)
- خراب جهاد(د شر لپاره)
كه موږ د اسلام له نظره وګورو، نو جهاد په يوه ډول دى:
-
- د الله په لاره كې جهاد كول
- د نېكۍ لپاره جهاد كول
- د ټولنې د اصلاح لپاره جهاد كول
په اسلام كې د بدۍ لپاره د جهاد تصور هم نشته، بلكې په اسلام كې د علم لپاره جهاد شته، د دين لپاره جهاد شته، د الله او د هغه د رسول(ص) د خوښۍ د تر لاسه كولو لپاره جهاد شته، اسلامي جهاد د خپل ځان د اصلاح او د ټولنې يا انسانيت د بري لپاره كېږي، نو پدې خاطر كله چې د جهاد د كليمې ذكر كېږي موخه ترې جهاد فى سبيل الله دى _
دا يوه داسې غلطفهمي ده چې مسلمان او نامسلمان وګړي ټول جهاد يو سپېڅلى جنګ يا(Holy War) بولي ، خو كه په حقيقت كې ته قرانكريم يا نبوي احاديث په سمه توګه ولولې، چرې به هم د سپېڅلي جنګ كليمه پيدا نكړې، سپېڅلي جنګ ته په عربۍ كې ((حرب مقدس)) وايي چې دا لفظ نه په قران كې شته او نه په احاديثو كې ، دا لفظ هغو يهودو او عيسويانو له ځانه جوړ كړى چې د اسلام پر ضد يې كتابونه ليكل او له بده مرغه يو شمېر اسلامي محقيقينو هم جهاد سپېڅلې جنګ وباله چې دا سرا سر ناسمه خبره ده_
د جنګ لپاره چې په قران كريم كې كومه كليمه ذكر شوې هغه ((قتال)) دى چې مانا يې په انګرېزۍ كې (Fighting)دى، چې وژنې يا جګړې ته وايي، او بله دا چې وژنه يا جګړه دوه ماناوې لري:
- د ښې موخې لپاره جګړه يا وژنه
- د بدې موخې لپاره جګړه يا وژنه
په قران كريم كې الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: ((كومو خلكو چې د ايمان لاره غوره كړېده. هغوى د الله په لاره كې جنګېږي او كومو كسانو چې د كفر لاره غوره كړېده. هغوى د طاغوت په لاره كې جنګېږي، نو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ او باور ولرئ چې د شيطان دسيسې په حقيقت كې ډېرې كمزورې دي.))
سورة النسا، ۷۶ايات
ايمان لرونكي د الله په لاره كې جنګېږي او كافران د شيطان په لاره كې، چې ملطب ترې د شيطان پلويان د شيطاني موخو لپاره جنګېږي او مسلمانان د الله په لاره كې او د سولې او امن لپاره جنګېږي، نو پدې خاطر د جهاد مطلب ((سپېڅلى جنګ)) ندې، يوازې له قتال څخه موخه جګړه ده، قتال فى سبيل الله نه مطلب د الله په لاره كې جهاد كول او جهاد فى سبيل الشيطان نه موخه د شيطان په لاره كې جهاد كول دى.
په قران كريم كې څو ځايه د جهاد كليمه په څو قسمه راغلې ده، دا لفظ نبي كريم ص هم څو ځايه پخپلو احاديثو كې استعمال كړې دى:
په قران كريم كې راغلي دي:
ژباړه:
((د الله په لار كې همغسې جهاد وكړئ لكه څنګه چې د جهاد كولو حق دى. هغه تاسې د خپل كار لپاره غوره كړي يى او په دين كې يې پرتاسې څه تنګي نه ده راوستې، ثابت اوسئ د خپل ابرهيم پر ملت. الله مخكې هم ستاسې نوم (مسلمان) ايښى و او په دې (قران) كې هم (ستاسې همدغه نوم دى) ترڅو چې پېغمبر پرتاسې شاهد وي او تاسې پر خلكو شاهدان اوسئ، نو لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ او په الله پورې ځان مربوط كړئ، هغه ستاسې مولا دى، هغه ډېر غوره مولا دى او ډېر غوره مرستندوى.))
د سورة الحج ۷۸نمبر ايات
ژباړه:
((د الله په وړاندې د هماغو خلكو درجه لوړه ده چې ايمان يې راوړ او د هغه په لار كې يې هجرت او په سر او مال يې جهاد وكړ. همغوى بريالي دي.))
د سورة توبه ۲۰نمبر ايات
د الله په لاره كې جهاد وكړئ، لكه څنګه چې د جهاد حق دى، په اخلاص، نظم او دسيپلين سره، هغه ايمان لرونكي چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، ستونزې يې ګاللي او خپل ځان او مال يې د الله په لاره كې قربان كړى، هغه څوك دي چې په اخرت كې به ډېره بدله (اجر) وويني، يعنې هغه څوك چې په دنيا كې د الله د خوښۍ تر لاسه كولو په خاطر كار كوي، د دوى ناسته پاسته او خوب د الله د خوښۍ په خاطر وي، همدوى بريالي دي او الله به ورته په ورځ د اخرت لوړ مقام وركړي، دوى د جنت وړ دي چرته چې به د تل لپاره اوسېږي.
دغه راز نبي كريم ص په يو حديث كې فرمايي:
ژباړه: ((مجاهد هغه څوك دى چې د الله په لاره كې جهاد(كوښښ) كوي او بېشكه الله ج پوهېږي چې څوك يې په لاره كې په اخلاص كوښښ كوي، دى د هغه تن په شان دى چې پرلپسې روژې نيسي او عبادتونه كوي، او كه چرته يو مجاهد د الله په لاره كې مړ شي، نو الله به يې جنت ته داخل كړي او كه ژوندى بېرته راغى، نو الله به ورته په دنيا او اخرت كې بدله وركړي.
د صحيح بخارى څلورم جلد، ۴۶حديث
بل ځاى كې الله فرمايي:
ژباړه: ((هر څوك چې مجاهده وكړي د خپل ځان د ښېګڼې لپاره به يې وكړي، يقيني ده چې الله له مخلوقاتو څخه بې نيازه دى.))
د سورة عنكبوت شپږم ايات
الله تعالى بې نيازه دى او هر هغه څوك چې يې په لاره كې په اخلاص كوښښ وكړي، كه څه هم دا كار يې د شخصي ګټې لپاره وي، بيا هم الله ورته اجر وركوي، الله ج خالق او مالك دى او د هيڅ شي اړتيا نه لري_ د دې ښكاره مطلب دا دى چې كه چرته يو انسان نيكي كوي، ښه كار كوي، نو لومړى خپله ښه سړى كېږي بيا وروسته له نورو خلكو سره ښه كړه(رويه، سلوك) كوي، نو ګټه يې خپل ځانته رسېږي، دى د ښو كارونو په كولو سره، نعوذ بالله په الله احسان نشي كولى، الله بې نيازه او بې پروا دى_ كه چرته ټوله دنيا مشركه شي هم د ده په ذات كې به د ذرې په اندازه توپير رانشي او كه ټوله نړۍ مسلمانه او مومنه شي هم په الله ج كې به توپير رانشي_ خو د دې كار له امله به خامخا مومن ته ګټه ورسېږي او د الله خوښي تر لاسه كوي_ الله ج خپل هيڅ مخلوق ته اړ ندى، ده ته د چا د مرستې اړتيا نشته، كه ته د الله په لاره كې زحمت ګالې، نو په حقيقت كې د د ځان لپاره زحمت ګالې، ځكه د خپل عمل ګټه دې ستا په ځولۍ كې پرېوزي_
الله جل جلاله په قران كريم كې فرمايي:
ژباړه: ((اى پېغمبره! چې كه ستاسې پلرونه، ستاسې زامن، ستاسې وروڼه، ستاسې مېرمنې، ستاسې خپلوان، ستاسې هغه مالونه چې تاسې ګټلي دي، ستاسې هغه تجارت چې د هغه په ورانېدو اندېښمن كېږئ او ستاسې د خوښې كورونه تاسې ته له الله او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار كې له جهاد نه ګران وي، نو انتظار وباسئ تر دې چې الله خپله پرېكړه ستاسې مخې ته راولي. او الله فاسقانو ته لارښونه نه كوي.))
د سورة التوبه ۲۴ ايات
يعنې كه يو انسان د خپلو مور و پلار، اولادونو، ښځو، مېړونو، خپلوانو، مال دولت او جايداد څخه زياته له الله او د هغه له رسول ص سره مينه كوي او د الله په لاره كې جهاد كوي _ پر دې ټولو د الله محبت او اطاعت غوره بلل كېږي، نو د الله د رحمتونو باران پيلېږي او الله فاسق او فاجر ته هدايت نه كوي_
پدې ډول به ته په ډېرو احاديثو كې دا (جهاد) لفظ وګورې...
ژباړه: (( له حضرت عايشى صديقى څخه روايت دى چې دې له نبي كريم ص څخه پوښتنه وكړه: ايا موږ جهاد ته نشو تللى؟
نبي كريم ص ځواب وركړ چې ستاسې غوره جهاد پوره حج دى))
صحيح بخارى، څلورم جلد، ۲۷۸۴نبمر حديث
په يو بل ځاى كې هم د صحيح بخارى په حديث شريف كې راغلي دي چې
ژباړه: يوه تن له نبي كريم ص څخه وپوښتل: يا رسول الله ص! ايا زه بايد جهاد ته لاړ شم؟ يعنې د بدو خلكو پر ضد جنګ ته؟ نبي كريم ص وفرمايل: ايا ستا مور او پلار ژوندي دي؟ هغه ځواب وركړ: هو، يا رسول ا لله!، نو حضرت محمدص وفرمايل: نو د هغوى خدمت وكړه، ستا لپاره همدا غوره جهاد دى. ))
د صحيح بخاري څلورم جلد۵۷۹۲نمبر حديث
يو بل ځاى په نسايي شريف كې راغلي دي:
ژباړه: (( يوه تن له نبي كريم ص څخه وپوښتل: يا د الله رسوله! غوره جهاد څه شى دى؟ نبي كريم ص ځواب وركړ: غوره جهاد د ظالم واكمن پر وړاندې د حق ويل دي.))
د سنن نسائى شريف۴۲۰۹نمبر ايات
له دې ښكاري چې د جهاد كليمه په بېلابېلو ځايونو كې د بېلابېلو خبرو لپاره كارول شوى ده، تر ټولو غوره جهاد حج اكبر هم خودل شوى دى_
يو ځاى كې د مور و پلار خدمت هم جهاد بلل شوى_
په يو ځاى كې د جابر واكمن پر وړاندې د حق وينا هم جهاد بلل شوى دى_
له حضرت سعيدبن ابان څخه روايت دى چې حضرت محمد ص فرمايلي دي: مجاهد هغه تن دى چې د الله د رضا د لاسته راوړلو لپاره د ځان پر وړاندې جګړه وكړي( د خپلو خواهشاتو د پرزولو لپاره له ځان سره جګړه وكړي) او مهاجر هغه تن دى چې له بدۍ څخه د نيكۍ په لور هجرت وكړي_
له دې ښكاره شوه چې د جهاد كليمه په بېلا بېلو ځايونو كې په بېلابېلو ماناګانو راغلې، خو د دې سمې مانا د پوهېدو لپاره بايد ته قران كريم او نبوي احاديث مطالعه كړې _
ژباړه: (( اى ايمان لرونكو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شيطان پر لارو مه ځئ، بى شكه دى ستاسې يواځنى دښمن دى))_
د سورة بقره ۲۰۸ نمبر ايات
اى ايمان لرونكو په سمه توګه په اسلام كې داخل شئ، او د شيطان تر اغېزې لاندې مه راځئ، يعنې ايمان لرونكي بايد چې د شيطان پيروي ونه كړي او په سمه توګه په ا سلام كې د ننوتو سره له شيطاني بريدونو څخه ځان وژغوري_
څو ځايه په قران كريم كې راغلي دي چې د شيطان پيروي مه كوئ، مګر دلته راغلي چې د شيطان په نقش قدم مه ځئ، ايا په شيطان او د هغه د نقش قدم په پيروى كې څه توپير دى؟ الله ج ولې دلته الفاظ بدل كړي دي؟ د دې لامل دا دى چې كه د لږ ايمان او باور څښتن ته د بېلګې په توګه يوه ښكلې جنۍ ټيلفون وكړي او ورته وايي راځه نن شپه سره ګډه تېره كړو، نو په دې صورت كې به د دغه لږ ايمان خاوند ځواب نه وي، وايي به چې دا كار الله جل جلاله منعه كړى دى، دا ګناه ده او زه دا ګناه نه شم تر سره كولاى، ځكه الله جل جلاله پرې خپه كېږي.
خو كه همدغسې ايمان لرونكي له يوې پردۍ جنۍ سره په ټلفون خبرې او ټوكې كول ګناه ونه بولي او ووايي چې په خبرو څه كېږي؟ بله ورځ ورته همدا جنۍ ووايي چې راځه نن په يوه هوټل كې چاى وڅښو او دى دا كار هم ومني او وايي چې په چايو څښولو كه څه ګناه نشته، ښايي څو ورځې وروسته په هوټل سره شپه تېره كړي، همدغه د شيطان چالونه دي چې شېبه په شېبه پرمختګ كوي او هغه وخت ورته پته لګي چې اوبه له ورخه تېرې وي!!!
كه شيطان نېغ په نېغه بريد كړى واى او هغې جنۍ په لومړي ځل ورته شپې تېرولو ست كړى واى، نو همدغه د لږ ايمان خاوند هم ورته انكار كاوه، نو په دې خاطر شيطان لومړى خپل پياده مخې ته كړل او مخ پر وړاندې يې تګ پيل كړ، نو ځكه الله تعالى د شيطان له پيروۍ او د هغه په نقش قدم باندې له تلو څخه منعه كړي يو.
شيطان خپله وسله په ډېرې ځيركۍ سره كاروي او ورو ورو د انسان په دماغو او رګونو كې ننوځي، چې په دې وخت كې يوه ښكلې جنۍ د انسان د بې لارۍ لپاره ښه وسيله ثابتېداى شي.
و ګورئ كله چې يوه ښكلې جنۍ له لرې څخه د ټلفون له لارې ورسره خبرې كوي، نو دى فكر كوي چې ځه په لږو خبرو اترو څه كېږي؟
له همدې ځايه سلسله پيلېږي_
- يوازې ورسره په چايو څښلو كې څه خبره ده؟
- يوازې ورسره په غرمنۍ يا ماښامنۍ خوړو څه پېښېږي؟
- اوس چې دا دومره ټينګار كوي، نو په يو وار ليدو څه پېښېږي؟
نو په همدې خاطر الله تعالى فرمايي: اى مومنانو! په اسلام كې په پوره توګه ننوځئ او د شيطان پر پل مه ځئ.
اسلام يوه كلا ده كه پكې په پوره توګه داخل نه شې، نو په امن كې نه يې.
نو غوره جهاد او پوره جهاد دا دى چې دغه راز خلكو ته د رښتينولۍ او حق پيغام ورسوې، څوك چې له حقه ناخبره او د غلفت په خوب ويده دي دوى له دې خوبه رابيدار كړې، تر ټولو غوره جهاد نېكې لارې ته د خلكو رابلل دي-
الله جل جلاله په قران عظيم الشان كې فرمايي:
ژباړه:
((تاسې غوره ډله ياست چې د عامو خلكو د مرستې لپاره وتي يى، تاسې خلكو ته د نېكۍ بلنه وركوى او له بديو يې منعه كوى او په الله ايمان لرى، خو كه اهل كتابو ايمان راوړى واى، نو دوى ته به غوره واى، په دوى كې ځينې مسلمانان دي، خو ډيرى پكې كافر دي.))
د سورة آل عمران- ۱۱۰ ايات
الله تعالى مسلمانانو ته د غوره ډلې او انسان خطاب كړى او پر دوى يې ذمه واري اچولې چې نورو انسانانو ته د الله پيغام ورسوي، يعنې هغه تن چې خپله هم نېك كارونه نه كوي او نورو ته هم د نېكۍ بلنه نه وركوي، دى نه په غوره مسلمان كې شمېرل كېږي او نه په امتي كې-
نو په دې خاطر دا پر مسلمان فرض ده چې د ځمكې پر مخ ټول انسانان نيكيو ته را وبولي.
په قران كريم كې الله جل جلاله فرمايلي دي:
ژباړه:
((په زمانه قسم، انسان په حقيقت كې په لوى تاوان كې دى، پرته له هغو خلكو چې ايمان يې راوړى او ښه عملو نه كوي او يو بل ته د حق نصيحت او د صبر ښودنه كوي.))
د العصر سورة، له ۱تر۳ آيت پورې
يوازې عقيده تا جنت ته نشي ننويستلاى، بلكې له عقيدې پرته عمل ته هم اړتيا ده او خلك هم بايد سمې لارې ته دعوت كړې، كه په تا كې دغه ځانګړنې چې په العصر سورة كې يادې شوې دي نه وي، نو ته جنت ته نه شې ننوتاى.
اوس موږ ګورو چې په نړيوالو رسنيو، تلويزنونو، سټلايټ چاينلونو، اخبارونو، جريدو او مجلو كې اسلام يوه بنسټيزه موضوع ده، تر دې چې په انټرنېټ پاڼو كې هم ورپسې په پوره پيمانه پروپاګند كېږي.
زه به په شخصي توګه د ډاكټر ريچرډ هېز له دې خبرې سره توافق وكړم چې امريكا د اسلام پر ضد نه ده، زه خپله هم څو ځله امريكې ته تللى يم، د امريكې ولس په ټوليزه توګه د اسلام پر خپلاف نه دى او دغه خبره زما پر هندوستانيو ورونو هم صدق كوي چې دوى هم په ټوليزه توګه د اسلام خلاف نه دي، بلكې د يو څو هندوانو ډله ده چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د اسلام پر ضد تبليغات كوي، دغه راز څو اروپايان هم د خپلو شخصي ګټو د خوندي ساتلو لپاره پر اسلام نيوكې كوي، كه نه عام ولس له اسلام سره هيڅ ستونزه نه لري، زه دا منم چې د امريكې او هندوستان ولس په ټوليزه توګه د اسلام خلاف نه دي، بلكې يو څو تنه بنسټ پال دي چې د اسلام پر خلاف دي او له بده مرغه رسنۍ هم د دوى په واك كې دي.
د رايو د تر لاسه كولو او نور ګټو لپاره دوى په ټولنه كې ولس د يو او بل پر وړاندې راپاروي او دوى ترې ګټه پورته كوي، دغه راز خلك د ګوتو په شمار په هندوانو كې هم شته او غربيانو كې هم، كه نه عام ولس پخپلو منځو كې سره ښه راشه درشه لري او خپلو منځو كې امن غواړي.
د ۱۹۷۹كال د اپريل په شپاړسمه مه د (كوورلډ ټايم )په مجلې كې يو مضمون خپور شوى و چې پكې ليكل شوي و: يوازې په ۱۵۰كالو كې د اسلام پر ضد له ۶۰زروڅخه زيات كتابونه چاپ شوي دي، كه تاسې يې حساب وكړى، نو درته به پته ولګي چې په دې حساب په هره ورځ كې يو كتاب ليكل شوى دى، همدا رسنۍ دي چې اسلام يې د جګړې په لومړۍ كرښه كې ودرولاى دى او زه په ښكاره توګه وايم چې د دې تحريك يوازې د رسنيو او سياستوالنو لخوا تر سره كېږي، بښنه غواړم، زه د ژورنالستانو او د سياستوالو زړه ازارول نه غواړم، خو تر ۵۰% زيات ژورنالستان او سياستوال د خپلو ګټو، او ډلې لپاره كار كوي، پاتې نور يې د نيكيو او امن غوښتونكي دي.
نن سبا په ځانګړي توګه مسلمان د رسنيو هدف ګرځېدلى دى، د بېلګې په توګه: د مسلمانو ښځو د حجاب موضوع يې راپورته كړې، حال دا چې راهبې مېرمنې هم دې ته ورته حجاب كوي، توپير يوازې په دې كې دى چې دا راهبې مېرمنې خپل مخ لوڅ پرېدي او خلك يې عزت كوي، ولې؟ دا توپير ولې دى؟
كه يوه مسلمانه مېرمن حجاب كوي، نو هغې ته د ترهګرې خطاب كېږي، وروره! كه يوه مسلمانه مېرمن حجاب كوي نو په دې كې څه ستونزه ده؟
يوه سكهـ په كاناډايې محكمه كې مقدمه چلولوله، دا سكهـ په اردو(فوج) كې و او ويل يې چې دا خپله پګړۍ نه ښكته كوي او مقدمه يې وګټله، دغه راز يوه زده كوونكي هم كالج ته د پګړۍ سره تلو، محكمې هغه ته هم اجازه وركړه_ اوس كه يوه مېرمن حجاب په سروي، نو خلكو ته يې څه زيان رسېږي؟ يوه پګړۍ، حجاب يا خولۍ چاته څه زيان رسولاى شي؟ ما ږيره پريښې ده، د نورو مذهبونو او دينونو پيروان هم لكه، هندوان، يهوديان، سكهـان او ... ږيره لري، ما هم ږيره پريښې او خولۍ په سرووم، نو دا خولۍ به چاته څه زيان ورسوي؟ تر كومه ځايه چې د ږيرې خبره ده دا هيچاته هم زيان نه شي رسولاى، مسلمانان د نبي كريم ص د سنتو د پر ځاى كولو لپاره ږيره پرېږدي، او عيسويان يې هم د خپل مذهبې احكامو پر بنسټ ږيره پرېږدي_ زما له نظره ږيره هيچاته هم څه زيان نه شي رسولاى او له دې يوه موضوع جوړول هم نه دي په كار_
كه تاسې د نړۍ تاريخ ولولئ، نو د هر مذهب نوميالي شخصيتونه به له ږيرې سره وګورې، نو پته نشته چې دا خلك ولې په ږېره پرېښودو نيوكې كوي، نو له دې معلومېږي چې د رسنيو تر شا يو څو تنه دخپلو شخصي ګټو لپاره دغه راز موضوعګانې راولاړوي، د دوى موخه دا ده چې د خلكو په زهنونو كې د اسلام پر وړاندې بدګمانۍ او تېروتنې راپيدا شي، موږ دغو خلكو او تاسو ته د رښتينولۍ او حقيقت پيغام رسول غواړو چې دا بدګمانۍ او تېروتنې له زړه وباسئ او ځان له حقيقته خبر كړئ.
يوه بله نيوكه چې پر اسلام كېږي
(( چرته چې هم كافر وينى و يې وژنئ))
دا ويل كېږي چې په قرانكريم كې هم دا ليكل شوي دي او د دې لپاره د قرانكريم د سورة توبه ۵ آيت حواله وركوي چې ژباړه يې داسې كوي: ((چرته چې هم تاسې كافر(هندو) وينى وه يې وژنئ))
د هندو كليمه يې په قوسونو كې ليكلې، اوس كه يو عام هندو دا ولولي، نو هغه به وايي، اوه دا خو زموږ په اړه ليكل شوى چې چرته هندو ګورئ وه يې وژنئ، نو ښكاره خبره ده چې دا به عكس العمل ښكاره كوي او د اسلام په خلاف په ودرېږي، ځكه ده سره ثبوت شته، خو دى نه پوهېږي چې قرانكريم د ويناګانو ټولګه نه ده، بلكې دا يو مفصل كتاب دى چې آيتونه يې له مخكينيو او وروستنيو سره اړيكه لري، چې د هغو ايتونو په لوستو يې سړى په مانا او تفسير پوهېداى شي، د بېلګې په توګه كه همدا تر بحث لاندې ايات ته وګورو، د دې اړيكه د وروستي ايت (۶) سره ده، كه دا ايات هم ولولې نو سمدسي به يې په مانا پوه شې، د دغه ايات نه په مخكينيو اياتونو كې د مكې د كفارو او مسلمانانو ترمنځ د امن د معاهدې يادونه شوې، چې د مكې مشركينو دغه معاهده ماته كړې وه، په (۵) ايات كې الله جل جلاله په همدې خاطر امر كړى و چې كه ته د مكې كفار د جنګ پر ميدان هر چرته ووينې نو وه يې وژنه-
دلته د جګړې د ډګر يادونه شوې، تاسې په خپلو ذهنونو كې د امريكا او ويتنام جګړه راولئ، كه ويتنامى سپه سالار خپلو عسكرو ته امر كوي چې د جګړې پر ډګر چرته چې هم دښمن وينئ وه يې وژنئ، نو تاسې لږ فكر وكړئ په دې كې څه غلطي ده؟ خو كه امريكايي سپه سلار و وايي چې هر چرته ويتناميان وينۍ وه يې وژنئ، نو دا پر ځاى خبره نه ده، د جګړې ډګر ته دوه ډلې د جنګ لپاره ځي او هلته د مرګ او مړينې خبرې خامخا كېږي.
يو سپه سلار چې د خپلو عسكرو د هڅونې لپاره داسې خبرې كوي، نو كه الله جل جلاله فرمايي چې كله تاسې سره څوك جګړه كوي، تاسې هم ورسره جګړه وكړئ او كله چې څوك تاسې وژني، نو تاسې يې هم ووژنئ، نو په دې كې غلطه خبره كومه ده؟؟
بيا په شپږم ايات كې راغلي دي چې ((كه هغه سوله كوي، نو ته هم تېرى مه كوه، او هغوى امن ځاى ته ورسوئ))
دا خبره قران كريم كوي، د اوسنۍ زمانې كوم جنرال به خپلو عسكرو ته ووايي چې نه يوازې دښمانانو سره سوله وكړي، بلكې امن ځاى ته يې ورسوي؟
كه تاسې پوره متن ولولۍ، نو تاسې به د قران كريم په اصلي مفهوم پوه شئ
تاسې كه هر يو مذهبي كتاب ، بايبل، تورات، راماين، مها بهارت، ګرنتهـ او... ولولى پكې د جنګ او جګړو يادونه خامخا شته دى.
د بايبل په ۲۲باب- ۱۸تر۲۰ ايات پورې، او ۳۱باب- ۱۷ او ۱۸ايات كې، دغه راز د ګوسپل آف لوقا په ۲۲ باب- ۱۷ ايات كې هم د جګړې يادونه شوې او تاسې ته به دا خبره هم ياده وي چې له پيروانو څخه يې د توره وهلو ازموينه اخيستل كېده، چې له دې څخه دا معلومېږي چې په هر مذهب كې د جګړو يادونه شوې ده. مها بهارت خو سر نه تر پايه پورې د جنګ او جګړو يوه كيسه ده-
د ګيتا په دويم باب كې كله چې ارجن خپه وي او خپلو خپلوانو سره جګړه نه غواړي، نو كرشن ورته وايي چې ته په حقه يې او د حق لپاره جنګ كوې، نو ځكه ته بايد د دې پروا ونه كړې چې د خپلوانو سره جكړه كوې او كه له پرديو سره، ته بايد مخ پر وړاندې لاړ شې او بې انصافي له منځه يوسې، د رښتينولۍ لپاره هر څه كول پكار دي، هر څه زغمل پكار دي.
الله تعالى د قرانكريم د سورة النساء په ۱۳۵ايات كې فرمايلي:
ژباړه: ((اى مؤمنانو! د عدالت علمبرداران او د خداى لپاره شاهدان اوسئ كه څه هم چې ستاسې د عدالت كولو او شاهدۍ زيان په خپله تاسې يا ستاسې مور او پلار يا ستاسې خپلو خپلوانو ته راجع كېږي، د معاملې لورى غريب وي كه شتمن ، الله له تاسې نه زيات د هغې خبرې غوښتونكى دى. په دې اساس د خپلو نفسي غوښتنو د پيروۍ له امله عدالت مه پرېږدئ او كه تاسې ګډې وډې وواياست يا له رښتيا ويلو نه ډډه وكړئ، نو وپوهېږئ تاسې چې څه كوئ الله پرې خبر دى.))
يعنې د رښتينولۍ لپاره په كلكه ودرېدلو حكم شوى او كه په دې لاره كې دې مورو پلار هم مخې ته ودرېدل نو درېغ مه كوه، د هر غريب او شتمن ساتونكى يوازې خداى دى، د ټولو مذهبونو په كتابونو كې خامخا يو ځاى نه يو ځاى د جنګ يادونه او حكم شته دى چې د باطل د ختمولو او د حق د بقا لپاره اړين دى.
اوس د ګيتا، يا د مهابهارت په هيڅ يوې خبرې يا د نورو مذهبونو پر كتابونو نيوكې پر ځاى نه دي، بلكې پكار خو دا ده چې دا كتابونه ولولې او ځان حقيقت او د موضوع تل ته ورسوې، كله چې ته د يو مذهب يا دين كتاب په غور سره ولولې نو ته به له حقيقته خبر شې، هسې د سر چوك اوازو پسې مه ګرځه او مه د نورو په خبرو غولېږه.
د سورة مائده په ۳۲ايات كې الله تعالى فرمايي:
ژباړه:
((له همدې امله موږ پر بني اسرايلو دا فرمان ليكلى و، چې "چاچې يو انسان د وينې له بدلې يا په ځمكه كې له فساد خورولو پرته په كوم بل علت وواژه، داسې وګڼه لكه چې هغه ټول انسانان ووژل او چاچې څوك له مرګه وژغوره، داسې وګڼه لكه چې هغه ټول انسانانو ته ژوند ور وبښه"، خو د هغو حال دادى چې هغو ته زموږ پيغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لار ښودنو سره راغلل، سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمكه كې زياتى كوونكي دي.))
يعنې كه يو انسان بل انسان ، هغه كه مسلمان وي كه كافر، پرته له كوم سبب نه و وژلو ، نو هغه ټول انسانيت وواژه، خو كه يو انسان د بل انسان ژوند وژغوره، نو مانا دا چې ټول انسانيت يې وژغوره، دا دى د قرانكريم زده كړه_
يعنې د يوه داسې انسان وژنه چې نه په زمكه كې فساد خوروي او نه ورنه نور انسانان په تكليف كې دي وژنه يې سخته او ستره ګناه ګڼل شوې ده.
تر كومه ځايه چې د الله په لاره كې د جهاد خبره ده، نو د دې لپاره روښانه احكام او حالات شتون لري، چې په دې برخه كې قراني اياتونه او نبوي حديثونه موجود دي.
د سورة بقره د ۱۹۰ايات څخه تر ۱۹۴ايات پورې الله تعالى فرمايي:
ژباړه: ((د الله په لاره كې وجنګېږئ، له هغه چا سره چې له تاسې سره جګړه كوي او كافران چې هر چرته وينى وه يې وژنئ او له هغه ځايه يې وباسئ چې تاسې يې ويستي ياست او د دوى فساد له وژنې څخه هم سخت دى، په مسجد حرام كې ورسره جګړه مه كوئ، ترڅو هغوى له تاسې سره هلته جګړه ونه كړي، خو كه تاسې سره جګړه وكړي نو وه يې وژنئ، د كافرانو همدا سزا ده، بيا كه هغوى پوه شول، نو وپوهېږئ چې الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
او تاسې له هغو سره وجنګېږئ تر دې چې فتنه پاتې نشي او دين د الله لپاره شي، بيا كه هغوى لاس په سر شول، نو وپوهېږئ چې له ظالمانو پرته بل چاته لاس غځول روا نه دي.
د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي، نو كه څوك پر تاسې تېرى وكړي، تاسې هم په هماغه ډول پر هغوى تيرى وكړئ البته له الله نه په وېره كې اوسئ او په دې وپوهېږئ چې الله د هماغو خلكو ملګرى دى چې د هغه د حدودو له ماتولو نه ډډه كوي.))
په اسلام كې جنګ وروستۍ لار ده، خو كله چ