پاتې برخه:

ايا اسلام د تورې په زور خور شوى دى؟

اسلام د امن او سولې داعي دى او مانا يې هم سوله او امن ده، دا د سلامتۍ دين دى، اسلام د سلام له كليمې څخه اخيستل شوى دى چې مانا يې سلامتي ده، چې له اولې ورځې څخه يې بنسټ پال ټولې نړۍ ته د امن او سلامتۍ پيغام وركوي او مسلمانانو ته په سختۍ د دې كار عملي كولو امر كوي، اسلام د سلم له كلمې هم اخيستل شوى چې مانا يې د الله تعالى رضا ته په پوره توګه ځان تسيلمول دي او څوك چې دا كار كوي هغه ته مسلمان ويل كېږي، د مسلمان يوه مانا امن خوښونكى هم دى، اسلام  د جګړې خلاف دى او د امن ملا تړى دى، اسلام او جنګ سره په تضاد كې دي، خو كله چې بله لاره نه وي نو بيا د ځواك څخه پكې كار اخيستل كېږي.

نو كه دې خبرو ته په غور وګورو، فكر پرې وكړو او ځان پرې پوه كړو نو هر مسلمان ته په كار ده چې بنسټ پال وه اوسي، ځكه چې بنسټ پال مسلمان سم مسلمان او د امن داعي دى-

يو صحيح مسلمان د امن دښمنو ځواكونو لپاره ترهګر دى او هغه كسان چې د نړۍ او سيمې سوله او امن زيانموي هغوى له مسلمانانو څخه وېرېږي، ځكه صحيح مسلمان د سولې ساتونكى دى او هيچا ته هم د دې اجازه نه وركوي چې سوله خرابه كړي.

يوه بله خبره هم ډېره تكرارېږي چې اسلام د تورې له لارې خپور شوى او د تورې په زور بريالى شوى دى.

كه دا خبره ومنو چې اسلام د تورې او نېزو په زور خپور شوى، نو بيا دې ته د امن او سلامتۍ دين څنګه ويلاى شو؟

دا خبره نا مسلمان وګړي هم مني چې كه اسلام په توره خپور شوى واى نو دومره پلويان به يې نه درلودل او هغه سيمو ته چې هلته د اسلامي لښكرې نه دى ور رسېدلى د هغې سيمو وګړو به اسلام ته غاړه نه ايښوده.

حقيقت خو دا دى چې اسلام د تورې په زور نه بلكې د رښتينولى په زور خپور شوى چې د مسلمانانو په ژوند كې يې بدلون راوستى او دوى نه يې د نړۍ د سولې علمبرداران جوړ كړل.

د دوى نېك اخلاق داسې منتر او جادو و چې پر نامسلمانو خلكو يې اغېز وكړ او د اسلام په دايره كې داخل شول، د اسلام يوه مانا كه سلامتي ده نو بله يې د الله رضا ته غاړه ايښودل دي، يعنې په پوره توګه الله ته سر ټيټول او د هغه هر حكم پرته له كوم چون او چونان منل دي، د دې يوه مانا دا ده چې له خپلې خوښې څخه د الله د رضا ړومبى كول او د هغه رضا حاصلولو لپاره هڅه كول، الله تعالى د ټولو مخلوقاتو رب او پيدا كوونكى دى او نبي كريم ص د ټول عالم لپاره سولې او روغې جوړې پيغام رسونكى دى، د انسانانو شفاعت كونكى، او دوى ته د جنت  زيرى كوونكى او له دوزخه وېرونكى دى، دا يو روښانه حقيقت دى چې ځينې وخت د سولې ټينګولو لپاره له ځواكه كار اخيستل كېږي، د نړۍ هر انسان سوله خوښونكى نه وي او هغه د خپلو شخصي ګټو لپاره په سيمه كې فساد خوروي، د دغه راز خلكو سمې لارې ته راوړلو لپاره كله ناكله له ځواكه هم كار اخيستل كېږي، د دې ښكاره بېلګه زموږ پوليس دي، چې د فسادو او ناوړه خلكو د له منځه وړلو لپاره ترې كار اخلو، هر هېواد پوليس لري چې د امن راوړو او سولې ټينګولو لپاره كله ناكله له ځواكه كار اخلي، له پوليسو سره وسله وي چې په ټاكلي وخت كې ترې كار اخلي، دغه راز اسلام هم د جنګ خلاف دى خو كله چې بله لاره نه وي بيا له ځواكه او وسلو كار اخلي.

اسلام امن خوروي او خپلو پيروانو ته امر كوي، هغه كسان چې امن ګډوډوي له هغوى سره له سختيو كار واخلي- اسلام خپلو پيروانو ته له ځواكه د كار اخيستلو اجازه يوازې د شرخوښيو پر خلاف وركوي او د هغو خلكو سره د جګړې امر ورته كوي چې د سولې دښمن وي_

دغه نظريه چې اسلام د تورې په زور خپور شوى په برخه كې (De Lacy O'Leary) ستر رول لوبولى او په خپل كتاب Islam at the cross road په اتم مخ كې يې ليكلي دي:

((په تاريخ كې دا خبره ښه روښانه ده چې اسلامي مشاهيرو د نړۍ په ازادو قومونو د تورې په څوكه اسلام قبول كړى،)) ده دې خبرو لپاره په يو شمېر تاريخ پوهانو حواله وركړې.

تاسې د تاريخ پاڼې واړوئ او وګورئ چې په هسپانيه كې مسلمانانو اته سوه كاله حكومت وكړ، خو خلك يې د تورې په زور مسلمانان نه كړل، خو كله چې عيسويانو هغه هېواد ونيوه، په هسپانيه كې يو مسلمان پاتې نه شو چې اذان وكړي-

مسلمانانو څوارلس سوه كاله په عربو حكومت وكړ او د هغه ځاى تور او سپين ازاد پاتې شول، يو څو كاله به انګرېزانو او فرانسوي مشرانو حكومت كړى وي، مګر څوارلس سوه كاله پرې مسلمانانو حكومت كړى، نن سبا په عربو كې داسې عيسويان هم شته چې له پېړيو پېړويو راهيسي پكې نسل په نسل اوسي.

 زما ورونو! كه مسلمانانو د تورې په زور اسلام خپرول غوښتى نو لومړى خو يې بايد په خپل كور كې د نن اوسېدونكي عيسويان مسلمانان كړى واى چې تر ننه عيسويان پاتې شوي دي، چې همدا خبره د دې خبرې ژوندى ثبوت دى چې د مذهب د بدلون لپاره اسلام پر هيچا هم زور او جبر نه دى كړى-

مسلمانانو پر هندوستان نږدې زر كاله حكومت وكړ، كه دوى توره كارولاى واى نو كه ټول نه واى نيمايي خلك خو به يې مسلمانان كړى واى، خو داسې نده، نن سبا د هندوستان اتيا سلنه نا مسلمان وګړي دي او دا د دې لپاره يوه روښانه بېلګه ده چې اسلام د تورې په زور نه دى خور شوى.

د ماليزيا ډيرى خلك مسلمانان دي، خو دا به راته څوك ثبوت كړي چې دې هېواد ته كوم اسلامي لښكر ور ننوتى و او دوى يې مسلمانان كړي وو؟

دغه راز اندونيزيا هم يو مسلمان هېواد دى، دلته كوم اسلامي لښكر ورغلى؟

دغه راز د افريقا په ختيزو ساحلونو كې ميېشت وګړي چې ډېرى يې مسلمانان دي، دې سيمو باندې كوم اسلامي لښكرو بريدونه كړي او دوى يې مسلمانان كړي دي؟

مشهور تاريخ پوه تهامس كارلائل پخپل كتاب Heroes and hero  worship كې ليكلي دي چې:

"The sword indeed, but where will you get your sword? Every new opinion, at its starting is precisely in a minority of one. Man's head alone. There it dwells as yet. One man alone of the whole world believes it, there is one man against all men. That he takes a sword and try to propagate with that will do little for him. You must get your sword! On the whole, a thing will propagate itself as it can"

په دې عبارت كې دا غلطه نظريه په پوره توګه رد شوې چې ګنې اسلام د تورې په څوكه خپور شوى دى.

كه مسلمانانو ته په توره د خلكو مسلمانولو موقع هم په لاس ورغلى واى، نو دوى دا كار نه كاوه ځكه دوى ته اجازه نه وه.

په قران كريم كې الله تعالى فرمايلي دي:

ژباړه: ((په دين كې د زور زياتي اجازه نشته، حقيقت له هر راز نيمګړتياو څخه پاك  دى))

د سورة بقره ۲۵۶ايات

له دې روښانه كېږي چې اسلام هيچا ته په زوره او يا چل د اسلام منلو اجازه نه وركوي، خو كه څوك دا حقيقت درك كړي او له زړه نه يې ومني هغوى نه منعه كوي، مګر هيڅ ډول زور زياتى نه مني.

مسلمانانو چې كومه توره كارولې هغه د ښو اخلاقو او نيكې رويې وه چې له لارې يې د خلكو په زړو كې ځاى ونيوه.

الله تعالى د سورة نحل په ۱۲۵ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه:

((اى پېغمبره! (صلى الله عليه وسلم) د خپل رب د لارې لوري ته په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه وركړه، او له خلكو سره په داسې ډول مباحثه وكړه چې ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهېږي چې څوك د هغه له لارې نه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دى.))

يعنې ټولو ته د الله د لارې بلنه وركړه، او پخپل علم دوى ته په ښه توګه قناعت وركړه.

په ۱۹۸۶ زيږديز كال كې د (The plain Truth) په نامه يوې مجلې كې يو ريپوټ چې ۱۹۳۴كال څخه تر ۱۹۸۴كاله پورې د مذهبونو او دينونو د نويو پيروانو په اړه ليكل شوى و راغلي و چې تر ټولو زياتو كسانو اسلام منلى و چې سلنه يې نږد ۳۵% وه، نو اوس تاسې فكر وكړئ چې په دې كالونو كې داسې كومه جګړه پېښه شوې وه چې د تورې په زور يې خلك اسلام ته رابللي او مسلمانان كړي وي؟ د كومې جګړې په پايله كې دومره كسانو اسلام قبول كړى دى؟

په دې ريپوټ كې اوه سلنه خلك نوي عيسويان شوي وو.

په دې وخت كې په اروپا او مريكا كې اسلام په چټكتيا سره خپرېږي او اسلام د خپل حقانيت له امله د خلكو زړو ته لاره كوي، د اسلام د غوره والي او پر خلكو د منلو لپاره هيڅ يوه توره له تيكي نه ده راوتلې-

د امريكا سر ته چا توره نيولې ده؟

انګليستان كوم اسلامي لښكر مسلمانېدو باندې اړ كړى دى؟

نو بيا څه لامل دى چې په اروپا او امريكا كې اسلام دومره په چتكتيا سره خپرېږي.

په امريكا كې د بيان ازادي ده!!

په اروپا كې هم د بيان ازادي ده!!

كه اسلام د ميرمنو ازادي سلبوي نو بيا ولې نا مسلمانې مېرمنې اسلام راوړي؟

نن سبا په نوي اسلام راوړنكيو كې دويمه برخه مېرمنې دي-

د اسلام د مقبوليت لامل دا دى چې پكې د انساني مسايلو حل پروت دى

د سبتمر د يولسمې واقعي نه  دوه مياشتې وروسته شل زره امريكايانو اسلام راوړ او له دې نه څو مياشتې وروسته انګليستان د ترهګرۍ موضوع رامنځته كړه

ستر منافق او د وژلو لايق سلمان رشدي چې څه كړي و، ډېر بد يې كړي وو، ده د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په شان كې ګستاخي كړې وه، خو انګلستان ورته پناه وركړه.

په امريكايي ټايمز مجلې كې راغلي و چې امريكايي خلك غواړي مسلمانانو ته بايبل ووايي، ((مسلمانانو ته بايبل))، خو دوى نه پوهېږي چې مسلمانانو ته  د بايبل د ويلو پرځاى د قران كريم ويلو ته اړتيا ده.

په قرانكريم الله تعالى د بنى اسرايل سورة په ۸۱يم ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه:

((او ووايه چې حق راغى او باطل له منځه لاړو، بې له شكه بايد باطل له منځه تللاى واى))-

كله چې حق راشي باطل له منځه ځي-

مسلمانانو سره كه توره ده هغه د دوى د ښو كارونو ده-

د دلايلو ده-

د رښتيا او حقيقت ده-

د مينې او د مينې د خوږلنۍ توره ورسره ده-

د مسلمانانو سره د سولې توره ده-

او د هغه زړه راښكونكي تبليغ توره ورسره ده چې رسا د خلكو زړو ته ښكته كېږي.

الله تعالى د سورة التوبه په ۳۳ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه:

((هماغه الله دى چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، ترڅو چې هغه پر ټول (جنس) دي بر لاسى كړي، كه مشركانو ته دا څومره ناكاره بريښي هم.))

الله تعالى د الصف سورة په ۹ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه:

((همغه ذات دى چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، ترڅو چې هغه پر ټول دين برلاسى كړي، كه د مشركانو دا هر څومره بد ايسي هم.))

الله تعالى د سورة فتح په ۲۸ايات كې فرمايلي دي:

ژباړه:

((همغه الله دى چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، ترڅو چې هغه پر ټول (جنس) بر لاسى كړي او په دې حقيقت باندې د الله شاهدي كافي ده.))

زه د جهاد او ترهګر د موضوع د تقرير پاى د ډاكټر جوزف ايډم پيرسن په خبرو كوم چې صحيح يې ويلي دي:

((هغه څوك چې د دې خبر له امله پرېشان دي چې اتوم بم به يوه ورځ د عربو لاس ته ورځي، له دې خبرې ناخبره دي چې اسلامي بم خو لا هغه وخت د دوى لاس ته ورغلى دى چې كله حضرت محمد ص دې نړۍ ته سترګې وغړولې.))