مسلمان او ترهګري
ايا ترهګري د مسلمانانو كار دى؟
((د پوښتنو او ځوابونو برخه))
ډاكټر محمد نايك:
مخكې تر دې چې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيل كړو مخكې تر مخكې تاسې ته يو څو اصول او قواعد وايم چې بايد د پوښتنو پر مهال يې مراعت كړئ
-
لنډ او مختصر پوښتنه وكړئ
-
د موضوع اړوند پوښتنې وكړئ
-
په يو وخت كې يوه پوښتنه وكړئ
د ښځو او سړيو لپاره په اډيټورم كې جلا جلا پنځه مايكونه لګول شوي، اوس د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيلوو، ښه وروره! ته پوښتنه وكړه.
ډاكټر ذاكر نايك:
دلته نامسلمان وګړي ټول زموږ مېلمانه دي او د دود له مخې زما هيله ده چې د پوښتنو وار لومړى دويته وركړئ، كه څوك نامسلمان پوښتنه كوي نو خويندو او ورونو وخت لنډ او تنګ دى خپله پوښتنه وكړئ
پوښتنه:
زما نوم شام دى، زه د مهارټهي مهانګر ورځپاڼې سره كار كوم، ليكوال يم، له ما سره ستا لپاره الفاظ نشته، څه و وايم، مګر دومره ويلاى شم چې په هندوستان كې د هندوانو او مسلمانانو د يو كېدا لپاره يو څه بايد وشي، ايا هندوان او مسلمانان سره يو كېداى شي؟
ډاكټر ذاكر نايك:
ورور يوه ښه پوښتنه وكړه، چې موږ هندوان او مسلمانان څنګه سره په يوه ټغر راټولولاى شو؟ موږ څنګه يو بل ته نږدې كېداى شو؟
د دې ځواب دا دى چې ما د هندووالې او اسلام تر منځ په شريكو توكو په بمبيي، چيناى او د هندوستان په نورو ښارونو كې تقريرونه كړي چې زرګونو خلكو او ريدلي دي چې پكې سلګونه نا مسلمانو وګړو هم ګډون درلود، په زرګونو هندوانو دا تقرير اوريدلى او ماته يې ويلي دي چې:
((ذاكره وروره! ما د هندووالې په اړه هغه خبرې چې په څلوېښتو كلونو كې نه وې اورېدلې هغه مې په دې څلورو ساعتونو كې زده كړې او پرې پوه شوم))
په قرانكريم كې راغلي دي چې په هغو خبرو سره راټول شئ چې په تاسې كې شريكې دي:
د سورة آل عمران۶۴ ايات
ژباړه:
((ووايه، "اى اهل كتابو! يوې داسې خبرې ته راشئ چې زموږ او ستاسې دواړو تر منځ يو شان ده- دا چې موږ له الله نه پرته د هېچا بندګي ونكړو، له الله نه پرته په ربوبيت نه نيسي"- كه هغوى د دې بلنې له منلو نه مخ واړوي، نو په ډاګه ورته ووايه چې شاهدان اوسئ، موږ خو مسلمانان( يوازې د خداى بندګي كوونكي او اطاعت كوونكي) يو.))
په دې كې تر ټولو لومړى شريكه خبره د الله يووالى دى
هغه څه چې موږ يې احساسو، د هغې پر بنسټ زه نه شم ويلاى چې هندوواله، عيسويت او اسلام سره يو شان دي، كه زه يوه پنډيت (هندو ملا) ته و وايم اسلام ومنه هغه انكار كوي او كه زه يوه مسلمان ته ووايم چې عيسوي شه هغه راته سمدستي د نه ځواب راكوي.
په همدې خاطر موږ منو چې په مذهبونو كې يوشاتنې والى او اختلاف هم شته او مشتركې وجهې هم شته چې په هغې موږ سره يو كېداى شو، اوس كه اختلافات پرېږدو، نو په يو شانتې خبرو خو سره راټولېدى شو كه نه!
ويد، ګيتا، اپنشد، بايبل او قران ولولئ، څه چې پكې شريك دي همغه ومنئ، ما په دې كتابونو كې ډېر شريك توكي ليدلي چې پرې راټولېداى شو، تاسې دا شريكې خبرې زما په كتابونو او تقريرونو كې ليداى شى، د دې ترڅنګ زه دا هم وايم چې نه يوازې هندوان بلكې مسلمانان هم له خپل مذهبي كتاب څخه ناخبره دي.
ډيرى مسلمانان اعتراض كوي چې په هندوواله او اسلام كې هيڅ شريك څه نشته.
ډېر هندوان هم دا وايي چې دا ذاكر نايك څه وايي، مسلمانان او هندوان يو شان!!! كله هم داسې نشي كېداى.
خو كله چې ورسره خبرې وكړې، ټكان وخوري او وايي چې دويته خو په دې اړه هډو پته نه وه، دوى خو تر اوسه په دې اړه فكر هم نه و كړى.
په هغه څه چې موږ پوهېږو هغه دا چې الله يو دى او الله د عبادت لايق دى، له ده پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نه دى، د دې خبرې ثبوت د هندو مذهب په كتابونو كې هم شته.
د چهند اپنشد ۶باب، دويمه برخه لومړۍ كرښه:
((لله يو دى او هيڅ سيال نه لري))
د شويتاسا اپنشد په ۶ باب نهمه كرښه كې:
((له دې پرته بل څوك ښاغلى نشته او د هغه هيڅ ثاني نشته))
يعنې د الله تعالى هيڅ مور و پلار او اولاد نشته.
دغه راز په ۴ باب، ۱۹كرښه كې راغلي:
(( د الله هيڅ تصوير نشته))
د يجرويد د ۳۲باب، دريمې كرښې مفهوم هم دا دى چې د الله هيڅ تصوير يا عكس نشته
نو په دې خاطر كه ته د ويدونو او يا نورو مذهبي كتابونو مطالعه وكړې، نو ته به يوازې د يوه الله يادونه وګورې، خو له بده مرغه ډيرى خلك له خپلو ديني او مذهبي كتابونو څخه ناخبره دي چې د دوى په مذهبي كتاب كې څه ليكل شوي دي.
دوه ورځې وړاندې ما سټار نيوز سره مركه لرله، هغوى يوه پوښتنه وكړه:
ذاكر صيب د ملي سرود په اړه ستا نظر څه دى؟ ايا مسلمانان يې ويلاى شي كه نه؟
ما ورته وويل چې د دې خبرې ځواب به وروسته دركړم چې مسلمانان يې ويلاى شي كه نه؟ لومړى به دا درته ووايم چې د هندووالې كتابونه په دې اړه څه وايي:
هغه حيران شو
ما ورته وويل چې د ويد له مخې الله ثاني نه لري، خو كله چې هغه د ويدونو څخه ناخبره وي او نا اشنايى كې ((بندى ماترم)) وايي، نو دا په اصل كې د ويدونو پر خلاف قدم پورته كوي، چې مانا يې ده، زه ستا عبادت كوم، كه ته هندو مذهب ته وګورې نو ته به پوه شې چې په ويدونو كې هيڅكله هم د بتانو د عبادت اجازه نشته
په دې اړه د بهګوت ګيتا په ۷باب ۲۰مه كرښه كې راغلي:
((ته بايد د بتانو عبادت ونه كړې))
نو كله چې ته ويدونو ته مراجعه كوې نو هلته به ته د الله وحدانيت وګورې، نو ځكه دلته د ((بندى ماترم)) د ويلو هيڅ اړتيا نشته.
په اسلام پورې هم ځينې خبرې تړل شوي چې هغه خبرې اصلاً اسلام پورې تړاو نه لري.
بندى ماترم درې ځله تكرارېږي چې مانا يې ده، دا ځمكه زما مور ده، دا ماته خواړه (رزق) برابروي، او داسې نور....
موږ مسلمانان هم له خپل هېواد سره مينه كوو، مګر له الله جل جلاله پرته بل هيچا ته غاړه نږدو، موږ يوازې د الله بنده ګان يو او زموږ مور چې موږ يې نهه مياشتې په خېټه كې ګرځولي او پاللي يو او بيا يې زېږولي يو، موږ يې احترام كوو، مګر د هغې د بنده ګۍ دعوه نه كوو، يعنې مور ته د خداى په سترګه نه ګورو، موږ مسلمانان په نړۍ كې له الله وروسته له حضرت محمد مصطفى سره مينه لرو، خو هغه هم زموږ خداى يا معبود نه دى.
تر كومه ځايه چې د بندى ماترم خبره دا، دا يوه سياسي موضوع ده او تاريخ يې هم دومره زوړ نه دى، دا هم د رايو د ترلاسه كولو لپاره يوه وسيله ده، په سعودي عربستان يا پاكستان كې ميشت خلك خپلې خاورې ته د خداى درجه نه وركوي، نو په دې خاطر زه وايم چې موږ له دې خاروې سره مينه لرو او د وخت په راتلو سره سر او مال هم ترې قربانولاى شو، مګر د الله درجه نه شو وركولاى، دا زموږ عقيده ده او موږ مسلمانان يوازې د الله بنده ګان يو او الله خپل خالق، مالك او رازق ګڼو،
مننه
ډاكټر ذاكر نايك:
نا مسلمانو خو پوښتنه وكړه اوس كه څوك ليكلې پوښتنه راكوي هم كولاى شي، ځكه وخت لنډ او تنګ دى، اوس زه له خويندو څخه هيله كوم چې خپله پوښتنه وكړي.
پوښتنه:
دلته ټولو ناستو خويندو او ورنو ته سلامونه او نيكي هيلې! زما نوم پريټي سيټي دى، زما پوښتنه دا ده چې سي اين اين او بي بي سي اسامه بن لادن ترهګر بولي، ايا تاسې پرې باور كوئ كه نه، مننه ښاغليه!
ډاكټر ذاكر نايك:
خور يوه ښه پوښتنه وكړه چې ايا موږ د بي بي سي او سي اين اين په خبرونو چې د بمي چادنو او اسامه بن لادن په اړه يې كوي باور كولاى شو كه نه؟
د دې موخه دا نه ده چې د سي اين اين او بي بي سي ټول خبرونه ناسم دي پرته له هغه خبرونو څخه چې دوى پكې له هيرو نه بدمعاش جوړوي، د دا راز خبرونو څېړنه پكار ده، ځكه د پېښې په اړه معلومات يو شان نه وي، حكومت يو څه وايي، ژورنالستان بل څه او عام وګړي نور څه، په داسې حال كې موږ نه شو ويلاى چې څوك سمه خبره كوي او څوك ناسمه، مګر !!!
پر دې ټولو په پټو سترګو اعتبار هم نه شو كولاى.
موږ خو د ثبوت خبره كوو، خو خورې! تر دې دمه ټولو رسنيو اسامه بن لادن ته د تورن (مشكوك) كليمه كارولې ده.
كه ته د امريكې ويب پاڼه وګورې، دوى د ترهګرو تنظيمونو يو لست برابر كړى چې پكې ۴۳ډلې راجستر شوي دي، اتيا سلنه يې مسلمانان دي، ايا ته راته ويلاى شې چې په دې ټولو كې مشهور تنظم كوم يو دى؟
پريټي سيټي:
بښنه غواړم، ماته پته نشته.
ډاكټر ذاكر نايك:
تر ټولو مشهور تنظيم القاعده دى،
((..........)) ۲۷۷مخ ۷۴۹ بريدونه كړي،
حال دا چې القاعدې يوازې ۲۸ بريدونه كړي چې په دې كې د ۲۶بريدونو پړه القاعدې پر غاړه اخيستې ده، زه دلته د القاعدې ملاتړ نه كوم، يوه امريكايى ژورنالسته چې كله د طالبانو پرمهال افغانستان ته تللې وه او بيا له يو څه بنده وروسته ازاده شوه، نو له هغې پوښتنه وشوه چې د القاعدې په اړه په څه پوهېږي كه نه؟
هغې ځواب وركړ:
((زما په خيال د القاعدې هډو شتون نشته دى))
كه ته له رسنيو سره اړيكه لرې نو خامخا به پوهېږې چې كوم خبر سم دى او كوم خبر د څېړنې وړ دى، اسامه بن لادن دوى تورن كړى دى او د يوه تورن تن په خاطر د افغانستان زرګونه خلكو وژل چرته جواز لري؟
موږ له پكار ده چې وګورو دا خبرونه له كومه ځايه راځي، تر شا يې څوك دي؟ ترڅو موږ پوه شو په كومو خبرونو باور وكړو او په كومو نه، هيله ده پوښتنه دې ځواب شوې وي.
پوښتنه:
ښاغيله زما پوښتنه دا ده چې ايا دلته په هندوستان كې مسلمانان د نا امنۍ ښكار دي او ايا دا هرڅه د ترهګر له امله دي؟
ډاكټر ذاكر نايك:
ستا پوښتنه دا ده چې ايا مسلمانان د نا امنۍ ښكار دي او ايا دا د ترهګرۍ له امله دي، ما مخكې هم ويلي دي چې د ترهګرۍ ستر او بنسټيز لامل بې انصافي ده، دا د نا امنۍ خبره نه ده، دا يې يوه برخه كېداى شي، مګر ستر لامل يې بې انصافي ده او يو څه هم د ځينو ډلو زور زياتى دى.
كه ته د تېرې اونۍ ليكنه چې د يولسم سپټمبر په اړه ليكل شوې ده ولولې، په هغې كې وليم ليكلي دي چې د ترهګرۍ ستر لامل بې انصافي ده.
د بمبيي د چاودنو په اړه ويل كېږي چې په دې د كشميريانو لاس دى، مګر د دې لامل څه دى؟ په كشمير كې خو عام وګړي اوسي، اخر دوى كومې خبرې جګړې ته اړ كړي دي؟
هغه دا هم ليكلي دي چې د جمهوريت د اصلي مانا د له منځه وړلو له امله دا حال رامنځته شوى دى چې همدا خبره په فلسطين كې هم روانه ده، هغوى د خپل حق د تر لاسه كولو لپاره جنګېږي، نو په دې خاطر د ترهګرۍ اصلي لامل بې انصافي ده.
هغه څوك چې د خپل حق لپاره جنګېږي د هغوى په اند دا يو نېك كار دى، مګر هغه خلك چې د دوى مخالفين دي، د دوى دې هڅې ته ترهګري وايي.
زه بهګت سنګهـ دلته د بېلګې په توګه راوړم، دى د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جنګېدو، مګر انګرېزانو دى ترهګر باله او موږ ورته د ازادۍ جنګيالى وايو.
نو په دې خاطر د ترهګرۍ د ټاپې لګولو نه وړاندې يې بايد شاليد وګورو، ځكه د ترهګرۍ مانا يو څه ده او د جغرافيوي او تاريخي اعتبار له مخې يې مانا تغير خوري، هغه تن چې پېرنګيانو ترهګر باله، موږ هندوستانيان يې د ازادۍ د لارې جنګيالى بولو.
هيله ده پوښتنه دې ځواب شوې وي
ډاكټر محمد نايك:
ښاغلي لوبو ليكلې پوښتنه كړې چې ايا ته ثابتولاى شې چې د يولسم سپټمبر پېښه له داخل څخه تر سره شوى ده؟
ډاكټر ذاكر نايك:
ښاغلي لوبو پوښتنه كړې چې زه څنګه كولاى شم دا ثابته كړم چې د يوولسم سپتمبر پېښه له داخل نه تر سره شوې ده؟
څو ورځې وړاندې په اخبار كې يوه ليكنه خپره شوه چې پكې د امريكې ۷۵پروفيسرانو منلې چې دا پېښه له داخل نه تر سره شوې ده، په انډين ټايمز كې يې هم يادونه شوې چې د ۷۵ پروفيسرانو او سايسدانانو وينا ده چې دا پېښه له داخل نه شوې ده او دې پېښې لپاره انجينرانو په سپينه ماڼۍ كې پلان جوړ كړى وو، د دوى په وينا امريكې غوښتل چې د دې پښې په واسطه پر هغو هېوادونو چې د تېلو ذخيرې لري د بريدونو جواز تر لاسه كړي، دا يو ښكاره راز دى، يو پروفيسور سټيوجونز ويلي دي چې موږ دا نشو منلاى چې له افغانستانه څو تنه الوتكې تښتونكي راغلي وي او په لنډه موده كې يې دا كار تر سره كړى وي، هغه دا هم ويلي چې دى د دولت په اختارونو هم باور نه لري، ده زياته كړې چې دا دنګې ودانۍ يوازې د الوتكو د ټكر له امله نه غورځېده ترڅو پكې دننه چاودېدونكي مواد نه واى ذخيره شواى، ځكه دې ودانيو د دغه راز پېښو مقاومت درلود، ما په دې اړه ډېر كتابونه لوستي زه باور لرم چې دا خبرې رښتيا دي.
ما د پروفيسور سټيوجونز ويديوي فلم هم ليدلى، د دې خبرو څخه څو ورځې وروسته خبر راغى چې هغه پروفيسور په جبري رخصتۍ لېږل شوى دى.
د يوې سروې له مخې چې په سي اين اين او بي بي سي هم خپره شوې وه، دا الوتكې د عامو مسافرو لپاره نه وې، بلكې فوځي الوتكې وې، ځكه دروازې يې پرانستې وې. دغه راز د دغې ودانيو جوړونكي كمپنۍ ويلي دي چې دې الوتكې يادو ودانيو ته هيڅ زيان نه شو رسولاى. په دې ودانيو كې كارول شويو توكو د ۲۰۰۰سنټي ګريد حرارت وړتيا لرله، زلزلو او نورو ټكانونو هم ورباندې اغېز نه شواى كولاى، بيا وروسته دې كمپنۍ خپله خبره بدله كړه او ويې ويل چې په يوه صورت كې كېداى شي چې دې الوتكو يې ستنې زيانمنې كړي وي، هغه بل پروفيسور خپله خبره بدله نه كړه، هغه له صحنې نه لرې شو.
په امريكې كې نورې لوړ پوړيزې ودانۍ هم شته، خو هيڅ ځاى كې ديته ورته پېښه نه ده رامنځته شوې، دغه ودانۍ چې په څه ډول پر زمكه راپرېوتې، دېته وړاندې نه پلان جوړ شوى و.، د عيني شاهدانو وينا ده چې داسې ښكارېده چې يو څوك په دې ودانيو كې په وار سره بمي چاودنې كوي، د يوې پسې دويمه، د دويمې پسې درېمه.
نو د ودانيو د دغه راز تباه كېدو څخه دا معلومېږي چې په دې ودانيو كې له وړاندې څخه چاودېونكي توكي ځاى پر ځاى شوي وو.
وروسته بيا د الوتكو تښتونكيو په اړه ويل كېدل چې دوى په دې برخه كې ځانګړې زده كړه كړې وه او الوتكې چلول يې هم زده و، خو بې شمېره تجربه لرونكو پيلوټانو دا كار ناشونى وباله، اوس ويل كېږي چې دا الوتكې فوځي الوتكې وې، حكومت چې كوم معلومات خپاره كړي وو په هغې كې د ټلفون زنګ هم دى، د دې خبرې ثبوت دى چې دا ټيلفون د همدې موخې لپاره ثبت شوى و.
په دې كې يو ځوان په غير فطري انداز كې خپلې مور ته د الوتكې د تښتونې اطلاع وركوي، د الوتكې يو كوربه چغې كوي.... ودانۍ!..... اوبه..... اوه خدايه!!!
په دې ټيلفون كې دا ځوان خپلې مور ته خپل پوره نوم اخلي او رته وايي چې د دوى الوتكه تښتولى شوې ده.
كه زه له داسې حالت سره مخ شم، نو زه به وايم چې مور زه ذاكر يم زموږ الوتكه تښتول شوى او كه نه زه به وايم چې مورې! زه ډاكټر عبدالكريم ذاكر نايك يم او زموږ الوتكه تښتول شوې ده؟
دا خبره رښتيا چې د خندا وړ ده، او دا پخپله ډېر څه روښانه كوي او بله دا چې ايا ټول ټيلفونونه ثبتېدل؟
د سروې څخه دا پته هم لګي چې په ۴۰۰۰فوټه لوړوالي كې د مبايل اتن 0.4فيصده وي، په ۸۰۰۰فوټو كې 0.1 فيصد وي او په 13000فټه لوړوالي كې 0.006فيصده وي، يعنې په هيڅ حساب وي، اوس امريكا دعوه كوي چې هلته د ټيلفون د انتن وركولو لپاره يې څو ميليونه ډالره لګولي وو او دوى له دې پېښې نه وړاندې دا كار تر سره كړى وو.
په هغه سروې كې دا هم راغلي و چې په دې ودانۍ كې دوه تور بكسونه پيدا شوي و چې د ۳۰۰۰درجو په اندازه يې د حرارت وړتيا لرله خو دا په ۲۰۰۰درجو كې له منځه تللي وو.
د دې پېښې څخه څو ورځې وړاندې اسامه بن لادن له (امه مجلې) سره مركه كړې وه او پكې يې ويلي وو چې : زه يو مسلمان يم او مسلمان دروغ نه وايي، په اسلام كې د كوچنيانو او ښځو وژل منعه شوي دي)) او له دې مركې څخه څو ورځې وروسته هغه د دې ودانيو د ړنګولو پلان جوړوي؟
د هغه ياد شوي پروفيسور له خبرو دا جوتيږي چې د ودانيو د ړنګولو ډېره برخه كار له دننه څخه شوى و.
دويم بريد په پينټاګون وشو او هلته الوتكې له يو سوري پرته بل هيڅ زيان ونه شواى رسولاى، په تلويزون وښودل شو چې د الوتكې وزرې له ودانۍ د باندې وې او د پينټاګون د ودانۍ ښيښې هم خوندي وې، دا هم ويل كېده چې دا الوتكه د ۴۵ فوټو په لوړوالي كې وه، چې داهم يوه خندونكي خبره ده، يوه فوځي سړي ويلي و چې هلته د مزايل غږ اورېدل شوى و او حقيقت هم دا دى چې هغه سورى هم مزايل ويستى و، هلته يوازې د الوتكې انجن تر لاسه شوى و، پاتې نوره باډي يې نه وه او الوتكې يوازې سورى ويستى و؟
له دې څخه خو يو كم عقل هم دا اندازه لګولاى شي چې دا هرڅه له دننه تر سره شوي وو. او دا كار يوازې جورج بوش نه و تر سره كړى، د دوى موخه پر افغانستان، عراق او ايران بريدونه وو او همدا پاليسي پر مخ وړي.
اوس په دې خبره غور كوي چې پر ايران څنګه او څه وخت بريد تر سره كړي، دوى د تېلو ټولې ذخيرې او هغه هېوادونه چې تېل لري نيول غواړي.
د دې مانا دا شوه چې دا يوه بې انصافي ده او د دوى موخه د زرو تر لاسه كول دي او همدا چال سياستوال د رايو د ترلاسه كولو لپاره كاروي. او همدا كار په ګجرات كې شوى و.
((كه تاسې مسلمانان ونه ځپى او له منځه يې يونسى نو هغوى به تاسې له منځه يوسي او ستاسې واكمني به له منځ لاړه شي.))
نو ځكه دا هرڅه دننه تر سره شوي وو، تاسې به ښايي ډېرې سيډيانې او فلمونه ليدلي وي مګر ښكاره راز دا دى چې دا غبرګوني ودانۍ بوش له دننه څخه نړولي دي.
ډاكټر محمد نايك:
اواوس ورستۍ پوښتنه.
پوښتنه:
زه باور لرم، لكه څنګه چې تاسې وويل، ترهګري د بې انصافۍ پر وړاندې جنګ دى، دغه راز ترهګري يو نه يو ډول د حكومت پر وړاندې جنګ هم دى، كه څنګه؟ او دا عام اولس تر سره كوي، كه له يو چا سره زياتى وشي نو هغه د مذهب په نامه خلك راټولوي او بيا يې جګړې ته هڅوي، مګر عام وګړى كه له موږ څخه په ګجرات كې وى، نو ښايي موږ هم هغه كار كړى وى كوم چې هغوى وكړ، مطلب دا دى چې تاسې څه كړى واى، په پوليسو خو باور خلاص شوى دى، محكمه هم په يوه موضوع لس كاله اړوي، چې داسې نارواوې وي، نو بيا كوم لاره سړى غوره كړي؟ په دې اړه ما ته يا بل تن سره كه داسې كار شوى واى ستاسې نصيحت به موږ ته څه واى؟
ډاكټر ذاكر نايك:
وروره! هغه څه چې ته وايې زه يې منم، كه دا كار تا يا ما سره شوى واى، موږ د خپلو خپلوانو وژنه ليدلاى، د خويندو او ميند عزت مو لوټېداى، او زموږ كورنه سوځول كېداى نو موږ به څه كول؟
زه منم چې ته به همغسې عمل ورسره كوې او دا كار يو عام سړى كولاى شي، زه ستا له خبرې سره متفق يم، ۹۹ فيصده خلكو به همدا كار كاوه، يو كه چا بنګړي اغوستي وي، بيا څه نه شم ويلاى، خو كه يو انسان د الله په ذات پوره باور لري هغه د دې كار همداسې ځواب نه وركوي، ځكه په قرانكريم كې الله فرمايلي: چې كه يو څوك يو انسان قصداً ووژني هغه ټوله انسانيت وواژه. نو كه زه هم دا كار وكړم بيا خو ما له قران كريم څخه سرغړونه وكړه. كه يوه چا زما د كورنۍ كوم غړى وواژه، زه نه شم كولاى چې د هغې د كورنۍ كوم غړى په بې انصافۍ سره ووژنم ، كه يو چا له ما سره زياتى وكړ، زه له دريم تن سره زياتى نه شم كولاى، كه غواړم هغه تن ته چې دا كار يې تر سره كړى سزا وركړم، نو بايد په اړه يې ثبوت پيدا او حكومت ته يې تسليم كړم، زه د قرانكريم له حكم څخه سرغړونه نه شم كولاى، زه د بې ګنا وګړو په وينو لاسونه نه شم سره كولاى او خپله به هم د هغه ظالمانو په كتار كې ونه درېږم.
زه باور لرم هغه كسان چې د ګجرات په پېښه كې لاس لري هغه كه پوليس دي كه سياستوال او هغه كسان چې د بمبيي په بمي چاودنو كې لاس لري، دوى ته كه سزا نه وي وركړل شوي او ازاد ګرځي نو الله تعالى به خامخا سزا وركوي، دا زما د يوه مسلمان په توګه باور دى او لكه څنګه چې الله تعالى د سورة آل عمران په ۱۸۵ يم ايات كې فرمايلي دي: (( كُلٌ نَفسٍ ذائقَةُ المَوت))
ژباړ: ((په پاى كې هر څوك د مرګ خوند څكونكى دى...))
موږ له دې ژوند نه وروسته په اخروي ژوند باور لرو او دغه راز جزا او سزا په ورځ هم باور لرو، كه دلته موږ ته انصاف نه راكول كېږي، موږ دا خبره الله ته سپارو، هلته به له موږ سره انصاف وشي، نن كه كه موږ هټلر ونيسو چې پر ده د شپږو ميلينو انسانانو د وژلو تور دى، نو موږ به ورته څه سزا وركړو؟
موږ څه سزا وركولاى شو؟
موږ دى يو ځول وژلاى شو، خو له ده څخه د هغه خلكو چې ده وژلي بدله څنګه واخلو؟
په قرانكريم كې د سورة النساء په ۵۶ايات كې الله تعالى فرمايلي دي:
ژباړه:
((كومو خلكو چې زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار كړيدى هغوى به خامخا مونږ اور ته ننباسو او كله چې د هغوى د بدن پوټكى ويلي ياو وسېزل شي، نو د هغه پر ځاى به نور پوټكي وركړو، چې هغوى د عذاب خوند ښه وڅكي- الله ډېر زورور دى او د خپلو پرېكړو د پلي كولو پر حكمت ډېر ښه پوهېږي.))
الله تعالى په دغه ورځ دوى ته سزا وركوي او دوى په دغه ورځ د عذاب مزه ګوري.
هټلر ته د شپږو ميلينو انسانانو د وژلو سزا وركول د انسان په وس كې خبره نه ده، دا معامله بايد الله ته پرېږدو هغه ستر انصاف كوونكى دى.
ډاكټر محمد نايك:
موږ له تاسې ټولو خويندو او ورونو څخه دې ناستې ته د راتلو مننه كو، دا چې وخت كم و او تاسې له ذاكر صيب څخه ډېرې پوښتنې ونشواى كړاى، د دې درنه بښنه غواړو، كه ژوند و يو ځل بيا به دغسې زمينه برابره كړو چې تاسې له ذاكر صيب نه خپلې پوښتنې وكړى او هغ تاسې ته ځوابونه دركړي.
الله دې تاسې ټولو ته اجر دركړي.
موږ د الله تعالى منندوى يو چې موږ ته يې د دغه پروګرام د جوړولو توفيق راكړ، موږ له ټولو مېلمنو څخه د زړه له كومې مننه كوو چې دغه پروګرام يې په غور سره وارېدو.
ډېره مننه، او په اخر كې زه له خپلو ټولو تخنيكي همكارانو څخه، د ثبت مسؤلينو څخه، او نورو همكارانو څخه مننه كوم چې دوى دا پروګرام ټولې نړۍ ته ورساوه، مننه
والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته