موږ ته د دنيا ټولې اسانتياوې برابرې وې، خو!
د حرم سراى باغونه ډېر لوى او پراخه وو، ګرد چاپيره ترې سپين دېوال راچاپيره و، چې ځاى ځاى يې برجونه لرل او ډېرې دروازې يې لرلې. چې څو يې د ښار خوا ته وې، مركزي دروازه هم ښار خواته وه، چې پكې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو.
په ټاكلي وخت به موږ دغه باغ ته تللو، كه به موږ كې چا د سمندر چكر غوښتو، نو هغه كولاى شواى چې په وړه كښتۍ كې د سمندر سيل وكړي.
په باغ كې يو كوهي و چې د مشر خواجه سراى لپاره يې د يوه قيمتي كان حيثيت لاره، د حرم سراى انجونې په دې عقيده وې چې كه څوك په دې كوهي كې كومه قيمتي ډبره و غورځوي، نو د هغه كوټه نصيب به ښه او ښه نصيب به يې لا ښه شي، هر چا به هڅه كوله چې د خپل نصيب د ښه كېدو لپاره كوم قيمتي شى دې كوهي ته وغورځوي، ښكاره خبره ده چې د ټولو نصيب خو نه ښه كېدو، خو كه به د كومې جنۍ په ژوند كې څه ښه والى راغى نو نورې به هم هيله منې شوې. وروسته ماته د لولا له خولې معلومه شوه چې مشر خواجه سراى د دې لپاره چې له دې كوهي څخه دا قيمتي څيزونه راپورته كړي خپل يو نوكر ګمارلى و چې وروسته به يې په بازار كې پلورل او ښې ډېرې پيسې به يې لاسته راوړلې، خو تركومه ځايه چې زما خبره ده ما كله هم دا حماقت نه دى كړى.
په حرم سراى كې زما همزولې ډېرې وې خو ما يوه هم خوشحاله نه وه ليدلې، په دوى کې ځينې داسې وې چې پلرونو يې له مجبورۍ پلورلې وې. ځينې داسې وې چې غلام پلورنكو له بېلا بېلو ځايونو څخه دلته راوړې وې، دلته په راتلو سره يې په ژوندانه كې ښكاره بدلونونه راغلي و، دلته ورته هر راز اسانتياوې برابرې وې، خو دوى پكې خوشحالې نه وې.
دلته په كښتۍ كې سورلي كول او د باسفورس له څپو خوند اخيستل ډېر اسان و خو له باغ نه وتل خورا ستونزمن و، ځكه دلته په قدم قدم كې پهره داران ويستلي تورې ګرځېدل. كه يو سړى به هرڅومره زړور هم و، نو هغه به هم د باغ د دروازې په مخه كې نشواى تېرېداى.
د دې منظر په ليدو زه ولړځېدم، خو كله مې چې واورېدل چې يو شمېر انجونو له دې ځايه د تېښتې تابيا نيولې حيرانه شوم او په دې فكر شوم چې هغه كومه لاره ده چې دوى د هغې لارې څخه د تېښتې هڅه كوي. او كه دوى دا هڅه وكړي، نو څومره به بريالۍ وي؟
د باغ له سيل څخه به چې فارغ شوو، نو اكثره به موږ برنډه كې كېناستو او له دې ځايه به مو د سمندر ننداره كوله، كله به مو چې له دې نندارې زړه موړ شو غلي به خونو ته لاړو.
دلته موږ ته د نڅا، سندرو سربېره د طنز وينې خوونه راكول كېده، تر دې چې موږ ته به دا هم خوول كېده چې موږ څنګه تګ وكړو، څنګه ودرېږو او څنګه كېنو، خپلو خونو ته څنګه ننوځو؟ د هرو پنځو انجو په سر يوه مېرمنه ټاكل شوې وه چې موږ ته به يې ډاډ راكاوه، زموږ عيبونه به يې را په ګوته كول، او كله كله خو به يې زموږ به په دګلو هم درېغ نه كاوه.
كله به چې موږ له زده كړو اوزګارې شو، نو حمام ته به لاړو او په ګډه به مو سره ښه ولمبل_
له دې ځايه چې به خلاصېدو، خلاصېدو د ماښام د ډوډۍ وخت به شو، او موږ په په ګډه خوړنځي ته چې په ډول ډول غمييو يې ستنې ښكلې شوې وې او په مرمرين فرش يې قيمتي غالۍ خورې وې لاړو.
هسې خو د هر وخت ډوډۍ ښه خوندوره وه خو د ماښام پر ډوډۍ يې څه ډېره خواري كړې وه، په طلايي لوښو كې به يې موږ ته ډوډۍ كېښودله، په څومره شوق سره به مو چې دا ډوډۍ خوړله په هغومره شوق سره به مو پخپلو كې ګپ شپ لګاوه.
له ماښامنۍ څخه وروسته به په ارامه خپلو خونو ته بېرته وګرځېدو او دلته به يوې ډلې وينځو زموږ د خوشحالۍ لپاره د سندرو او نڅاو پروګرام جوړولو، يو شمېر وينځو به زموږ خونې به ښكليو عطرونو خوشبوى كولې، زموږ په لاسو به يې يې هم عطر پورې كول، وروسته به په طلايي پتنوس كې په ښيښه يې پيالو كې قهوه راوړله.
د يخنۍ په موسم كې به مو په خونو كې بخارۍ لوګول كېده چې زموږ خونې به ې ښې تودولې، د اوزګارتيا پر مهال به موږ د بخارۍ ګرد چاپېره كېناستو او ځانونه به مو ګرمول.
د وينځو د نڅا او سندرو څخه د خوند اخيستو وروسته به موږ په خپلو كې هم سره سندرې ويلې او وروسته به مو د خوب غېږې ته پناه يوړله.
چرته چې ښځې پلورل كېدې.
يوه شپه يوه عجيبه پېښه رامنځته شوه، اولګا زموږ خواته راغله او موږ يې وويل چې يو عجيب خبر يې راوړى دى.
موږ په حيرانۍ او وېره د هغې خوا ته وکتل چې څه به وايي؟
اولګا وويل:
ووايئ زه تاسې ته څه ويل غواړم؟
ما ورته په تنده لهجه وويل: اولګا موږ مه پرېشانه کوه، څه چې وايې سم سم يې و وايه.
اولګا په خندا سره وويل چې مرستيال حبشي خواجه سرا نن بيا د غلامانو بازار ته تللى.
د دې خبرې په اورېدو سره موږ ټولو کې يو ډول وېره خوره شوه او له څلورو خواو نه مو له اولګا څخه پوښتنې پيل کړې.
د غلامانو بازار ته؟
مګر ولې؟
موخه يې څه ده؟
اولګا په خندا ځواب راکړ:
د ښار په يوه ګوښه کې د ښځو د بازار په نوم يو نوى مارکېټ جوړ شوى چې پکې هرډول وينزې ، يهودۍ، عيسوۍ مسلمانې او ... پلورل کېږي.
په دې مارکېټ کې د ارمنيا، ايران، استراليا او نورو هېوادونو انجونې شته، خلک راځي او اخلي يې، څوک يې د نکاح لپاره او څوک يې د وينزې په توګه ځان سره ساتي.
له موږ څخه يوې جنۍ وويل، خداى خبر چې دا بازار به څه ډول وي؟
اولګا وويل: يو ډېر لوى حال دى، ډېرې خونې لري، په هرې کوټې کې څو انجونې د نمايش لپاره ودرولي دي.
ما وويل: خداى خبر چې د دې بېچاره ګانو په قسمت کې به څه ليکل شوي وي؟
اولګا وويل: دا ژوند هم عيجب ژوند دى، د يو او بل ځاى څخه انجونې زور يا پيسو راټولوي، يو څه موده يې ساتي او تعليم ورکوي، او بيا يې يوه ورځ د ښځو بازار ته راوباسي او د خريدارانو پر وړاندې ورته د مخکې او شاته تګ امر کوي ترڅو يې هغوى سر تر پښو وګوري، بيا هغه جنۍ خپلې کوټې ټه ځي، د هغې له تګ وروسته د جنۍ د مالک او خريدار ترمنځ سودا شروع شي، ترڅو په يوه نرخ دواړه راضي شي.
په خداى قسم کله چې کومه نازکه جنۍ کوم بوډا يهودي واخلي. نو زما ماغزه ورته خراب شي، خو څه وکړم!!؟
اولګا زياته کړه: په دې بازار کې د مختلفو هېوادنو نږدې دوه سوه انجونې د پلورلو لپاره راوړل شوي دي، چې په دوى کې ترکۍ انجونې هم شته.
چې زر غوښنې کېږي، د دې ټول انجونې پېرونکى يو زور سړى دې چې عمر به يې زما په خيال اويا کاله وي چې چپ سترګى هم دى.
د اولګا په دې خبرو موږ وخندل، ما وويل بيا خو به نو ښه خوند ورکوي ځکه چې يوه به ورته درې ښکاري.
زما په دې خبرو ټولو انجونو وخندل، اولګا په خندا وويل: د انجونو دا زوړ سوداګر، يو عجيب انسان دى، چاقې او غوښنې انجونې ډېرې په عذابوي، کله چې دوى ته غږ کوي، ورته د ښکلې يا جان من غږ کوي او په داسې ناز او نخرو يې را غواړي چې ته به وايې خپله محبوبا يې ده.
اولګا د خپلو خبرو په دوام وويل: زما د سترګو ليدلى حال دى، يوه ورځ د انجونو په بازار کې ټولې انجوې وپلورل شوې يوازې دوه وچې انجونې پاتې شوې، د دوى خوارانو څېره هم دومره ښکلې نه وه، چا ورته څه خيال هم نه کولو، دې بوډا سوداګر چې وليدل چې دا انجونې پاتې کېږي نو، په لوږ غږ يې وويل: دغه انجونې به په يوه کال کې چاقې او تازه شي، که نه شوې پيسې مو بېرته واخلى.
د اولګا په دې خبرو پر موږ بيا د خندا دوره راغله، زموږ خندا دومره په زوره وه چې زموږ مشر ته چې کوڼ دې هم ورسېدې.