دى کلي ته نږدې ورغى او درېدو، تر ډېره يې د خپل کلي تماشه کوله، د کلي د لوې لارې پر سر د پيپل ونه اوس هم لا هماغسې غلې ولاړه وه، چې سيوري ته به يې مسافر او د دې کلي اوسېدونکي دمه کېدل. له ونې څخه د بې شمېره مرغانو اوازنه پورته کېدل، ده ګومان کاوه لکه دا مرغان يې چې دوستان وي او د ده هرکلى کوي، د هوا څپو به چې کله د ده بدن ښکلاوه، نو لکه د مرهم به پرې لګېدې، له خوښۍ نه يې ښه په تېزه، تېزه ساه واخيسته، تا به ويل چې ټوله هوا خپلې سينې ته ننباسي.
کله چې دى کلي ته ننوتو، هلته د ژوندانه ټولې نښې وې، په کلي کې يو څه بدلونوه هم تر سترګو كېدل، لکه د کلي د ښونځي ودانۍ تر پخوا لويه شوې وه، په يو شمېر تشو زمکو کې کورنه ودان شوي وو، خو په ټوله کې کلى اوس هم د پخوا په څېر و.
دى د خپل کور دروازې ته په رسېدو ودرېدو، کور اوس هم هماغسې و څنګه يې چې پرېښې و، بلکې تر دې هم يو څه ښه و، ځکه چې نوى رنګ شوى ښکارېدو. يوه پيکه موسکا يې په شونډو خوره شوه چې، ځه زوى خو يې د کور خيال ساتلى دى.
دروازه يې ټک، ټک کړه، د دې په ځواب کې يوې پخې ښځې دروازه خلاصه کړه. مظفرخان په غور سره ورته وليدل، ده يې په څېره کې د صفيې د ځوانۍ د نښو ليدو کوښښ کاوه، د ده په ذهن کې چې د صفيې د ځوانۍ کوم تصوير و، له دې ښځې څخه بلکل بېل و.
ښځې چې په دروازه کې يو سپين ږيرى او نا پېژاندى سړى وليد، نو ترې يې وپوښتل چې څوک دى؟
مظفرخان د خپلې ژبې سره ته د بدن ټول خواږ راغونډ کړل او ورته يې وويل : ((ته ... ته صفيه يې؟))
- صفيه! څوک صفيه، زه صفيه نه يم، ته څوک يې، له کومه ځايه راغلى يې او له چا سره دې كار دى؟
- دا د اميرخان دوى کور ندى؟
- نه... دا خو د حاکم علي کور دى...
د مظفرخان زړه په وليدو شو او سر پرې وګرځېده: (( مګر مخکې خو دا د اميرخان دوى کور و؟))
- زه څوک اميرخان مه ميرخان نه پېژنم، دا زما د اوښي حاکم خان کور دى، خو هغه اوس دلته نشته، زه پدې کور کې اوس يواځې يم او بله دا چې زه مېلمنه يم، ته له کوم کاونډي څخه پوښتنه وکړه، همدې سره ښځې دروازه پورې کړه.
مظفرخان د خپل کور د بندې دروازې ترشا حيران دريان ودرېد او په دې يې فکر کاوه چې که دا مېلمنه اميرخان نه پېژني، نو د دې مطلب له دې پرته هيڅ نشي کېداى چې اوس اميرخان دوى دلته نه اوسېږي او چرته بل ځاى ته تللي دي.
له نيولو وروسته تر اوسه د مظفرخان له مختار سره ليده نه و شوي او نه ده دا اړتيا احساس کړې وه.
اوس مظفرخان پدې فکر کې شو چې د مختار دوى کره بايد لاړ شي، ځکه د مختار خور صفيه د ده نږور وه او هغه په دې خبر و چې خور او اوښى يې چرته دي؟
دى د مختار دوى د کور په لور روان شو، خو تر رسېدو وړاندې يې د مختار دوى د کور پر ځاى پر يوې نوې ودانۍ سترګې ولګېدې چې مخکې نه وه، د دې ودانۍ په يوې څنډه کې د وړو ماشين و  چې اوس هم چالان و او يو شمېر خلك پکې ناست وو.
مظفرخان يو شېبه بهر ودرېد او د دې ځاى دننه منظر يې ليدلو او بيا ننوتو، دلته چې  کوم ځوانان وو، ټول دمظفرخان لپاره نوي وو، له اخوا دېخوا کتو وروسته مظفرخان له يو کار کوونکي څخه وپوښتل چې دا ماشين د چا دى؟
هغه سمدستي ځواب ورکړ: ((د حاجي فضل محمد، دا ټول ځاى د هغه دى، هغه دلته اوسېږي هم، مګر ته څوک يې او ولې پدې اړه پوښتنه کوې.؟
- زه .... زه ځکه پوښتنه کوم چې مخکې د دې پر ځاى بله ودانۍ وه، د هغې د مالک نوم مختار و، مګر اوس هغه ودانۍ....
- هو ښايي وړاندې دلته کومه بله ودانۍ وه، موږ ته يې په اړه څه خاص معلومات نشته، ته له کاونډي حاجي عمر سومرو څخه وپوښته، ښايي هغه په دې اړه څه درته ووايي.
مظفرخان له ځان سره  ورو وويل: ((حاجي عمر... نو عمر کاکا حج هم کړى...؟ همدې سره له هغه دوکان نه ووتو.
کله چې مظفرخان ونيول شو، هغه وخت عمر سومرو د کلي له سپين ږيرو څخه يو و، دى د مختار ګاونډي و، ښايي دى يو څه معلومات ولري.
مظفرخان د حاجي عمر سومرو دوى د کاله په لاره فکر کاوه چې حاجي عمر کاکا، خو به اوس ډېر سپين ږيرى شوى وي، ما به ونه پېژني، خو زه يې ضرور پېژنم.
مظفرخان د حاجي عمر د کور دروازه وټکوله، يو ځوان هلک دروازې ته راغى، مظفرخان ورته وويل چې له حاجي عمر سره ليدل غواړي، هلک ترې نوم وپوښته او هغه خپل نوم ور وښود.
شېبه وروسته يو ډېر ضعيفه بوډا راغى، د سر او ږيرې ټول ويښتان يې سپين شوي و، پر ملا کړوپ شوى و او د تګ پر مهال يې سر ورو ورو خوځېدو – مظفر چې کله ور وليدل پرته له دې چې سوچ وکړي ويې پېژندلو، دى حاجي عمر و. دا بېله خبره وه چې وخت يې د بدن ټولې غوښې او توان اخيستى و او يوه تشه د هډوکو کالبد پاتې و، خو بيا هم څېره يې دومره نه وه خرابه شوې چې له پېژندلو ولوېږي.
حاجي عمر نږدې ورغى او ترې يې و پوښتل : ((څوک يې وروره؟)) د عمر پخېدو سره يې سترګې هم کمزورې شوې وې، ځکه يې له دومره نږدې نه هم مظفر ونه پېژاندو، د مظفر په نوم ښايي ډېر نور خلک هم وي.
مظفرخان سلام واچولو او د يوه دردونکې موسکا په ملتيا يې ورته وويل چې کاکا زه دې وپېژندم؟
- وعليکم السلام! ، نه  وروره! ما ونه پېژندې... له دې وړاندې مې ته نه يې ليدلى.
- اوه کاکا!  تا لکه چې زه هېر کړى يم، زه هماغه مظفرخان يم... د اميرخان پلار... له ډېرې مودې راهيسې زندان کې وم... د خپلې لور جميلې د وژنې په تور کې...
د دې خبرې په اورېدو سره لکه چې د حاجي عمر په بدن کې نوې ساه او توان اچول شوى وي په تېزۍ سره مخکې ورغى، ورغاړې وتو او ورته يې وويل: ((ښه ښه مظفرخان، ته ... ته کله راخلاص شوى يې؟ ستا په هکله خو هيڅ معلومات نه وو...))
- ما ته هم د دې ځاى په اړه څه پته نه و، ډېره موده وشوه چې اميرخان يا بل څوک له کلي نه زماليدو ته نه و راغلي، ما څومره ليکونه را واستول، څومره کوښښ مې وکړ، مګر هرڅه بېځايه وو... او اوس چې راخلاص شوم، دلته په راتګ راته پته ولګېده چې زما په ځاى کې بل څوک اوسېږي، د اميرخان هډو پته نشته، د مختار د کور پرځاى هم يوه بله ودانۍ جوړه شوې، دا څه شوي دي عمر کاکا! دا زموږخلک څه شول؟
حاجي عمر د دې پر ځاى چې د مظفرخان د سوال ځواب ورکړي ورته يې ووې چې دننه ورشي.
                                         ***
اميرخان ته سره له دې چې دا خبره عجيبه او دنه منلو وړ خبره ښکاره شوه چې پلار يې د جميلې د وژلوالزام پخپل سر واخيست او دى يې له عذاب نه خلاص کړ، مګر د دې تر څنګ د اميرخان په زړه کې دا خبره هم پيدا شوه چې پلار خو يې د ژوند ډېره برخه په زندان کې تېره کړه، زه بايد تر ډېره ژوند وکړم، که پلار مې خپله راته د ژوندحق راکوي، نو زه يې ولې منعه کړم؟ سره له دې چې د پلار په وړاندې يې په نه زړه ويل چې نه سزا بايد زه ووينم، خو په زړه کې يې غوښتل چې الزام يې بايد په پلار واچول شي، نو ځکه يې پخپله خوله لاس کېښود، د مظفرخان ښځې هم د خپل مېړه حکم ومانه او تر مرګه يې خپله ژبه بنده ساتلې وه.
اميرخان په دې هم ډاډه شوى و چې اوس يې له صفيې سره واده ضرور کېږي. بيا مقدمه پيل شوه او اميرخان به له خپلې مور سره زندان ته ورتلو، ده خو خپله نه غوښتل چې ژر ژر دې زندان ته ورشي، مګر بلقيس به دې په تګ مجبورولو.
دا لړۍ تر دوه کالو روانه وه، په دې دوران کې څو ځلې بلقيس بل څوک له ځانه سره کړ او دخپل خاوند ليدو ته ورغله، خواميرخان ورسره ور نرغى.
کله چې مظفرخان په څوارلس کالو بند محکوم شو، نو له دې سره د اميرخان په ژوند کې يو څه بدلونه راښکاره شول. د جميلې له مړينې وروسته مختار د ريسې په نوم له يوې مالدارې ځوانې كونډې سره واده وکړ، اوس يې غوښتل چې د خپلې خور صفيې واده هم وکړي او اميرخان له کله نه دخپل واده خوبونه ليدل.
د پلار په اړه يې چې د محکمې پرېکړه څومره ځنډېله، هومره د اميرخان اضطراب زياتېده، څو ځله، خو يې پرېکړه وکړه چې راځه د محکمې له پرکړې وړاندې واده وکړه، مګر وکيل به ډاډ ورکړ چې ژر به پرېکړه وشي، دويمه خبره دا چې  دى د خپلې مور په اړه په اندېښنه کې و چې راضي به نشي. اخر پرېکړه وشوه او مظفرخان د څوارلسوکالو لپاره زندان ته لاړو. 
اميرخان په زړه کې له ځان سره وويل چې پلار، خو مې اوس د اوږدې مودې لپاره زندان ته لاړو، اوس واده تر ډېره نشم ځنډولى، سره له دې چې وکيل دا تمه ورکوله چې په دې سزا هم کولى شي سترې محکمې کې عرض وړاندې کړي، خو په دې کې هم ډېر وخت لګېدو، نو ځکه يې له مور سره خبره وکړه او بلقيس سره له دې پرته بله چاره نه وه چې زوى ته د واده اجازه ورکړي.
د مختار او د دوى د کورنۍ لخوا، خو د واده تيارى لا د پخوا نه شوى و،  د اميرخان او صفيې واده وشو او دواړو يو نوى ژوند پيل کړ.
د اميرخان د دې واده لپاره مظفرخان ستره قرباني ورکړه، د څوارلس کالو په بند محکوم شوى و، سره له دې چې په ستره محکمه کې يې د دې پرېکړې د پاسه عرض کړى و او وکيل هم ورته د بري ډاډ ورکاوه، مګر برى حتمي نه و. له خپل پلار سره د اميرخان مينه ورو ورو کمېده.
له واده وروسته خو پکې بېخي توپير راغى، د ځوانې مېرمنې مېنه او نږدېوالى يې د ژوند نوې تجربه وه چې د ده شخصيت يې پوره راښکېل کړى و.
له پلار سره يې ليده کاته هم راکم شوي و، د بلقيس په ډېر ټينګار به کله، کله تګ ته تيار شو، ډېرى وخت به بلقيس له بل چا سره د خپل خاوند ليدو ته تلله، د دې روغتيا له يوې ورځې نه بلې ته خرابېده  او کله چې په سترې محکمه کې د مظفرخان عرض رد شو، نو نوره يې هم پسې روغيتا خرابه شوه، د عصبي او ذهني بوج ښکار شوه، د دې بېګناه خاوند يې د يوې اوږدې مودې لپاره د تور تمبو شاته واچاوه او د اصلي قاتل په اړه يې هيڅ لفظ هم ونه شو ويلى.
د دې روغتيا په تېزۍ سره خرابېده، خو دا به د خپل خاوند ليدو ته حتماً تله، اميرخان به کله ورسره و او کله نه، يوه ورځ غلې هغه له دې دنيا نه لاړه.
د مور له مرګ وروسته د پلار ليدو ته د اميرخان تګ ورو وور کم شو، ده به ډېرى وخت فکر کاوه چې بايد د پلار ليدو ته لاړ شي، خو تګ به ورنه په يوه ډول نه يوه ډول پاتې شو، ويل به يې: ((لاړ به شم، دومره بېړې ته څه اړتيا ده؟ پلار خو به مې اوس تر ډېرې مودې پورې په زندان کې وي او بله دا چې زما په ورتګ خو يې سزا نه معاف کېږي.))
بيا دى د يو زوى پلار شو، دا يې د ژوند يوه بله او خوږه تجربه وه_ صفيې هم د يو زوى د زېږون له امله په هوا وه. دواړو ښځې او خاوند ته داسې ښکارېده لکه اوس يې چې وجود تکميل شوى وي.
د زوى له پيدا کېدا نه يو څو ورځې وروسته اميرخان د خپل پلار ليدو ته ورغى، د مور له مرګ وروسته خو يې هلته تګ بېخي کم شوى و، له ډېرې مودې وروسته ورغى، مظفرخان ډېر خپه و، مګر کله يې چې د لمسي د پيدايښت خبر واورېد، نو ټول غم يې يو ځل لرې شو، په زړه کې يې چې کومې ګېلې مانې وې هغه يې په خولې رانغلې– د ده خاندان د پايښت او لړۍ ضامن پيدا شوى و_ بيا يې هم په يو ګيله منه لهجه اميرخان ته ويلي و چې دى په راتګ كې بايد دومره ځند ونه كړي ځكه چى دى پرېشانه كېږي چې خداى مه كړه څه خو به پرې نه وي شوي؟
مګر اميرخان بيا هم ژر خپل شكل ور ونه ښود او له يوې اوږدې مودې وروسته ورغى، په دې ليدنه كې هم د خپل ډېرېدونكي بوختياوې بهانه كړې او بښنه يې ترې وغوښته.
د اميرخان د بوختياو كړۍ اوس په ډېرې چټكۍ سره پراخېدې او په دې كې يو څه نوي شيان هم شامل شوي وو.
د ده د اوښي ښځه ريئسه د ترانسپورت د يو لوى كار و بار خاونده وه، كومه چې ورته له مخكيني خاوند نه په ميراث كې پاتې وه او ورور يې(سهيل) ورسره په دې كار كې مرسته كوله.
له واده وروسته پكې د مختار لاس وهنې هم پيل شوې _ مختار به ډيرى وخت اميرخان هم له ځانه سره ساتلو، نو ځكه دى هم پدې كار و بار يو څه پوه شو- مختار او دى به اكثره سكهر ته يوځاى تلل، چرته چې د دې كار و بار دفتر و، دواړه به تر څو وروځو پورې هلته پاتې شول _ هلته د اوسېدو پر مهال كله هم اميرخان د خپل پلار ليدو ته ور نه رغى، كله، خو به يې نيت وكړ چې د زندان چكر ووهي، خو بيا به په كارونو كې بوخت شو.
ډېرى وخت، خو به ده دا هېروله چې ګنې پلار يې په همدې ښار كې بندي دى او د ده د ورتلو لارې څاري.
د مختار او اميرخان دواړو سره ښه لګېدلې وه، په مختار خپل كشره خور صفيه ډېره ګرانه وه او له همدې امله سره له دې چې اميرخان ترې په عمر ډېر كشر و، خو بيا يې هم وسره ښه ټينګه ملګرتيا وه. ريسې هم له خپلې ايندرور او له خاوند سره يې ښې اړيكې درلودې.
د ريسې ورور سهيل ته له هېواده بهر ډېره ښه نوكري پيدا شوې وه، ده بهر ته د تګ تكل وكړ، هسې هم اوس دغه كار و بار پرته له ده هم كېده ځكه مختار اوس پكې ښه زړه راښكونتيا ښودله او اوښي يې (اميرخان) هم ورسره مرسته كوله.
سهيل هېواد پرېښود او لاړو، د ريسې د ترانسپورت د كارو بار مسؤليت كه څه هم د مختار په غاړه و، خو اميرخان هم ورسره مرسته كوله، دى مختار او ريسې دواړو ته د ښه باور وړ و، ريسې يې عزت كولو او باور يې پرې دلود.
صفيه له دې حالت څخه ډېره خوښه وه، د دې خاوند او ورور تر منځ د ژورو كورنيو اړيكو ترڅنګ اوس سوداګريزې اړيكې هم ښې ژورې شوې وې. ورور او خاوند دواړو يې اوس د ترانسپورت كار پر مخ وړلو، چې اميرخان ته يې هم يو څه مالي ګټه رسېدله. ريسه چې د صفيې په عمر وه دواړو له يوې بلې سره ښه مينه درلوده او په پوره ډاډ يې يو ځاى ژوند كاوه.
د خوښۍ، ډاډ او سكون په دغه بهېر كې به كله ناكله اميرخان د خپل پلار بند ودردولو، خو بيا به ورو، ورو ترېنه هېر شو.
يوه ورځ ورته د زندان د چارواكو لخوا يو ليك په لاس ورغى، پكې ليكل شوي و چې پلار يې د ملتان زندان ته انتقالوي. د دې ليك په لوستو اميرخان سخت ودرېد_ تر اوسه خو يې پلار په سكهر زندان كې و، دى په دې ډاډه و چې ځه كومه ورځ كه ښار ته لاړم ، نو يو ځل به يې خواته ورشم چې په همدې ډاډ يې نه پوهېږم څومره وخت تېر كړ او د زندان خواته ور نه رغى... مګر اوس خبره خرابه شوې وه، پلار يې د ملتان زندان ته وړلو ښايي چې اوسه پورې يې وړى وي: ((نو اوس به زه مجبور دى چې د ملتان زندان ته يې ليدو ته ورشم، ځه سمه ده... كله مې چې وخت پيدا كړ، نو د هغې ځاى چكر به هم ووهم.))
ده په زړه كې فكر كړى و، خو نه يې د فرصت پيدا كولو كوښښ وكړ او نه هم د پلار مينې دى مجبور كړ چې ملتان ته ورشي او د خپل عمځپلي پلار حال وپوښتي چې پدې كې پوره موده تېره شوه.
پدې دوران كې يې د پلار لخوا يو دوه ليكه هم په لاس ورغلل او دې ډاډه شو چې ځه، پلار يې روغ دى.
د ريسې او مختار د واده ډېره موده وشوه خو لا يې كوم اولاد نه دلود_ د مختار يوه لور له وړاندې نه وه اونوم يې ثمينه وه، هغه اوس ښه غټه شوې وه، ليكن له ريسې نه يې هيڅ اولاد نه و.
مختار ډېره تمه لرله چې زوى يې وشي، دى تر اوسه له زوى څخه محروم و، دواړو به د اميرخان له زوى منير سره ډېره مينه كوله، پر ده هم دواړه ګران وو، مختار خو دى سم لكه د خپل زوى ګڼلو، اخر يې دخور زوى و.
كار و بار يې ورځ په ورځ پراخېدو، دوى دواړو له دې څخه هم د پراخېدو هيله درلوده چې په همدې خاطر مختار كراچۍ ته لاړو، دوى غوښتل چې خپل دفتر كراچۍ ته ولېږدوي اوله هغه ځاى نه په هېواد كې دننه د بسونو او نورو موټرو د چلولو كار پيل كړي. چې دې لپاره يو څه لومړنيو كارونو ته اړتيا وه.
اوس مختار او اميرخان دواړه كراچۍ ته تلل راتل، له كار و بار نه يې ښه ګټه تر لاسه كوله او د لا زياتې ګټې تمه يې وه.
ريسه هم يو دوه ځله له خپل خاوند سره كراچۍ ته تللې وه، دې د دې خبرې اظهار هم كړى و چې په كراچۍ كې د كار و بار په پښو له درېدو نه وروسته به دواړه كورنۍ په كراچۍ كې كورنه ودان كړي.
صفيه له واده وړاند يو دوه ځله كراچۍ ته تللې وه، دا هم پداسې يو لوى ښار كې د اوسېدو پلوي وه، چرته چې ژوند له ټولو عصري اسانتياو نه برخمن دى.
په دې ورځ مختار سكهر ته د يو ضرور كار لپاره لاړو_ له څو ورځو نه د صفيې روغتيا ښه نه وه، د كلي ډاكټر خويې درملنه كوله، مګر كومه خاصه فايده يې نه درلوده.
مختار له خپلې خور نه غوښتنه وكړه چې سكهر ته ورسره لاړه شي، تر څو هلته يې ډاكټر امداد حسين ته وښايي، هغه د دوى دكورنۍ پخوانى ډاكټر و: ((ځه چې هغه دې درملنه وكړي... د دې ځاى ډاكټران پرېږده.)) پرېكړه وشوه او مختار، صفيه او د مختار لور ثمينه درېواوړه سكهر ته روان شول.
د صفيې زوى منير له ريسې سره پاتې شو، دا كومه غير معمولي خبره نه وه، منير به په شپو، شپو له ريسې سره پاتې كېده او هيڅوك به يې په اړه نه پرېشانه كېدل. دا مهال اميرخان په كلي كې و او په نورو كارونو بوخت و.
موټر خپله مختار چلاوه، صفيه ورسره په مخكني سيټ كې ناسته وه او ثمينه په ورستي هغه كې وه،ښار ته د تلو لپاره دوى اړ وو چې د كلي نه په نرى اوخراب سړك باندې لاړ شي او وروسته د يو ګرځندي نه پوخ سړك ته ووځي.
د موړ نه د تېرېدو پرمهال د موټر چټكتيا ډېره تېزه وه، كله چې يې موټر راتاواوه له بلې خوا ورباندې لارۍ راغله او ټكر يې ورسره وكړ، لارۍ هم ډېر چټكه را روانه وه، موټروان لارۍ قابو نشواى كړى او ښه زور ور ټكر يې وكړ، ټكر دومر زورور و چې د مختار د موټر ډېرى برخه د اور لمبې شوې.
د چاودنې وېرونكي غږ ټوله سيمې په سر واخيسته، د لوى سرك پر سر ډېرې موټرې راټولې شوې، خلكو په ډېرو ستونزو مړي او ټپيان را وويستل، خو تر ټولو ډېر ستونزمن د مختار راويستل و. دى ډېر ټپي شوى و او بې هوشه و، صفيه هم په وينو لت پت وه، په سر يې ټپ خوړلى و، ثمينه هم ټپي شوى وه. د لارۍ ډرېور خو ځاى پر ځاى مړ شوى و.
ټپيان يې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول او په عاجل واټ كې يې بستر كړل، د مختار وروستۍ سلګۍ وې او صفيه او ثمينه هم له ټپونو څخه بې هوشه وې، د صفيې د سر ټپ ډېر خطرناك و.
په عاجل واټ كې يو ډاكټر حشمت الله مختار پېژانده او په دې هم پوه شو چې حالت يې ښه ندى او ورسره د ټپي مېرمنو حالت هم چندان د ډاډ وړ نه و. سمدستي يې د مختار دوى كره تليفون وكړو، ريسه دا مهال له يوې خدمتګارې سره په پخلنځي كې وه او منير په كوټه كې تلويزون كاته،د  ټيلفون زنګ چې راغى دې خپله اوچت كړ، له بل لوري څخه ډاكټر حشمت  الله غږېده، دې له خپل خاوند څخه د ده نوم اورېدى و، خو لا ور سره مخ شوې نه وه.
ډاكټر حشمت الله په ډېر احتياط ريسې ته د پېښې په اړه و ويل او ورسره يې پدې هم تاكيد وكړ چې يو څوك ضرور بايد د ټپيانو پوښتنې ته راواستوي.
ريسه د دې خبرې په اورېدو ډېره ورخطا شوه، ويل يې خداى خبر چې دوى به څومره ټپيان شوي وي، ژر يې يو سړى د اميرخان پسې واستاوه، اميرخان دا مهال په كور كې نه و، له كلي نه بهر يې په كومه ځمكه كې كار كاوه.
دا سړى اميرخان پسې ورغى او ورته يې  و وې چې ريسې ژر تر ژره غوښتى يې، د پېښې په اړه يې هم ورته وويل.
اميرخان په موټر كې كيناست او ژر د مختار دوى كور ته لاړو، ريسې يې په دروازه كې انتظار كاوه، د څېرې رنګ يې الوتى و. د اميرخان په ور رسېدو يې ورته د روغتون څخه د ډاكټر حشمت خان د ټيلفون ترڅنګ وويل : ((چې ژر كوه زه ستا په انتظار وم.))
_ ځه چې ځو، خداى دې وكړي چې هرڅه سم وي، خدايه د دې خلكو ژوند وژغورې! منير يې په كور كې له خدمتګارو سره پريښود او لاړل.
روغتون ته پر لاره دوى سره ډېرې خبرې ونه كړې، دواړه په خپلو فكرونو كې ورك ول، اميرخان خپلې ښځې صفيې ته ډېر اندېښمن و، دې په دنيا كې تر هرچا ډېر له دې سره مينه كوله، اوس هم سره له دې چې د واده يې څو كلونو تېر شوي وو، خو صفيه يې يوازې ښځه نه بلكې معشوقه وه، مګر د صفيې د مينې ترڅنګ مختار هم ورباندې ګران و، د ده سوداګريزې ګټې هم په مختار پورې تړلې وې.
په ټپيانو كې چې چاته ډېره كمه پاملرنه كېده هغه ثمينه وه، د دې په دنيا كې له پلار پرته بل څوك نه درلودل او پلار يې هم پداسې حالت كې و چې هغه هم د چا مرسته نشواى كولاى.
دوى چې كله روغتون ته ورسېدل، نو ثمينه په حق رسېدلې وه، صفيې په سر ټپ خوړلى و او اوس يې د عملياتو تيارى كېده، د مختار هم د ملا تير څو ځاى مات شوى و او د ژوند تمه يې ډېره كمه وه.
ډاكترانو دوى دواړو ته هرڅه صفا صفا ويلي و چې د ټپيانو حالت ډېر خراب دى او هره شېبه يې د مرګ وېره شته.
د ريسې لاس او پښې لړزېدې، زړه يې ډوبېده، دا حالت د اميرخان هم و او پر سترګو يې تياره راتله.
اميرخان د ښار ډيرى مشهور ډاكټران راوغوښتل او ورته يې وويل چې د ټپيانو په بچ كېدو كې كوښښ وكړي، د صفيې د عمليات لپاره يې يو تكړه متخصص راغوښتى و.
د صفيې له عمليات وړاندې مختار په روغتون كې ساه وركړه، له ټپي كېدو وروسته دوامداره بې هوشه و او يوه شېبه هم په هوش شوى نه و.
د مختار د مړينې پرمهال ريسه د هغې په كوټه كې وه، پر دې هم بې هوشي راتله او اميرخان به يې په خود كولو كوښښ كاوه.
د صفيې هم عمليات ته اړتيا ونه ليدل شوه، دې هم ساه وركړه، اميرخان او ريسه دواړه داسې پاتې شول لكه تندر چې پرې ولېدلى وي او د دوى خروارونه هستي يې سوځولې وي. دوى دواړه يو ناڅاپه د ژوند له ملګرو څخه جدا شول، ژوند دوى له ډېر ويرونكي حالت سره مخ كړي وو.
د ټول كلي فضا ويرجنه وه، درې جنازې په يوه وخت پورته شوې او د كلي په هديره كې يې خاورو ته وسپارلې، د دواړو كورنيو خپل خپلوان او د لرې، لرې ځايونو نه خلك راغلي و.
د مړو د ګور او كفن كار  او نور چارې پايته ورسېدې، له دې وروسته ورځې ډېرې په چټكتيا سره تېرېدې، د وخت كاروان پخپل ځانګړي رفتار سره نا معلوم لوري ته روان و.
د اميرخان په وړاندې د منير راتلونكى پروت و، د ده زوى له موره محروم شوى و او په كور كې هم داسې بل څوك نه و چې پالنه يې وكړي.
پدې مهال سره له دې چې ريسې د كونډتون ژوند تېراوه، د منير د پالنې بوج په خپل سر واخيست او له اميرخان نه يې وغوښتل چې منير له دې سره پرېدي.
ريسې او ارواښاد خاوند يې تل له منير سره د خپل اولاد په څېره مينه كوله او اوس خو دى بې موره شوى و، ريسې د خپل زوى په څېر سينې ته ورنيږدې كړ.
امير خان ورته د مننې په ډكو الفاظو وويل: ريسې وريندارې! ما سره ستا د مننې الفاظ نشته، زه د منير غم خوړلم، د صفيې له مړينې وروسته ماته نور څه پاتې دي.؟
_ ته د منير فكر مه كوه، زما هسې هم اولاد نشته دى، زه به يې د تل په څېر د خپل زوى غوندې پالم.
منير اوس ډېرى وخت له ريسې سره اوسېده، كله ناكله به پلار كره هم تلو، د ده ژوند اوس په دوه كورنو وېشل شوى و، په لومړيو كې يې مور ډېره يادېده، خو د ريسې مينې يې دا غم يو څه كم كړى و.
اميرخان لپاره د منير ستونزه يو څه حل شوې وه، مګر نورې مسئلې هم وې، د ريسې ستونزې تر دې هم زياتې وې  چې شپه او ورځ يې پرېشانه كړې وه.
ورور يې چې پخوا به يې د دوى كار سمبالولو اوس له ملكه بهر تللى و، د هغه په شتون كې مختار د دوى په كاروبار كې دلچسپي پيدا كړه او له ځانه سره يې خپل اوښى اميرخان هم شريك كړ، د وخت په تېرېدو سره دوى په ټول كارو بار كې دخيل شوي وو، چې د سهيل له تلو وروسته ټول كاروبار دوى دواړو سمبال كړ. ريسې پر خپل خاوند او اميرخان دواړو پوره باور درلود او دوى هم په ښه توګه كارو بار پرمخ وړلو تر دې چې اوس يې سرحد تر كراچۍ پورې رسېدلى و.
د مختار مړينې هرڅه ګډ وډ كړل، د ريسې د كاروبار سمبالونكى اوس هيڅوك نه و، كه څه هم لكه د پخوا په څېر اميرخان ټول كاروبار پرمخ وړلو، خو حقيقت كې يې څه خاص حيثيت نه و، ترڅو چې مختار ژوندى و، حالت څه بل شانې و، دواړو به يو ځاى پلان جوړاوه او پرېكړې به يې كولې، اوس اميرخان له هغه حيثيت څخه راغورځېدلى و، ده كومه ځانګړې پرېكړه نشواى كولاى، ده يوازې د يوه منيجر په توګه كار كاوه.
د ريسې لپاره اوس اړينه وه چې د خپل كاروبار د پرمختګ لپاره كومه سمه پرېكړه وكړي، دا ښځه وه او دې لپاره د دومره كاروبار پرمخ وړل څه اسان  نه و، دې ته د يو باوري سړي اړتيا وه، چې د دې لخوا يې د كاروبار پالنه وكړي.
د دې په خپلو خپلوانو كې هيڅوك هم په دې تول پوره نه و چې دا دې پرې باور وكړي. د دې څو خپلوانو ور څخه غوښتي هم و چې په كاروبار كې به ورسره مرسته وكړي، خو مګر دې ورڅخه معذرت غوښتى و.
دې يوازې پر يوه تن باور كولاى شو او هغه تن اميرخان و.... د دې د خداى بخښلي خاوند دوست  او اوښى او اوس همده د دې كاروبار پرمخ وړلاى شو، ځكه دى له وړاندې نه پدې كار كې بلد و.
ريسې پرېكړه وكړه چې دا به له اميرخان سره خامخا پدې اړه خبرې كوي او يوې پرېكړې ته به ځان رسوي.
د خپل خاوند او ناسكه لور له ناڅاپي مړينې وروسته ريسه د ټول جايداد، كارو بار يواځينۍ خاونده وه، د زمكې او جايداد د كارونو سمبالښت لپاره يې يو منشي درلود چې ښه پوه او د اعتماد وړ كس و، د دې ترڅنګ يې خدمتګار او نوكران هم لرل، ريسه به هم كله ناكله په زمكو ا و باغونو ګرځېده.
د كروندو كار خو څه ناڅه كېده، اصلي مسئله د ترانسپورت كارو بار و د كوم د پرمخ وړلو لپاره چې يوه سړي ته اړتيا وه، او دا سړى له اميرخانه پرته بل څوك نشو كيداى.
مګر پدې كاروبار كې به د اميرخان حثيت څه وي؟  دې پوښتنې به ريسه پرېشانه كوله، ترڅو چې اميرخان له مختار سره كار كاوه، هغه وخت خبره بل ډول وه، اميرخان به د مختار مرسته كوله او هغه به له ګټې څخه يو څه  برخه وركوله، كوم ته چې تنخوا كله هم نه وه ويلاى، ځكه اميرخان نوكر نه و.
مګر ريسې د دې پوده او بېكاره نظام پر ځاى يوه داسې لاره چاره غوره كوله چې دواړه لوريو لپاره د منلو وړ وي، دې كله هم نه غوښتل چې اميرخان ته دا احساس وركړي چې ګنې د دې نوكر دى او نه يې هم ورسره پدې حالاتو كې شراكت كاوه.
دې ټول كاروبار پرته له كوم شريك څخه پخپل واك او اختيار كې غوښته، دا يوازې ښځه وه او غوښتل يې د دې دومره لوى جايداد او كارو بار  په درلودلو سره ښه په ارامه ژوند وكړي.
له ډېر سوچ او فكر وروسته له اميرخان سره په يوې معاملې پرېكړې ته ورسېده، پداسې پرېكړې چې اميرخان ته د منلو وړ وي او هغه پكې د كمترۍ احساس ونه كړي.
پدې ور ځ يې اميرخان را وغوښت او ورته يې وويل: اميرخانه! ستا مشر ورور خو اوس پدې دنيا كې نشته، تر اوسه خو تاسې دواړو په شريكه ټول كارونه پرمخ وړل، اوس ته يوازې پاتې يې، او كارو بار هم پرمخ وړل غواړي، ته و وايه اوس بايد موږ څه وكړو؟
_ ريسې وريندارې! دغه ټول كاروبار اوس ستاسې دى، يوازې ته يې خاونده او اختيار لرونكې يې، څه ډول يې چې غواړې هماغسې يې پرمخ يوسه، ترڅو چې په ما پورې اړه لري، نو زه هرډول مرستې ته تيار يم.
_ زه غواړم ته د پخوا په څېر خپل كار ته دوام وركړې، خو پدې پوه شه چې ته اوس د دو تنو كار كوې، يعنې كوم كار چې ستا ارواښاد ورور كاوه اوس به هغه هم ته كوې.
_ هو، وريندارې زه پوهېږم، زه بايد د خپل ارواښاد ورور مختار  برخه كار هم وكړم او زه ورته تيار يم.
_ نو بيا داسې وكړه، چې خپله د ځان لپاره مياشتنۍ معاوضه وټاكه، خو ګوره كله هم دا فكر ونه كړې چې ته يو نوكر يې او ستا لپاره كومه تنخوا  ټاكل كېږي، ته خو د مختار وړوكى ورور يې او زه دې هم خپل ورور ګڼم.
_ بې شكه وريندارې! ستا ډېره، ډېره مننه چې ته زما په اړه داسې فكر كوې، اوس خو مختار ورور وفات شوى، ته د هغه پرځاى يې، ته خپله هم د ټول كاروبار مسؤليت په غاړه اخيستى شې، زه به درسره په هر څه كې مرسته كوم، موږ دواړه به په شريكه كاروبار پرمخ وړو او هڅه به مو وي چې تر دې زيات پرمختګ وكړو.
پدې ډول د دواړو ترمنځ يوه ژبنۍ پرېكړه وشوه او اميرخان په خوښۍ د ټول كاروبار پرمخ وړولو ژمنه وكړه او ځانته يې يوه اندازه مياشتنۍ معاوضه (بدله) هم وټاكله.
ريسه له دې حالت څخه ډېره خوښه وه، د اميرخان له مياشتنۍ بدلې(معاوضې) له ټاكنې وروسته د كومې بې باورۍ او خيانت امكان نه و، دې تمه لرله چې دا تجربه په بريالۍ شي، اوس يې يوازې پيل كړى و، په راتلونكي كې پكې تبديلي هم كېداى شي.
د اميرخان لپاره تر ټولو لويه مسئله د خپل زوى منير پالل و، د صفيې له مړينې وروسته چې سمدستي ريسې د هغه پالنه په خپله غاړه واخيسته، نو اميرخان ډېر خوښ او ډاډه شو، ښايي له ريسې يې بلې ښځې داسې ښه پالنه نه واى كړى او منير هم له ريسې سره خوښ و، اميرخان پدې هم خوښ و، چې ريس بل اولاد نه لري او ټولنه مينه او پاملرنه يې يواځې منير ته ده.
اميرخان ته د خپل پلار لخوا يو دوه ځلې ليكونه ور  رسېدلي و، له دې نه ورته پته لګېدلې وه چې پلار يې اوس د ملتان په زندان كې بند تېروي.
په زړه كې يې ويل: ((ځه ښه دى پلار مې ژوندى دى او ښه دى اوس خو يې په خلاصون كې يو څه وخت شته...، كله مې چې وخت پيدا كړ وربه شم او زما به ورتګ به څه وشي؟ زه خو يې سزا نشم وركمولاى... .))
اميرخان د ريسې ټول كاروبار په ښه شان سره پرمخ وړلو، ده ريسه خوښه او ډاډمنه غوښتله، ځكه له هغې سره يې د سوداګريزو ګټو تر څنګ پلرنۍ ګټې هم تړلې وې، دې د منير لپاره هرڅه كول، كوم چې يوازې يوه مور يې كولاى شي.
ده كاروبار هيڅ ډول زيان ته نه پرېښودو، تردې چې ريسې د خپل خاوند كمې هم پكې احساس نه كړه، بلكې تر پخوا هم ښه شوى و، ريسې هم په كاروبار كې يو څه دلچسپي پيدا كړې وه، د دې د عدت موده تېره شوې وه او اوس دې په ازادۍ سره يوخوا او بلخوا تګ راتګ كولاى شو.
اميرخان يو دوه ځلې كراچۍ ته هم لاړه چرته چې د مختار په ژوندانه يو نوى دفتر پرانيستل شوى و او له هغه ځايه يې د هېواد دننه د بسونو او نور ترانسپورتېشن پلان درلوده، خو د مختار له مړينې وروسته تر يوې مودې پورې دا كار وځنډېده، مګر اوس اميرخان د ريسې په مشورې پرې دوباره كار پيل كړ. ريسې هم د كراچۍ په كاروبار كې دلچسپي ښودله او يوه ورځ يې اميرخان ته وويل زه غواړم چې زر ترزره په كراچۍ كې هم كار پيل كړو، ځكه هلته د ګټې ډېر امكان دى.
_ هو، ريسې وريندارې! ما او مختار ورور پدې برخه كې پخوا هم يوه اندازه كار كړى دى، اوس به يې زه ژر ترژره پوره كوم.
د ريسې او اميرخان پوره وخت له يو بل سره تېرېده، هره شپه به تر ډېره ورته اميرخان د ورځنۍ ګټې او پرمختګ په اړه معلومات وركول، دا ليدنه به د ريسې په كور كې كېده چرته چې منير هم و، اميرخان اوس د ماښام ډوډۍ تل له ريسې سره خوړله، نوكران او خدمتګارې به هم وې، كليوالو ته معلومه وه چې د مختار له مړينې وروسته يې ټول كارو بار اوښي په لاس كې اخيستى او ريسه د منير پالنه كوي.
دوى دواړه ورو، ورو يو بل ته نږدې كېدل، ډېر داسې شيان وو چې د دوى د نږدې والي لامل كېدل، دواړه ځوانان وو، او اوس يې هم پروړاندې يو اوږد ژوند پروت و، د دواړو سوداګريزې ګټې هم شريكې وې، منير هم د دوى تر منځ و چې دواړو ورسره يو شان مينه كوله، پداسې حالاتو كې يو بل ته نږدېوالى او مينه فطري خبره وه.
دواړو يو له بل څخه د خپلې مينې خبره پټه ونشواى ساتلى. ريسه يوه ښكلې او ځوانه ښځه وه، سره له دې چې له دې وړاندې يې هم دوه ودونه شوي وو ، خو عمر يې دومره زيات نه و، د دواړو مېړونو سره يې دومره وخت نه و تېر شوى.
مړي مري او د وخت په تېرېدو سره د ډېرګران دوست يادونه هم پيكه كېږي، اميرخان له صفيې سره ډېره مينه درلوده او د صفيې له مړينې وروسته ورته داسې برېښېده چې اوس يې په ژوند كې هيڅ هم ندي پاتي، مګر منير ورته د ژوند كولو حوصله وركړه، ده بايد د منير لپاره ژوند كړى واى.