مظفرخان به هره مياشت يو ليک خپل زوى ته د کلي په ادرس استاوه، خو ده ته کله هم د خط ځواب په لاس ورنه رغى، ده به ډېرى وخت دا سوچ کاوه چې خداى خبر هغه خط يې تر زوى ور ورسېد که نه؟
په ملتان زندان کې د مظفرخان دا دويم کال پيلېدونکى و، خو تر اوسه يې هيڅوک ليدو ته رانغلل.
د ده له غمونو تلاوالا زړه به تل خپل زوى او تر هغه زيات لمسى ياداوه، کوم يې چې تر اوسه ليدلى هم نه و، تر اوسه يې کوم تصوير هم نه و ليدلى، نه پوهېده چې چاته تللى؟ د چا نښې به پکې وي، دا يو داسې تند احساس او د تنهايى عذاب و چې مظفرخان يې دننه دننه خوړولو.
 د نورو بنديانو ليدو ته به يې د کورنۍ يو نه يو تن راتلو او دوى ته به يې خوراکي او نور ورځني توکي راوړل، دوى به بيا په خپلو کې ښه په مزې د خپلې کورنۍ په اړه خبرې کولې، خو مظفرخان به يواځې په خاموشۍ د دوى خبرې اورېدې، په دا ډول خبرو كې د ده هيڅ برخه نه وه، خدى خبر چې ده دا ډول برخه کله له لاسه ورکړې وه.
له يوه کاله زياته موده تېره شوه، په انتظار انتظار يې نور د سترګو کسي اوبه شول او د ملاقات لپاره يې د خپل نوم اورېدو ته نور غوږنه کاڼه شوي و، خو ده ته د خپلې کورنۍ لخوا کوم پيغام په لاس ورنه رغى، ده دلته هم د نورو بنديانو د خپلوانو په واسطه کوښښ وکړ چې خپل زوى ته کوم ليک واستوي، ځينې بنديانو به ورته وويل چې د دوى د کورنۍ لخوا يې زوى ته ليک ليکل شوى، خو دا چې دا خبره ترکومې سمه وه دا ورته پته نه وه.
                            ***
د کمال الدين  اصلي نوم ، خو ډېرو کمو بنديانو اخيستاى شو، اکثره خلکو به د کمالو په نامه ياداوه، دى له آره د بهاولپور اوسېدونکى و او د کومې کورنۍ شخړې له امله يې د خپل ورور د وژلو په تور د ټول عمر بند سزا تېروله. د کمالو مورنۍ ژبه سرايکي وه، خو ده په سندۍ ژبه هم روانې خبرې کولاى شوې، دى د مظفرخان دوى په بلاک کې اوسېدو، په څه موده کې يې له مظفرخان سره ښه ملګرتيا شوه.
مظفرخان ډېر ژر دا احساس کړه چې د ده ليدو ته هم څوک نه ورځي، دى د خپل بلاک له ټولو بنديانو څخه خبر و چې د چا ليدو ته يې خپلوان راتلل. د به تل دا څار کاوه چې د کوم زنداني ليدو ته يې خپلوان راځي، تقريباً د ټولو راتلل، خو د کمالو ليدو ته تر اوسه هيڅوک نه وو راغلي، تر اوسه يې لا نوم هم نه و اخيستل شوى، د ده په ليدو يو څه د مظفرخان زړه ډاډه شو، ښايي له دې امله چې دى يواځنى بندي نه و چې ليدو ته يې څوک نه راتلل. يو بل تن هم و، ښايي په نورو بلاکونو کې به داسې نور بنديان هم وو، دى د نورو بلاکونو او خونو له زندانيانو څخه نه خبرېدو، خو د کمالو په اړه پوره ډاډه و چې څوک يې ليدو ته نه راځي.
يوه ورځ مظفرخان په يو ګوښه ځاى کې له کمالي څخه و پوښتل: ((څه خبره ده کماليه! ستا ليدو ته څوک نه راځي؟
- زما ليدو ته نه څوک راځي او نه به هم راشي، داسې نه چې زما څوک نشته، شته خلک... مګر دې ټولو زه پريښى يم.
- د مظفرخان له خولې ناڅاپي و وتل: ((ولې؟))
- خبره داسې ورانه شوه چې سمبالول يې ستونزمن شول، زما يوه لور ده سلطانه... او زما د خداى بخلي ورور نثارالدين زوى اشفاق ورسره واده کول غوښتل، د سلطانې هم خوښه وه، دوى دواړو يو بل سره مينه درلوده، زما ورور او مېرمن يې هم د دې خبرې پلوي کوله، زما مېرمن چې يو کال وړاندې وفات شوې وه، زه يې سخت مخالف وم، ما د سلطانې واده چرته بل ځاى کاوه چې په بدل کې يې خپله شتمنه کونډه خور ماته راکړي، د دې کونډې هيڅ اولاد نه و او ما غوښتل چې د دې د ټولو شتو خاوند شم. د دې شخص زوى هم سلطانه خوښه وه، ما مې خپل ورور نثار او د هغه زوى ته ښکاره وويل چې زه به دوى ته سلطانه کله هم ورنکړم، د سلطانې په شمول دوى ټول زما په پرېکړې سخت خپه شول، بيا ماته معلومه شوه چې دوى پلان لري چې په پټه د سلطانې او اشفاق واده وکړي، دې راز نه خبرېدو سره سم مې وينه په جوش راغله، دوى غوښتل چې ما له هغې دولت څخه چې د دې کونډې په واده کولو سره مې تر لاسه کاوه محروم کړي، نو له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې زه بايد مخکې شم، په ډېرې غوسې مې تمانچه راواخيسته او د اشفاق وژلو پسې لاړم، په دې وخت کې يې پلار هم موجود و، ما دوى ته په وروستي ځل هم وويل چې زما له لور څخه لاس واخلي، خو دوى انکار وکړ او ما په اشفاق ډزې وکړې چې عين وخت کې يې پلار نثار مخې ته شو او د هغه پر ځاى نثار ولګېدو او مړ شو. ما د خپل ورور وژل نه غوښتل، زه ډېر پرېشانه شوم او مخکې تر دې چې بل ډز پر اشفاق وکړم، دوه تنو نوکرانو زه کلک کړم، تمانچه مې له لاسه پرېوته، په لږه شېبه کې پوليس راورسېدل، خو نثار وژل شوى و او له تمانچې څخه وتلې هماغې يوې مرمۍ يې کار خلاص کړى و، د ده جسد يې روغتون ته يوړو او زه يې زندان ته ... اشفاق سم سلامت پاتې شو.
کمال الدين يوه شېبه غلى شو، هسې هم اوس مظفرخان ته له ده څخه د کومې پوښتنې اړتيا نه وه، ځکه چې ده هرڅه ورته ويلي وو، مګر بيا هم کمالي له دې پېښې څخه وروسته چې څه شو وو، په هغې اړه لنډه رڼا واچوله.((بيا دې ټولو له ماسره اړيکې پرېکړې، سلطانې هم زه پرېښودم، له اشفاق سره يې واده وکړ او دواړو زه د تل لپاره له ياده وويستم. زما ليدو ته دلته هيڅوک هم نه راځي اونه به راشي... مګر... مګر ته د ځان په اړه يو څه ووايه کنه مظفره!... زما خيال دى ستا ليدو ته هم لکه چې څوک نه راځي.
- زموږ د دواړو د ژوند کيسه سره ورته ده کماليه! بس يو څو واړه واړه توپيرونه لري _ څېرې، نومونه او ځايونه ښايي يو څه توپير ولري، خو نور ټول نږدې يو شان دي.
ده کمالي ته د خپل ځان په اړه ښه په تفصيل سره وويل، کمالي هم ده ته خپله کيسه ښه په تفصيل سره کړې وه او اوس يې غوښتل چې د ده په اړه ښه په تفصيل سره څه واوري.
مګر د تل په شان مظفرخان دا ورته ونه ويل چې دى قاتل نه بلکې زوى يې دى، ده دا کيسه دومره ځله تکرار کړې وه چې اوس يې خپله هم ځان د خپلې لور قاتل ګڼلو.
- ريښتيا هم ستا کيسه زما له کيسې سره ورته ده، تا دې د خپل زوى په خاطر خپله لور وژلې او ما د خپل ځان په خاطر خپل ورور و واژه، ټولې کيسې يو شان وي... بس د يو څو شېبو جنون وي چې انسان پکې څه کارونه وکړي، خو بيا ټول عمر لاسونه مروړي، خو مګر ته بيا هم خوش قسمته يې چې زوى دې شته او هغه له تا څخه کرکه نه کوي.
د دې ورځې له لنډو خبرو او د يو بل غم څخه له خبرېدو وروسته دواړه ډېر خواږه ياران شول، له دې وروسته به ساعتونه، ساعتونه سره کېناستل او يو بل ته به يې د زړه رازونه ويل، مګر مظفرخان به پخپلو خبرو کې ډېر محتاط و، هسې نه چرته په ناپامۍ کې يې له خولې څخه داسې الفاظ ووځي چې له امله يې له حقيقته پرده پورته شي.
ده په زندان کې ډېر عمر تېر کړ، کوم چې پاتې و، هغه به يې هم په يو نه په يو ډول تېر کړى وى، مګر غم دلته و چې دى له اميرخانه ناخبره و چې چرته دى، د مظفر زړه دې خبرې ته چې ګنې اميرخان قصداً له ياده ويستلى خپه نه و، دى به په دې فکر کې ډوب و چې هسې نه کومه ستوزه ور پېښه شوې نه وي. کنه دومره مودې کې به ضرور ملتان ته زما ليدو ته راغلى و.
بيا يې خيال ته يوه تازه خبره ورغله چې ښايي رښتيا هم هغه هېر کړى يم، کله چې زه په سکر زندان کې وم، نو د بلقيس له مرګ وروسته ده راتګ ډېر کم کړى و، څو څو مياشتې به تېرې شوې خو ده به خپل مخ هم نه ورښکاره کاوه. خداى خبر ... خداى خبر چې څه خبره شوې؟
تر يوې مودې پورې خو يې په پوره پابندى سره خپل زوى ته ليک استاوه، خو ده ته يې  بېرته کوم ځواب رانغى، ((خداى خبر چې هغه ليک به ور رسېږي هم که نه؟))
وخت تېرېدو او د مظفرخان د سر په ويښتانو کې سپين ډکي زياتېدل، د مخ ګونځې يې نورې هم پسې ډېرې شوې، د ستروګو ديد يې هم کمزورى شوى و.
د مظفرخان په خلاصون کې لا هم پوره وخت و، ده دا سوچ کاوه چې دا پاتې وخت به د زوى له ليدو پرته څنګ تېروي. اوس خو ورته يوازې همدا لاره پاتې وه چې کله له زندانه خلاص شي، نو کلي ته به لاړ شي او د خپل زوى، نږور او لمسي په اړه به معلومات تر لاسه کړي.
ده په تصور کې له خپل لمسي سره ... لوبې او خبرې ورسره کولې، کوم چې تر اوسه يې لا نه و ليدلى، اوس به هغه ښه غټ شوى وي؟، ښوونځي ته به هم ځي... ښې خبرې به کوي... نه پوهېږم چې څرنګ به وي؟ او بيا چې له بنده وروسته يې زه و وينم، نو څومره به ستر شوى وي، نه پوهېږم، چې اميرخان به ورته زما په اړه څه ويلي وي... صفيې به ورته زما په اړه څه څه ويلي وي؟ د دې هرڅه په سوچ، سوچ به يې اخر سترګو ته اوښکې راغلې، خو ورسره به يوه پيکه موسکا هم مله وه.
نن ورځ ورته کمالي ډېره ارزښتناکه خبره کړې وه.(( نن ماته منشي و وې چې زما خلاصون ته يواځې اته مياشتې پاتې دي، ما خو له يوې مودې څخه دا هېر کړي و چې زه له کله نه دلته يم او تر څو به يم. ماته د زندان او بهر دنيا يو شان ده، که بهر لاړ هم شم، څه به وکړم، نو ځکه مې د دې خبرې د پوهېدو کوښښ هم ندى کړى چې څه وخت به خلاص شم. نن د زندان منشي د يو شمېر بنديانو د بند حساب کاوه، ماته يې وويل چې د معافيانو له يوځاى کېدو سره اوس زما د بند پوره کېدو ته يواځې اته مياشتې پاتې دي.))
- دا خو د ډېرې خوښۍ خبره ده، ته چې خلاص شې نو زه به ډېر خوښ شم، ته يوه نوې زندګي پيلولى شې، انسان هر وخت کولاى شي يوه نوې زندګي پيل کړي.
- پته نشته چې د نوي ژوند لپاره به له ما سره څومره وخت وي، زما خو هرڅه تباه شوي دي، تش لاس يم، ترڅو چې دلته يم ښه يم، کله چې بهر ووتم، نو خداى خبر چې څه به پېښ شي؟
- هرڅه چې کېږي، ښه به کېږي، ښه فکر کوه.
- زما ژوند ښه کېږي که نه، خو زه له تاسره کلکه وعده کوم چې کله هم ماته له زندانه د خلاصون موقع په لاس راغله نو زه به لومړى ستاسې کلي ته لاړ شم او ستا د زوى په هکله به معلومات تر لاسه کړم. که هغه کلي کې و، نو ور سره به وګورم او که نه و، نو په اړه به يې پوره معلومات تر لاسه کوم او بيا تاته راځم. زه يې چې په اړه څه معلومات تر لاسه کولى شم، ترلاسه به يې کړم او تا ته به يې ووايم.
لکه مظفرخان ته چې چا بې شمېره خوښۍ ورکړې وي، داسې يې له خوښۍ نه څېره وپړکېده.
- ته... ته به داسې وکړې، ته به زما لپاره دومره تکليف وباسې؟
- دې کې د تکليف هيڅ خبره نشته دوسته! که چرته زه ستا د کوم درد دوا وکړاى شم نو له دې به راته د خوښۍ بله کومه خبره وي؟
له دې ورځې وروسته مظفرخان د خپل خلاصون په اړه فکر کول پرېښودل، يواځې په دې سوچ کې و چې کله به د کمال الدين د خلاصون ورځ رارسېږي، ده خپله هم له منشي څخه د کمالي د خلاصون په اړه پوښتنه کړې وه، هغه ورته ويلي و چې نږدې اته مياشتې وورسته به خلاص شي، او دايې هم ورته ويلي و چې که په دې دوران کې کومه معافي اعلان شوه، نو نوره به هم دا نېټه رالنډه شي.
مظفرخان چې د انتظار له کوم حالت څخه تېرېدو دوه خواوې يې درلودې، يو د زوى انتظار چې بې پايلې و او بل د کمالي خلاصون چې اته مياشتې وروسته يې د بند موده پوره کېده او له زندان څخه به بهر وځي، مظفرخان د يوې شېبې لپاره هم دا سوچ نشو کولاى چې کمالى به له خپلې کړې وعدې څخه واوړي او پوره به يې نه کړي.
له دې ورځې وروسته مظفرخان د کمالي دخلاصون يوه يوه ورځ شمېرله، هر سهار به چې پاڅېده نو له دې امله به خوښ و چې ځه يوه ورځ خو کمه شوه، څومره به چې وخت تېرېدو په ده به د انتظار شېبې سختېدې، اميرخان د توقع خلاف هم کومه اړيکه ورسره ټينګه نه کړه، په اړه يې هيڅ معلومات نه و، اوس چې که کوم يقيني او کلک اميد و هغه د کمالي خلاصون و.
څلور مياشتې تېرې شوې، اوس يواځې څلور مياشتې د کمالي خلاصون ته پاتې وې، په دې سوچ، سوچ به د مظفرخان زړه په درزا شو چې که کمالى خپله وعده پوره کړي او بېرته راشي او د زوى خبر ورته راوړي، نو هغه خبر به څه وي؟ خداى دې وکړي... خداى دې وکړي چې کوم ښه خبر راوړي.
دوه مياشتې نورې هم تېرې شوې اوس له معافيانو سره يو ځاى د کمالي خلاصونه ته يواځې نيمه مياشت پاتې وه، خو د مظفرخان بې قراري نوره هم سېوا کېده.
نن چې کله کمالى  د عادت له مخې پاڅېدو، نو په خېټه کې يې درد احساس کړ، ده دا يو معمولي درد و ګڼلو او هيڅ توجه يې ورته ونه کړه او شېبه وروسته له نورو بنديانو سره يوځاى کراخانې ته کار لپاره لاړو. مګر د خېټې درد يې نور هم زيات شو، تر دې چې د درد له لاسه راپرېوتو او کار يې نشو کولاى.
سمدستي د زندان کلنيک ته لاړو، د زندان مشر ډاکټر دا مهال په زندان کې نه و، هغه د کوم کار لپاره بهرته تللى و، يو عادي  ډاکټر يې معاينه وکړه او يوه څه دوا يې ورکړه، مګر درد کې يې کوم کمى رانغى، بلکې نور هم زيات شو.
دې ډاکټر ورته د درد د کمېدو لپاره يو څه د درد نوره دوا هم ورکړه، يو شېبه ښه و، خو وروسته يې بيا درد پيدا شو.
مشر ډاکټر وروسته له ډېر ځنډه راغى، تر دې وخته د کمالي تکليف څو چنده زيات شوى و، کله چې يې سم معاينه کړ نو دا يې د اپنډېکس درد وباله او چاره يې پرته له عمليات څخه بله نه وه.
- ناروغ بايد ژر تر ژره سرکاري روغتون ته  يوړل شي، له موږ سره يې چاره نشته.
ښار ته د کمالى د وړلو بندبست پيل شو، دى کوم عادي ناروغ نه و، بلکې يو سزا ګاللى بندي و، د لارې د امنيت لپاره هم اړتيا وه چې يو څه ترتيبات ونيول شي، سره له دې چې دوى خپل کارونه په چټکتيا سره کول، خو مرګ تر دوى چابک و،
څنګه چې امنيتي ترتيبات مکمل شول او اوس يې د ښار روغتون ته وړلو، په دې وخت کې د کمالي وروستۍ شېبې وې، ډاکټر به په بې وسۍ ورته کتل خو څه يې نشو کولاى، پخپل وخت د عمليات نه کولو له امله اپنډيکس وشلېد او له امله يې کمال الدين مړ شو، د ده د بچېدو لپاره هيڅ تدبير هم کار ورنکړ.
د کمالي د مرګ خبر ژر تر ژر په ټول زندان کې لکه د باد هسې خور شو، ملګري يې په مرګ ډېر خپه شول، هر چا به ويل چې سهار، خو روغ و، يواځې په خېټه کې يو څه درد و.
د زندان په ريکارډ کې له کله نه چې کمالى بندي شوى و، هيڅوک يې هم پوښتنې ته نه و راغلي، او ده به ټولو خلکوته ويل چې هيڅوک يې نشته، نو له همدې امله يې دى لکه د لا وارثو په شان د دولتي چارواکو لخوا دفن کړى شو.
نورو ټولو بنديانو ته د کمالي مړينه يوه دردونکې پېښه وه، مګر مظفرخان لپاره يواځې يو دردونکې پېښه نه بلکې يوه داسې پېښه وه چې له امله يې د ده ژوند تياره، تياره شو، د اميد يو څرک د کمالي د خلاصون په بڼه د ده مخې ته راغى، خو بېرته ژر له سترګو پناه شو.
د کمالي د خلاصون لپاره اوس يو څو د شمار ورځې پاتې وې، مګر مرګ ورته د ژوند موقع ور نه کړه، دى له دې زندان سره، سره د ژوند له قيده هم ازاد شو.
د کمالي د مړينې نه وروسته نه يواځې د مظفرخان له خپل زوى سره د ليدو تمه پرې شوه، بلکې يو نږدې دوست يې له لاسه ورکړ. د ده د غم انتها نشواى معلومېدى.
له کله نه چې مظفرخان دملتان زندان ته راغلى، له هغې ورځې نه يې د هر نوي خلاصېدونکي بندي نه غوښتي چې کله خلاص شي، نو يو ځل دې د ده له زوى سره ضرور اړيکه ونيسي او ورته دې و وايي چې پلار يې دملتان په زندان کې دى او له کله نه د ده د ليدو لار څاري.
خلکو به ورسره همدردي ښکاره کوله او وعده به يې ورکوله چې ضرور به د ده دا هيله پوره کوي، مګر تر دې دمه يې هيڅ پايله نه وه معلومه.
کمالى يواځنى بندي و چې ده ته يې کلکه وعده ورکړې وه چې دى به يې خپله کلي ته لاړ شي او له حالاتو نه به يې خبر کړي، مګر افسوس... دا خوب يې له پوره کېدو وړاندې مات شو.
اوس يو ځل بيا هماغه بې پايلې انتظار و، هماغه د تنهايى تند احساس او نا اميدي وه –  د کمالي له مړينې سره سم د نا اميدۍ دې څپې له ځانه سره واخيست. د کمالي روغيتا ښه وه، دومره ډېر زوړ هم نه و چې دومره ژر دې مړ شي، خو يو ناڅه خداى ورته دا ناروغي بهانه کړه او مړ شو، هغه هم په داسې ورځو کې چې د خلاصون په درشل کې و.
مظفرخان د نا اميدۍ د دې تازه باد د تندې څپې سره په فکر کې شو او له ځانه سره يې ويل: (( هسې نه زما هم دا انجام وي او مخکې له دې چې له زندانه خلاص شم د ژوند له قيده خلاص نشم... څوک پوهيږي... داسې کېداى هم شي.))
يوه اوږده موده تېره شوه، کله، کله خو به مظفرخان داسې انګېرله چې ګنې د مياشتو اوکال حساب ترې هېر شوى، هسې هم مياشتې اوکال د ده لپاره يو ډول بې مانا وو، څه يې په لاس راتلل چې حساب يې ونيسي...؟ څوک خو نه راځي....څوک چې بايد راغلى واى، خداى خبر چې چرته ورک دى.؟
د زندان بې رحمو ورځو شپو د مظفرخان هډوکي شپېلل، دى لکه د يوې خزان وهلې ونې پشان په وچېدو و، اوس ده له خلکو څخه مرسته هم نه غوښته، څه ګټه يې نه دلوده، ښايي خلکو به له زندان نه وتو سره سم دا هرڅه هېرول او نه يې غوښتل چې د زندان ترخه يادونه يې بيا ذهن ته راشي.
بيا يوه ورځ ناڅاپه د رڼا يوې نامتوقع سپرغۍ د ده سترګې روښانه کړې، ده ته خو دا پته وه چې ژر به خلاص شي، مګر دا پته ورته نه وه چې دومره لږې ورځې ورته پاتې دي، ده ته ويل شوي و چې له معافيانو سره د ده خلاصون ته يواځې شپږ مياشتې پاتې دې.
شپږ مياشتې! ده هيڅ باور هم نشو کولاى، شپږ مياشتې وروسته يوه داسې ورځ راتلونکې وه چې دى به پكې د زندان ه له دې څلور دېوالۍ څخه بهر شي او خپل کلي ته به لاړ شي. ده په زندان کې بلا موده تېره کړې وه چې اوس يې د ژوند يوه حصه وه، خو کله يې چې دا خبر واورېد، نو دا سيمه ورته نا اشنا غوندې معلومه شوه.
ده اوس د خپل خلاصون شپې ورځې شمېرلې، هرې نوې ورځ ورته د اميد يو نوى پيغام راوړه... کله کله خو به يې له خوښۍ نه بې اخيتاره له خولې ووتل: ((کور ته د تلو وخت را رسېدلى دى... ))
د تېرېدونکو شپو ورځو سره، سره د مظفرخان د خوبونو دنيا هم نوي، نوي شکلونه غوره کول، ده به د خپلې نږور پر سر لاس کېښود، زوى به يې سينې پورې جوښت کړ او لمسى به يې په غېږ کې واخيست او مينه به يې ورسره کوله، پدې سره به د ده څېره وغوړېده او په مخ کې به يې يو ډول نور پيدا شو.اخر هغه ورځ هم رانږدې وه چې په تمه، تمه يې د سترګو سپين اوبه شوي وو.
راتلونکى سهار يې د خلاصي ورځ وه، هر يو بندي مبارکي ورکړه، ځنو به ورته پيغامونه ورکړل چې کورنۍ ته يې ورسوي. دې سره به د مظفرخان يو نوى درد احساس کړ، ده خپله هم څومره کسانو ته خپل پيغامونه ورکړي و چې کورنۍ ته يې ورسوي، خو چا هم دا کار ونه کړ.
له زندانه د رخصتۍ پر وخت ورته د زندان چارواکو د اورګاډي کرايه او د سفر له لګښت سر بېره ښې ډېرې روپۍ هم ورکړې، دا د هغې خوارۍ بدله وه چې ده دې دومره کلونوکې په زندان کې تېره کړې وې.
مظفرخان چې کله په دې خوار او ناتوانه ځان د زندان له دروازې نه بهر شو، نو له سترګو يې د خوښۍ اوښکې روانه وې، بلا موده يې په زندان کې تېره شوه، لومړى د سکر زندان او بيا دلته، څومره ارزښتانک کلونه يې دلته تېر شول، هغه اوس کله بيا په لاس ورځي، چانه د دې مياشتو او کلونو پوښتنه وکړي؟ ښايي له خپل ځان څخه، ځکه چې ده خپله دغه شپې، ورځې له خپلې زندګۍ نه پرې کړې وې او يا هم له خپل زوۍ څخه؟ د چاپه خاطر يې چې دا هرڅه کړي وو، د درد له زوره به ورته پدې کړنې خپل ځان لېونى غوندې ښکاره شو.
ده ته هغه وخت ور ياد شو، کله يې چې د سکهر له زندان څخه ملتان ته انتقالولو او لاسونو کې يې هتکړۍ پرتې وې، پوليس ور سره و، اوس چې له دې ځايه تلو ،نو نه پوليس ورسره و او نه يې هم په لاسونو کې هتکړۍ پرتې وې، دې منزل ته د رسېدو په لار کې يې خداى خبر چې څومره دروند قيمت ادا کړ.
ده ته د ملتان ښار د لارو کوڅو په اړه هيڅ پته نه وه، مخکې تر دې چې له زندانه بهر شي، نو په همدې خاطر يې له يو شمېر بنديانو څخه دا معلومات تر لاسه کړل، هسې خو ده ته دا اړتيا هم نه و، چې له خلکو نه پوښتنه وکړي، ځکه هر يو ټکسي چلونکي د اورګاډي اډې ته رسولو او هلته يې سکهر ته د تلو ټېکېټ کولو...  خلکو ورته د اورګاډو وختونه هم ورښودلي وو.
له زندان څخه بهر اسمان هماغسې په نظر راتلو څنګه چې په زندان کې و، هوا هماغسې چلېده، څنګه چې په زندان کې وه، مګر مظرخان ته دا هرڅه داسې  ښکارېدل لکه دا ټولو شيان چې همدا اوس  پيدا شوي وي.
ده په لومړي ځل ښار ته په سم ډول ور وکتل – دى اوس د ښار هر ځاى ته تلاى شو، د آمر او پوليس امر ته يې اړتيا نه وه.
تر اورګاډي ستېشن پورې يې هېڅ ډول ستونزه ونه ليده، د پېسو هم څه ستونزه نه وه، ځکه له ده سره ښې ډېرې وې.
کله چې سټېشن ته ورسېد پته ورته ولګېده چې اورګاډى درې ساعته وروسته حرکت کوي، ده ته دا درې ساعته انتظار سخت ښکاره شو، نو په همدې خاطر ښار ته ووتو او تر ډېره يې ښار کې چکر وواهه، د اورګاډي له تګ وړاندې يې ځان را ورساوه او بيا په هم همدې شپه سکهر ته لاړو.
شپه يې د سکهر په يو مېلمستون کې تېره کړه، ځکه چې نه يې غوښتل پدې شپه کې د خپل کلي د دې لوي لارې مزل هم وکړي. ټوله شپه يې په ډېرې نا ارامۍ سره تېره کړه_ بلاخره دى خلاص شو اوس کور ته نږدې شوى و او اوس ده ته ددې ټولو پوښتنو ځواب په لاس ورتلو کوم چې ورته د بند په کلونو کې پيدا شوي و چې له امله يې ورته دا د زندان شېبې ډېرې دردونکې شوې وې.
رښتيا هم که اميرخان يې ليدو ته ورغلى واى، نو د بند شپې ورځې به ورته دومره سختې نه وى تمامې شوې.
سهار دى د خپل کلي په لور روان شو، کله چې کلي ته نږدې شو، نو داسې احساس يې کاوه چې د ده د زړه درزا به ډېره تېزه شي او ناڅاپه به ودرېږي.په پښو يې يو ډول لړزه راغله.

نور بيا