همداسې وشو، د بلقيس روغتيا چې لا له وړاندې سمه نه وه، نوره هم پسې خرابه شوه، تر دې چې د كټ او د پوزي يې كړه.
تر يو څه مودې پورې خو يې د كلي حكيم درملنه كوله، خو چې د بلقيس صحت ښه نه شو، نو اميرخان هغه د ښار يو غټ ډاكټر ته يوړه، هغه يې يو شمېر ټېسټونه وكړه چې د ټېستونو د پايلې نه وروسته ډاكټر اميرخان ته وويل چې دوى په راتګ كې ډېر ځنډ كړى: ((د دې د ځيګر سرطان دى چې كابو وخت يې كېږي، دا له يو څو مياشتو سوا ژوندۍ نه پاتې كېږي.))
د ډاكټر خبرو اميرخان ته سخت زيان ورساوه، پلار يې په زندان كې پروت دى، د خلاصي يې هيڅ لار نشته او مور يې د ژوند له زندانه خلاصېدو والا وه، په هر حال څه چې كېږي د خداى له لورې دي... .
اميرخان له ځانه سره پرېكړه وكړه چې ددې خطرناكې ناروغۍ په اړه به نه مور ته څه وايي او نه هم پلار ته... ، بلقيس ورځ په ورځ كمزورې كېده_ اميرخان نه غوښتل چې دا يې د پلار لېدو ته زندان ته لاړه شي، ځكه په دې تګ راتګ په تكليف كېده چې اميرخان ته يې د دې حالت قابو كېدل ممكن نه و، دويمه خبره دا چې د بلقيس پدې حالت ليدو سره ښايي هغه هم پرېشان شي او له اميرخانه به يې د ناروغۍ په اړه دومره پوښتنې وكړي چې ښايي دى ورته دروغ ونشي ويلاى، په همدې خاطر ده نه غوښتل چې مور يې زندان ته د خاوند لېدو ته لاړه شي، ځكه ده نه غوښتل چې مظفرخان د بلقيس له ناروغۍ نه خبر شي، ددې كار هيڅ ګټه نه وه، څه چې كېده هغه كېدونكي و.
اميرخان ښايي صفيه د خپلې مور له ناروغۍ خبره كړې وه_ هغې چې دا وارېدل نو ډېره خفه شوه، سره له دې چې بلقيس ورته كله هم سم محبت نه و وركړى، خو دې ترې هيڅ شكايت نه درلود. هغې د دې لامل پېژانده او هسې هم اوس، خو بلقيس د كور په كارونه كې هيڅ لاسوهنه نه كوله او د ناروغۍ له امله نوره هم د دې كار له توانه غورځېده. بيا يوه ورځ غلې هغه له دې نړۍ نه رخصت شوه. د ناروغۍ له تشخيصه وروسته تر ډېره ژوندۍ پاتې نشوه، ډاكټر چې يې په اړه څه ويل وو، هغه ټول پر ځاى وو.
مختار اميرخان ته مشوره وركړه چې د زندان له چارواكيو ته غوښتنه وكړي چې مظفرخان ته د پوليسو تر څارنې لاندې اجازه وركړي ، ترڅو د خپلې مېرمنې د ګور او كفن مراسم تر سره كړي_ دا د هغه قانوني حق و، خو اميرخان ضروري ونه ګڼلو. او ويل يې مور خو يې مړه ده، كه پلار يې په جنازه كې ګډون وكړي او كه نه څه توپير كوي؟ د يو مړي په ليدو به هغه څه وكړي؟
مظفرخان د خپلې ښځې له مرګه په هماغه وخت خبر نشو او ښخه كړاى شوه_ له مرګه كوم دوه اونۍ وړاندې يې له بلقيس سره ليده كاته شوي و، دا يې له خپلې ښځې سره روستى ديدن و چې په ليدو يې ډېر خفه شوى و_ بلقيس ډېره ډنګره او كمزورې شوې وه، يواځې هډوكي يې پاتې وو، د مخ رنګ يې داسې ژېړ شوى و، لكه ټوله وينه دې چې ترې ويستي وي_ د بلقيس د دې حالت په ليدو د مظفرخان سترګې اوښلنې شوې وې او په ډېرې زړه سواندۍ سره يې ترې د ناروغۍ په اړه پوښتنه كولې_ دى په دې هم خپه و چې اميرخان له خپلې مور سره نه و راغلى، كه هغه ورسره واى نو ښايي له هغه يې د بلقيس دناروغۍ په اړه معلومات تر لاسه كړي واى. هسې خو بلقيس خاوند په دې ډاډه كړى و چې علاج يې په سمه توګه كېږي، خو مظفرخان ته د خپلې مېرمنې روغتيا سمه نه برېښېده.
د بلقيس له مرګه نږدې يوه اونۍ وروسته اميرخان دخپل پلار ليدو ته لاړ او په غمجنه لهجه يې خپل پلار ته وويل: ((تېره اونۍ مور له دې نړۍ نه رحلت وكړ، ډاكټرانو ځواب راكړى و.))
مظفر له ډېرې ورخطايى او له درده په ډكه لهجه پوښته وكړه: ((څه؟ دا... دا ته څه... څه وايي؟ بلقيس مړه شوې او تاسې ځه خبركړى هم نه يم، آه... ته نه پوهېږې چې كه كوم زنداني نږدې خپلوان مړ شي هغه ته اجازه شته چې په جنازه كې يې ګډون وكړي_ تاسې ولې زما د غوښتو هڅه ونكړه؟))
اميرخان سم دروغ وويل او زياته يې كړه: ((هڅه مو وكړه پلاره! خو په دې كې وخت لګېده او موږ تر ډېره مړى همداسې نشو پرېښوداى_ پوره ګرمي وه... .))
مظفرخان خپل سر د اوسپنې په كټارو باندې كېښود او ښه يې وژړل. نورو د دې عمر خوړلي سړي ژړا ليده او اورېده، مګر په زندان كې يا د زندانيانو لپاره دا كومه نوې خبره نه وه.
دلته د راغليو كسانو په قسمت كې ژړا ليكل شوې وه او داسې منظرې، خو ډېرى وخت تر سترګو كېدې.
مظفرخان په سرو سترګو ژړل او اميرخان ورته غلى ولاړ و، له يوڅه خاموشۍ وروسته يې خپل پلار ته وويل: (( اوس صبر وكړه پلاره!... څه چې كېدل هغه وشول، اوس موږ ته له صبره بله چاره نشته؟ الله جل جلاله دې هغه وبښي، لاسونه پورته كړه او دعا ورته وكړه، )) دا يې وويل او خپل دواړه لاسونه يې پورته كړل، مظفرخان هم دعا پيل كړه، خو ژړا يې نه درېده.
د ليدنې وخت پاى ته ورسېد، اميرخان له هغې ځايه لاړ_ مظفرخان له دې تازه غم سره يواځې پاتې شو، دا مهال يې د سختې تنهايى احساس کاوه، سره له دې چى دى په جېل کې و او بلقيس ورسره نه وه، خو هغه ژوندى وه او د ده ليدو ته به راتله، په دې اميد چې يو ورځ به له زندانه خلاص شي، کورته به لاړ شي او بيا به بلقيس ورسره وي- د واده يې څومره زمانه تېره شوه... څومره پخوانى ملګرى و، خو په يوه لحظه کې يې دا رشته وشلېده، هغه هم په څومره دردونکي انداز سره چې د مرګ په وخت کې يې د خپلې ښځې څېره هم ونه ليده.
ډېر خپه و بېچاره، ناڅاپه يې په زړه کې د يو نوي درد څړيکې راپورته شوې: ((جميله مړه شوه، زه په جېل ته راغلم... او هغې دا صدمې اوغمونه ګالل ګالل، اخر ستړې شوه.))
د لور نه وروسته د ښځې مړينې يې مظفرخان نور هم ناتوانه او نيمځالى کړ_ د جميلې له مړينې وروسته د بلقيس په شان هستي يې هم ورنه لاړه، خو د ډاډ خبره دا وه چې اميرخان لا ژوندى و، خدى دې هغه تل سلامت لري، دا يې تر هرڅه ستره تکيه وه او د اميدونو مرکز و، د همده د بچېدو له امله خو يې اوږد ژوند د زندان په څلور دېوالۍ کې تېراوه((بس خدى دى امير خان ژوندى لري... ، پاتې نور غمونه خو که هرڅنګه وي تېر به شي.))
اميرخان له همدې ورځې وروسته تر ډېره د خپل پلار ليدو ته نه ور ورغلى، مظفرخان ډېر پرېشان و او فکر يې کاوه چې هسې نه طبعيت خو به يې خراب شوى نه وي... د کوم نوي غم ښکار شوى نه وي، همداسې ډول ډول وسوسې يې زړه ته راتلې.
د سره يې کومه اړيکه نه، نه کوم قاصد و او نه هم د دوى کوم کليوال له ده سره په زندان کې بندي و چې کوم څوک يې ليدو ته راشي او دى ترې د امير خان په اړه وپوښتي. ده به د هر ملاقات په ورځ په ناکرارۍ د خپل زوى انتظار کاوه، مګر اميرخان به رانغى: ((که بلقيس ژوندى واى، نو هغې به اميرخان راستولى واى او خپله به هم ورسره راغلې واى، يا به يې بل څوک له ځانه سره ملګرى کړى وى او راغلې به وه، دومره مودې پورې زما له حاله ناخبره نه وى پاتې.))
له يوې مودې وروسته کله چې اميرخان د خپل پلار ليدو ته ورغى، نو د مظفرخان په تياره ژوند کې چې يو ځل بيا روښنايي راغلي و، اخر اميرخان راغلى و.
اميرخان د پلار له پوښتنې مخکې په خبرو پيل وکړ او ويې ويل: ((له تېرو څو وروځو راهيسې د صفيې طبعيت خراب و، ځکه ما ونه شو کړاى چې ستا خواته راشم، ته خو پوهېږې پلاره چې د مور له مرګ وروسته صفيه په کور کې يواځې ده، د کور ټول کارونه ورترغاړې دي او ستا په نه شتونه کې له کوره بهر کارونه زه پر مخ وړم، ځکه نو وخت کم پيدا کوم.))
مظفرخان يې په پوهونکي انداز کې ځواب ورکړ او ويې ويل: ((سمه ده زويه! زه پوهېږم چې پر تاو صفيې داوړو د کارونو بوج دى، ما خو کوم شکايت ندى کړى، خو چې ته کله لږ ځنډ شې نو سودا مې شي چې کومه ستونزه درته ن وي پيدا شوې. د ناصر له لوري هم خطر احساسوم. )) همدسې سره نور د مظفرخان اواز هم غلى شو.
- د ناصر په اړه هيڅ سوچ کولو ته اړتيا نشته، د هغه واده شوى او هغه د خپلې ښځې سره په کراچۍ کې اوسېږي. او د دې خبرې څو مياشتې کېږي.
- (ښه... نو اخر د ناصر واده وشو... د مختار واده وشو... د صفيې واده هم وشو، مرګ يواځې د جميلې په قسمت کې و.)) د ده په زړه کې د درد يوه تنده څړيکه راپورته شوه، لکه کوم مار چې چيچلى وي.
اميرخان د تګ په وخت کې پلار ته مخ راواړه او زياته يې کړه چې پلاره! : ((کوښښ به وکړم چې ژر ژر دې احوال وپوښتم، خو که ځنډ شوم، نو پرېشانه نشې، د ځان خيال دې ساته.))
امير خان لاړو او مظفرخان يې يوځل بيا پخپله تنهايى کې پرېښود_ دا ځل چې لاړو نو اميرخان څو مياشتې رانغى، مظفرخان به يې هره ورځ په ډېره ناکرارۍ انتظار کاوه، سره له دې چې اميرخان ورته خپل مجبوريتونه ښودلي و او پدې يې هم تاکيد کړى و چې دى به نه پرېشانه کېږي، خو بياهم مظفرخان پرېشانه و.
اميرخان پدې خبره بلکل پوه نه شو چې مظفرخان ته يې هغه څو ساعتونه څومره ارزښتناک دي چې دى يې خوا کې وي. پدې وخت کې به د مظفرخان زړه له خوښۍ نه باغ باغ کېده چې ځه د ده هم څوک شته... څوک شته چې دى ياد ساتي، همدغه احساس يې د ژوندانه لپاره ډېر اړين و.
اميرخان چې کله له څو مياشتو وروسته راغى، نو له نورو څيزونو علاوه يې چې هر ملاقات کې به يې پلار ته راوړه، د مټايانو يو ډبى يې هم له ځانه سره راړوى و، مخکې تر دې چې مظفرخان د دې دومره اوږدې غيرحاضرۍ پوښتنه ترې وکړي، په خندا يې ورته داسې خوشخبري واوروله چې له امله يې ده ټول غمونه هېر کړل، اميرخان له خوښۍ نه په ډکې لهجې وويل: ((تاسې بابا شوى پلاره!))
رښتيا هم د مظفرخان ټول تشويش، ټول تکليفونه، ټول غم په يوې لحظې کې ورک شول، دا دومره لوى خبر و چې د ژوندانه زيرى يې و، د ده زوى پلار شوى و، د کورنۍ دنوم ژوندي ساتنې لپاره پوره بندبست شوى و، اوس د هيڅ فکر کولو اړتيا نه وه.
د مظفرخان له خوښۍ نه په ... انداز خپل زوى ته وويل: ((مبارک شه زويه! ډېره ستره خوشخبري دې راوړې....، الله دې دې نوي ماشوم ته اوږد عمر په نصيب کړي.))
امير خان به دې د نوي ماشوم په اړه خبرې کولې او مظفرخان به ترې نورې پوښتنې کولې او کوښښ به يې کاوه چې لا زيات معلومات تر لاسه کړي، اميرخان په خپلو خبرو کې د نوي زېږيدلي ماشوم نوم ور وښود او زياته يې کړه: ((منير يې نوم دى پلاره!... منيرخان...))
مظفرخان د خوښۍ اظهار تر څنګ دا هم وويل چې دا يې د نيک نوم دى: ((ښايي تاته به معلوم وي.))
- هو پلاره! ماته پته ده، د خپلې کورنۍ د مشرانو نوم بايد په ياد ولرو.
امير خان ورته پخپلو خبرو کې دا هم ويلي و چې د زوى عمر يې اوس نږدې دوه مياشتې شوى_ د مظفرخان پر ژبه دا ګيله وه چې ولې يې دومره ځنډ وروسته خبر کړ، خو د خوښۍ له امله يې ګيله خولې ته رانغله او هماغلته په زړه کې پاتې شوه.
مظفرخان په ډېرې خوږې لهجې زوى نه غوښتنه وکړه او ورته يې وويل چې اوس خو يې لمسى ډېر کوچنى دى کله چې لږ ستر شي، نو ده ته دې راوړي: ((لږې شېبې لپاره، بيا راوړه زه يې څېره کتل غواړم.))
-ښه، خبره ده پلاره! زه په کوښښ وکړم.
امير خان لاړ، په تګ تګ کې ورباندې مظفرخان په نرمې لهجې تاکيد کاوه چې دا ځل په راتګ کې ځند ونه کړي: ((لږ ژر راشه زويه.))
- کوښښ به وکړم پلاره! دا ټوله موده ډېر بوخت وم، د هلک له پيدايښت نه وړاندې هم او وروستو هم، شېبه مې هم ارام ندى کړى.
- هو، دا خوده، زه پوهېږم، تا او صفيه ته يواځې دا هرڅه در ترغاړې وو.
اميرخان لاړو او له دې وروسته يې تر څوم مياشتو پورې يې د خپل پلار خبر وانخيست، مظفرخان خو تر يوې مياشتې پورې کوم تشويش نه کولو، دى پوهېده چې اميرخان دومره ژر نه راځي. ځو له يوې مياشتې وروسته يې انتظار پيل کړ، دى د خپل لمسي ليدو ته ډېر بېواره و، ده له اميرخان سره د خپل لمسي په اړه خبرې کولې، ښايي د هغه راوړل ستونزمن وي، خو تصويربه يې ضرورو له ځانه سره راوړى وي.
څو مياشتې وروسته چې کله اميرخان د خپل پلار ليدو ته راغى نو د خپلو بوختياو يو بنډل داستانونه ورسره و، ده ورته وويل چې څه موده وړاندې دصفيې مور بيماره وه او وروستو بيا مړه شوه، صفيه د خپلې مور د مرګ له امله ناروغه شوه، ترڅو چې د صفيې مور ژوندى وه، نو له صفيې سره به يې د ماشوم په پالنه کې پوره مرسته کوله، مګر اوس صفيه يواځې ده او همداسې نور... .
- زما له خوا صفيې او مختار ته د غمرازۍ اظهار وکړه.))
مظفرخان دا وويل او نور يې له خپل سوي زړه سره دننه لګيا شو، دى په دې خفه و چې زوى يې په دې دومره اوږدې موده کې يوځل هم د ده خبر وانخيست.، خو بيا يې زړه ته په ډاډ ورکولو پيل وکړ او له ځانه سره لګيا شو: ((خير دى، د ده هم خپل مجبوريتونه دي، خواښې يې دومره ناروغه وه او بيا مړه شوه، رښتيا هم په مېرمنې يې ډېر غټ غم راغلى دى.))
- ته به منير څه وخت له ځانه سره راوړې، زما خور نور پسې سترګې راووتې؟
اميرخان په نه زړه ځواب ورکړ: ((رابه يې وړم پلاره! له هغه سره اړ ده چې صفيه هم راشي او ته خو پوهېږې چې تر اوسه صفيه د دې وړ ندى چې چرته لاړه شي.))
- کوم تصوير خو به دې راوړى.
اميرخان بيا هم په هماغه انداز ځواب ورکړ او زياته يې کړه: ((رابه يې وړم، رابه يې وړم، دا ځل چې راتلم ضرور به يې له ځانه سره راوړم.))
- کوښښ وکړه چې ژر راشې زويه! ته چې رانشې زړه ډېر وېرېږي.
- زه به کوښښ وکړم پلاره! اميرخان دا وويل او لاړو.
مګر اميرخان خپله وعده پوره نه کړه- له څلورو مياشتو ډېره موده تېره شوه، خو ده پلار ته خپل شکل هم ور ونښود.
مظفرخان به د هر ملاقات پر ورځ د اميد ډيوه بله په انتظار و چې زوى به يې ليدو ته راشي، خو چې څومره ورځې تېرېدې، د دې ډيوې رڼا کمېده، تر دې چې دا ډيوه به مړه شوه.
مظفرخان به کوښښ کاوه چې ځانته ډاډ ورکړ، ويل به يې:((بېچاره يواځې دى... څه وکړي... د زمکې او جايداد کارونه هم سمبالول غواړي، د کورنۍ پالنه هم ورترغاړې ده، ښځه يې ده زوى يې دى، ښايي هغوى سره به هم يو څه بوخت وي، رابه شي... رابه شي... کومه ورځ... کېداشي داځل منير هم له ځانه سره راوړي، ښايي صفيه هم ورسره وي.
مظفرخان د انتظار له دې کيفيت څخه تېره چې ناڅاپه يو بل آفت رانازل شو.
په زندان کې د د بنديانو شمېر ورځ په ورځ زياتېدو، په همدې خاطر د زندان مسؤلين اړ شول چې د ډېرې مودې بنديان کوم بل زندان ته انتقال کړي، په دوى کې د مظفرخان نوم هم شامل و، دوى ته ويل شوي و چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې د ملتان مرکزي زندان ته انتقال کړي.
د دې خبر په اورېدو مظفرخان خپل حواس له لاسه وکړل، تر اوسه خو دى د سکر په زندان کې و او د دوى کلى له دې ځايه دومره لرې نه و، مګر بيا هم زوى ته يې له ده سره د ليدو وخت نه و، مياشتې به تېرې شوې خو زوى به يې خپل شکل نه ورښکاره کاوه... او اوس يې ملتان ته انتقالوي، بيا به څه وشي؟
څومره يې چې وسه کېده، هومره يې د زندان له مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه، زارۍ يې ورته وکړې چې نوم يې له دې لست څخه لرې کړي، مګر بريالى نشو.نو بيا يې کوښښ پيل کړ، چې هرڅنګه وي خپل زوى بايد له دې پېښې خبر کړي چې دى ملتان ته انتقالوي، د زندان چارواکو يې زوى د ليک له لارې خبر واستولو، خو بيا هم مظفرخان ډاډه نشو.
دلاور خان هم د مظفرخان دوى په ګروپ کې و او د دوى دواړو کلي دومره سره لرې نه و، دلاور خان په کوم چا مرګونى بريد کړى و چې له امله يې هغه تن ټپي شو او دى اته کاله په بند محکوم شو.د دلاور خان کورنۍ چې په هغې کې يې دوه لورګانې، ښځه او دوه ناسکه ورونه شامل و چې تل به يې ليدو ته راتلل. د هر ملاقات په ورځ يو نه يو خامخا راتلو، د مظفرخان د دلاروخان په قسمت رخه راتله چې د ده په کور کې دومره خلک شته چې ليدنې ته يې راځي.
د دلارو خان او مظفر دواړو خوږه دوستي پيل شوې وه، مظفرخان له دلاور څخه غوښتنه وکړه چې که په راتلونکي ملاقات کې يې څوک ليدو ته راغلل، نو دا دې د هغه په واسطه دوى کره دا پيغام واستوي چې مظفرخان ملتان ته انتقالوي.
- زما کلى ستاسې له کلي څخه دومره لرې ندى، که ته دومره مهرباني وکړې...
دلارو خان يې خبره په نيمايي کې ورپرې کړه او زياته يې کړه چې پدې کې د مهربانۍ څه خبره ده وروره! اخر انسان د انسان په کار راځي، زما د کورنۍ هر غړى چې راغى هغه به ستا پيغام تاسې کره ورسوي، بيا به دې زوى خپله ملتان ته ليدو ته راشي.
د مظفرخان په زړه کې يو تاو غوندې راپورته شو- ملتان خو د دوى له کلي ډېر لرې و، دى کله هم ملتان ته نه و تللى او نه يې د دې ښار په اړه څه اورېدلي و، بس دومره خبر و چې د ملتان په نوم يو لوى ښار له سنده بهر د پنجاب په کومې څنډې کې ودان دى.
نن د ملاقات ورځ وه او مظفرخان يوڅه اميد درلود چې ښايي زوى ته به يې د زندان د چارواکو ليک ور رسېدلى وي او دى به يې ليدو ته راشي، مګر ټوله ورځ تېره شوه، خو هيڅوک يې ليدو ته رانغلل، هو د دلاورخان يو زوى له خپلې مور سره راغلى و، دلاور خان د ده پيغام هغوى ته ورکړ چې د مظفرخان کورنۍ ته يې ورسوي.
دلاورخان مظفر ته ډاډينه ورکوله او ورته يې وويل : ((ته اوس بېغمه شه، زما زوى به سبا ستاسې کلي ته لاړ شي او ستا زوى ته به دا پيغام ورسوي، اوس تاته د فکر کولو اړتيا نشته، له زوى سره به دې په ملتان کې ليدنه وشي.))
دوه ورځې وروسته يې مظفرخان ملتان ته انتقال کړ، د تر وروستۍ شېبې پورې انتظار کاوه چې ښايي اميرخان يې ليدو ته راشي، خو داسې ونه شول.
کله يې چې دى له سکر زندان څخه ملتان ته انتقالولو پينځه کاله يې پوره شوي و، تر اوسه يې خلاصون ته بلا موده پاتې وه.
د ملتان زندان هوا له سکر څخه ډېر توپير درلود او مظفرخان له دې آب هوا سره بېلکل نابلده و، په سکر زندان کې ده پوره پينځه کاله تېر کړي وو، دى هلته له ډېرو پخوانيو بنديانو څخه يو و او له ډېر زندانيانو سره يې دوستي وه، په دې موده کې خدى خبر څومره د ده پېژاند بنديانو له بنده خلاص شوي او کورنو ته ستانه شوي وو. ځنې داسې هم و چې د سرکاري زندان سره سره د ژوند له زندان نه هم خلاص شوي وو،
يو شمېر نوي بنديان راغلي وو، دا يو نه ختمېدونکې سلسله وه او مظفرخان په دې موده د دې سلسلې له ټولو رازونو او اسرارو څخه خبر شوى وو، زندان د داسې يو تېز بهېدونکي رود په شان دى چې په هغه کې کله هم اوبه نه تمېږي، يو حرکت و، يو بهير و چې تل جاري و.
په ملتان زندان کې د ده هېڅوک پېژندګلوى نه و، په کوم ځاى کې چې د ده داوسېدو خونه وه، هلته هيچا هم د دوى په ژبه خبرې نه کولې، ډېرى زندانيانو په سرايکي او پنجابي ژبو خبرې کولې.خو په اوردو ټول پوهېدل او خبرې يې پرې کولى شوې.
ملتان له راتګ سره سم مظفرخان د زندان د چارواکو له لارې لومړى کار دا وکړ چې خپل زوى ته يې يو ليک واستاوه، چې پکې ليکل شوي و چې دى يې ملتان زندان ته انتقال کړ، د ه پکې خپل نمبر(د زندانيانو ځانګړى لمبر وي، ١، ٢٠، ... پر اميرخان يې پکې تاکيد کړى و چې ژر تر ژر له خپل پلار سره ليدنه وکړي.
مظفرخان پدې خبره سخت افسوس کاوه چې نه يې د خپل لمسي څېره وليدله او نه يې هم تصوير_ اميرخان وعده وکړه خو رانغى او مظفرخان يې په ټک له سکر نه پورته کړ او ملتان ته يې راوړ، اوس د دې خبر امکان هم يو څه کم شوى و چې دى د خپل لمسي څېره وګوري، له دومره کوچني ماشوم سره دومره اوږد سفر ستونزمن دى، تر اوسه يې تمه وه چې اميرخان به په راتګ کې ځنډ ونه کړي.
ده يوه يوه شپه په انتظار کې تېروله، په تېره د ملاقات په ورځ به پرې له سهاره يو اضطرابي حالت خور و، د چا به چې کوم څوک ليدو ته راغى، نو پهره دار به راغى او د هغه بند لمبر او نوم به يې واخيست چې له امله به يې د اورېدونکي څېره له خوښۍ وغوړېده او په منډه به د ملاقات خونې ته لاړ.
مګر مظفرخان تر اوسه هم د دې خوښۍ خاوند شوى نه و. د ده پښې د ملاقات خونې په تګ پسې بېتابه وې، خو ده ته هلته د تګ موقع په لاس نه ورتله.ورځې تېرې شوې، پسې اونۍ شوې، اونۍ پر مياشتو بدلې شوې، خو د ده ليدو ته هيڅوک هم رانغى او نه هم چا کوم پيغام راوړ، له زويه پرته يې نور څوک و چې ده ترې داسې تمه کړې واى چې د ده خبر واخلي. ده به بلقيس يادوله او په ستونې کې به يې د درد يو څړيکه راپورته شوه، که اوس بلقيس ژوندى واى، نو دا ممکنه نه وه چې دومره موده يې ليدو ته نه واى راغلې، کله هم نه... که اميرخان دلته راتګ ته تيار نه واى نو بل کوم څوک به يې له ځانه سره مل کړى وى او راغلې به وه... .
مظفرخان د تنهايى له شديد احساس سره مخ و، د ته اوس نور هم د بلقيس د کمي احساس کېده، بلقيس يې اوس تر پخوا څو چنده زياته يادېده. ((کاش! هغه ژوندى واى... کاش!))
تېرېدونکې ورځې به د ده د ژوند برخه جوړېده، له ډېرو بنديانو سره يې دوستي شوه، هر نوى راتلونکي بندي به ترې دا پوښتنه کوله چې په څه بندي شوى، خو ده به هيچاته هم نه ويل چې دى ګنې بېګناه دى، ده به هرچاته ځان د خپلې لور قاتل ورپېژانده.
نور بيا