وروسته د صفيې ياد هم په چتكتيا سره د ماضي په تيارو كې په وركېدو شو، ژوند ورته نوې غوښتې مخې، مخې ته كولې، له مړيو سره خو څوك نشي مړه كېداى، دوى لپاره خو يوازې د بښنې دعا كېږي، صفيه تللې وه او اوس ريسې ورته اړتيا لرله او پدې خبره اوس ريسه هم پوهېده چې اميرخان يې اوس اړتيا ده.
دواړو يو د بل د زړه په خبرو ښه پوهېدل، د كومو اظهار چې په مختلفو ډولونو كېده، د دوى ترمنځ تكلف كم او دوستي زياتېدله، بلاخره يو ورځ اميرخان ريسې ته ښكاره د خپل زړه خبره وكړه او ده باور درلود چې ريسه به يې خبره بده ونه مني او په خوښۍ به يې قبوله كړي.
_ ريسې وريندارې! منير يوې مور ته اړتيا لري، كه څنګه؟
ريسه ورسره سترګې په سترګو شوه او ورته يې ځواب وركړ: زه....، زه  لكه چې د مور مينه نه وركوم
_ ولې نه، بلكې تر دې هم زياته مينه وركوې، خو كاش ته يې ريښتا هم مور واى!
ريس يې په موخې پوه شوه، غوږونه يې سره شول، سمدلاسه خو يې څه ځواب ورنه كړ، سترګې يې ښكته كړې چې همدا يې ځواب و....
_ منير به مور پيدا كړي او زه به يوه مېرمن او تاته يو ښه خاوند، موږ ټول به په شريكه ښه ژوند تېر كړو.
كليوالو ته دا خبرته د حيرانيتا وړ نه وه چې اميرخان د خپل نسبتي ورور له ښځې سره واده كوي، دا هرڅه چې كېدل د حالاتو او اړتياو له مخې كېدل، د دواړو لوريو څخه مشرانو د نكاح مراسم پوره كړل او د اميرخان او ريسې واده وشو، پدې توګه دواړه يو د بل په وراثت كې په قانوني توګه شريك شول.
د اميرخان ژوند يوه بل نوي پيل كاوه، صفيه اوس يو هېر شوى ياد و، يو پخوانى تصوير چې وخت يې رنګ پيكه كړى و، د ريسې لپاره هم اوس د مختار ياد له يو خوب څخه پرته بل څه نه و، وخت او حالات انسان په نويو غوښتنو او ورسره په جوړجاړي مجبوروي. ليكن د اميرخان په دې زندګۍ كې هم د مظفرخان لپاره ځاى نه و، دى يو ځل هم ملتان ته د پلار ليدو ته لا نه ړو، دا ډېرى وخت دې خبرې ډاډه كاوه چې، پلار مې ښه دى او لا يې خلاصېدو ته يې ورځې شته.
له واده وروسته په لومړي ځل اميرخان او ريسه له منير سره يوځاى كراچۍ ته لاړل، دوى په يوه شانداره هوټل كې كوټه ونيوله او ښه يې د كراچۍ سيل وكړ، منير كراچۍ ته په راتګ ډېر خوښ و، پدې راتګ كې دواړو د خپل كاروبار څارنه هم كوله او دلته يې خپل كار هم پيل كړ، د ريسې يو لرې خپلوان  چې يو تكړه او باوري سړى و د اوس لپاره يې د كراچۍ د كاروبار سرپرست وټاكه او دوى خپله بېرته كلي ته ستانه شول.
په راتلونكو څو ورځو كې د دوى كروبارو نور هم وغوړېده او له دې سره، سره يې نوې نوې اړيكې هم پيل شوې او هرڅه يې په شريكه كول.
څه موده وروسته ريسې اميرخان ته دا وړانديز وكړ چې خپل ټول كاروبار كراچۍ ته ولېږدوي، ځكه اوس دوى بايد يو ورځ وروسته كراچۍ ته تللاى واى، دې دا خبر د مختار په ژوند هم كړې وه، هغه كه څه هم مخالفت نه و كړى، خو له وروستۍ پرېكړې وړاندې ومړ.
په كراچۍ كې ژوند كول د اميرخان هم خوښ و، مګر دلته په كلي كې چې د ده او د مختار  جايداد و د هغې د پالنې مسئله هم اړينه وه. د دې ستونزې د حل لپاره يې هم يوه پرځاى لاره پيدا كړه، دوى په كلي كې د ټول جايداد د پلور پرېكړه وكړه، له نېكه مرغه دوى په اسانۍ يو ښه پېرېدونكى هم وموند، دوى په كلي كې ټول جايداد وپلورلو او كراچۍ ته ولاړل، هلته يې ځانته ځمكه واخيسته او كرنيز فارمونه يې پكې جوړ كړل.
دوى دواړه له منير سره يو ځاى كراچۍ ته لاړه او بيا يې څه موده وروسته په سكر كې خپل ټول كاروبار له منځه يوړو، ځكه چې په كراچۍ كې يې كاروبار ښه روان و او بل دا چې پالل يې هم غوښتل.
حاجي عمر سومرو خپلو خبرو ته دوام وركړ او زياته يې كړه: كراچۍ ته له تلو سره يې له كلي او كليوالو سره اړيكې وشلېدې، كليوالو ته پته نه وه چې دوى چرته دي او څه كوي؟ د كلي له پرېښودو وروسته اميرخان يوازې يو ځل كلي ته تللى و، هغه هم د كوم كار لپاره، بيا نه دى راغى او نه هم ريسه، د دې خبرې بلا موده وشوه او اوس كليوالو ته هيڅ پته نشته چې هغوى په څه حال كې دي؟ هغوى له كليوالو سره هډو اړيكه هم نه ده نيولې.
د كيسې په اورېدو د مظفرخان له سترګو بې اختياره اوښكې روانې شوې، سپين ږيري عمر سومرو ورته د اميرخان په اړه لنډ معلومات وركړل، د مختار، صفيې او ثمينې د مړينې يې هم ورته وويل او دا يې هم ورته وويل چې اميرخان او ريسې واده كړى دى، لنډه دا چې ټول هغه څه يې ورته وويې چې ده ته معلوم وو.
_ ماته خو د دې خبرو په اړه هيڅ پته نه وه، څنګه به راته شوې واى، هغه د ملتان زندان ته نه و راغلى، ما څومره ليكونه ور واستول، خداى خبر چې ور رسېدلي به و كه نه، خو ماته يې هيڅ ځواب رانكړو، يو دوه خو به ضرور ورسېدلي وي....!
_ ما ورنه يو دوه ځلې پوښتي و، ويل يې چې د پلار ليك مې را رسېدلى و، ښه دى او زه به يې ډېر زر ليدو ته ورشم، خو حيران پدې يم چې هغه ندى درغلى!؟
د غم له زوره د مظفرخان زړه راډك شو، خو د دې ترڅنګ يې په زړه كې د خوښۍ څپې هم را پيدا كېدې، د ده زوى او لمسى ژوندى و، دوى كلى پريښى و او كراچۍ ته تللي او په خيريت كې دي. له اميده په ډكه لهجه يې عمر سومرو ته و وې: ((په كلي كې خو به يې چاته پته معلومه وي چې چرته اوسي؟ ))
_ نه هيڅ چاته يې هم پته نشته، يواځې دومره معلومه ده چې كله دوى كراچۍ ته تللي و نو په ګلشن اقبال كې يې ژوند  غوره كړ.
_ نو زه بايد كراچۍ ته لاړم شم او و يې لټوم.
_ ته كله كراچۍ ته نه يې تللى مظفرخانه! زه يو دوه ځله تللى يم، دومره لوى ښار دى چې ته يې سوچ هم نشې كولاى او دا فكر خو بېښي لېونتوب دى چې هلته دې بې پتې سړى پيدا كړې، راځه له يو او بل ځاى نه د ټكرو تېر شه او ما سره واړوه، زما كور ښه پراخه دى، كوم كار چې كول غواړى كوه يې او ښه د مزې ژوند تېروه.
_ ستا ډېره ډېره مننه، زه بايد د اميرخان پلټنه وكړم، او بله دا چې زه خپل لمسى ليدل هم غواړم.
 عمر سومرو يې د پوهولو ډېر كوښښ وكړ، خو دى خپلې خبرې ته اړم و.
په همدې ورځ مظفرخان د كلي هديرې ته لاړو او د قبرويستونكي په واسطه يې د خپلې مېرمنې قبر پيدا كړ، لومړى يې هغې او بيا يې د خپلې لور په قبر دعا ولوسته،د جميلې له مړينې را وروسته په لومړي ځل يې ياد وزورلو او ښه يې وژړل.
نور كليوالو هم چې د مظفرخان په ليدو خبر شول، نو ډله، ډله يې  ليدو ته راغلل او د خلاصېدو مباركي يې وركوله، مګر هيچا هم ورته د زوى پته ور ونه ښوده.
 كلونه شوي و چې اميرخان او ريسې له كلي سره اړيكې پرېكړې وې، كليوالو ته يوازې دومره پته وه چې دوى د كراچۍ ښار په ګلشن اقبال سيمه كې اړولي وو.
دكلي نورو هغو خلكو هم چې په كراچۍ كې بلد وو، مظفرخان د پوهولو كوښښ وكړو چې هلته له مشخصې پتې پرته د يو چا لټول ناشوني دي، ځينو خو د اميرخان او د ريسې دوى پتې لګولو كوښښ هم وكړو خو څه ګټه يې ونه كړه.
_ ماته خو د هغه ځاى نوم معلوم شو، ګلشن اقبال... )، زه به دا ټوله سيمه چاڼ كړم، ماسره وخت شته ، زه به يو يو كور وپلټم.
مظفر دوه ورځې نور په كلي كې پاتې شو، خپلو زمكو او جايدادونو باندې يې چكر و واهه كوم چې يو وخت د دوى و او زوى يې له اجازې پرته پلورلي وو، دى يوې خبرې ته فكر وړ ى و، چې د زمكې كاغذونه خو د ده په نامه دي، اميرخان څنګه وكولاى شول چې د ده له اجازې پرته دا هرڅه وكړي، : ((زه به له اميرخان نه پوښتنه وكړم چې ولې يې دا هرڅه وكړل؟.......... اياهغه خو به نقلي كاغذونه نه وي جوړ كړي....! ؟، كه دى زندان ته راغلى واى او له ماله څخه يې اجازه غوښتې واى، نو ايا ما منعه كاوه؟  اوه! ....دا هرڅه خو ستا او ستا د زوى وو، نو دوى ولي لكه د غلو داسې وكړل؟))
د عمر سومرو سربېره نورو ډېرو كليوالو هم ورته د دوى سره د اوسېدو وويل، خو ده له ټولو  بښنه وغوښته، ويل يې چې بايد كراچۍ ته د زوى لټون پسې لاړشي، ده د لمسي له ليدو پرته ژوند نشو تېرولاى. د ژوند ډېر كلونه يې له دوى جدا تېر شوي وو، اوس يې كه په پاتې ژوند كې نور څه نه وي، نو د زوى او لمسي  سره يو ځاى ژوند خو به يې په نصيب شي.
دى له كلي نه سكر او بيا له هغه ځايه كراچۍ ته روان شو، له كلي نه د تلو پرمهال يې سترګې له ژړا ډكې وې، څوك پوهېده چې دى به بيا كلي ته راستون شي كه نه؟ د راتلونكي وخت په اړه څوك څه ويلاى شي؟ دى له تګ وړاندې يو ځل بيا د كلي هديرې ته لاړو، مېرمنې او لور  ته يې دعا وكړه او بيا كراچۍ ته روان شو، ده له وړاندې څخه له عمر سومرو او يو شمېر نورو كليوالو څخه د كراچۍ په اړه يو څه معلومات تر لاسه كړي وو.
موټرد كراچۍ په دروازه كې ودرېده او دى ورنه راښكته شو، دلته يې چې د خلكو ګڼه ګوڼه وليده، نو يو څه و وېرېده، ده په لومړي ځل دومره موټر او خلك ليدل. ده د سكر او ملتان ښارونه ليدلي وو، خو له كراچۍ سره پرتله كول يې ناشوني و، دلته خو تګ راتګ هم ستونزمن و.
دى له تم ځايه سړك ته را ووت، يوې ريكشې ته يې لاس وركړ او ورته يې وويل چې ګلشن اقبال ته ځي.
_ په ګلشن اقبال كې كوم ځاى ته؟
_ كوم ځاى....، څه مانا؟  خو بس مړه ګلشن اقبال ته مې يوسه، نوره سيمه زه خپله لټوم.
ريكشې چلونكي ورته په حيرانۍ وكتل ، د دې كليوال خبرې باندې پوه نه شو ((زه به دې په حسن اسكواير كې ښكته كړم، له هغه ځايه ګلشن اقبال پيلېږي.)) او د كرا خبره يې هم ورسره وكړه.
مظفرخان ته پته نه وه چې تر هاغه ځايه څومره لاره ده، ځكه يې پرته له دې چې څه بحث ورسره وكړي، ريكشې ته ور وخوت. او ريكشه روانه شوه.
هغه ځاى ته تلو، تلو كې، مظفرخان بلكل خپل حواس له لاسه وركړي و، د انسانانو او موټرو دومره ګڼه ګوڼه يې په لومړي ځل ليدله، داسې ورته برېښېده چې د نړۍ ټول انسانان او موټرې دې سړكونو ته راټول شوي دي، ريكشه چې هم په كومې چټكتيا روانه وه، تا به فكر كاوه چې اوس به له كوم موټر سره ټكر كوي او اوس....، خو ريكشې چلونكي به ځان په يوه تخنيك بچ كړو او تېر به شو.
ريكشې ښه مزل وكړ او د يوې ترافيكي اشارې له تېرېدو وروسته ودرېده، ريكشې چلونكي مخ ور واړاوه او رته يې وويل:كاكا! راورسېدو، له همدې ځايه د ګلشن اقبال سيمه پيلېږي، اوس چې ته هرچرته تلل غواړې لاړ شه.
مظفرخان له ريكشې راښكته شو، ريكشې چلونكي ته يې كرايه وركړ او د سړك پرغاړه ودرېده، شاته يې بې شمېره دوكانونه، لوړ پوړيزې ودانۍ او ماركيټونه وو، ده له ځان سره ويل، له دې نه په يوه كې به يې يې زوى او لمسى مېشت وي....
دى يو دكان ته ورننوت، په دكان كې څو تنو كار كاوه او پېرېدونكي هم ښه پرېمانه وو، كله چې يو تن دوكاندار لږ اوزګار شو ده ژر ورنه پوښتنه وكړه، وروره! اميرخان پېژنې؟
دوكاندار ورته حيرانتيا  ور وكتل او و يې ويل: كوم اميرخان؟
_ هغه چې څو كاله وړاندې د سكر ترڅنګ له يوه كلي څخه راغلى و او دلته په ګلشن اقبال كې ميشت شو.
_ نه، نه يې پېژنم
پدې كې يو پېرېدونكى راغى او دوكاندار هغه ته پام ور واړولو، مظفرخان يو څو شېبې تم شو، بيا روان شو،نږدې درې ساعته يې دا سيمه چاڼ كړه او له هر لاروي، دوكاندار، پهره دار او .... څخه يې د اميرخان پوښتنه كوله چې كلونه پخوا د سكر ترڅنګ له يوه كلي راغلى، خلكو به ترې ډول ډول پوښتنې كولې؟ په كوم بلاك كې اوسي؟ څوم نمبر كور دى؟  او ...... هر چا به دغه راز پوښتنې كولې، خو مظفرخان ته د دې شيانو په اړه هيڅ معلومات نه و.
ځينو، خو به د ده په سادګۍ هم خندل، او ځينو به له ډېرو خبرو انكار وكړ، خو ځينو به بيا ورته ويل چې كه ورته د كور او بلاك نمبر معلوم نه وي، نو د هغوى موندل ورته ستونزمن دي... .
يو سپين ږيري سړي ورته وويل: وروره! په ګلش اقبال كې په زرګونه كورنه دي، ته له پوره پتې پرته هغه شخص نشې پيداكولاى، يو نښه خو يې بايد له تاسره واى، كوم مشهوره ودانۍ، جومات، مدرسه  او روغتون؟
_ نه ما سره هيڅ نښه نشته، ځكه ما د هغه كور كله ندى ليدلى، زه خو په ژوند كې  په لومړي ځل كراچۍ ته راځم.
_ او دا ستا غلطي ده چې ته له پوره پتې پرته د يوه سړي د كور پلټنه كوې، پدې ډول ته هغه كله هم نشې پيداكولاى، د ګلشن اقبال سيمه د سړك دواړو غاړو ته تر څو ميلو پورې غزېدلې ده.
مظفرخان ډېر سخت نا اميده شو، په لومړي ځل يې احساس كړه چې د كلي خلكو رښتيا ويل...، مګر اوس دى كراچۍ ته راغلى و، او له دې ارادې سره راغلى و چې خپل زوى او لمسى به ګوري، ده پرېكړه وكړه چې دى به خپل تلاش جاري ساتي ده سره اوس دومره پيسې وې چې تر يوې مودې پورې خپل خواړه پرې واخلي، خو ستونزه دا وه چې د اوسېدو ځاى يې نه درلود.....
په تلو، تلو كې پرې شپه راغله، ډېر وږى شوى و، په يوه هوټل كې يې ډوډۍ وخوړه، له يوې شېبې دمې وروسته يې بېرته خپل مزل پيل كړ، د شپې دولس بجې شوې، خو د دې سيمې په سركونو د موټرو ګڼه ګوڼه كمه نشوه، ډېرى دوكانونه هم خلاص وو، پلورل او پېرېدل هم پكې كېدل، د شپې دولس بچې وې او دى د ګلشن اقبال په كوڅو او سړكونو كې سرګدانه ګرځېده.
د يوې ودانۍ نه په تېرېدو يې سترګې يوه سراى ولګېدې، پدې سراى كې د ودانيزو توكوسامانونه و او يوه خبره چې دى ورته ډېر خوشاله شو، د سراى په يوه څنډه كې د يوه ټرك ترڅنګ كټ پروت و او ترڅنك يې يو سړى چې په سرايكي ژبې يې دو تنو ته لار ښوونه كوله ولاړ  و، مظفرخان هم په سرايكي ژبې پوهېده، سمدستي د هغو په لور ورغى او ورسره يې په سرايكي ژبې خبرې پيل كړې.
_ داسې خو ته كله هم د دې شخص كور نشې پيدا كولاى، كه غواړې نو لومړى مكمله پته معلومه كړه او بيا يې پلټنه كوه.، هغه بل سړي وته وويل: ته له كومه ځايه راغلى يې، او هغه څوك دى چې ته يې لټوې؟ ولې يې لټوې؟
مظفرخان له وړاندې نه دې ډول پوښتنو ته تيار و او كراچۍ ته له راتلو وړاندې يې ورته ځوابونه پيدا كړي وو.
_ هغه زما زوى دى، كلونه وړاندې هغه خپل كلى پرېښود او له خپلو اولادونو سره دلته راغى، زه پدې وروځو كې له كلي بهر تللى وم،  او اوس يې زه لټون پسې راوتى يم.
هغه دواړو ورڅخه ښې ډېرې پوښتنې وكړې او مظفرخان هماغسې ځوابونه وركړل، ده له هغو خلكو څخه هيله وكړه چې نن شپه ورته پدې سراى كې د شپې كولو اجازه وركړي، سبا به د ځان غم وخوري.
_ موږ كوم ناپېژاندي سړي باندې اتبار نشو كولاى، موږ له تا هيڅ خبر نه يو، خداى خبر چې ته په كومې ارادې دلته راغلى يې؟
_ زه له تاسې يوازې د يوې شپې تېرولو اجازه غواړم، له دې زيات هيڅ هم نه، زه ستاسې په ښار كې يو مسافر يم، يوازې د يوې شپې لپاره ځاى راكړئ، له يوې شېبې دوه زړيتوب وروسته دواړه راضي شول، دوى دواړه د مظفر ګړ اوسېدونكي وو، په سراى كې څو كټونه پراته وو، دوى يو  كټ مظفرخان ته وركړ او دى پكې ويده شو.
سهار د خلكو په شور ما شور د مظفرخان سترګې وغړېدې، يوه لويه لارې راغلې وه او مزدوارنو سيمټي بلاكونه لارۍ ته پورته كول، مظفرخان پر سرايوان غږ وكړ، زه هم مرسته وكړم؟ سريوان په خوښۍ ځواب وركړ، هو ... راشه راځه،  او مظفرخان ورسره كار  پيل كړ.
لارۍ مال بار كړ او روانه شوه، امتياز( د سراى څښتن) ورته  وويل: چې لاسونه پرېمنځه او سبا ناري ته راشه، څو شېبې ورسته په سراى كې ورځنى كار پيل شو، بله لارۍ هم راغله او د هغې په بارولو كې هم مظفرخان ورسره مرسته وكړه.
له دې وروسته مظفرخان امتياز ته مخ ور واړاوه او ورته يې وويل: له تاسې مننه چې ماته مو شپه راكړ، زه به اوس بيا خپل مزل پيلوم او بله دا چې د شپې بندوبست هم پكار دى.
_ كه زړه دې غواړې نو بېرته همدلته شپه راوړه، د دې ځاى ادرس له ځانه سره واخله او په پوښتنې پوښتنې راشه، مظفرخان خوښ شو، ويل يې ځه د شپې ځاى خو مې پيدا شو.
له دې وروسته يې دا دنده وګرځېده چې د ورځې به يې يوشېبه په سراى كې له امتياز دوى سره په كارونو كې مرسته كوله او بيا به د اميرخان په لټې پسې ووتو.
امتياز او شكيل څو ځلې ورته ويلي و، چې داسې به يې ژوند پايته ورسي خو هغه كور به پيدا نكړي، ترڅو د هغه كور مكمله پته ترلاسه نه كړي. مګر مظفرخان به سره له دومره غم او تكليفه د اميد لمنه نه پرېښوده.
ده د ګلشن اقبال  په لارو او كوڅو كې نږدې شپږ مياشتې تېرې كړې ، ده به ټوله ټوله ورځ يو خوا او بل خوا لټون كاوه، د هر كور دروازه به يې ټكوله او په زرګونو كسانو څخه به يې د اميرخان پوښتنه كوله، مګر هيڅ پته ورته ونه لګېده، ورځ په ورځ يې اقتصادي حالت خرابېده، كه څه هم لګښتونه يې كم وو، خو بيا هم په چټكتياسره ورسره پيسې خلاصېدې، فكر يې كاوه كه روپۍ ورسره خلاصې شي بيا به څه كوي؟
 يو ورځ ورنه شكيل پوښتنه وكړه : تا راته ويل چې زوى دې د ترانسپورت كاروبار كوي، ته د يوه ترانسپورت دفتر ته لاړشه كېداشي هغوى كې يې څوك وپېژني.
د دې خبرې په اورېدو د مظفرخان څېره وغوړېده او رته يې و ويل: د حيرانتيا خبره ده وروره! چې تر اوسه زما په خيال كې دا خبره ولې نه وه راګرځېدلې؟
شكيل ورته د يو څو دفترونو ادرسونه وركړل: د سبزيجاتو پخوانۍ منډايي....... لي ماركېټ..... ماري پور....او .... ، بله ورځ مظفرخان خپله پلټنه له سره پيل كړه او دا ځل د ترانسپورت په كمپنيو سر شو، دى لومړى د سبزيو مندايي ترڅنګ دفتر ته لاړو، دلته  په يوه ځاى كې بې شمېره دفترونه وو، په يوه ورځ كې يې هرڅه معلوم كړل، هيڅ چا هم د اميرخان ترانسپورت كمپنۍ نه پېژنده.
له دې وروسته ، سهراب ګوټ ته لاړو، دلته د څو كمپنيو دفترونو له پلټلو وروسته د يوه بل دفتر په وره ورننوت، دې وخت كې دلته څو كسان ناست وو، كله چې ده د اميرخان په اړه پوښتنه وكړه، نو پدې كې يو تن ځواب وركړ، هو د سكر ترڅنګ د يوه كلي اوسېدونكى پخوا دلته و، چې مېرمنې يې ( ريسې ) هم ورسره مرسته كوله.
_ هو.... هو... ، بلكل همدا يادوم، دى اوس چرته دى؟ كور يې چرته دى، دفتر يې ؟
_  كلونه پخوا ما ورسره كار كاوه، په هغو ورځو كې په ګلشن اقبال كې چرته اوسېدو، بيا يې په ډيفينس كالونۍ كې كور واخيسته او هلته لاړو، زه هم دوبۍ ته تللى ووم او اوس له ْډېرې مودې ورسته كراچۍ ته راغلى يم، اوس راته ندى معلوم چې اوس به چرته وي؟
_  د هغه د ترانسپورت كمپنۍ نوم او ادرس، خو به ضرور درته معلوم وي؟
_ امير ترانسپورت كمپنۍ نومېږي، د دې سړي چې مظفرخان ته يې ادرس وركاوه نوم رمضان و، ويل يې چې په كومې ودانۍ كې د هغوى دفتر و هغه اوس وران شوى او پر ځاى يې نوى بلډنګ جوړ شوى دى.
_ زه به يې هلته ولټوم، خو ايا ته يې د نوي كور پته راكولاى شې؟
_  نه، ما خو يې هغه د ګلشن اقبال والا كور هم نه و ليدلاى، ماته يې د نوي كور پته نده معلومه...
مظفرخان له اميده په ډكه لهجه ترې بيا وپوښتل: كه داسې كوم سړى چې د هغوى د كور يا دفتر ادرس ورته معلوم وي، راپه ګوته كړې؟
_ بلا موده وشوه، خو بيا به هم زه كوښښ كوم، چې كوم سړى پيدا كړم، كه پته مې ولګوله نو تاته به احوال دركړم، ته راته  خپل ادرس راكړه.
مظفرخان ورته د هغه سراى ادرس وركړ او له هغه يې هم د كور او دفتر ادرس واخيست او له رمضانه يې په تلو كې يو ځل بيا هيله وكړه چې ورسره يې د زوى په پلټنې كې مرسته وكړي.
مظفرخان بېرته سراى ته راغى، شكيل او امتياز ته يې زيرى وركړ، دى ډېر خوښ و، تمه يې وه چې اوس به د خپل زوى په پيدا كېدو كې بريالى شي.
راتلونكي ورځ  هغه ځاى ته لاړو چې پخوا پكې امير ترانسپورت كمپنۍ وه، هلته اوس يو نوى بلډنګ جوړ شوى و، هيڅ چا هم ورته څه معلومات ورنكړاى شو، بېرته مايوسه خپل ځاى ته راستون شو.
د رمضان كاله ته هم لاړه او هغه ته يې كيسه وكړه.
_ زه به خپل تلاش جاري ساتم، كه ما يې څه پته ترلاسه كړه ، نو زه به خپله تاته درشم.
دوه مياشتې تېرې شوې، خو رمضان داسې كوم سړى چې هغه ته د امير ترانسپورت كمپنۍ پته وي پيدا نكړو، رمضان ورته وويل: ښايي هغه به ډيفينس كالونۍ ته تللى وي.
_ د دې مطلب دا دى چې زه يې بايداوس هلته ولټوم.
_ څنګه به يې ولټوې؟ ډيفينس كالونۍ، خو څه ستا كلى ندى.
_ ما په ګلشن اقبال كې په ډېر تكليف سره دومره معلومات ترلاسه كړل، ښايي هلته هم يو څه ترلاسه كړم، مګر ته هم خپل كوښښ جاري ساته، كه څه پته دې ولګوله، نو ماته خبر راكړه، زه به دې هم دفتر ته درځم.
ده چې كله شكيل او امتياز ته وويل چې ډيفنس كالونۍ ته د خپل زوى لټون پسې ځي، نو هغوى يې دا كار لېونتوب وبللو.
_ وروره! تاسره يې كومه پته نشته، دا خپله يو لوى ښار دى، هلته ګاونډى له ګاونډي نه خبر نه وي، هلته به يې څنګه پيدا كړې؟
_ كوښښ خو پكار دى، ښايي قسمت راسره مرسته وكړي!
دى كله هم ډيفنس كالونۍ ته نه و تللى، له اميتاز نه يې معلومه كړه چې چرته دى، هغه ورته ادرس او د موټورو نمبرې وركړې.
په سبا يې مظفر هلته روان شو، كله چې هلته په رسېد يې لوى او شانداره كورنه چې پيل او پاى يې نه معلومېده، وليدل، حيران شو، چې له كوم ځايه يې لټون پيل كړي؟
ده د يوه لوى كور زنګ زور كړو، له يوې شېبې وروسته يو سړى را ووتو، مظفرخان ورنه هماغه پوښتنه وكړه چې له زرګونو خلكو څخه يې كړې وه_ دلته د اميرخان په نامه كوم څوك اوسېږي؟ دى سړي پرته له دې چې ځواب وركړي په غوسه دروازه بنده كړه، په ګرځېدو ګرځېدو پرې شپه شوه، ډېرو پهره دارانو په منډو كړو، ټولو به ورته د شك په سترګه كتل، هيچا هم ورته د زوى پته ورنشواى كړى...
ده د اميرخان له لټون پرته بل څه كار هم نه درلوده، دى به سهار له يو څه كار كولو ورسته ووتو او شپه به يې سراى ته را ورسوله،ښه و چې امتياز دوى خو د شپې ځاى وركړى و.

نوربيا