په ډيفينس كالونۍ كې يې د زوى د كور لټون كې څو مياشتې تېرې كړې، مګر تر اوسه يې څه په لاس نه و ورغلي، دې دوران كې څو ځله د رمضان مستري خوا ته هم ورغلى و، خو رمضان سره هم څه خبر نه و.
_ ما ډېر كوښښ وكړو، د هغه له څو زړو ملګرو نه مې هم پوښتنه وكړه، خو هيچاته هم د هغه پته نه وه معلومه، زه ډېر افسوس كوم چې له تاسره مې څه مرسته ونشواى كړاى... !  مګر زه به خپل كوښښ جاري ساتم ښايي كومه ورځ يې پته ولګي.
_ كله، كله خو زه داسې فكر كوم چې زما پاتې عمر به د كراچۍ د سړكونو په خاور چاڼولو كې تېر شي، مګر زه به له خپل زوى سره كله هم مخ نشم.
رمضان تسلي وركړه او رته يې ووې، د اميد لمنه مه پرېده مظفرخانه! په اميد دنيا ودانه ده، كېداشي يوه ورځ دې زوى پيدا شي.
_ خداى دې وكړي چې داسې وشي
پدې ورځ چې كله مظفرخان له صدر څخه كلفټن ته په بس كې تلو، نو ډېر اندېښمن و، له ده سره روپۍ په خلاصېدو وې، هره ورځ يې  په كرا ګانو كې بلا پيسې لګولې وې ، د غرمې او شپې ډوډۍ يې هم بهر خوړه. خفګان يې شېبه په شېبه نور هم زياتېدو.......
چرته چې مظفرخان ښكته كېده، ډريور بس سم نه و درولى، لا مظفرخان نه و ښكته شوى چې كلنډر د تګ غږ وكړو، مظفرخان په چتكتيا سره له بسه په ښكته كېدو شو، چې پښه يې خويه شوه او راپرېوتو  او يوه پښه يې تر بس لاندې شوه، موټروان موټر سره ونه درولوو او لاړو.
ډېر خلك راټول شول، مظفرخان له ډېره درده بې هوشه كېده، خلكو ژر له سركه راپورته كړو او يوې خواته يې كړو، كوم چا پوليسو ته زنګ و واهه او د پېښې خبر يې وركړو، مظفرخان دا مهال بې هوشه شوى و.
د پوليسو او امبولانس په راتګ كې ښه وخت تېر شوى و، او بلا وينه يې تللې وه، دى يې دولتي روغتون ته يوړو، خو د دې كوښښ چا ونه كړو چې هغه بس څه شو.....؟
مظفر يې په بې هوشۍ كې روغتون ته ورساوه، ښي ښپه يې له ورانه څخه ښكته ډېره ژوبل شوې وه، هډوكي يې ميده ميده شوي و.
د هډوكو ډاكټر يې چې كله معاينه وكړه، نو ويل يې چې تر ورانه څخه ښكته پرې كېږي، كه نه له دې پرته يې بل علاج نشته.
د مظفرخان له جېب څخه د يو څو روپو سربېره پېژند كارت كاپي تر لاسه كړه، پاتې پيسې او اصلي پېژند كارت يې په سراى كې پرېښې و، په پېژندكارت كې چې كومه پته ليكل شوې وه، هغه د سكر ترڅنګ يو كلى و، كوم تليفون نمبر او نور څخه نه و، نو ښكاره خبره ده چې د دولتي روغتون كاركوونكو ته يې كورنۍ ته خبر وركول ناشونى و، ډاكټرانو د مظفرخان پښه له ورانه ښكته پرې كړه، ځكه چې د نه پرې كولو په صورت كې يې ټوله پښه خرابېده، چې ښايي د مړينې باعث يې شوى و.
روغتون كې يې چا پوښتنه ونه كړه، دى لكه د يو بې وارثه ناروغ په توګه پروت و، كله چې په هوش كې راغى او پوه شو چې پښه يې پرېشوې او د ژوند تر پايه معلول شوى دى، نو په سترګو يې تياره خوره شوه. ((دې نه، خو ښه و چې مړ شوى واى، او يو ځل مې له غمونو نه اوږې سپكې شوې وى، اوس، خو زه تللى هم نشم، د اميرخان پلټنه به څنګه كوم؟))
كله چې د خبرو كولو شو، نو د هسپتال كاركونكو ترې وپوښتل چې د زخم له جوړېدا وروسته چرته تلل غواړي، (( كه ښار كې دې كوم خپل خپلوان وي، نو راته يې وښايه چې  كلي ته دې ورسوي.))
_ په كلي كې مې هيڅوك نشته، نه كلي كې نه هم دلته په ښار كې... !
_ مګر له ښه كېدا وروسته ته بايد خامخا له دې ځايه لاړ شې، موږ يوازې درته د امساګانو بندوبست كولاى شو.
مظفر دا مهال د غم او درد له حالته تېرېده، دى اوس يو نيمګړى انسان و، د اميرخان د پلټنې خو اوس پوښتنه نه پيدا كېده، دى اوس په دې غم كې و چې له دې نيمګړي وجود سره چرته لاړ شي؟ ده اوس سراى ته هم تلل نه غوښتل، په روغتون كې يې بلا ورځې تېرې كړې، خو شكيل او امتياز ته يې هيڅ پته نه وه.
په زړه كې يې له ځانه سره ويل: دوى خو به مې د پيداكولو هڅه هم نه وي كړي، دوى يې څه اړتيا لري؟ زه يې څه سكنى خپلوان يم؟ څوك چې مې سكه و، هغوى رانه مخ واړاوه، دې فكرونو نور هم وزوراوه، بې اختياره يې له سترګو اوښكې روانې شوې.
ټب يې اوس ښه و، د امساګانو په ملتيا يې اوس تګ كولاى شو، ډاكټرانو ورته د امسا د استعمال طريقه هم ښودلې وه، او ښه خدمت يې كړى و. اوس يې د خارجېدو ورځې وې، دى خو اوس دلته ټول عمر نشو پاتې كېداى، خو مګر چرته تللى واى؟ د ده خو كومه جونګړه هم نشته، ده خو ويلي و چې په كلي كې يې څوك نشته او هلته تلل نه غواړي، ده د روغتون كاركونكو ته د سراى پته هم نه وه ورښودلې او پدې يې ټينګار كاوه چې ځاى ځايګى يې نشته دى.
غمونو او تكليفونو دومره مايوسه او نا اميده كړى و، چې د خپل نادركه شوي زوى په اړه يې هيچا ته هم څه نه و ويلي، د باور درلود چې پدې برخه كې څوك ورسره مرسته نشي كولاى، دى خپله هم په ګرځېدو، ګرځېدو ستړى شوى و او اوس خو يې د تګ حوصله هم پايته رسېدلې وه، دى هيڅ نه پوهېده چې راتلونكى ژوند به يې څه ډول وي؟
_ فقير يم وروره! د فقيرانو ځاى ځايګى چرته معلوم وي، پخوا مې چې دواړه پښې جوړې وې، نو يو لوري ته به و وتم، خو اوس په چرته لاړ شم؟
ډاكټرانو خپلو منځو كې مشوره وكړ ه او وي ويل: چې اوس خو يې پورته كولاى او په سركو خوشې كولاى نشو، يوه و ويل: دى اوس معلول دى بايد ورسره يو څه مرسته وكړو.
يوه و ويل: سمه ده ، موږ به يې كومې خيريه ټولنې ته وسپارو، له دې پرته يې بله د حل لاره نشته.
_ سمه ده له دې پرته ماته هم بله لاره نه ښكاري، هلته خو به ورته يو دوه وخته ډوډۍ ور ورسي، په سركونو خيراتو ټولو ته خو به نه اړكېږي؟
د روغتون ادارې له يوې لويې مرستندويه ټولنې سره اړيكې ونيولې او د معلول مظفرخان په اړه يې ورسره خبره وكړه، هغوى ډاډ وركړ او ويې ويل چې خپل موټر به ور واستوي.
ډاكټرانو مظفرخان ته وويل: موږ دې اوس يو بل ځاى ته لېږو، ته چې هلته تر كومې اوسېدل غواړې وه اوسېږه، هغوى دې نه شړي، ډوډوۍ، جامې هم دركوي او كه خداى مه كړه ناروغ شوې درملنه دې هم كوي.
_ مګر په بدل كې زه بايد څه كړم؟
_ ته هيڅ هم مه كوه، بس په ارام ژوند كوه.
مظفرخان د كومې مرستندويه ادارې په اړه هيڅ معلومات نه لرل، ځكه يې پدې خبرو سره نه خلاصېده، ځان سره يې ويل چې څوك ورته بې له كوم كاره خواړه او جامې وركوي، دى خو چې په سراى كې اوسېده هلته يې يوازې سبا نارى له هغو خلكو سره كاوه چې بدل كې يې بلا كار ورته بې بدلې كولو، مګر دا څه ډول ځاى دى چې هلته به دى هيڅ كار نه كوي؟
د مرستندويه ادارې موټر راغى او دى يې له ځانه سره يوړو، كله چې هلته ورسېده، نو د ادارې كاركونكو تكيه وركړه او په ارام يې يو ځاى كې كېنولو، دا داسې ځاى و چې پكې يې خوب ناسته او پاسته ټول كولاى شو.
ده ليدل چې دا يو ډېر لوى ځاى دى او بې شمېره خلك پكې اوسېږي، تول سړي دي، وروسته ورته پته ولګېده چې د ودانۍ هغه بل لوري ښځو ته ځانګړى شوى اوهلته هم په ګڼ شمې كې ښځې اوسېږي.
ده دلته ډېر خپل ځان يوازې او بې څوكه احساساوه، خو تر ډېره يې ونه زورولو، ځكه دى ورسره عادت و، ده يو اوږد ژوند په زندان كې تېر كړى و، چرته چې په لومړيو كې  د تنهايى او يوازېتوب  احساس زورونكى و، مګر وروسته چې كله ورځې تېرېدې، هلته له اوسېدونكو او ماحول سره يې بلدتيا پيدا كړه.
په دې ودانۍ كې بلا كسان اوسيدل چې ډيرى يې سپين ږير و، خو ځوانان هم په ګڼ شمېر كې پكې وو، ډېر خلك داسې و چې له څېرې بيمار معلومېدل، مظفرخان په پوره توجه دوى څارل، ټول په خپلو، خپلو كارونو كې بوخت وو. دى سهار مهال دلته راغلى و او يوه شېبه وروسته يې د رفيق په نوم يو تن خواته راغى.
_ زما نوم رفيق دى، زه د ورځې لخوا دلته كار كوم، د شپې زما پرځاى بل سړى راځي، كه كوم څيز ته اړتيا لرې، نو ماته يې و وايه، زه همدلته نږدې شا و خوا يم، بيا غږ را وكړه.
غرمه، مظفرخان ته ډوډۍ وركړل شوه، له هغې وروسته يې د خوب كوښښ وكړ خو خوب ورنه غى. د ده د ازادۍ ورځې شپې اوس پايته رسېدلې وې، بلكې له هغې ورځې پايته رسېدلې وې، چې جميله مړه شوه او د يې د قتل په خپل ځان واخيست. يوه  موده يې په زندان كې تېره كړه، كله چې خلاص شو ورته پته ولګېده چې زوى يې له خپل زوى او ميرمني سره كراچې ته تللى، دى دلته پسې راغى او د هغې وركړل شوې پتې كوڅه، كوڅه يې پسې چاڼ كړه، خو څه په لاس ورنه رغلل، ورپسې روغتون شو او اوس د دغه خيريه ټولنې په چاردېوالۍ كې د ژوند پاتې شېبو تېرولو باندې اړ دى.
ورو، ورو له دې ماحول سره عادت شو، اوس دى څلرويشت ساعته همدلته اوسېده، ده تر اوسه په امساګانو تګ ته اړتيا نه وه ليدلې، او نه هم كوم تكليف ور رسېدلى و، ځكه رفيق به يې هر وخت مرستې ته حاضر و.
په دې ورځې يو عمر خوړلى سړى چې ډېر ډنګر او ناتوانه و، راغى او د مظفرخان ترڅنګ كېناسته.
_ وروره! ته دلته نوى راغلى يې؟
_ مظفرخان په محتاط انداز ځواب وركړ: هو.
_ سپين ږيري تازه ساه واخيسته او زياته يې كړه: زه دلته له څلورو كالو راهيسې اوسم
_ ده په غور ور وكتل او ويې ويل: نو څنګه، لكه چې ستا هم څوك نشته؟
_ ده په دردناك غږ ځواب وركړ: زما دوه زامن دي، داوړه په همدې ښار كې اوسي، ښه مالدار خلك دي.
_ نو ته ولې ورسره نه اوسېږې؟
_ اوسېدم ورسره....، نن نه څلور كاله وړاندې ورسره اوسېدم، هغه مهال مې د كاليو په يوه ميل كې كار كاوه، بيا زه ټي بي شوم، ټي بي خو پېژنې كنه؟ د ميل خاوند د دې ناروغۍ له امله زه له كاره ګوښه كړم، كور ته راغلم او شپه ورځ به مې ټوخى كاوه او لاړې به مې تو كولې، زامنو مې پر ځاى  د دې چې علاج مې وكړي، د يو بې وارثه په توګه دې مرستندويه ادارې ته حواله كړم، دې خلكو راته د اوسېدو ځاى راكړ او زما علاج يې هم وكړو، هرڅه بې پيسو.... تر دو كالو يې زما دارو درمل وكړل اوس بلكل ښه يم.
_ نوبيا....، بيا ته بيرته خپلو زامنو ته ولې لا نړې؟
_ هغوى زه دلته پرېښوم او بيا يې هډو را ونه كتل، دوه كاله وړاندې مې ورته ليك استولى و، چې زه اوس بلكل روغ رمټ يم او كور ته درتګ غواړم، هغوى په ځوا ب كې راته ليكلي و، چې دوى اوس بل كور ته ځي كله چې نوي كورته لاړل خپله به ده پسې راشي، د دې خبرې دا دى دوه كاله په پوره كېدو دي، څوك مې هم وړلو پسې رانغلل، او زه پوهېږم چې هيڅوك به هم رانشي، ماته خو يې نوى كور هم ندى معلوم.....
دې سړي خپل نوم طاهر ښودلى و، د طاهر دغه لنډ داستان په اورېدو د مظفرخان په زړه كې د خوښۍ او غم يو ګډ حالت راپيدا شو، دى پدې خوښ و چې دى يوازې د غم ښكار ندى، بلكې نور خلك هم شته چې د زرګونو غمونو او تكليفونو سره لاس او ګرېوان دي، او خپه پدې و چې دغه كيسه ډېره دردناكه وه.
_ ته د خپل ځان په اړه و وايه، ته له كومه ځايه راغلى يې؟ ايا ته هم څوك نه لرې؟
د طاهر له خبرو اورېدو وروسته چې  د مظفرخان كوم حالت و د هغې په رڼا كې يې دا پرېكړه كولاى شوه چې خلكو ته خپله كيسه وكړي، د ته د زوى په اړه د كومې خبرې د پټولو اړتيا نه وه. په روغتون كې چې كوم شرمناك احساس دى خولې خلاصولو څخه منعه كړى و اوس هغه احساس پايته رسېدلى دى.
مظفرخان هم خپله كيسه پيل كړه: دې وخت كې رفيق هم راغى او ترڅنګ يې كېناست: زما يو زوى دى چې همدلته د كراچۍ په كومې سيمه كې اوسي.
ده دې خلكو ته خپله كيسه يو څه په بدلون سره وكړه، ده دې خلكو ته ونه ويل چې دى يو سزا يافته شخص دى او په  زندان كې يې شپې ورځې تېرې كړي، ده فكر كاوه هسې نه د خلكو د نفرت ښكار نشي او له دې ځايه يې ونه شړي.
ده چې خلكو ته كومه كيسه كړې وه د هغې نچوړ دا دى چې دى د سكر ترڅنګ د يوه كلي اوسېدونكى دى، چې كلونه پخوا يې زوى له خپلې شتمنې مېرمنې او زوى سره كلى پرېښود او دلته كراچۍ ته راغلل، او له هغې راهيسې يې بيا د خپل پلار احوال ندى اخيستى، ده د خپل زوى د لټون په خاطر په كلي كې ټولې رشتې پرېكړې او دلته كراچۍ ته راغى او د خپل زوى په لټه كې شو، پدې دوران كې يو ورځ د بس لاندې شو او پښه يې له لاسه وركړه چې له  هغې وروسته د روغتون كاركونكو دلته راوسته.
_ په كلي كې مې هيڅوك نشته، لور او ښځه مې وفات شوې ده، زوى مې په كراچۍ كې كوم ځاى اوسي، چې ماته يې پته نشته، اوس مې د اوسېدو ځاى نه درلود، خداى دې له دې خلكو سره ښه وكړي چې زما په شان غريبو او بې چاره خلكو ته ځاى وركوي، موږ نه خو سكني اولاد مخ واړاوه.....
د مظفر خان پدې ځاى كې څو مياشتې تېرې شوې، ځان يې د دې ځاى له چاپيريال سره عادت كړى و، دلته چې كوم كسان اوسېدل ټولو د خپل توان مطابق يو نه يو كار كاوه، طاهر له باغوانۍ سره مينه لرله او د دې ادارې په خامو ځمكو كې يې ګلان كرلي و او ښه په ذوق او شوق يې پالنه كوله.
د دې خبرې يو كال تېر شو، ده يوازې په روغتون كې يو څه ارام وكړ، اوس ده هم لكه د نورو خلكو د خپلې وسې كار پيل كړ، رفيق ورسره مرسته وكړه او د ادارې كاركونكو يې حوصله لوړه كړه، ده يوازې هغه كار كاوه چې په ولاړه كېداى شو، په يوه لاس به يې امسا كلكه كړې وه او په بل لاس به يې جارو نيولې وه او د دېوال خاورې او د غڼو جالونه به يې پاكول. ده ورو، ورو د دغه كار توان پيدا كاوه، ټوله ورځ د مړي په شان له ملاستې ورته كار ښه ښكاره شو. د خپل معلول ځان او مات زړه سره له دې ماحول او كار سره ورو ، ورو بلد شو، د اميرخان د ياد ډيوه يې په زړه كې نه ګل شوه او نه يې هم ګل كړاى شوه، ورځ خو بيا هم ښه وه، يو نه يو ډول خو تېرېده، ډېرې بوختياوې وې، مګر د شپې په تنهايى كې به يې د اوښكو پرځاى وينې تويولې، نااميديو او مايوسۍ يې وينه زبېښله، هيڅ لاره ورته په نظر نه راتله، يوازې د خداى مرستې ته اړ و.
دى به د شكيل او امتياز ياد هم زوراوه، دى د هغوى داوړو ډېر منندوى و، دوى ورته په ډېر خراب حالت كې لاس وركړى و، ده به اكثره وخت فكر كاوه، زما داسې ناڅاپي نادركه كېدلو په اړه به خداى خبر هغو څه څه فكر كوي، زما يو څه سامان او روپۍ هم هلته پاتې دي، مګر زه به يې اوس څه كړم؟
وخت تېرېده، مظفرخان د بلاغمونو سره يو ځاى د دغې مرستندويه ادارې په څلوردېوالۍ كې ژوند تېراوه، ده دلته د اوسېدو، خوراك څښاك، درملو او نور ټولې اسانتياوې برابرې وې، خو د زړه د ټپ علاج يې له هيچا سره هم نه و، او اوس خو ناسور شوى و.

نوربيا