ريسې له واده وروسته په اميرخان باندې زور راوړى و، چې  كلى پريدي او په كراچۍ كې ژوند غوره كړي، پدې وخت كې ريسه او اميرخان څو ځله كراچۍ ته تللي و او څانګه يې پرانيستې وه چې اوس يې غوښتل دا څانګه د خپل كاروبار مركز وګرځوي.
ريسې هم كرنيزې زمكې لرلې چې له خاوند څخه  ورته په ميراث پاتې وې او خپلې يې هم وې چې په اسانۍ سره يې پلورلاى شوې، مګر د اميرخان لپاره دا كار دومره اسان نه و، نو دى اړ و چې اړونده خلكو ته يو څه رشوت وركړي.
دوى دواړو په كلي كې خپلې تولې ځمكې او جايدادونه وپلورل او كراچۍ كې يې اوسېدل غوره كړل، دوى په لومړيو كې په ګلشن اقبال كې يو كور له وړاندې نه اخيستى و او هلته مېشت شول، كليوال يوازې همدومره پوهېدل چې دوى كراچۍ ته تللي او هلته يې په ګلشن اقبال سيمه كې چرته اوسي.
دومره اوږده موده تېره شوې وه چې اوس د پلار له ليدو څخه هم په تېښته كې و، له پلار سره خو يې لا هغه وخت اړيكې سستې شوې چې محكمې ورباندې څوارلس كاله بند وخېژولو،(( اوس يې له پلار سره څه دي؟))
د دې ښځه ريسه د يوه بل كلي وه، هغې ته دومره پته وه چې خسر يې د لور د قتل په تور كې زنداني شوى او اوږد بندتېروي، مګر نه دې ورسره پېژندل او نه يې هم ليدلى و، كله ناكله به يې له اميرخان نه د هغه په اړه پوښتنه كوله، چې هغه به ځان تېراوه.
_ ماته پته نشته چې اوس به مې پلار جان په كوم زندان كې وي، مخكې خو يې له سكر نه ملتان ته لېږدولى و، د بنديانو تبديلي كېږي، چې اوس به چرته وي؟ خو ځه چې هرچرته وي، له خلاصېدو وروسته به كلي ته  لاړ شي، زه به يې معلومات وكړم.
ريسې هم ورباندې ډېر تاكيد ونه كړ، ځكه يوازې خو يې همدا كار نه و، نور كارونه يې هم درلودل، كراچۍ ته له راتلو وروسته خو يې نور هم بوختياوې زياتې شوې وې.
دوى په كراچۍ كې په لويې پيمانې د ترانسپورت كاروبار پيل كړ، د دوى مال دولت ورځ په ورځ زياتېده، او د  ګټې نورې لارې يې هم لټولې.
د واده يې ښه ډېره موده تېره شوې وه، مګر ريسې له اميرخانه كوم اولاد نه درلود، د اميرخان او صفيې زوى منير اوس د دوى د مينې مركز و، ريسې به يې لكه د سكه مور پالنه كوله، ده لكه د شهزادګانو ژوند تېراوه، د دنيا هر ډول نعمتونه  ورته رسېده، په يو ښه ښوونځي كې يې زده كړې كولې، ښونځي ته دتګ راتګ لپاره يې موټر درلود چې ډرېور وړو راوړو، دغه راز د خدمت لپاره يې يوه خدمتګاره هم لرله.
دوى د ګلشن اقبال په دې كور كې يوازې يو كال وه اوسېدل، اوس ورته دا كور د خپل شان او حيثيته كوچنى ښكارېده، نو ځكه يې په ډيفينس كالونۍ كې دوه پوړيزه كور واخيست او هلته لاړل، په كلي كې هيچا ته هم نه وه معلومه چې اميرخان او ريسه اوس په ګلشن اقبال كې نه بلكې په ډيفينس كالونۍ كې اوسي.
له ګلشن اقبال څخه ډيفينس كالونۍ ته له تلو وروسته يې ژوند نور هم ښه شو، د خپل خدمت لپاره يې نوكران او خدمتګارې ونيولې، درې څلور موټرې يې واخيستې  چې درې واړو ته يو، يو رسېده او هر يو ځانګړى موټروان درلود. دعوتونو او ميلمستياو ته يې هم تګ راتګ زيات شو، چې ډيرى وخت به له دغه راز ميلمستياو څخه شپې ناوخته راتلل. د يوه پراخه كاروبار درلودونكي په توګه دوى ښې پراخې اړيكې درلودې او ورځ په ورځ به پكې نور نوي، نوي خلك هم شامېلېدل، خپله د دوى په كور كې به هم اكثره وخت ميلمستياوې برابرېدې، چې پكې به د سوداګرو ترڅنګ دولتي چارواكو او عسكري افسرانو هم ګډون درلود.
كله، كله به يې ځينې خلكو ته د خپلو كرنيزو فارمونو په كور كې هم ميلمستيا برابروله، چې دا به د ټولې ورځې پروګرام و، مېلمنو به ټوله ورځ دلته تېره كړه، بيا به ماښام ناوخته لاړل، ډېرى وخت به دغه مېلمستياوې د يوې كورنۍ لپاره وې چې په چكر به راوتي وو.
                                     ***
سكندر علي د اميرخان په كمپنۍ كې كاركاوه او د هغه ورور د معاملاتو يو دفتر درلود، چې ځمكې او كورنه به يې اخيستل او پلورل، چې ښه ګټه به يې پكې كوله،  كله چې اميرخان وليدل دې كار كې ښه ګټه ده، نو يو ورځ يې سكندر ته وويل: چې خپل ورور سره خبره وكړي، كه سودا كې سره جوړ شول، نو ټوله ځمكه به ترې دى واخلي.
_ خامخا ولې نه، زه به ور سره خبرې وكړم.
د سكندر علي د ورور او اميرخان ترمنځ سودا وشوه، اميرخان ترې ټولې نومرې واخيستې، ده اراده درلوده چې يو څو كاله وروسته به ورته ښې پيسې وكړي، ځكه په كراچۍ كې د ځمكو نرخونه اوس په لوړېدو وو، خو ريسې ورته ووې چې تشه ځمكه دومره ګټه نه شي كولاى، بايد كورونه پرې جوړ كړي او بيا يې وپلوري، له ډېر غور او فكر وروسته ده ور سره موافقه وكړه او  پرېكړه يي وكړه چې پدې ځمكو به كورنه جوړوي.
سره له دې چې اميرخان په ساختماني كارونو كې دومره تجربه نه لرله خو دى يو هوښيار سړى و، د يوه انجينر په  مرسته يې دغه كار پيل كړ، ده به په نورو هم كار كاوه او خپله به يې هم ياداوه، د ورځې له لوري به د كار ساحې ته تللو او تر ډېره به هلته و، ريسه به هم ورسره مله وه، دواړو به په شريكه د دې كار څارنه كوله.
په يو كال كې دننه، دننه يې ټول كورنه جوړكړل او ډېر ژر په ښو، ښو قيمتونو وپلورل شول چې بلا ګټه يې پكې وكړه.
اميرخان او ريسې پرېكړه وكړه چې ګټلې روپۍ بېرته په همدې كار كې ولګوي او بيا يې همداسې وكړل او ډېرې ځمكې يې واخيستې او د لوړ پوړيزو ودانيو كار يې پيل كړ.
مخكې تر دې چې كار پيل كړي بې شمېره خلكو ورته له وړاندېنه د پيسو تحويلي پيل كړه،  نو پدې خاطر دوى اړ شول چې ژر تر ژره كار پيل كړي. د دوى پدې كار كې خپلې ډېرې كمې پيسې بندې شوى، ډيرى يې د خلكو وې.
د دوى دا تجربه ډېره كاميابه شوه او دوى د يوې پروژې له بشپړېدا وروسته بله پيل كړه، ډېره ځمكه يې واخيسته او بلډينګونه يې پكې جوړ كړل، دوى د دې كار په ټولو رازونو پوهېدل، او د اړونده ادارو له لارې يې پراخه ځمكې په خپل نوم كړې.
ساختماني كاروبار يې دومره پراخه شو، چې اميرخان ته د  ترانسپورت كاروبار ته وخت نه پيدا كېده، كه څه هم د هغه كار سمبالونكي ښه ايمانداره او وړ خلك وو، خو بيا هم د خاوند خپله پاملرنه اړينه وي.
پدې دوران كې يې كور هم تبديل كړى و اوس دوى د پنځه سوه ګزه ځمكې كور پر ځاى د زرو ګرزو ځمكې په كور كې اوسېدل، كور څه و، سمه كلا وه، اوسېدونكي اوس هم درې او پاتې نوكران وو.
دوى پرېكړه وكړه چې د ترانسپورت كاروبار پايته ورسوي او خپله ټوله توجه ساختماني كاروبار ته واړوي، ځكه پدې كاروبار كې بلا ګټه وه او د كورنو نرخونه اسمان ته په لوړېدو وو.
د نورو لويو، لويو شركتونو سره به يې يو ځاى پراخه پراخه ځمكې واخيستې او لوړ پوړيزې ودانۍ به يې پكې جوړې كړې، او بيا به يې يو څه موده وساتلې چې ښه ګټه به يې پكې وكړه.
اميرخان د ښار په مختلفو سيمو كې ډېره زمكه ذخيره كړې وه، د كومو چې نرخونه اوس ډېر لوړ شوي وو، دوى اوس يوه ساختماني كمپنۍ درلوده،  چې دى او ريسه پكې برابر شريك وو.
اوس وخت را رسېدلى و چې دوى د ترانسپورت له كاروبار سره خداى په اماني و وايي او خپله توله توجه ساختماني كاروبار ته واړوي. د ترانسپورت كاروبار يې پايته ورساوه، او تول اړونده توكي يې وپلورل. په كوم بلډنك كې چې د دې كمپنۍ دفتر و، څو ورځې وروسته هغه بلډنګ هم ړنګ شو او دغه راز د اميرخان د ترانسپورت كمپنۍ نښه او نښانه هم ختمه شوه.
له دې وروسته د اميرخان او ريسې ټوله پاملرنه ساختماني كاروبار ته شوه، دفتر خو يې ډېر پخوا پرانستى و، خو اوس يې په څو سيمو كې كارو بار پيل كړو، دفترونه يې پرانيستل چې نورو خلكو پكې كار كاوه.
ريسې هم كاروبار ته ټوله توجه اړولې وه، دا اوس له نقشې نيولې تر رنګمالۍ پورې په هرڅه پوهېده، دې به ځان له بازاره هم خبراوه او اوس دېته دوكه وركول څه اسان كار نه و، دې او اميرخان به له يو بل نه زده كړه هم كوله او يو بل ته به يې ښوونه هم كوله.
د ريسې هيڅ اولاد نه و، كه څه هم دوى ښځې او مېړه ډېره دوا درمل وكړل، ډاكټرانو هم اميد وركړ، خو بيا يې هم  اولاد په نصيب نه شو.
كله  به له دې امله اميرخان خپه هم شو او كله خوشاله، ځكه ده فكر كاوه چې ريسه خپل اولاد نه لري او د هغې ټوله پاملرنه د ده زوى منير ته ده. ، ده فكر كاوه چې كه ريسې خپل اولاد درلودى، نو خداى خبر چې منير ته به يې دومره پاملرنه كړې واى كه نه.؟
د اولاد نه كېدو غم خو ريسه هم زوروله، خو دې دا د تقدير پرېكړه  بلله، اميرخان د دې درېم خاوند و او له دې يې هم كوم اولاد نه درلوده، دې به د خداى شكرونه ويستل چې له دې وړاندې، خو اميرخان يو زوى درلود، كه نه دا امكان و چې اميرخان د اولاد لپاره بله ښځه كړې واى، منير د دوى ترمنځ د اتبار او اعتماد يو كلك زنځير و او دوى دغه زنځير همداسې كلك غوښته.
دوى له دغه كاروباره دومره مال دولت ترلاسه كړ چې پخوا يې كله تصور هم نه و كړى، د ګټې حد نه و معلوم، څومره يې چې زړه غوښته هومره ګټه يې كولاى شوه، پدې برخه كې پرې دولتي بنديزونه هم نه و، نه كوم قانونه او نه د قانون پلي كونكي، هر نرخ به يې چې زړه غوښته ورته ټاكلو او كله به يې چې زړه وغوښته هغه نرخ به يې لوړ كړو.
په كاروبار  كې د بركت په خاطر زكات  او خيرات وركول هم اړين وو، ځكه د اخرت لپاره هم بايد يو څه برابر كړي، دوى به تل ديني مدرسو او جوماتونو ته چندې وركولې، په زيارتونو درګاه ګانو كې به يې ديګونه باندې كول، چې پدې سره به دوى دواړو روحاني ډاډ ترلاسه كاوه  او نه يې غوښتل چې د ثواب په كار كې له چا وروسته پاتې شي.
د دېګونو پخولو دا لړۍ يوازې تر كراچۍ محدوده نه وه، دوى به نورو سيمو ته هم تلل او هلته به يې په زيارتونو او درګاه ګانو كې ديګونه باندې كول چې دا كار به  يې  له هرې دويمې درېمې  مياشتې وروسته خامخا تر سره كاوه.
د دوى دې كار يوازې د خيريه كار يا د ثواب په نيت نه بلكې يو هدف به يې هم درلوده، دوى دواړو تر اوسه كوم اولاد نه درلوده، ريسې ډېره هيله درلوده چې مور شي، دوى ويل كه خداى يې د دې كارونو په اجر كې اولاد په نصيب كړي، خو دا هيله يې پوره نه شوه، يوازې هماغه منير د دوى تكيه وه.
منير اوس زلمى شوى و، كله ناكله به يې اخبار لوسته او تلويزوني خبرونه تعقيبول، يوه ورځ يې په اخبار كې يو خبر لوسته چې كوم سړي د خپل زوى په كاليزه كې شل دېګه پاخه كړي او كومې خيريه ټولنې ته يې وركړي دي.
ده خپل پلار ته مخ واړاوه او ورته يې وويل: تاسې خو په زيارتونو او درګاه ګانو كې دېګونه پخوى، دا د ثواب كار دى، خو كه تاسې په كومې خيريه ادارې كې غريبو اوسېدونكو ته د خوراك څښاك بندوبست وكړئ، نو ايا دا د ثواب كار ندى؟  دغه خبر وګورئ، دې سړي شل دېګونه پاخه كړي او د كومې مرستندويه ټولنې غريبو اوسېدونكو ته يې وركړي، ده له اخباره تول خبر خپل پلار ته ولوسته، ريسه هم دلته وه، هغې هم واورېده.
_ هو زويه! دا هم پرته له شكه د ثواب كار دى، هر وږي تن ته خواړه وركول ثواب دى.
ريسې وويل: موږ به هم كومې مرستندويه ادارې ته خواړه ور ولېږو.
منير و ويل: مورې! خامخا يې ور واستوئ،
اميرخان او ريسې دواړو د خپل زوى دغه خبره ډېره خوښه كړه، ده دوى ته يوه ډېره ښه مشوره وركړې وه، داسې يوه ټكي ته يې متوجه كړل چې كله هم دوى ورته پاملرنه نه وه كړې.
راتلونكې اونۍ كې دوى په يوه كار كې دومره بوخت شول چې اميرخان ته يې دا موقع په لاس ورنكړه چې كومې مرستندويه ادارې ته خواړه ور ورسوي، ځكه دوى د يوې نوې پروژې پرانيسته كوله، دا او ريسه د هغې پروژې د پرانيستې په مراسيمو كې بوخت شول. خو له زوى سره كړې وعده يې هم هېره كړې نه وه.
نږدې دوه اونۍ وروسته چې كله دوى يو څه اوزګار شول، نو خپل زوى ته يې وويل: اوس يو څه اوزګار شو، زه به خپله كومې مرستندويه ادارې ته خواړه يوسم....
مينر په پوره شوق سره پلار ته وويل: پلاره زه هم درسره هلته ځم
_ خامخا، زه به له وړاندې نه د ادارې مشرانو ته اطلاع وركړم.
دا پرېكړه يې وكړه چې كومې مرستندويه ادارې ته به دغه توكي وړي، پدې ادارې كې بې شمېره غريب او بې څوكه كسان اوسېدل، چې ورته مفته خواړه او نورې اسانتياوې برابرې شوې وې.
اميرخان دې ادارې ته يو ورځ وړاندې خبر وركړى و، چې سبا غرمه ورته پاخه كړې خواړه راوړي، او دغه راز يې ورنه پته او تيلفون نمبرې هم واخيستې چې ورسره بيا اړيكې ټينګې كړي.
اميرخان په څو سوزكيو كې دغه دېګونه بار كړل، له ده سره يې زوى هم و، مخكې ريسې هم نيت درلود چې ورسره لاړ شي، خو بيا يې د پروژې له انجينرانو سره ناسته كې ناوخته كړ او اميرخان او منير يوازې دغې مرستندويه ادارې ته خواړه يوړل.
د اميرخان له موټر وروسته له خوړو بار څو سوزكي د دغه ټولنې انګړ ته ور ننوتل او يوې څنډې ته ودرېدل، اميرخان د خپل زوى سره يوځاى د دې ټولنې ادارې ته لاړل.
_ ما تاسې ته زنګ وهلى و، ديګونه مې راوړي دي.
_ هو بلې، بلې راځئ، هركله راشئ، د دفتر  مشر خپل څنګ كې چوكيو ته اشاره وكړه او هغوى ته يې د ناستې وويل.
اداري مدير يوه سړي ته غږ وكړ او ورته يې و ويل چې له سوزكيو څخه ديګونه ښكته كړي، هغه سړي ښه وكړه او بېرته لاړو.
پدې وخت كې د اميرخان نظر په يوه سپن ږيري سړي پرېوت، د هغه ښي پښه پرېشوې وه، او په لاس كې يې يوه اوږده جارو وه او دېوال يې پرې پاكاوه، دى يوه شېبه ورته متوجه شو او د هغه كار يې ليده.
اميرخان نور هم دې سړي ته متوجه شو، هغه له هرڅه په بې پروايى او پوره ډاډ سره خپل كار كاوه، ده راتلونكو خلكو ته هيڅ پام نه ور اړاوه، او نه يې پكې كوم مطلب و.
اميرخان يوازې له يوې خوا دا سړى ليدلى و، خو نه پوهېږم ولې د ده په زړه كې دا خيال را پيدا شو، چې دغه څېره يې چرته ليدلې ، خو دا چې كله او چرته دا يې  ياد نه و.
دې سپين ږيري سړي ، د كار په دوران كې يو وارې مخ دروازې لوري ته واړاوه او د څو شېبو لپاره اميرخان د هغه څېره ښه په روښانه توګه وليده، پدې سره يې وينه په تېزۍ په رګو كې په تلو شوه او غوني يې زيږه شول، له څو شېبو راهيسې چې د ده په ذهن كې كومه پوښتنه راپيدا شوې وه، ده يې ځواب موندلى و، دا يوه اشنا څېره وه، ده دا څېره پېژندلې وه، كه څه هم د دومره كلونو ګردونو او غمونو يي اصلي بڼه پيكه كړې وه، مګر له دې څېرې سره اميرخان دومره وخت تېر كړى و، چې هېرول يې ورته ناشوني و.
د اميرخان په رګونو كې وينه نوره هم تېزېدله، ده ژر خپل مخ بل لوري ته واړاوه، هغه سپين ږيري د اميرخان څېره نه ليدله، هسې هم هغه دفتر ته د راتلونكو كسانو ليدو كې دلچسپي نه درلوده.
دا وخت له دخولي دروازې څخه يو بل تن دفتر ته راننوت، دى د ادارې كوم كاركونكى و، هغه ترې وپوښتل: كار دې پايته ورسېده.
_ هو، خلاص يې وګڼه، اميرخان چې دا غږ واورېد ژر يې شاه ور واړوله ترڅو يې ونه پېژني، اميرخان د هغه سپين ږيري اواز پېژندلى و،
هغه كاركونكي سپين ږيري ته وويل: نو بيا د ننه لاړ شه، ټول واكيسن كوي ته يې هم وكړه
_ سمه ده ځمه، سپين ږيري دا وويل او د خپلو امساګانو په مټ روان شو او د يوه دېوال شاته پناه شو.
اميرخان غوښتل له اداري مدير سره مقصدي خبرې پيل كړي، پوښتنه يې ترې وكړه، چې دې خلكو ته د څه شي واكيسن كېږي؟
_ د تور زېړي واكيسن دي، چې د يوې نړيوالې ادارې لخوا مفته راكړل شوي او دلته ټولو اوسېدونكو ته يې كوو.
_ دا خو نو ډېر ښه كار دى، دا به ښه قيمته هم وي؟
_ هو، خو موږ ته د سور صليب او نورو نړايوالو روغتيايي ادارو لخوا له نورو ډېرو درملو سره مفت راكړل شوي.
_ هغه سپين ږيرى چې اوس يې دلته صفايي كوله، هغه څوك دى؟ زه خو يې په ليدو حيران شوم، سره له دې چې معلول دى خو بيا يې هم په اسانۍ سره دغه ستونزمن كار كاوه.
مدير په خندا ځوا ب وركړ، هو، هغه پدې كار كې پوره مهارت ترلاسه كړى، موږ يې نه مجبورو، چې دا كار وكړي، خو هغه دا ټول كار په خپلې خوښې كوي، دى وايي چې ټوله ورځ بېكاره نشي تېرولى، خامخا يو كار نه يو كار كوي.
اميرخان د مدير خبرې اورېدې خو د زړه ټاكونونه يې تېزېدل.
_ مګر دا څوك دى؟ د ده خپل كور نشته؟
_ دا سكر ته نږدې د يوه كلي اوسېدونكى دى _ د ده زوى له خپلې مېرمنې او زوى سره كلونه وړاندې خپل كلى پريښى او دلته كراچۍته راغلي دي او بيا يې د خپل پلار احوال هم ندى اخيستى. ترڅو كلونو انتظار وروسته كراچۍ ته راغى او دلته يې د خپل زوى پلټنه پيل كړه. خو ښكاره خبره ده چې پرته له كومې پتې د چا پيدا كول اسان ندي، يو ځاى او بل ځاى سرګدانه پسې ګرځېده، زوى خو يې پيدا نشو، خو كمبخت خپله پښه له لاسه وركړه، د ټپ له جوړېدا وروسته يې كلي ته له تګه پدې انكار وكړ چې ويل يې كلي كې يې څوك نشته، او په كراچۍ كې هم څوك نه لري، نو ځكه د روغتون كاركونكو دى موږ ته را وپېژانده او هغې راهيسې دلته اوسېږي.
اميرخان د مدير له خولې يو، يو تورى ښه په غور اورېده، هغه د دې سپين ږيري په اړه ډېر څه وويل، خو د زنداني كېدو او هلته د سزا ګاللو ذكر پكې نه و شوى.
ده په خپل زړه كې وويل: لكه چې پلار مې هيچا ته هم دا خبره نده كړې او د ده د خوشې كېدو څو كلونه تېر شول.... زه خو پرې هډو پوه هم نه شوم.
د ده په ذهن كې د هغو بېلابېلو ليكونو او پيغامونو ياد راتازه شو چې پلار  يې د زندان پر مهال ور استولي و، او ده د يوه ځواب هم نه و وركړى.
_ د ده كمبخت خو ډېر دردناك داستان دى
_ هو ، كه ته يې په اړه نور هم معلومات تر لاسه كول غواړې، نو خپله ورسره خبرې وكړه، كه وايې زه به يې را وغواړم.
_ نه، نه، د دې څه اړتيا نشته، زه له تا څخه هيله كوم چې له دې معلول انسان سره ډېره مرسته وكړئ، زه پرې ډېر خپه شوم. او هغه ته يې وويل: زه اوس  بېرته راځم، پاڅېده او د خپل موټر خواته روان شو.
څو شېبې وروسته چې كله هغه بېرته دفتر ته راغى، نو د هغه په لاس كې يو چك و.
_ زه ستاسې ادارې ته د پينځو لكو روپو چك دركوم، هيله ده قبول يې كړئ.
_ مننه، زه به همدا اوس درته رسيد دركړم.
څو شېبې ورسته چې كله پلار او زوى په موټر كې كور ته روان شول، نو منير خپل پلار ته وويل: پلاره! ډېره ښه دې وكړل چې له دې ادارې سره دې مرسته وكړه، دا اداره معذورو او بې څوكه خلكو ته پناه وركوي.
_ هو، زويه! دا د ډېر ثواب كار دى، موږ بايد دغه راز د ثواب كارونو كې برخه واخلو، پدې الله راضي كېږي.
                                            ***
برياني ډېرې خوندروې وې، مظفرخان له كلونو وروسته، دغه راز خواړه خوړلي و، ده په خوړو، خوړو كې د دغه كار نامعلوم خيرخوا شخص ته په زړه كې دعا كولې چې له دې مرستندويه ادارې بې څوكه خلكو ته يې دغه خواړه راستولي دي.

پاى
روښان مېنه، كرايي كور
د روژې يولسمه، د شپې پاو كم دولس بجې