څله راګورې څه کول غواړې ته
جوړ په نظر مې قتلول غواړې ته
نور دې هم ظلم ته زور ورکړه اشنا
که مې پاګل، پاګل کول غواړې ته
دا چې په بله رانه مخ اړوې
دا مې زړګى ازارول غواړې ته
داسې چې ګورې، جوړې څرک جانانه!
له کلي کوره ورکول غواړې ته
راله دې زړه، راله زړګى راکړه
که نه وي زړه کې راله ځى راکړه
خوښه دې خپله خو بس ماله ياره
په دغه دواړو کې يو شى راکړه
که لږ نشه شمه او درد مې هېر شي
ساقي پياله را، کنډولى راکړه
ربه! جانان که راله نه راکوې
مرګ، خو مې حق دى، نو مرګى راکړه
١٣٨٦کب١١
ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتي
لکه ووړ ماشوم خبرو کې بندېږم
لکه واوره چې د لمر په تاو ويلېږي
داسې زه دې بېلتانه کې ويلې کېږم
دامنمه چې مې نه شوې، خو جانانه!
دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم
لکه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ کې
داسې زه پخپلو اوښکو کې لمبېږم
دغه هسې تصنوع ده اصل ندى
دا چې ياره! د دنيا مخکې خندېږم
١٣٨٦کب ١١
روغ رمټ وي زړه په چغو په فرياد شي
چې اشنا مې کله هم چرې راياد شي
ستا د زلفو نه کاروان د وږمو راوړي
ستا له کلي چې راپورته کله باد شي
بېرته کډه ورله غمه د يار راوړه
چې کنډر کنډر زړګى مې پرې اباد شي
صدقه به دې په درکې زندګي کړي
که قبول دلېوني سردار مراد شي
٢٠٠٨/٥/٣
شېبه حيران شوم چې هغه پرته ده
که نه په مخکې مې ډيوه پردته ده
څنګه جرئت وکړمه، خواله درشم
ستا، خو په رګ، رګ کې لمبه پرته ده
درزا دې رو کړه زړه چې ويښه نه شي
جنۍ مې غېږه کې ويده پرته ده
د دې محل وګړي ټول ويده شول
خو لا يوه کړکۍ ايله پرته ده
٢٠٠٨/٥/٢
زړه دې پوه کړه چې سړى شي
څرکه! نه چې لېونى شي
ته چې راشې خزان لاړ شي
ته چې راشې نو سپرلى شي
خپل جانان باندې يرېږم
هسې نه رانه پردى شي
ټول غمونه رانه هېر شي
يار چې وخاندي موسکى شي
١٣٨٧ورى١٦
ته راله خير خېرا کوه، خو ياره!
زه به همېش درله دعا کومه
پام چې خورې زلفې راټولې نه کړې
نن دې همداسې تماشا کومه
ته زه منم چې جفاګانې کوې
خو زه به تا سره وفا کومه
چې مې له غم دنيا خبره نشي
زه په ژړا کې هم خندا کومه
١٣٨٧/٢/١
څنګه شمه چې د اور په تاو اوبه شي
داسې هجر کې دې ياره! زما زړه شي
نه په مال باندې مړېږي څوک دنيا کې
نه به وږي د ديدن چرې ماړه شي
چې له ياره مې لاس وانخلې رقيبه!
ګوره! دا به درته بيا چرې ښه نه شي
ستا له غمه سردار ټوله شپه شوګير و
لږ يې سر په ځنګون پرېده چې ويده شي
١٣٨٧/١/١٦