ټپې، ټپې دي، سندرې دي نغمې دي
ستا خبرې ياره! ستا په شان خوږې دي
دغه ستا د شرابي سترګو کانې دي
راپسې چې اوس د ټولو خلکو خولې دي
دا چې سوى، سوى بوى مې له خولې خېژي
دا مې بلې په زړګي باندې لمبې دي
نور خو خداى شته ښکلي ډېر راباندې ګران دي
خو بدېږي مې په دې چې بې وعدې دي
زه سردار يې په لومړي نظر نشه کړم
سترګې ستا څه د زړو ميو پيالې دي
١٣٨٥لوى اختر لومړۍ ورځ
څومره سوز دى په دې غږ کې څومره ساز دى
دا د کوم يو لېوني د زړه آواز دى
چې منزل ته رسېده يې هډو نشته
دا مزل د عشق څه دور و دراز دى
دا منم چې ښکلي ډير دي په دنيا کې
خو جانان مې په دې ټولو کې ممتاز دى
دا چې تل راته نه، نه کوې جانانه!
دا دې قصد دى او که نه دغه دې ناز دى؟
خدى خبر چې دا انجام به يې لا څه وي
لېونتوب د محبت چې بيا اغاز دى
٢٠٠٨/٥/١٢
ته چې نه يې، نو زما هم مزه نه وي
ته چې راشې، نو زړګي ته سکون راشي
هغه هم به زما مينې ته حيران شي
که دنيا ته چرې بېرته مجنون راشي
لکه ووړ ماشوم مې زړه راته ژړېږي
ستا له تلو سره پرې داسې جنون راشي
زړه مې غواړي چې يې زړه ته رانږدې کړم
کله هم چې چرې مخ ته پښتون راشي
٢٠٠٨/٦/٧
غواړمه چې هېر دې کړم، خو نه کېږي
ګورو به اشنا چې روستو څه کېږي
څه وکړم مجبور يم ګنې هر وختې
ياره! ستا ليدلو ته مې زړه کېږي
ښه دى چې په کلي کې ګودر لرو
ښه دى چې زموږ پکې کاته کېږي
زه خو دې نور ستړى انتظار کړمه
وايه کنه کله دې راتله کېږي
هسې نه چې يخ مې درنه ووهي
پټ مې کړه اشنا زما ساړه کېږي
٢٠٠٨/٦/١٨
شونډې يې غلي دي نظر خاموشه
خدى خبر ولې دى دلبر خاموشه
ته چې له کلي ځينې تللى يې نو
کلى خاموشه دى، ګودر خاموشه
داسې چې ستا ظلم جاري وي اشنا
يو ورځ به شي مې زړه ځيګر خاموشه
خدايګو د چا سترګو سپېرو وواهه
داسې خو نه و مازيګر خاموشه
ستا بېلتانه په دغه رنځ اخته کړ
سردار ګرځېږي اوس اکثر خاموشه
٢٠٠٨/٧/٨
منمه اور به په شېبه لګيږي
خو په وژو يې زمانه لګيږي
لكه تيركش دې باڼه داسې ياره
رسا، رسا په نشانه لګېږي
ستا د وړې خولګۍ خبرې اشنا
په ما خوږې لكه ټپه لګېږي
هر وختې شنه جوړه كې ګرځه ګلې
تا سره دغه جوړه ښه لګېږي
۱۳۸۵ لړم ۱۵
كاشكې په خوله مې وى زړګى لېونى
اوس به زه نه وى لېونى، لېونى
ستا انتظار كې اشنا ستا نه مخكې
هسې نه را نشي مرګى لېونى
چا سره خپل كوټه نصيب بدل كړم
څه سره ووهم تندى لېونى
دا پېرزوينه هم د تا ده اشنا
چې راته وايي هر سړى لېونى
جانان مې پړه په غاړه ناخلي وايي
سردار خو و، سردار خو دى لېونى
د يوه شعر نه په الهام
څو كه كړم خواري راله خوب نه راځي
وه سردارولي راله خوب نه راځي
زه به بوډاتوب كې ربه څه كوم
لا خو ده ځواني راله خوب نه راځي
ستا د بېلتانه د غم له لاسه زه
ګرځم سودايي راله خوب نه راځي
ورځ هم زه تمامه ويښه تېره كړم
شپې تر سبايي راله خوب نه راځي
راشه چې د غم ځنې دې خلاص شمه
وي چې تنهايي راله خوب نه راځي
25/11/2008
برى يې نشته ناكاميږي سړى
مينه كې هر وخت ناكامېږي سړى
د دغه وخت په ښكلو، ښكلو باندې
بد به كوي چې مينېږي سړى
زما كه اورى سره ښه مه كوئ
ښه سړيتوب كې خرابېږي سړى
پدغه ورځو كې كابل ته مه ځئ
چا راله وې پكې ورانېږي سړى
وخته لوټ شوى وي پدغه ښار كې
څو چې په ځان باندې پوهېږي سړى
منمه ډېر دي خو توپير يې ګران دى
سړي نه ډېرو كې وركېږي سړى
26/11/2008
توري پايته رسي ثنا نه رسي
دې باندې، خو وسه زما نه رسي
څو كه دوى ځانونه خدايان ګڼي
وايي دي، خو تا ته الله نه رسي
شپه چې د چا كور كې مقرره وي
هغه له بېګا تر سبا نه رسي
كوږ بار حقيقت دى بې منزله وي
سرته هيڅ يو كار په خطا نه رسي
9/11/2008
چې دې په وس نده وعده مه كوه
هر ځلې ماسره دوكه مه كوه
شېخه زياتي ورباندې بد ښكارېږې
هرې ګنا پسې توبه مه كوه
خلك دي پوه به شي بدنامه به شو
ګرانې په لار كې اشاره مه كوه
په محبت كې هرڅه كېږي اشنا
چې محبت كړې اندېښنه مه كوه
كله چې هم څه درته وايمه زه
منه يې مه، اندېښنه نه مه كوه
هسې نه تاو نه يې لمبه شي دنيا
څركه! د درد سوې ناره مه كوه
توكل په خداى كړه راشه
بانه يو شى كړه راشه
په ما بهار راوله
په ما سپرلى كړه راشه
يا خو مې روغ او يا مې
سم لېونى كړه راشه
بې تانه مرمه اشنا
تم مې مرګى كړه راشه