خوله مې خوږه كړه راشه
ماته توبه كړه راشه
ژوند كې يوځل خو ياره!
وعده پوره كړه راشه
رقيبان واړه اشنا
لمبه لمبه كړه راشه
زړه مې ښه كېږي په تا
ځان راښكاره كړه راشه
ته يې تكميل يې اشنا
سردار پوره كړه راشه
په زړګي مې څه نرى شانې درد راشي
چې جانان راځنې كله هم جدا شي
خداى خبر كه مې بيا دغه خوب رښتيا شي
لېونۍ په ژوندانه كه بيا زما شي
هره شپه زه پدې هڅه په دې هاند يم
چې مې سترګې سره ورشي خو سبا شي
ماته لاره څوك را وښايئ ملګرو
څنګه وكړمه جانان چې مې پخلا شي
هسې زېب دې په سركو شونډو موسكا كړي
لكه بوټې كې تازه ګلونه وا شي
ته مې لاس په لاس كې واخله چې جانانه!
رقيبانو مو په ليدلو ورخطا شي
بيا به څه كړو بيا به څه كېږي سرداره!
كه له مينې مو خبره دا دنيا شي؟
دا دې ماته غوړولى جوړې دام دى؟
چې خور كړى دې په مخ د زلفو لام دى
دا مې ستا د نامه توري پكې نغښتي
ځكه خوږ مې تر شكرو هم كلام دى
هيڅ خلاصى د پښتنو ورځنې نه شي
غوړېدلى ورته هره لار كې دام دى
خود غزل به مې له شر او شوره ډك وي
چې اخيستى مې پايزېبو نه الهام دى
خداى خبر كه ترېنه روغ شمه سرداره!
نړېدلى مې د زړه د خونې بام دى
۳۱،۱۳،۲۰۰۸
ښه دى چې بيا دې راله نه ونه کړه
ښه دى چې زړه زما لمبه ونه کړه
ته راله تل بلا ګيلې کوې، خو
ما درته ژوند کې هم يوه ونه کړه
ستا په سپېره خولګۍ كې نه ناسته ده
كله دې هم جانانه! ښه ونه كړه
مدام وعده راله د بيا راكوې
چرې دې نغده اراده ونه كړه
دا مې جانان راسره نه و څركه!
ځكه دې سږ اختر مزه ونه كړه
٢٠٠٨/٥/٢٣
نن مې دې زړه ګنې خطا ونه كړه؟
چې په راتلو يې درزېدا ونه كړه
ښه يې ليدمه چې يې در كې پروت يم
خو يار له كبره څه پروا ونه كړه
د زړه خبره مو په زړه پاتې شوه
يار هم ونه كړله، هم ما ونه كړه
نن په محفل كې سره ويل يارانو
سردار غزل كې څه بلا ونه كړه؟
۲۹،۱۲،۲۰۰۸
ته قبوله مې دعا كړې
بېرته يار ربه! زما كړې
دا غوټۍ شولې ګلونه
كه جانان مې شونډې وا كړې
زه پرې خوښ يم، خوښه ستا چې
اوس دعا او كه ښېرا كړې
دا اوبه د ژوندانه وې
كه دې شونډې خوله كې راكړې؟
22/12/2008
داسې چې شور دې پايزېبونه كوي
زړګى به خود زما ټوپونه كوي
ما ترېنه ساته چې ما ونه وژني
قاتلې سترګې دې مرګونه كوي
زما وژلو ته دې ايښې جوړې؟
داسې چې دى اشارتونه كوي
زه يې له غمه شپه رڼه تېره كړم
خو يار بې غمه خپل خوبونه كوي
نور سره يو شول، سره غاړې وتل
پښتانه خپلو كې مرګونه كوي
د ۱۳۸۵كال غبرګولي۵ مه
خون به مې واخلي خونخورې سترګې
واړوه ما نه دې لمبې سترګې
مه شه بې تانه تر سهاره پورې
يوه شېبه كه شي ويدې سترګې
خداى دې زموږ مينې ته خير راپېښ كړي
د چم مالت شوې راپسې سترګې
خدايګو چې ماله هم ژړا راولي
كله چې هم وينم لمدې سترګې
تا كړو ناوخته ګنې ستا لپاره
څركه! تر ډېره غړېدې سترګې
۱۳۸۷ليندۍ۲۴مه
دا ژوند مې خواله راغى که مرګى راغلى دى
له ډېرې مودې وروسته څوک سړى راغلى دى
ويل دې چې سپرلى شي نو په بېرته به راځې
راځه کنه جانانه پسرلى راغلى دى
ليدو باندې مې کلي کې وړو چغې شروع کړې
هلئ، راشئ، راځئ چې لېونى راغلى دى
نن بيا خدايزده د چا کمبخت کورګى به ورانوي
نن بيا زمونږه کلي ته مرګى راغلى دى
موده وشوه چې هيڅ يې زه له حاله خبر نه يم
نه خط د جانان راغى او نه دى راغلى دى
څومره چې د بېرې شات خواږه لګي
دې نه دې هم زيات ياره کاته لګي
زه پرې لکه ګل هسې تازه شمه
بوى يې د راتلو چې پر ما ولګي
نور هم بلا ښکلي ښکلي شته دى خو
څه وکړمه، تا سره مې زړه لګي
تا چې له رقيبه سره وګورم
سوى مې په دې سوي لړمانه لګي
دغه عادت بس دى ياره! ورک که نور
ستا دې ((نه)) او ((نه)) سره مې نه لګي