يوه ورځ همداسې موږ پخپل لاس جوړ شوي شيان د اغلې سلطانې خدمت ته واستول، يو ساعت وروسته غلام دا شيان بېرته راوړل او ويې ويل چې د سلطان مور د دې کار په ليدو ډېره خوښه شوه، او د غلام په لاس يې يو څه ډالۍ هم راستولې وې، چې پکې د جامو ترڅنګ ډول ډول ګاڼې شاملې وې. زما برخه کې د ياقوتو امېل او بازو بند ترڅنګ هغه ښکلې جامې چې ما په ډېر دقت او هنر سره په زر تارو ګنډلې وې، ورسېدې، د دغه ډاليو په ليدو موږ ډېرې خوښې شو، چې بيان يې زما په وس کې ندى، او تر اغوستو يې په رښتيا هم زما په ښکلا کې زياتوالى راغى، ما هيله لرله چې که لولا راشي ، نو ضرور به سور رنګ زما د قسمت رنګ وبولي.
تر ډېره مو پخپلو منځو کې په خوښۍ او خوشحالۍ خبرې کولې، بيا د لولا د ښه راغلاست خونې ته لاړو.
په ډېرې بې صبرۍ خپلو ځايونو کې کېناستو چې هغه راغله، دا لکه د تل په څېر په ډېر ناز و ادا، ورو ورو راغله او د خونې په منځ کې په خپل ځاى کې کېناسته.
له راتګ سره سم، مو ورته په يوه خوله ښه راغلاست و وايه.
_ خداى مو قسمت ښه کړه
د لولا په ليدو له څلورو لورو نه سوالونه پيل شول، يو چا وويل: داسې څه وکړه چې زما وار ژر راشي
يو چا پوښتنه ترې وکړه: پدې نوې مياشت کې دې څه، څه ليدلي دي؟
يو لوري نه غږ راغى: ايا دغه مياشت زموږ ته بختوره ده؟
دغه راز ډول ډول پوښتنې په ډېرې بې صبرۍ او بې قرارۍ له لولا څخه کېدلې، دې په ځوا ب کې وويل: بچيو! له تادۍ نه کار مه اخلئ، صبر وکړئ، د ځوانانو عادت دى چې له چانه وروته نشي کېناستى، ستاسې د ټولو وار به راشي، مګر نن به تاسې ته د ملغلرې ښه والى او بدوالى بيان کړم، ښه په غور سره زما خبرې واورئ! ترڅو چې زه خبرې کوم، تاسې غلې کېنئ، خبردار! زما په خبرو کې به مداخله نه کوئ، د دې نوې مياشتې په راختو ما ډېر معلومات تر لاسه کړي دي، زه د ستورو تګ لورى پېژنم، دې علم په ماکې دا توان پيدا کړى چې ستاسې په شان زه هم ځان ځوان احساس کړم، علم تل انسان ځوان ساتي، زما بچيو! دا خبره هيڅکله مه هېروئ، زه ګورم چې تاسې ټول د ملغلرو امېل په غاړه ګرځئ، نو پدې خاطر زما خبرې هم له ملغلرو پيلېږي.
لولا د خبرو په دوام وويل: ملغلرې د پاکوالي نښه ده، که له يو ځل اغوستو وروسته يې په بې قدرۍ وباسې، نو پدې کې د رخې او کينې ماده پيداکېږي. بيا يې اوبه ځي، بلکې دا ژاړي او د همدې ژړا له امله يې رنګ پيکه کېږي، نو پدې خاطر تاسې يې بايد له اغوستو وروسته کله هم ونه باسئ، په ملغلرو کې دا خاصيت دى چې اغوستونکى خوښ او خوشحاله ساتي، د ډېرې مودې خبره ده، ښايي دا کيسه تاسې هم اورېدې وي، د خپلې زمانې د يوه پاچا مور په کښتۍ کې ناسته وه او د باسفورس سيل يې کاوه، چې هار يې اوبو ته ور پرېوتو، له دې پېښې وروسته د پاچا مور هيڅ سکون تر لاسه نه کړو او بله ورځ پسې مړه شوه.
موږ په ډېرې توجه سره د لولا خبرې اورېدې، هغې ويل: زه ګورم، چې تاسې اکثره انجونې يو ډول نه يو ډول ملغلرې استعمالوى، که د اغوستونکي زړه يې پاک وي، نو خامخا به يې د ملغلرو غمى راتلونکى ښه کړي.
د لولا له خولې نه د دې الفاظو په اورېدو موږ له ډېرې اندېښنې ژر ژر خپلې خپلې غمي لرونکې ګوتې وليدلې.
لولا پدې اړه نورو خبرو ته هم دوام ورکړ. ملغلرې، په تېره د نيلي رنګ غمي د هغو خلکو قسمت جوړوي چې په زړه کې د مال دولت او واکمنۍ هيله لري، مګر پدې برخه کې زما يوه خبره مه هېروئ، که په هر ډول کوم غمى استعمالوى، نو له سره يې تراش کړئ، ځکه چې دا د هر خاوند بدبختي له ځانه سره راوړي، که پخوانى خاوند يې بدبخته وي، نو نوى خاوند به يې هم بدبخته شي، تر دې که د يو چا غمي لرونکې ګوته د يو څو ورځې لپاره امانت هم واخلې نو دغه اثرات لري.
د لولا دا ډول عجيبې او غريبې خبرې مو په ډېر پام سره اورېدې او هغې پدې برخه کې نور معلوماته هم وړاندې کول.
لولا و ويل: زمرد يوه تيږه ده، چې اغوستونکى زړور کوي، دا له خپل ځان سره نېکبختي راوړي، دا د سرو زرو په تعويذ کې تاوه کړئ او بيا يې په غاړه کړئ چې له زړه سره مو نږدې وي، ځکه له دې سره روغتيا غښتلې کېږي او که چېرې يې اغوستونکى په جنورۍ زېږېدلى وي، نو بيا خو يې د نېکبختۍ اندازه هډو څوک لګولى هم نشي.
لولا په اړخ بدلو سره زياته کړه:
اوس زه تا سې ته د ياقوتو په اړه معلومات درکوم، په تاسو کې د ډېرى انجونو په غاړو او لاسونو کې زه هغه ځلا ګورم، په ياد ولرى، ياقوت د نورو ملغلرو ملکه ده، د دې اغوستونکى تل خوښ وي، تل تر او تازه وي، د ده استعداد غوړېږي.
يوه بله خبره هم په ذهن کې وساتئ، د ياقوتو چې ډېر کوم څېز بدې ايسي، هغه کينه ده، په ځانګړي توګه په هغو خلکو کې خو يې سره هم نشي ځغملاى چې په فبرورۍ کې زوکړي وي، ځکه په دې مياشت کې د زېږېدونکو خلکو باندې يې اغېز ډېر وي.
د لولا د دې خبرو په اورېدو مې څېره په ځلېدا شوه، ځکه زه په فبرورۍ کې زېږېدلې يم او بل دا چې زما پر غاړه د دسمال او غاړې رنګ سور دى، د دې مانا دا شوه چې زه ډېره نېکبخته يم، ياقوت زما ملګرى دى او په زړه کې کينه هم نه لرم... !
تر ډېره د ملغلرو په اړه لولا خبرې کولې، بيا يې پوښتنه وکړه، ايا بله کومه داسې ډبره هم شته چې تاسې يې په اړه معلومات ترلاسه کول غواړئ؟
خو زموږ په ذهن کې کوم داسې نوى نوم رانغى، اوس مو ورنه غوښتنه وکړه چې خپل کمالونه را وښايي، دې يو څوه جادوګري وکړه او بيا لاړه...........
د دې له تګ وروسته تر ډېره موږ د دې عجيبه خبرو په اړه فکر کاوه.
يو بادشاه .........، څو وينزې!
زموږ له ډلې څخه يو څو د ګوتو په شمار انجونو د سلطان د مور له برکته ښه په چټکتيا د پرمختګ مزل کاوه، پدې کې يوه زه هم وم، اوس موږ له پخوا ډېر ښکلي او شاندار محل ته راغلو، د ښکلا ټاکنې کمېسون په دې هڅه کې و چې په موږ کې تر ټولو ښکلې انجونې غوره کړي.
هره جنۍ چې له پېرلو وروسته دلته راوړل شوې وه، دې به خامخا يو نه يو کار کاوه او يا به د يوې څانګې پورې اړونده وه. د هرې څانګې يو مشر و، کومې انجونې چې په څانګه کې يې کار کاوه مجبورې وې چې خپل کار سرته ورسوي.
د څو انجونو سره يې زه يوې ايرانۍ مېرمنې ته حواله کړو، زموږ دغه ګروپ د بېلابېلو توکمونو مجموعه وه، عرب، روسي، استراليايي، فرانسوي او مصري انجونې پکې وې ، په ډېرې مينې سره ژوند تېرولو.
زموږ نوى هستوګن ځاى ډېر ښکلى و، ښه پراخې پراخې کوټې، دېوالونه يې ښکلي رنګ شوي و، دا رنګونه دومره په زړه پوري و، چې چې که به دې ور وکتل، نو يو څو شېبې به دې ضرور نظر ورته تمېده، د خونې چت داسې ښکارېده لکه د نيلي اسمان لاندې چې ناستې يو، او کله به چې شمعه بلېده، نو داسې به برېښېده لکه سپوږمۍ چې ځلېږي.
په هرې خونې کې ښکلې او قيمتي قالينې چې له ايرانه راوړل شوې وې پرتې وې.
مخکې موږ د زر دوزۍ کار کاوه او اوس موږ د ښکلا کمېټې کې وو، دا زما لپاره يو په زړه پورې بدلون و، د ډول ډول نسخو له مخې به مو د د سلطان دويمې مېرمنې ته عطر او نور د سينګار توکي تيارول.
زما او د عزيزې ژوند له خوښيو ډک و، موږ له دې امله هم ډېرې خوښې وو چې زموږ ملګرتيا غښتلې وه، موږ اندېښنه درلوده چې له يوې څانګې نه بلې څانګې ته په تبديلۍ کې موږ سره بېلې نشو، خو د خداى شکر و چې دا اندېښنه مو بې ځايه وخته، د دې څانګو مشري چې د چا په غاړه وه، د هغو مېرمنو ښه ساعت تېر و.
دوى ځانګړې خونې، جامې، ځانګړي غلامان او وينزې لرلې، تر دې چې ځانګړى خواجه سراى يې و، د پيسو خو يې هډو کمى نه و، څومره يې چې غوښتل هومره يې مصرفولاى شوې. دوى لکه د سلطان د ښځې مرتبه لرله، دوى له سلطان سره واده نه و کړى، يوازې د هغه خوښې ته په انتظار وې، کله هم چې هم هغه غوښتاى واى له دوى نه يوې سره واده کولاى شو.
دې څانګې ته له راتګ وروسته موږ ټولو ته ځانګړې زده کړه راکول کېده او دا هرڅه د سلطان د مور په حکم ترسره کېدل. د دې زده کړې وروسته به موږ هم د يوې څانګې مشري پر غاړه واخلو، موږ ته دا هم ويل شوي و چې د وخت په را رسېدو سره موږ نه يوه دسلطان محبوبه کېداى شو، د يوې وينزې په حيث نه بلکې د هغه د مېرمنې په توګه، د سلطان اوسنۍ محبوبه يوه نڅاګره وه، کومې چې په شاهي ماڼۍ کې په عيش اوعشرت کې ژوند تېراوه.
لوى سلطان خپل اظهار په بېلا بېلو طريقو سره کاوه، کله به يې چې کومه جنۍ خوښه شوه، نو هغې ته به يې امر وکړ چې نقاب لري کړي.
کله به چې موږ د لوبو او ساعت تېرۍ لپاره د حرم باغچې ته تللو، نو ټولو سړيو ته به بهرته د تلو حکم کېدو او حبشي خواجه سرا باندې به تاکيد کېده چې هيڅ يو سړى دلته را پرېنږدي، دې خواجه سرا به بيا ويستلې توره پهره کوله، که کوم سړى په مخه ورشي چې سر ترې پرې کړي او بيا يې د سلطان پروړاندې حاضر کړي او له امله يې بې شمېره انعامونه ترلاسه کړي.
پداسې موقع به کله ناکله خپله سلطان هم راته، او له موږ څخه به يوې ته د نڅا يا سندرو حکم وکړ، دا هغه وخت و چې ډېرى انجونې به د رخې او کينې په اور کې سوځېدلې، ځکه چې سلطان يو و او وينزې بې شمېره!
نور بيا