هغه حياناکه وه
اوس هېڅ ډول نښه نه وه پاتې، زه هم د پخوا په څېر نه وم، د خپل منزل نښه مې هم هېره کړې وه، کله جذبو پارولى وم، کله ځوانۍ او کله هم خپل مقدر، اوس د زندګى پر دې لار تلو، تلو کې خداى خبر چرته نه چرته رسېدلې يم.
زه ايله د شپاړسو کالو وم چې د ښايست خبرې مې هره خواته کېدې، ما پر خپلې ښکلا ناز کاوه او د کورنۍ هېڅ يوه جنۍ مې خپله سياله نه ګڼله، زما په خيالونو کې يو ښکلى شان شهزاده و، چې له ماسره به واده وکړي او خپل شيش محل ته به مې يوسي، مګر زما په ارمانونو خپل مشر ورور زاهد خاورې واړولې، هغه داسې چې له يوه واده شوي پوخ سړي سره يې زما واده وکړ.
دا واده زما لپاره د خزان پيغام و، مګر زما خاوند د خپلې ځوانې مېرمنې په ليدو هوښ له لاسه ورکړ او خپله پخوانۍ مېرمن ميمنه يې طلاق کړه، ځکه چې له هغې لومړنۍ څخه يې کوم اولاد نه درلود، لکه د اولادنو د زېږون لپاره يې چې زه دلته راوستې يم.
په خسرګنۍ کې مې تر لرې لرې پورې هيچا هم خوشحاله ژوند نه درلوده، تل به يې له يو بل سره په نه خبره جنګ کاوه، ټول خپه خپه و، سهار به خپلو کروندو ته تلل، د مېښو په شيدو به يې ګوزاره کوله او پيرانو او زيارتونو ته معتقد وو.
ماښام به چې شو مال به يې له څړ ځايه راوست او له موږ سره نږدې به يې وتاړه، زه يوه د پاکې طبعې خاونده وم، پر دې سربېره په يوه کور کې دوى ټول سره يو ځاى اوسېدل، يو درجن ايندروګانې، عمه ګانې او ...، نه پوهېږم څه او څه ...
د هرې ورځ له جنګه چې په تنګ شوو، اخر مې خاوند زه کراچۍ ته يوړم، دا زما د خوبونو ښار و، دلته په راتګ سره زما ژوند کې يو څه بدلون راغى، لوړ پوړيزې ودانۍ، پراخه سړکونه، پرمختللي خلک او... فکر مې کاوه چې اصلي ژوند خو دلته دى.
په يو څو ورځو کې زه د دې ښار په رڼاګانو کې ورکه شوم، د کلي په (سکينې) او د ښار په (نمرا) کې پوره توپير راغى،(په کلي کې يې نوم، سکينه و او دلته يې ځانته نمرا نوم غوره کړ.) په همدې ورځو کې مې اولاد په نس  شو، خداى راته يو ښکلى شان زوى په نصيب کړ، له دې وروسته، مو ژوند ډېر يو څه ښه شو، کال وروسته بل اولاد او بيا بل... کور د دوى شور او مستۍ په سر واخيست.
خو ما دلته هم تر ډېره سکون ونه مونده، ځکه کله به چې خلکو زه او زما خاوند ليدو، نو ويل به يې چې خداى خبر په دوى څه شوي، دومره ښکلې جنۍ او له داسې عمر خوړلي سړي سره واده کول؟ ځينو خو به ويل: ښايي بدکاره به وي چې داسې سړي سره يې واده شوى...
د خلکو د دې ازغنو خبرو په اورېدو به زه ډېره خپه کېدم او ډېر به مې ژړل، له خدايه به مې ګيله کېده چې زما نصيب يې ولې له داسې سړي سره کړى دى چې خلکو ته د منلو ندى؟ اوس مې يوه يوه رشته (مرکه) سترګو سترګو ته کېده،د کورنۍ په ټولو نجونو کې زه بدبخته وم، اوس مې ويل کاش له پلانکي سره مې واده شوى واى، نو ښه به واى.
که ريښتيا راباندې وايې، پښېماني انسان ډېر ځوروي، دغه ځورېدنه سړى له پښو غورځوي، که اوبو وړي ته بله کومه تکيه نه وي، نو ځګ او خځلې هم ورته غنيمت ښکاري، خو ځه، اوس هم ښه ده چې ژوند مو تم شوى ندى او روان خو دى، له خپل خاوند او بچيو سره شپې سبا کوم، خاوند مې ډېره خواري کوله، د سهار په څلورو بجو به پاڅېده او د شپې ناوخته به بېرته راغى، چې زه به تل ورته سترګې په لار وم او لارې به يې څارلې، کله به  چې راورسېد، ستړى ستوړى به و او ژر به ويده شو، کومه شپه به مې چې ورته د ناستې ويل، نو راباندې به په قهر شو چې سهار منډيي ته ځم، که لاړ نشم او پاتې شوم، نو څه به خورو، د دې خبرې په اورېدو سره به زه هم غلې پاتې شوم.
اخر زه هم مجبوره شوم، د خپلې بوختيا لپاره د يوې ذريعې په لټه کې شوم، د چم ګاوند له وړو انجونو سره مې دوستي پيل کړه، کله ناکله به مو، د چکر پروګرام هم جوړ کړ، ارايشګاه ( سينګارتون) ته به لاړو او کله ناکله به د کومې يوې ښکلې جنۍ په غوښتنه ايسکريم خوړلو ته لاړو.
اوس ژوند ستړى کوونکى نه و، مګر د زړه دښته مې اوس هم تږې وه، دې ورځو کې مې هېڅ ارام نه و، فکر مې کاوه چې څه کېدونکي دي.
يوه ورځ چا په زوره دروازه ووهله، او په وېرېدلي انداز يې وويل چې سجاد خان ټکر کړى دى....!  ما ژر دروازه پرانيسته، په مخکې مې يو ښکلى ځوان ولاړ و، موږ يو بل ته په کتو کې همداسې غلي پاتې شو، خو ده خپله خبره بيا تکرار کړه سجاد خان .....، ما ژر ځواب ورکړ: تاسې د سجاد خان مېرمن ته څه ويل غواړئ؟  زه د هغه مېرمن يم، د دې خبرې په اورېدو هغه يو څه پيکه غوندې شو.
موږ دواړه روغتون ته لاړو، سجاد سخت ژوبل شوى و، له يوه چټک موټر سره يې ټکر کړى و، تر څو ورځو پورې هغه ناپېژانده ځوان روغتون ته تلو او راتلو، موږ دواړو يو ځاى د سجاد خدمت کاوه، ترڅو چې مې خاوند په روغتون کې و، زموږ د کور په اړتياوو سربېره د دوا، درملو پيسې هم ده ورکولې.
 پداسې مهال د هرې مېرمن هيله وي چې د بچيو پلار او خاوند يې ښه شي. څو ورځې خو مې په عادي حالت کې له شاه زمان سره په روغتون کې په خوښۍ تېرې کړې،( شاه زمان دغه ناپېژاندى ځوان دى ) مګر نه پوهېږم، څه چل وشو چې خپل نيمځالى خاوند او کورنۍ مې پرېښوده او له ده سره له کوره وتښتېدم.
په رېل ګاډي کې مې د سفر پر مهال دا سوچ کاوه چې، هغه ژوند څومره پيکه او بې خونده و، له ژونده خو مې اوس خوند اخيسته، د خپلې خوښې له هم سفر سره مې سفر کاوه.
تر اوسه، خو مې له سجاده طلاق نه و تر لاسه کړى او نه د شاه زمان ښځه وم، ځکه طلاق اخيستل هم حوصله غواړي، پدې هم وېرېدم چې څو به داسې پټ ګرځو، اخر هم خلکو ته پته لګي چې حقيقت څه دى؟
په تګ تګ کې د ده په ځينو عادتونو هم پوهه شوم، ده به ډېر شراب او سيګرټ څښل، چې زه يې پرې هم راوستم، ماته اوس پته نه وه چې پدې پردي ښار کې به زما په نيمځالي خاوند او اولادونو څه تېرېږي؟ نه مې پرې سوچ کړى و او نه مې هم غوښتل.
په پيل کې خو د شاه زمان په ملتيا ډېره خوښه وم، ماته به يې ويل چې نمرا! ته سربېره پردې چې د درېو اولادونو مور هم يې ښکلا دې نده کمه شوې يې، خو زه ګورم ستا ښکلا هغه وخت پيکه شي چې د اولادونو ياد دې وځوروي او خپه شې، هڅه کوه چې د هغوى ياد دې ونه ځوروي.
دغه يو کال په موږ داسې تېر شو، لکه يو ساعت چې تېر شي..... او ما له ګناه ډک ژوند تېراوه، زه له دې خوبه هغه وخت پاڅېدم، کله چې يوه ورځ راته شاه زمان وويل: ته بايد اوس بېرته لاړه شې، ځکه دوه ورځې وروسته زه هم ځم، زما واده دى.
د دې خبرې په اورېدو راباندې ځمکه وګرځېده، د دې پرځاى چې د هغه ګرېوان ته لاس واچوم، خپل ګرېوان مې څيرې کړ، د ده خبرو راباندې لېونتوب راوستو، ما په چغو، چغو خداى خبر څومره سګرېټه پخپل بدن ګل کړل، ترڅو د بدن په ځورېدنه مې د روح درد غلى شي.
هغه به ولې اوس داسې ځوابولم او زه اوس څه ورته ووايم؟ دا منزل خو ما خپله غوره کړى و، د چا په خاطر چې ما خپل کور، خاوند او بچي پريښي وو، ده د سمندر په منځ کې زه يوازې پرېښوم، خداى خبر پر هغوى خوارانو به څه تېر شوي وي؟
ما لکه د لېونيو شاه زمان ته ليدل، مګر هغه ښه په سکون ولاړ و، د دې په څېره کې دکوم چا د خپلېدو خوښي ځلېده، اوس ده له مانه څه غوښتل؟
سړى چې کله ښځه پرېدي، د هغه هېڅ پروا نه وي چې دې ښځې څومره قرباني ورکړې، هغه ښځه که د ده معشوقه، مور،  ښځه، خور او يا ...........وي، ده ته يې هېڅ پروا نه ورځي.
اوس زه چرته لاړه شم؟ ما خو اوس، پلارګنۍ، خسرګنۍ او دنيا وال يو هم نه مني........ زه لکه  د وحشيانو غوندې د هغه لوري ته روانه شوم او ورته مې ويل چې زه دې داسې پرېښودم ، نو ولې دې له کوره راوتښتولم؟
_  ستا ښکلا راته دعوت راکاوه، ما تاته دوکه نده درکړې، ښځه بايد له خپلو اولادونو او خاوند سره بې وفايي ونه کړي، کله چې يوه ښځه مور شي، نو هغه يو لوړ مقام ترلاسه کړي، خو که هغه د دغه مقام قدر ونه کړي، نو  هغه د قدر او احترام وړ نده، ته وايې چې زما په خاطر دې خپل بچي او خاوندپرېښى، سبا که په ما څه وشي، او ته د بلې تکيې اړتيا احساس کړې، نو ما به هم پرېږدې.
واوره اغلې! زما کوژدن يوه شرمناکه او حياناکه جنۍ ده، ځکه زه ورسره واده کول غواړم، بېشکه هغه دومره ښکلې نده، خو حياناکه ضرور ده.
دغه جملې زما په غوږو کې لکه د سربو تويې شوې، دغه الفاظ به بيابيا زما په دماغو کې انګازې کولې، او زه به يې لېونۍ کولم، ما حواس له لاسه ورکړي و، هغه لاړه  او زه يوازې پاتې شوم، هغه زما د تنهايۍ او بې وسۍ هېڅ خيال ونه ساته.
اوس ما پدې سيمه کې ژوند نشو کولاى، او په کومو سترګو مې کړى واى؟ نو پدې خاطر مجبوره شوم او بېرته کلي ته لاړم، مستقيما د بابا صاحب مزار ته لاړم، کوم چې زموږ  د کلي په لومړي سر کې دى، هلته مې په ژړا، ژړا د خپلو کړو ګناهونو بښنه وغوښته، دومره مې وژړل چې بې هوښه شوم.
کله چې په هوښ شوم، نو د خپلو خپلوانو په منځ کې وم، د مزار منجاور زه پېژندلې وم او زما ورونه يې خبر کړي و، هغوى زه د بې هوښۍ په حالت کې  کورته وړې وم، کله چې  په هوښ کې شوم، خپل خپلوان رانه ګرد چاپېره ولاړ و، ټولو راته په کرکې کتل، مور مې بې هوښه پرته وه، پلار خو مې زماپه نه شتون کې ساه ورکړې وه، هغه غيرتي و، د خلکو سوالونه يې ونه شو زغملى.
اوس مې يوازې ورونه پاتې وو، چې دوى هم زما د وژلو په لټه کې وو، بيا زما د مور په راتګ داسې تماشا جوړه شوه چې ټول کلى خبر شو، چې زه بد کاره يم، دوى به چې څه ويل ما به په مړو سترګو اورېدل، خو د ورونو له وهلو او ټکولو نه مې د چم ګاونډ خلکو خلاصولم، دوى زما ورونو ته ويلي و، چې تر اوسه دې طلاق ندى اخيستى، د دې په خاطر دا د خپل خاوند ملکيت دى، څنګه چې هغه غواړي هماغسې بايد وشي، د ټولو کليوالو له پوهاوي وروسته مې ورونه زما له وهلو تېر شول او زما خاوند ته يې پيغام واستاوه چې ستا مجرم  راغلى دى، راشه پرېکړه وکړه چې څه ورسره وکړو؟
ترڅو چې سجاد نه و راغلى زه د خپلې مور کره وم او شپه ورځ به مې په ژړا ژړا له رب نه د ګناهونو بښنه غوښته، خداى خپل ګناهګار بنده ګان بښلى شي، خو خلک يې نشي بښلى، خداى خو ډېر بښونکى او مهربانه ذات دى.
په سبا چې کله سجاد راغى، نو ټول کليوال زموږ کور ته راټول شول، جرګه جوړه شوه، سجاد د خپلو امساګانو په تکيه راغى، دى اوس ډېر کمزورى شوى و، په لومړي نظر خو مې هډو ونه پېژانده، خلکو به ډول ډول خبرې کولې، مګر د ده په شونډو يوازې خاموشي خوره وه.
ډېرى خلکو به دى زما په وژلو مجبوراوه او خپل ټوپکونه به يې ورته مخې مخې ته کول، د کلي خلکو داسې حالت له خدايه غوښته، ټول مې مرګ ته شنه ناست وو.
د کلي په هر کور کې چې دا ډول پېښه رامنځته شي، ټول يې خپله پېښه ګڼي. کليوالو ښځو به د فاحشې او ... په نوم يادولم.
سړيو او ښځو دومره شور جوړ کړى و، چې زما زړه په درزا شو، داسې شېبه هم راغله چې ما ويل وتښتم، مګر که وتښتم، نو چرته به لاړه شم؟ مخکې مې هم مرګ دى او وروسته هم.
تل مې په زړه کې له خپله خاونده نفرت کاوه، څو څو ځلې مې دى رټلى او رد کړى و، خو اوس يې پر وړاندې بې وسه ناسته او د پرېکړې په انتظار يې وم.
اوس مې د ذهن ټولې بندې کړکۍ خلاصې شوې وې. فکر مې کاوه چې د خپل خاوند په له لاسه ورکولو مې څومره لوى جرم وکړ، هغه چې هر څنګه و زما خاوند او زما ساتونکى و، اوس راته پته لګېدلې وه چې که خاوند هر څومره کمزورى او ناروغ وي، پدې ټولنه کې د ښځې لپاره ترې بله لويه تکيه نشته.
هماغه خلکو چې پخوا يې زما د ښکلا ستاينه کوله او ويل به يې چې د سجاد ښځه حوره ده او د دومره عمرخوړلي سړي لايق نده؟ او اوس همغوى خاموشه وو.
 سجاد خان ښايي کومه پرېکړه نه شوه کولاى، ناڅاپه زه پاڅېدم او په تېزۍ د هغه په پښو کې پرېوتم، پدې خاطر که دى ماته طلاق راکړي، نو ورونه مې وژني _ خو که دى مې ووژني نو زما لپاره پکې نجات دى، په همدې خاطر مې ورته ويل: (( سجاد خانه! زه غواړم ستا په لاسو مړه شم، نه د دې دنيا والو په لاسو،ما وبښه ځکه زه ستا د بچيو مور يم، او يا مې هم ووژنه، خو له دې ځايه تش لاس مه ځه...))
له يوه خپلوان څخه مې ټوپک واخيست او سجاد ته مې ورکړ، چې ما ګناهګاره ختمه کړي.
زما دې خبرو د هغه په زړه تاثير وکړ، زما له لاسه يې ټوپک واخيست او لرې يې وغورځولو، بيا يې د کلي مشرانو او سپين ږيرو ته مخ راواړولو او ورته يې وويل: دې ته د خپلو ګناهونو احساس وشو او پښېمانه ده. نو پدې خاطر زه خپله مېرمن بښم.
زما د خاوند له خولې نه د دې الفاظو په اورېدو په ټول کلى خاموشي خوره شوه، يو يو له دې ځايه روان شول، چا به مې خاوند لېونى باله، چا د ښځې غلام او چا هم بې غيرته او... باله، مګر د خداى په مهربانۍ مې خاوند زه وبخښلم.
وايي چې: (( که خداى له خپل ځانه پرته بل ته د سجدې کولو اجازه ورکولاى نو، ښځو ته به يې حکم کړى واى چې خپلو مېړونو ته سجده وکړئ.))
د کليوالو له پيغور نه د خلاصون لپاره زه سجاد خان هريپور ته راوستم، په لومړيو کې خو مې بچي ماته نه رانږدې کېدل، خو وروسته هغوى هم وبښلم، هرڅه لکه د پخوا په شان شول، خو د دوى روغتيا ښه نه وه، ډېر کمزوري شوي وو.
له دې پېښې وروسته ما خپلو بچيو او خاوند ته ډېره مينه ورکوله او د دوى مې پوره، پوره خيال ساته، دوى ورو ورو رغېدل، مګر کله چې اوس هم زه سجاد خان په امسا د تلو په حال کې ګورم، نو فکر کوم چې زه يې مجرمه يم، ځکه کله چې ده تکيې ته اړتيا لرله ما يوازې پرېښودو.
د شاه زمان دا خبره مې اوس هم هر وخت ځوروي، چې ويل به يې زما کوژدن سره له دې چې ښکلې نده، خو حياناکه ده، اوس پوه شومه چې د ښځې لپاره حيا څومره لوى شى دى.
اوس زما شږ زامن او دوه لوڼې دي، د دوى په پالنه کې ډېره خواري کوم، سجاد سربېره پردې چې معلول دى، خو بياهم زما ملتيا کوي، د لورګانو ودونه مې په کم عمر کې وکړل، اوس زه نيا شوې يم، خو کله چې هم هيندارې ته درېږم، نو خندا راشي او ځان سره وايم چې اوس مې هم  ښکلا لا کمه شوې نده.
د دې کيسې د ليکلو نه مې موخه دا ده چې کله مور او پلار  د خپلې لور يا زوى واده کوي، کوښښ دې وکړي چې له همزولي سره ورته واده وکړي او د دوى خوښي اړينه وبولي.

پاى
د وږي درېمه نېټه١٣٨٧کال
د ننګرهار ملي راډيو تلويزون