چې  زندګي بې وفا شي!

د فرح پلار رضا اكا شتمن نه و، مګر په يوې خوشحاله كورنۍ كې يې واده كړى و، د خسرګنۍ په لارښوونه يې نوكري پرېښوه او يو كاروبار يې پيل كړ، چې سړى په كاروبار كې زحمت وباسې نو ثمر به يې خامخا ويني، ده هم ښه خواري كوله چې له همدې امله به يې ورځ په ورځ كاروبار ښه كېده چې رضا اكا هم پرې خوشحاله و، د فرح په پيدا كېدو يې پلار ډېر خوښ شو، ځكه پدې ورځو كې يې ډېره ګټه كوله، ده به خپله لور خوش نصيبه بلله، ډېره پر پلار ګرانه وه، تر دې چې تر زامنو يې هم ډېر ناز وركاوه.
وخت تېرېده، فرح منځنى ښوونځى پيل كړ، زه او هغه يوازې ښوونځي ته تللو، زموږ كورونه سره نږدې وو، هغه به زما پخاطر په موټر كې نه تله او دواړه به په خپلو پښو تللو.
پدې ورځو كې رضا اكا يوه ملازم ته اړتيا پيدا كړه، اتفاقاً يوه خپلوانه يې راغله چې ډېر اړه وه، دې د خپل زوى لپاره ملازمت غوښته، د دې په غربت د رضا اكا زړه وسوځېده او د هغې زوى علي يې له ځانه سره په ملازمت ونيوه.
كله چې علي راغى، ټولې سترګې ورته حيرانې پاتې شوې، عمر يې نږدې شپاړس كاله و، ډېر ښكلى و، معمولي ښكلى نه، بلكې دومره ښكلى چې كه د يوسف ثاني لقب ورته استعمال شي، نو هم بې ځايه به نه وي.
ده به د دوكان او كور دواړو كار كاوه، ډېر ارام او حياناك هلك و، د ښه او بد تميز يې ډېر ښه كولى شو، د علي په راتګ سره د رضا اكا ژوند ارام وموند، ډېر كارونه دغه هلك سنبال كړل او رضا اكا له وړو وړو كارونو څخه بې غمه شو، ده هم د علي خيال ساته او مينه يې وركوله، په لومړي ځل چې كله دى كورته راغى ده خپلې سترګې ښكته اچولې وې، كله چې فرح دى وليد، نو همداسې ورته په كتو پاتې شوه، او د علي له څېرې يې سترګې وانه ړولې، اوس به چې كله دى كور ته راتلو، نو فرح به خوښېده، يوه ورځ يې زه كورته ورغلم، دې ښه جوړه اغوستې وه، ما ورنه وپوښتل چې دومره خوښه ولې يې...؟ راته يې كړه چې هغه مخامخ ګورې هغه زما د ترور زوى دى، وګوره څنګه دى؟ ريښتيا چې هم هغه ډېره ښكلى و.
فرح به تل خوښه او خوشحاله ګرځېده، او نور به يې هم خندول. دې له موسيقۍ سره ډېره مينه لرله، ويل به يې چې غواړي علي يې د ژوند ملګرى شي، مګر ويل به يې چې څه وكړم، دى خو زما له جذباتو څخه خبر هم ندى، كه (نه) يې وكړه نو...؟
فرح ډېره ښكلې وه، دې سره يې د خبرو انداز هم داسې و، چې راساً د هرچا زړه ته ننوته، ډېره باوقاره وه، چا به چې وليده د دې مريده به شوه، ټولو سره مينه كونكې، د مشرانو ادب او پر كشرانو لحاظ  ساتل يې له ښو ځانګړنو څخه وه.
اوس د فرح د زندګۍ نوى دور پيل شوى و، اوس دا په ډېرو ژورو فكرونو كې ډوبه وه، غلې او خاموشه به ناسته وه، چې په ليدو به يې زما زړه لوېده، ځكه ما دا خوښه او خوشحاله ليدل غوښته، مګر له څه وخت را په دېخوا پردې د مرګ چوپتيا خوره وه، ورته ويل به مې چې: فرح! لكه د مخكې په شان شه، اخر په تا څه شوي دي؟ ځواب به يې راكړ، سدرا! زما ناروغي بې علاجه ده! زه څنګه لكه د پخوا، هغسې شم؟
دا په علي ميېنه شوې وه. ما مشوره وركړه، چې هغه ته اظهار وكړي، هغې ځواب راكړ چې څنګه ورته ووايي، هغه خو چې كله هم راځي سترګې يې ښكته وي، او بله دا چې هغه دومره رعب لري چې زه ورسره په مخامخ كېدو وېرېږم.
څه موده وروسته راته فرح ووې چې علي پوه شوى چې زه ورسره مينه لرم، ځكه چې زه يې ډېر خيال ساتم، كله چې هم راشي، زه ژر ورته ډوډۍ تياره كړم، چاى هم ورته كوم، زما له دومره پاملرنې څخه هغه دا احساس كړې چې زه مينه ورسره لرم. هغه اوس هر وخت كور ته راځي، ځكه په دكان كې لكه د كور هومره ارام نه ورسېږي، پلار مې هم ورته په كور كې د پاتې كېدو اجازه وركړې ده، اوس زه ډېره خوښه يم، كله چې هم وغواړم علي ليداى شم.
د فرح د دې جذباتو قدر كه څه هم له مشرانو سره به نه وي، خو ځوانانو سره خامخا شته، فرح ورو، ورو له علي سره بې تكلفه خبرې پيل كړې، هغه به هم ورته ځواب وركاوه، مجبور وو، ځكه چې په يوه كور كې يې استوګنه كوله.
علي به ښايي د فرح له جذباتو خبر وي، خو د ده عكس العمل پرته له ژورې چوپتيا هېڅ هم نه و، دى پوهېده چې دى يې د كور خدمتګار دى، كه څه هم د فرح لپاره خدمتګار نه بلكې پر زړه يې يو راج كوونكى و.
همدې كې كال تېر شو، فرح كالج پيل كړ، دا اوس ډېره ډاډمنه او هوسا وه، دې داسې فكر هم نه كاوه چې د دې د تمې پرته به ور سره كوم كار وشي، ښكاره خو يې روغتيا ښه وه، خو كله ناكله به يې شونډې شنې شوې او ساه به يې هم بندېده.
وخت ښه په چټكتيا سره روان و، علي اوس د رضا اكا د كور يو غړى شوى و، فرح به چې ورسره ټوكې وكړې، نو ده به هم په ټوكه ځواب وركاوه، پدې كار يې كورنۍ هم څه نه ورته ويل، فرح هم پوهېده چې د علي خوښېږي، خو كله به چې دى په ټوكه كې هم خپه شو، نو دا به ډېره اندېښمنه وه، چې له همدې اندېښمنتيا سره به ناروغېده او د لږ كار په كولو به ستړې ستوړې وه او بې حاله به پر بستر پرېوته.
كله به چې فرح كالج ته نه وه تللې او بيا به علي رسوله نو، ملګريو به يې ترې پوښتل چې دا شهزاده څوك دى، چې ته يې راورسولې، دا خو يوسف ثاني دى، جونو د علي نوم يوسف ثاني ايښى و.
يوه ورځ ما له فرح څخه وپوښتل چې علي ته يې ويلي چې مينه ورسره لري كه نه؟ ويل يې نه، د دې خبرې وخت مې ندى پيدا كړى.
_ ايا مور و پلار دې ستا واده له يوه نوكر سره كوي؟
_ پدې اړه به وروستو فكر كوو.
فرح ګومان كاوه چې علي ورسره مينه لري او يوه ورځ به ورته اظهار وكړي، خو داسې ونه شوه، خو دا لا هم په خپلو خوش باوريو كې مسته وه، دې باور لاره چې علي د دې په قسمت كې دى.
فرح له منځني ښونځي نيولې تر ايف اى (كالجه) له علي سره مينه كوله او په دې باور وه چې يوه ورځ نه يوه ورځ به ورته هغه اظهار كوي او ورته به وايي چې زه غواړم له تاسره واده وكړم او د خپل ژوند ملګرې دې كړم، دا د همدې جملو په تمه وه.
اوس د دكان كار ډېر پراخ شوى و، علي هلته ډېر بوخت و، دوه، درې ورځې وروسته به كور ته راته، هغه هم د شپې ناوخته چې ټول به ويده وو، فرح به يې د راتلو لپاره ډېره نارامه وه او اندېښمنه به وه، ژړل به يې وروسته به ښه ناروغه شوه.
پدې ورځو كې مې د ملګرې (فرح) لپاره مركې (رشتې) راتللې، دا خپه وه چې هسې نه مور و پلار يې ورته هوكړه وكړي، د سيمې څو تنو هلكانو هم ليدلې او خوښه كړې وه، خو دې چا ته پورته نه كتل، يو هلك چې شتمن هم و، هره ورځ به ورته په لاره كې ودرېده، خو دې به ويل چې له علي هېڅوك ښكلى نشته.
كله يې چې د (ايف اى) پايله (نتيجه) راووته، نو ډېرې كورنۍ يې په مركې (رشتې) راماتې شوې، مور و پلار به ترې پوښتنه كوله چې اوس بايد ستا واده وكړو، خو هغې به ويل نه، اوس واده نه كوم، چې له همدې امله به يې مور و پلار چوپ شول، ځكه دوى له خپلې لور سره ډېره مينه لرله، ځكه يې چوپتيا غوره كوله، خو ترڅو... اخر هم لورګانې ودېږي.
يوه ورځ يې مور له دې رازه خبره شوه، ځكه دې به په هره خبره كې علي، علي كول، چې له همدې خاطره يې مور پټه څارنه پيل كړه، دا چې فرح هر وخت له واده انكار كوي، هسې نه چې كور كې يې څه خبره نه وي، د دې خبرې تر شا خامخا څه شته.
كله چې دې له فرح څخه پوښتنه وكړه، چې ته ولې د علي دومره خيال ساتې؟ نو د هغې له خولې بې اختياره ورته ووتل، چې دا له علي سره مينه لري او غواړي د خپل ژوند ملګرى يې كړي، نو تر دې وروسته يې مور سخته څارنه پيل كړه، اوس دا له علي څخه هم په وېره كې شوه، ورته ويل يې چې دى بايد په دوكان كې پاتې شي، ځكه نو علي به دوكان كې پاتې كېده، چې له امله يې فرح ډېره خپه او اندېښمنه وه، په اعصابو يې سخت فشار راغى،  له كله نه چې ترور علي كور ته له راتلو څخه منع كړ، فرح ناروغه شوه، ويل به يې: سينه مې درد كوي، شونډې او لاسونه به يې نيلي شول، او ورو،ورو يې ناروغي زياتېده، يوه ورځ پرې ډېر سخت درد راغى او بې هوښه شوه.
پلار يې ژر روغتون ته يوړه، اكسېجن او نورې طبي مرستې يې ورسره وكړې، كله چې په هوښ كې راغله، له ټولو يې پوښتل چې په دې څه شوي، مور يې ورته ويل چې ته بې هوښه شوې وې او موږ ډاكټر ته راوستې.
د دې شاوخوا ته د كورنۍ غړي راټول وو، دې ټولو ته وكتل، خو علي يې تر سترګو نه شو، دعا يې وكړه چې يا الله! له علي سره مې ديدن نصيب كړې، څو ورځې په روغتون كې پاتې شوه، خو هغه رانغى، د فرح نا ارامي كمه نه شوه، اوس يې نه دوا په خپل وخت خوړه او نه هم خواړه، ټولو به پوهوله، خو د دې زړه نه پوهېده، هره شېبه يې نظر دروازې خواته و، دې به خپل حال يوازې ماته وايه.
ما يوه ورځ موقع تر لاسه كړه او علي ته مې وويل چې ټول د فرح پوښتنې ته روغتون ته ورغلل، ته ولې لاړ نشوې، هغه هره شېبه ستا پوښتنه كوي؟
_ كورنۍ مې له ځانه سره نه وړي!
په راتلونكې ورځ كې كله چې دى كور ته راغى، نو روغتون ته يې ډوډۍ استوله، بل څوك نه و د فرح وريندار علي ته وويل چې روغتون ته ډوډۍ يوسه.
قسمت ګوره چې كله ده ډوډۍ روغتون ته يوړه، ترور ورڅخه ډوډۍ واخيسته او ده ته يې نسخه وركړه چې درمل راوړي، ده نسخه واخيسته او لاړو، په دې كې د فرح سترګې خلاصې شوې، له خپلې مور يې وپوښتل: مورې! اوس دلته څوك راغلى و؟
_ ته خو ويده وې، ته څنګه پوه شوې؟
دې بې اختياره وويل: له دې ځايه د علي خوشبويي راځي.
په دې ورځ دې، دوډۍ  او درمل  په خپل وخت وخوړل، مور يې چې وليدل، د علي په راتګ يې د لور مړژواندي بدن كې ساه پيدا شوه، نو دې علي له راتګه منع نه كړ، اوس ده هره ورځ روغتون ته ډوډۍ راوړله، او د فرح د ناروغۍ له امله ډېر اندېښمن و.
ډاكټر رخصت كړل او كور ته راغلل، مور يې هم هغه مزاحمت او بنديز نه لاس په سر شوه چې له امله يې لور ناروغه شوې وه.
ډاكټرانو ويلي و چې د فرح په زړه كې سورى دى، پدې خاطر يې بايد عمليات كړي،خو بيا هم د ژوندي پاتې كېدو ضمانت يې نشي كېداى،كورنۍ به يې ډېر خيال ساته، چې دا ورته اندېښمنه وه،دې به له ټولو پوښتل چې تاسې ولې زما دومره خيال ساتى او ولې دومره اندېښمن ياست، زه خو اوس ښه يم.
اوس رښتيا هم دا ښه او خوشحاله وه،ځكه اوس هره ورځ علي كور ته راته.
جونې نادانې وي،دوى په طبقاتي توپيرونو نه پوهېږي،فرح د علي ښكلا لېونۍ كړې وه او د هغه د نوم ذكر به يې كاوه،خو كاش جونې په ظاهري ښكلا نه مړې كېداى.
ما به ډېرى وخت فكر كاوه،ځكه ماته يې پايله ښه نه ښكارېده،چې له همدې امله مې زه ملګرې ته ډېره اندېښمنه وم، ځكه دا اوس ناروغه هم وه او لږه صدمه هم د دې ناروغ زړه ته د زهرو كار وركاوه.
اوس علي هم د فرح د زړه له حالته خبر شوى و، د په سترګو ورته اظهار كړى و، خو په ژبه يې لا هم اقرار نه و كړى،ځكه دا دده لپاره ستونزمن نه بلكې هلاكونكى و.
يوه ورځ بيا هم زما د ملګرې لاسونه او شونډې نيلي شوې،ژر يې روغتون ته ورسوله،اوس يې څېره هم نيلي شوې وه او بې حده كمزورې ښكارېده،ډاكټرانو ژر تر ژره بستر كړه، شېبه په شېبه يې روغتيا خرابېده او حالت يې خطرناك كېدو،ډاكټرانو د ناتوانۍ اظهار وكړ،مور و پلار يې احساس كړه چې د لور كومه داسې خوښي چې دوى يې په پوره كولو كې لټي كړې اوس بايد پوره كړي او د ژوند په وروستۍ شېبو كې يې د ناوې په جامه كې وويني،خو اوس وخت تېر شوى و.
پلار يې وويل: لورې! ما ته يو ځل ووايه،ته څه غواړې،زه به د دنيا هرڅيز ستا په قدمونو كې كېږدم،خو هغه په كوم خيال كې وركه وه،له ټينګار وروسته يې وويل: پلاره! تا به زما د واده لپاره ډېر فكر كاوه كنه،نو زما دا هيله ده چې زما واده له علي سره وكړه،ما د هغه د ژوند ملګرې كړه، ښايي له دې امله زما ژوند يو څو ورځې اوږد شي.
پلار يې په حيرانتيا او اندېښمنتيا د لور خبرو ته غوږ وو،او سوچ يې كاوه چې دا به څنګه شي، اوس خو ډاكټرانو هم ځواب راكړى دى،زړه يې راډك شو او له هغه ځايه پورته شو.
فرح له مور څخه ګيله وكړه مورې! تا چې كله علي كور ته له راتګ څخه منعه كړ،له هغمې ورځې زما روغتيا خرابه شوه،تا هغه ته وويل چې په دوكان كې پاتې شي،ما د هغه په يادونو كې خپل ژوند تباه كړ،زه پخپل زړه واكمنه نه يم، مورې! زه څه وكړم،سره د دې چې هغه د خپل زړه خبره راته نده كړې،هغه ډېر با ادبه او لحاظ كونكى هلك دى.
اوس به چې كله ترور علي د فرح كوټې ته وغوښت، نو د هغې ناروغه څېره به وغوړېده او په سمه توګه به يې ساه اخيسته،خوښي هم څه څيز دى،كله چې يې مور و پلار وليدل چې د علي يوازې ديدن د دوى د لور ناروغي راكموي،نو په سمه توګه فكر كولو ته اړ شول.
ناڅاپه په كور كې د واده تيارى پيل شو،له علي څخه رضا كاكا غوښتنه وكړه چې د هغه د لور د خوښۍ په خاطر قرباني وركړي،خداى پوهيږي چې د هغې د لور د ژوند څو شېبې به پاتې وي!؟ ((موږ يې د ناوېتوب په جامه كې ليدل غواړو)).
علي هم له زړه نه فرح سره مينه لرله،خو د غريبۍ له امله يې په ژبه مهر لګېدلى و، ده كوم اعتراض ونه كړ او د واده نېټه كېښودل شوه، د ناوې او شاوو جامې واخيستل شوې او د نكريزو تابيا هم ونيول شوه، په كومه ورځ چې د نكريزو شپه وه، د هغې په سهار ناڅاپه د فرح طبيعت خراب شو، شونډې او څېره يې نيلي شوه او اكسېجنو ته يې سخته اړتيا وه، ځكه هغې خپله ساه نشواى اخيستاى_
په بيړه يې روغتون ته يوړه او هلته ورته ډاكټرانو اړين كارونه پيل كړل، خو سره د دې هم څه ګټه يې ونه كړه او په دولسو بجو يې ساه وركړه، د واده كور په ماتم كدې بدل شو، هغه ګلان چې د دې د څېرې د ښكلا لپاره راوړل شوي وو، هغه يې اوس په جسد واچول شول، د سرې جوړې پر ځاى يې په سپين كفن كې ونغښتله.
 زما ګرانه ملګرې د خپل ژوندانه تر ټولو خوږ ارمان سره تر خروارونو خاورنو لاندې خښه شوه_
خداى كه د يو څو ساعتونو مهلت وركړاى واى، نو زما د ملګرې هيله پوره كېده، مګر د هغه په هر كار كې مصلحت وي او د هغه مصلحتونو باندې هغه خپله پوهېږي.... انسان خو يو خاورين بت دى ، نن نه سبا هم همدې خاورې ته ورځي_

پاى
د ۲۰۰۸ميلادي كال د ډيسمبر پينځمه، ماسختن
مجبور اباد كرايي كور