مور يوه نايابه ډالۍ ده

وايي چې مور د خداى(ج) له لوري يوه نايابه ډالۍ ده، د دې مينه لكه د سمندر د څپو په شان ده، د مور په مهربانۍ او مينې ټول غمونه لرې كېږي، دا هم ويل كېږي چې د مور له شتون پرته كور ګورستان وي، دا ټولې د پوهانو ويناوې دي، مګر دا هم يو تريخ حقيقت دى چې خلك د همدې رحمت عزت ډېر لږ كوي، كله چې پرې بوډاتوب راشي نو بيا د اولاد لپاره يو دروند پېټى شي.
زه تاسې ته د خپلې نيا كيسه كوم، چا چې په ځوانۍ كې د خپلو اولادونو لپاره كونډتون كړى و او په ډېر زحمت يې را ستر كړي وو، مګر كله چې خپله بوډۍ شوه، نو اولادونو ورته د كور د زړو لوښو په اندازه هم ارزښت ورنكړ.
د دې اولادونو د همدې مور له بركته عيش او نوش كاوه، مګر كله چې د دې نوبت راغى، نو اولادونو يې يو پر بل سپارله چې ته يې وساته او بل به ويل ته يې وساته...
دا كيسه د يوې ختيځ ميشتې حياناكې مېرمنې د ژوند كيسه ده چې خاوند يې په تانده ځوانۍ كې ترې په مړينې جدا شوى و، او دې خپل ټول ارمانونه د خپلو اولادونو نه قربان كړل، زما نيا ډېره همتناكه او صحتمنده ښځه وه، د ګرمۍ، يخنۍ، خزان او بهار، هر موسم مقابله به يې ښه په نره كوله او كله يې هم قدم ندى شاته كړى، دې يوازې پنځه يا شپږ ساعته خوب كاوه او پاتې ټول وخت به په خوارۍ مزدورۍ لګيا وه، ځكه د ګټې وټې يې بل څوك نه لاره ،او د خوراك والا يې شپږ اولادونه وو، د دوى پالنه، پردوى زده كړه كول او يو منسب ته رسول ورتر غاړې وو...
دا يو اوږد داستان دى، چې څه ډول دې همتناكې ښځې خپل اولادونه په څه خوارۍ ستر كړل او زده كړه يې پرې وكړه، د زده كړې تر څنګ يې د ناوړو كارونو څخه هم وژغورل او داسې كړه(رويه) يې غوره كړه چې اوس يې ټول تعريف كوي، څوك ورته ګوته نشي نيولى، نن مې پلار، مشر تره نور ترونه او عمه ټول پرې فخر كوي چې زموږ مور به په كومه لاره تېرېده، نو خلكو به ورته په ادب سلام كاوه او لاره به يې ورته پرېښوده.
خير هغه د قيامت په شان سخت وخت خو تېر شوى دى، چې خلك يې كونډتون بولي، وخت كه تېر شو، نو اولادونه يې هم ستر او زده كړي  شول او پر كارونو بوخت شول، د چا چې څومره په تقدير كې ليكل شوي وو، هومره ور ورسېدل، ټول چې د  ګټو وټو شول، نو نيا مې ويل چې اوس به يې خواري ثمر ونيسي، اوس مې د خوارۍ ورځې تېرې شوي دي، اوس به يې دوى ګټي او زه به ارام وكړم، نيا جانې مې چې كوم نيالګي كېنولي وو، په يخنۍ او ګرمۍ كې يې د هغې پالنه كړې وه، ټول لكه ميوه لرونكي ونې په شان شوي و، هغه داسې چې د مور د خوارۍ او دعا له بركته يې كاروبار كې د ورځې دوه او د شپې درې چنده ترقي كوله، نيا به مې ځان سره ويل چې زه خوش بخته يم، زما ټول اولادونه ما سره مينه لري، نو زه فكر كوم ، چې د چا په كور كې و اوسم؟ هر يو به دا وايي چې زما په كور كې و اوسه او زما په كور كې...
دا مهال مې نيا پخپل پخواني كور كې اوسېده او زامنو يې د خپلې خوښې له مخې ځانته،ځانته كورونه جوړول، نيا مې بې حده خوښه وه، چې بچيان يې د خپلو،خپلو كورونو خاوندان كېږي، دې د خپلو اولادونو پالنه په ښه شان سره كړې وه چې اوس يې له دوى څخه ښه تمه لرله.
زما مشر تره  او نور ټول خپلو،خپلو كورونو ته لاړل، اوس مې يوازې نيا په زاړه كور كې پاتې شوه، نو پلار مې فكر وكړ چې ترڅو مې مور په دې كور كې وي، دى به ورسره اوسي، ځانته به يې نه پرېږدي، پلار به مې ورته ويل دا زوړ كور بايد ويجاړ شي، په سم ځاى كې نه دى، وه يې پلوره، خو نيا مې ويل دا يې د خاوند نښه ده، دا پرېږدئ، د دې په چپه كېدو به تاسې ته څه ګټه در ورسېږي؟ زما خو د ټول عمر يادونه ور پورې تړلي دي، خو كله چې اولاد ډېر ټينګار وكړي مور و پلار خپله وسله وغورځوي، نيا مې هم همداسې وكړل او زما پلار ته يې واك وركړ چې وه يې پلوري، هغه همداسې وكړل، له دې وروسته پرېكړه وشوه چې له دې پس به مور يوه يوه مياشت د هر يو زوى كره اوسي، د زامنو كره په لږې، لږې اوسېدنې مې نيا خپه نه وه، زامن، نږياندې او لمسيان يې هم پرې په دې ډول نه خپه كېدل، اوس مې د نيا هېڅ كور نه و، ځكه د دې كور خو پلورل شوى و، دا به د هريو زوى كره يوه، يوه مياشت اوسېده، زامنو ته يې الله تعالى هر څه پرېمان وركړي وو، د هېڅ شي كمى يې نه لاره ،ټول ترونه مې ښه شتمن و، زما پلار او وړوكي تره مې د زرګرۍ كسب كاوه، د پلار مې په كې سترګې خرابې شوې چې له همدې امله يې پرېښود، ورو، ورو زموږ اقتصاد خرابېده، ځكه مور مې هم ناروغه وه او ډېرې پيسې پرې لګول كېدې، مور مې د سرطان ناروغي درلوده ،چې وروسته له همدې امله مړه شوه، پاتې څومره روپۍ مې چې له پلار سره وې هغه يې پر خپلې درملنې ولګولې، په دې حالاتو كې مې نيا موږ ته ډېره اندېښمنه وه، هغې زموږ خراب مالي حالت نشواى ليدلى ، دې به زموږ سره د مرستې هڅې كولې، د مور په نه شتون كې مې نيا زموږ پالنه او د كور چارې پر خپلې غاړې واخيستې، له مور وروسته مو دې ته ډېره اړتيا پېښه شوه، همدا زموږ تكيه وه، دا ډېره ښه ښځه وه، موږ خو واړه وو، ټول كار مې نيا په يوازې ځان كاوه، وخت تېرېده، د مور له مړينې وروسته مې نيا زموږ كره ډېره پاتې كېده، كله به كه كوم زوى كره لاړه نو يوه شپه دوه به يې وكړې او بېرته به راغله، دا به تل موږ ته اندېښمنه وه، رښتيا خبره خو دا ده چې كه هغه نه واى ، نو زموږ ورخ  اوبو وړى و، وخت ډېر تېر شو، موږ هم را لوى شو او نيا مې نوره بېخي زړه شوه، اوس په كې د كار توان نه و، خپله يې د خدمت اړتيا لرله، مخكې خو به چې كله د كوم زوى كره لاړه نو د هغه كار به يې هم كاوه چې له امله يې ترې نږياندې خوښې وې، او د ځان د هوساينې په خاطر به يې پرې ټينګار كاوه چې له دوى سره و اوسي.
كله چې نږور ويده وي او خواښې يې ورته خواړه پاخه كړي، د يخنې په موسم كې ورته كالي او لوښي ووينځي، كالي ورته وتو كړي، كله چې خواښې نږور او لمسيانو ته  ښه، ښه خواړه برابر كړي نو ولې به دغه خواښې په نږور نه وي ګرانه!؟
خو وخت يو ډول نه پاتې كېږي، نيا مې اوس د عمر د ډېر والي له امله له كاره لوېدلې وه، ټول عمر يې د اولادونو  د هوساينې په موخه  خواري او زحمتونه ګاللي وو، اوس يې د عمر غوښتنه هم وه چې بايد ارام وكړي، د لږ كار په كولو به ستړې كېده او ويش، واى  به يې پورته كېدو، ويل به يې: څوك شته چې يو ګيلاس اوبه راوړي، اورئ !كه نه، لږې اوبه راوړئ؟ زما غږ... ټولو به اورېده خو ځانونه بې كڼول _ نيا مې ورځ په ورځ كمزورې كېده، يوه ورځ ډېره ناورغه شوه، پلار مې زما تره ته وويل چې مور ناروغه ده روغتون ته يې يوسه، تره مې دا خبره په يوه غوږ واورېده او په بله يې وويسته، خو ځه ، اته ساعته وروسته مې تره موټر راوړ او پلار مې هغه روغتونه ته يوړه.
د ډاګټر له كتنې وروسته معلومه شوه چې د زړه ناروغي لري، ډاكټر ويل چې اوس يې د ژوند لږې شپې ورځې پاتې دي، تاسې يې بايد خيال وساتئ او ښه خواړه وركړئ،  شيده بايد تل وڅښي، له ګرمۍ څخه يې وساتئ، په كوټه كې يې د سړې هوا لپاره اركنډېشن يا بل څه اړين دى، په يخنۍ يې ژوند ژغورل كېداى شي خو په ګرمۍ له منځه ځي، د زړه ناروغ بايد په يخ ځاى كې ووسي، دېته د يخې كوټې اړتيا ده، ټولو له ډاكټر سره وعده وكړه چې د مور خيال به ساتي، هر ډول اسانتياوې به ورته برابروي، د نيا د ناروغۍ په ورځو كې مې نور ټول ترونه په موټرو كې روغتون ته ورتلل، خو زما پلار په بايسكل ورتلو، ځكه دى پدې ورځوكې بې ورزګاره و او هرڅه يې چې لرل، لكه موټر او موټر سايكل هغه يې پلورلي وو_
خو ځه خير... نيا مې له روغتون څخه راساً له مشر زوى سره د هغه كور ته لاړه، د تره ښځې مې د هغې پالنه پيل كړه، داسې چې هغې ته به يې د شيدو پر ځاى هسې تشې اوبه وركولې او د يخې كوټې پرځاى به يې په برنډه كې څملوله، سره د دې چې ډاكټر د يخې كوټې او ښو خوړو سپارښتنه كړې وه، اوس مې د نيا نظر هم كمزورى شوى و.
يوه ورځ مې له چا واورېدل چې هغو مې د نيا پالنه پريښيده، كله به چې څوك وركره ورغلل نو هغوى به هم د ځانښودنې په توګه زما له نيا څخه سمه پالنه كوله، خو كله به چې مېلمانه لاړل ،دوى به هم خپلو كوټو ته لاړل او  هغه خواره به يې ځانته پرېښوده،له دې خبرې په خبرېدو ډېر خپه شوم ، غوښتل مې چې له ځانه سره يې خپل كورته راوړم، فكر مې كاوه چې مور څه ده؟ او اولاد څه شى دى؟ موږ مور نه لرله، نو ځكه يې په قدر پوهېدو چې مور څومره لويه هستي ده، د چا چې مور ژوندى وي هغوى يې هېڅ په قدر نه پوهېږي. يوه ورځ مې تره  نوى موټر اخيستى و، د هغې د ښودنې لپاره يې خپل واړه په موټر كې واچول او د مشر تره كره مې د خپلې مور پوښتنې ته لاړل، هغې يې په ليدو په ژړا پيل كړ چې ولې يې دومره وروسته پوښتنه وكړه، زه ستاسې د څېرې ليدو ته څومره ناقراره وم... ، پدې خبرو مې مشر تره يو څه خپه شو، ځكه ده ويل چې موږ دې څومره خدمت وكړ او ستا په زړه كې د دې زوى مينه پيدا شوه، له دې وروسته مې د كور ور ستا پر وړاندې بند دى، دا خبره يوه زوى له خپلې مور سره كوله، د حيرانتيا خبره وه، ايا خپلې كمزورې او ناروغې مور ته يو زوى داسې ويلى شي چې، ځه له دې وروسته مې درباندې د كور دروازې تړلې دي ،هغه مور ته چې د ژوند ټولې شېبې يې له خپلو اولادونو څخه قربان كړي وي، اوس مې نيا د بل تره كره اوسېده، د دوى كور زموږ كور ته نږدې و، پلار به مې د نيا پوښتنې ته سهار او ماښام ورتلو، د تره كره مې د هېڅ شي كمى نه، كوټې يې هم زياتې لرلې، خو دوى مې نيا په برنډه كې ساتله، چرته چې ډېره ګرمي وه، مګر د تره ښځې به مې ويل چې دا د زړه ناروغه ده، دې ته د پراخه ځاى اړتيا ده.
 د نږور يې څه چې خواښې يې په ګرمۍ كې ده كه په سړو كې، دوى خو يوازې خپل كور پاك ساتي، كله به چې موږ د نيا ليدنې ته ورتلو، نو په برنډه كې به دومره ګرمي وه چې ناسته په كې ستونزمنه وه، د پاسه چې كومه باد پكه چلېده هغې به  هم ګرمه هوا شيندله، په غولي كې هم سخته ګرمي وه او تر څنګ د پخلنځي ګرمه هوا، زه مې د نيا پدې حالت ډېره خپه كېدم، مګر  زامنو يې هېڅ پروا نه لرله، د حيرانتيا خبره خو دا ده چې په ټولو كوټو كې آى سي (اركنډيشن )لګېدلى وو، اخر مې پلار تره ته وويل چې ډاكټر خو پر موږ ټينګار كړى و، چې مور په يخه هوا كې وساتو، ته ورته  د آى سي لرونكې خونه وركړه... هغه يې په ځواب كې وويل: اوه، اوه ته غواړې چې مور د يخنۍ له لاسه مړه شي؟  د دې خبرې په اورېدو مې پلار غلى شو، ځكه ده مورته د غريبۍ له امله دا اسانتياوې نه شواى برابرولى.
د عمه كور مې چې زموږ سره نږدې و، يو څه پراخه او شا و خوا يې ازاده وه، يوه ورځ مې عمه راغله چې خپله مور يې په خولو كې ډوب وليده، نو ورته يې وويل: مورې د سهار لخوا زموږ كور ته راځه او شپې به بيا بېرته ځې... نيا مې ورته وويل ، سمه ده، خو څوك به مې وړي او راوړي؟ پلار مې ورته وويل: مورې! كه په دې سره ته راحت كې كېږې نو زه به دا زحمت وګالم، پلار به مې هر ورځ سهار ورتلو او هغه به يې د خپلې  خور كاله ته وړه او ماښام به يې بېرته راوستله، په دې  كار مې هم د تره ښځه خپه وه چې ولې خپلې مور ته دومره ناز وركوي، ولې سمه (تر عمره) د خپلې لور كره نه ځي؟
يو ورځ همداسې وكړل او روغ يې ورته وويل چې مورې له دې وروسته د خپلې لور كره و اوسه.
په دې خبره مې نيا ډېره خپه شوه او ښه يې وژړل، له دې وروسته رښتيا هم شپه او ورځ د خپلې لور كره اوسېده... اوس مې چې كله هم پلار د خپلې مور پوښتنې ته ورځي، نو عمه مې وايي: زما ورونه ښه شتمن دي، خو مور يې د خپلې كونډې خور په كاله كې پريښې ده.
په دې ورځ كې مې پلار سخت اندېښمن و، هغه به څه كړى واى، زموږ ژوند هم خراب و، موږ خپلې نيا ته هغه اسانتياوې نشواى برابرولى، كومو ته چې دې اړتيا لرله ، زما ورور له څه مودې راهيسې بهر ته تللى و، خو څه نوكري يې لا نه وه پيدا كړې، كله يې چې نوكري پيدا كړه او تنخوا يې راواستوله، نو پلار مې ويل چې له هرڅه وړاندې به په دې پيسو، د خپلې مور درملنه كوي چې روغه شي، موږ د همدې لپاره د عمه كور ته مې لاړو او نيا ته مو وويل چې له موږ سره لاړه شي، نيا مې په ژړا شوه او ويې ويل: اوس زه له دې ځايه هېڅ چرته هم نه ځم، له يوه ځايه بل ځاته ولې دا ناروغه كش كوئ؟  د دې خبرې په اورېدو مې عمه غلې شوه او موږ هم خپه كورته راغلو، مګر سهار مې د عمه زوى نيا زموږ كره راوسته او خپله لاړو، اوس مې نيا موږ كره اوسېده، هغه ډېره كمزورې شوې وه، پدې ورځو كې ګرمي هم ښه زياته وه، برېښنا هم خرابه وه، كله ،كله به راتله، زموږ په كور كې آى سي (آيركنډېشن) نه و، نيا مې له ګرمۍ څخه ترپېده، خو اولادونه يې په يخو خونو كې اوسېدل، نيا ته مې ټوله شپه د ګرمۍ له لاسه خوب نه ورته.
كله چې موږ روغتون ته د هغې د وړلو تابيا نيوله، ټول راغلل او موږ ته  يې كړل چې، موږ سره د پيسو كمى نشته، مګر موږ نه غواړو چې مور مو په روغتون كې ساه وركړي، ته يې هم هلته مه وړه، كور كې يې په ارامه پرېږده، موږ نه غواړو چې په روغتون كې مړه شي، كله مو چې نيا ته درمل وركول، نه يې خوړل، حالت يې ډېر خراب و، پلار مې اړ شو او پرته له دې چې د ورونو خبرو ته غوږ شي پخپل سر يې مور روغتون ته يوړه، ډاكټرانو ويل: اوس دې ته د دوا نه بلكې د دعا اړتيا ده.
د ژوند په وروستيو وختو كې مې نيا هيله لرله چې ټول اولادونه يې خوا ته راشي، مګر اولادونو  سره د خپلې زړې او ناروغې مور لپاره وخت نه و.
 يوه ورځ ډېره زياته ګرمي وه، داسې ښكارېده لكه د قيامت ورځ چې وي، له ګرمۍ نه يې حالت ډېر خراب و، شېبه په شېبه به تږې كېده، پر لپسې يې د لاس په اشارې اوبه غوښتې، پلار مې له بازاره واوره، راوړه او د دې تر څنګ يې كېښوده او باد پكه  يې چالان كړه ، ترڅو ګرمي كمه شي، هغې په اشارو يوازې يوه غوښتنه كوله چې زما ټول اولادونه را وغواړئ، كله مې چې پلار د تره كور ته لاړو، ټول د آى سي لرونكو خونو كې ناست وو، او دلته يې ناروغه او ناتوانه مور په ګرمۍ كې پرته وه، كله مې چې پلار ورته د مور پيغام ورساوه، نو ټولو په يوه خوله ځواب وركړ  چې اوس ډېره ګرمي ده، بيا به د شپې ګورو، د شپې په دولسو بجو مې د نيا حالت ډېر خراب شو، پلار مې يې دا حالت ونشواى زغملى، ويل يې چې هرڅنګه كېږي زه يې بايد روغتون ته يوسم، پلار مې د تره كور ټك، ټك كړ چې ترڅو خپل موټر را وباسي، كله مې چې تره او ښځه يې ورسره راغلل او وه يې ليدل چې ډېره ګرمي ده، ويل يې ډاكټر ته يې وښايى او بيا يې زموږ كره راوړئ، موږ به ورته آى سي لرونكي خونه بيكاره كړو.
كله يې چې روغتون ته يوړه، ډاكټرانو ورته و ويل چې هغه خو وخته مړه شوې، كله مې چې تره پوه شو چې مور يې مړه شوې، نو راساً يې د خپلې مور مړى خپل كور ته يوړو او خلك يې د ټيلفون له لارې خبر كړل چې مور مې مړه شوې، هغه مور چې په ناروغه او ناتوانه ځان په ګرمۍ كې ترپېده اوس يې د مړي د يخېدو لپاره پكي او نور يخونكي توكي چالان كړل.
عجيبه ده !  نيا په مړينې خو دې اولادونه خيال ساتي، پكي او آيرګنډېشن درته چالان دى، په ژوند خو درنه څوك خبر هم نه و چې چرته يې او په څه حال يې؟
دوى مې د نيا په خيرات كې داسې ډوډۍ وېشله، لكه واده چې وي، اخر دوى سكون تر لاسه كړ، ځكه د دوى ناتوانه او ناروغه مور چې دوى بايد په يخه خونه كې څملولى واى او د هغې خدمت يې كړى واى، له هغې بېغمه شول، زه پدې خپه يم چې زموږ په كور كې ايركنډېشن نه و او په كومه ورځ مې چې نيا مړه كېده، پدې ورځو كې ګرمي هم زياته وه، مګر د دې له مړينې وروسته موسم بدل شو، لكه د موسم چې هم ورسره تربګني وي، لكه د اولاد هغسې يې ورسره رويه كوله.
اوس هغه په موږ كې نشته، مګر ما ترې يو مهمه زده كړه وكړه چې د خلكو خدمت او مرسته وكړه، خو له چا تمه مه كوه چې په بد وخت كې به دې په كار شي، په ځانګړې توګه له اولاد څخه.له اولاد څخه بې وفا شى نور په جهان  كې نشته، زه بيا هم له تاسې هيله كوم، چې مور په نړۍ كې يوه ستره هستي ده، د خداى له لوري يوه بې سارې ډالۍ ده، نو په دې موخه  د مور قدر او عزت وكړئ، پدې سره مو دنيا او اخرت دواړه ښه كېږي او خداى درنه خوښېږي او پر تاسې رحم او كرم كوي.

پاى
د لوى اختر دويمه ورځ مازيګر
مجبور اباد _ جلال اباد