اخر چرته لاړه شم...؟
نجمه يوازې زما ټولګيواله نه ،بلكې يوه ښه ملګرې هم وه، هغه د يوې متوسطې كورنۍ د سترګو تور وه، له رنګه يو څه غنمرنګه، خو سترګې پرې خوږېدې، ډېر بااخلاقه وه، لنډه دا چې دې كې هغه ځانګړنې وې ،چې ورسره دوستي وشي.
دوى څلور خويندې او درې وروڼه وو، يو وخت دې كورنۍ په ښه ډاډ سره خپل ژوند تېراوه، نجمه له كوچنيوالې څخه خپلې عمه (پلار خور)پاللې وه، دغه مېرمن چې نوم يې عايشه و، بې اولاده وه، نو ځكه يې نجمه په ډېر ناز او نزاكت لويه كړې وه، دې ته به يې له رښتيني پلار او مور څخه هم زياته مينه وركوله.
كله چې نجمه پيغله شوه، ډېره ښكلې وه، كله به چې ښوونځي ته تله، په لاره كې به يو څو بې سرو هلكانو تنګوله او لاره به يې ورته نيوله.
په لومړيو كې خو يې چاته نه ويل، بلاخره اړه شوه او مور ته يې وويل، مور يې خپل خاوند سره ياده وكړه، دواړو پرېكړه وكړه چې كه څه هم د نجمې زده كړې اړينې دي، خو دوى يې بايد له دې وروسته زده كړو ته پرې نږدي، ځكه، دوى ويل موږ به يې ترڅو پهره كوو، همداسې وشول او نجمه خواركۍ د زده كړې له نعمته محرومه شوه، ددې عمر دا مهال څوارلس كاله و، او د اتم ټولګي امتحان يې وركړى و چې په كور كېناسته.
اوس يې عمه(عايشه) د نجمې لپاره د يوې ښې كورنۍ په لټه كې شوه چې ژر تر ژره د نجمې واده وكړي، عايشې ترور ډېرو كسانو ته ويلي و، خو څلور مركې په دې ورځو كې راغلې، پدې كې يو د دوى لرې خپلوان و، هلك عبدالله نومېده، لوړې زده كړې يې كړې وې، د زده كړو ترڅنګ ښه بااحساسه او د غوره اخلاقو لرونكى و، لكه د اوسنيو هلكانو غوندې ارام غوښتونكى او عياش نه و.
خو عبد الله د زده كړو پرمهال له خپلې ټولګيوالې فرزانې سره مينه درلوده، دواړه د ښې كورنۍ غړي وو او له يو بل سره يې واده كول غوښتو، خو له بده مرغه د دواړو كورنيو عقيدوي اختلاف لاره، نو ځكه يې كورنۍ اجازه ورنه كړه.
د فرزانې كورنۍ راضي وه، خو د عبدالله مور و پلار نا خوښه وو او دى هم اړ شو چې د مور و پلار پرېكړې ته غاړه كېږدي
دى د مور و پلار ډېر منونكى هلك و، داسې زوى دا مهال پدې دنيا كې په لټون هم نه پيدا كېږي، د زده كړو د پايته رسولو وروسته يې د مور و پلار د دعا له بركته ښه نوكري تر لاسه كړه او ښه تنخوا يې اخيسته، اوس يې يوازې كور ودانول پاتې و، له نېكه مرغه دا د نجمې په برخه ورسېد، د هلك د خوښې پر خلاف كوژده وشوه، خو ويل به يې، څه وكړم د مورو پلار زړه خو نشم ماتولى، هغوى به په ما پورې څومره اميدونه تړلي وي، ايا زه د خپلو خوښيو لپاره د هغوى زړه مات كړم، عبدالله د مورو پلار د خوښۍ لپاره خپله مينه قربان كړه، چې له امله يې ترې مورو پلار ډېر خوښ شول.
نجمه ډېره ښه جنۍ وه، با ادبه او د هر چا خيال به يې ساته، څو مياشتې په تيارۍ ولګېدې او وروسته له څو مياشتو ښه په درز كې واده تر سره شو، هر څه په خوښۍ تر سره شول، عبدالله څو ورځې له ناوې سره پاتې شو او بيا د نوكرۍ لپاره بهر ته لاړو.
نجمه له خواښې او خسر سره پاتې شوه، دا يوه غټه كورنۍ وه ،چې په كې دولس خويندې او ورونه سره يو ځاى اوسېدل چې ښه ډاډمنه زندګي يې لرله، خواښې يې ډېره ښه ښځه وه، د نږور ډېر خيال به يې ساته، هره روا هيله به يې ورته پوره كوله، له خپلې لور يې زياته مينه ورسره كوله، په ټوله سيمه كې دا خبره مشهوره شوې وه، چې نږور دې وي همداسې او خواښې دي وي همداسې.
ټولو به ويل چې نږور ښه وي، خواښې څه كولى شي؟ او چا به يې ځواب كې ويل چې خواښې يې ښه ده ځكه د نږور مجال نشته چې خوله پرانيزي.
همداسې په خوښۍ كال يو نيم كال تېر شو، خداى ورته يو ښكلى زوى وركړ، د دې نوي ماشوم په راته يې د كور چاپيريال يو ځل بيا له خوښۍ ډك شو.
عبدالله هم د تلفون له لارې خبر كړاى شو، دى هم له خوښيو په جامو كې نه ځايده، خواښې د خپل لمسي نوم جهانزېب كېښود، له دې وروسته ورته خداى دوه نور اولادونه وركړل، عبدالله هم پرېكړه وكړه چې له دې وروسته به له خپلې ښځې او اولادونو سره اوسي، همداسې يې وكړل او له خپلو اولادونو سره كراچۍ ته لاړل، دې سره يې يو ايندرورو او دوه لېورونه هم وو، ايندرور به يې ورسره د كور په كارونو كې مرسته كوله او لېورونه يې د زده كړو لپاره تللي وو.
يو كال وروسته نجمې بل زوى وزېږاوه، ټوله كورنۍ خوښه شوه او دا يې يو نېك پال وګاڼه، ځكه سر په سر خداى ورته درې زامن وركړل، د دوى درېم زوى ډېر ښكلى او صحت مند و، دوى پرې نوم شاه رخ كېښود.
شاه رخ به نږدې درې كلن و چې د دوى د كور چاپيريال خړ پړ شو، كوم لېور يې چې د زده كړو تر پوره كولو وروسته نوكري پيل كړې وه، هغه ناڅاپه نوكري پرېښوده او كور ته لاړو، كورنۍ يې په غوسه شوه چې ولې يې نوكري پرېښوه، دوى فكر كاوه چې ښايي د ورېندار رويه به ورسره ښه نه وه ځكه يې نوكري پرېښې، ده خو له نجمې څخه ګيله نه وه كړې، ويل يې چې دنده يې ستونزمنه او تنخوا كمه وه، له دې څخه مزدوري ښه ده، نو ځكه يې په ښار كې خټګرۍ كار پيل كړ، ده په دې كار كې له پخوا هم يو څه تجربه لرله.
څو ورځې يې په سكون سره كار وكړ، ګټه يې هم ښه وه، خو ناڅاپه د اور په يوې حادثې كې وسوځېده، د ژوندي پاتې كېدو اميد يې نه و، خلكو ژر روغتون ته يوړو، مور يې عبدالله ته ټيلفون وكړ، هغه ژر رخصتي را واخيسته او له كراچۍ څخه لاهور ته د خپلو ماشومانو سره راغى، له زړه نه يې د خپل ورور خدمت وكړ او بې شمېره روپۍ يې پرې ولګولې، د دوى د پرلپسې كوښښونو او د مور د دعا له بركته حامد ښه شو، كورنۍ يې هم يو څه ډاډمنه شوه چې زوى يې بچ شو.
په دې دوران كې د عبدالله ترور مړه شوه، عبدالله د هغې د ښخولو مراسمو لپاره سيالكوټ ته لاړو، د حامد پالنه يې اوس وړوكي ورور كوله، خواړه او پرهېز ورته نجمې تيارول.
ښايي د الله رضا به وه، دوى په پخلي كې يو څه بې پروايي كړې وه او كه د ناروغۍ د كمزورتيا له امله پرې اميب او نورو باكترياو حمله وكړه، د اور له لمبو خو بچ شو، خو له دې ناروغۍ يې خلاصون ونه مونده.
كله يې چې مړى كور ته له روغتونه راوړ، كور د په ماتم كدې بدل شو، د هر چا سترګې اوښلنې وې، ځكه يو ځوان مړ شوى و، هغه هم د يوې لوې پېښې نه تر رغېدو وروسته،تر اوسه لا دا ټپ تازه و چې د نجمې پلار ومړ ، له دې امله دوى يو ځل بيا د غم په ټغر كېناستل.
نجمه ډېره غمجنه وه، يو خوا د ځوان لېور مړينه او بل خوا د پلار مرګ، هغه د چا لپاره وژاړي او د چا لپاره نه؟دې ته خو دواړه مړي يو شان وو، بلكې له پلاره هم د ځوان لېور په مړينې چې ټولو به دا پړه ګڼله ډېره خپه وه، كه څه هم دا د خداى رضا وه، خو خلكو به ويل چې نجمې د خوړو په تيارولو كې له بې پروايي كار اخيستى، كه نه نو ،ولې به دى د اميب او اسهال په مكروبونو اخته كېده؟
كله به چې دې د خلكو دا خبرې اورېدې، سخته به زورېده او له سترګو به يې لكه سېلاب اوښكې تويېدې. خواښې يې چې تر دې دمه ور سره ښه وه اوس يې د زوى د مړينې له امله تغير وكړ او په نه خبره به يې له نږور سره خبره تاووله، داسې خبرې به يې كولې چې ګنې رښتيا يې هم دا د زوى قاتله ده.ويل به يې چې د دې بدې رويې له امله مې زوى په كراچۍ كې خپله دنده پرېښوه او بېرته لاهور ته راغى او اوس يې دلته د هغه په خوړو كې زهر ګډ كړل، همدا زما د زوى قاتله ده، نه پوهېږم زما له زوى سره يې څه دښمني لرله!!؟ يو څوك چې په يو كور كې سره اوسي او داسې ترخې خبرې اوري ،نو څنګه به سره ګوزاره وكړي؟ خواښې به يې هم ژړل او هم به يې ترخې ،ترخې خبرې كولې، ويل به يې، ته زما زوى څه كوې، ته خو د خپل پلار لپاره ژاړې ، ښځې خو كله ناكله مورو پلار كره ځي، دا كمبخته خو همدلته ناسته ده، سره نه ځي.
د نجمې پلار مړ شوى و، اوس يې يوازې عمه پاتې وه چې دا يې لويه كړې وه، هغې هم توان نه لاره چې دا د درې څلورو ماشومانو مور له ځانه سره وساتي.
پداسې حالاتو كې به يوه نږور څنګه په ارامه زندګي وكړي؟چې خواښې پښې ورپسې را لوڅې كړې وي، او د غشيو څخه تېزې خبرې ورته كوي، يو له بله په ډډه و ګرځي، كله چوپتيا وي او كله يې هم ترمنځ غوغا پورته شي.
كله به يې چې زوى راغى نو خواښې به هم غلې شوه، د عبدالله خاطر و چې نجمې هرڅه زغمل، ګنې څه وخت به مړ شوې وه.
اوس يې د زوى په مخكې هم سپكې سپورې پيل كړې، سم ښكاره به يې ويل، عبدالله! ښځه دې زما د زوى قاتله ده، ولې دې ورته د خپل ورور د خوړو مسؤليت سپاره، كه دې دا غلطي نه واى كړى اوس به زما زوى نه و مړ شوى، كله يې چې د مور دا خبرې بار،بار واورېدې، مور ته يې كړه چې ما خو له نجمې سره واده ستا په وينا وكړ، كه نه ما كله هم له دې سره واده نه غوښته، ما د خپلې خوښې جنۍ ستا لپاره پرېښوده، اوس كه ته له نجمې څخه خوښه نه يې، نو دا زما لپاره ښځه نه بلكې د ډبرې بت دى، همدا اوس يې ستا لپاره پرېږدم، مور يې ويل، زه څه خبره وم چې د دې د بې پروايى له امله به زما زوى مري، نو ما به كله هم دا خپله نږور نه واى قبوله كړې ،ما ستاسې په خاطر دا قرباني وركړه، ستا سې د خوښۍ په خاطر، اوس چې تاسې ورڅخه شكايت لرى، نو خپله يې حل كړئ، كه نه زه ورته طلاق وركوم، ما خو دغه واده له مجبورې ورځې كړى و، داسې واده رحمت نه عذاب وي.
نجمې چې كله دغه خبرې وارېدې، ډېره خپه شوه، دې كم تر كمه له خاونده دغه تمه نه لرله، كله چې عبدالله تلو، نو نجمې ورباندې ټينګار وكړ، چې دا هم له ځانه سره يوسي، خو دا يې له ځانه سره بونه تله.
د نجمې د صبر كاسه نوره ډكه وه، كله يې چې بله لاره پيدا نه كړه او د خپلې خواښې د ترخو خبرو نه تنګه شوه، نو ګاونډيانو كره لاړه او ښه يې وژړل.
د كاونډي مشره لور چې په يوې انجيو كې يې كار كاوه، دا مهال په كور كې وه، هغې د نجمې اوښكې پاكې كړې او ډاډ يې ور كړ، چې ورسره لاړه شه ، ترڅو يې د حقوقو په تر لاسه كولو كې ورسره مرسته وكړي، نجمې هم د هغې خبرې ومنلې او ور سره لاړه.
كله چې هغه كور ته رانغله، نو خواښې يې اندېښمنه شوه او خپل زوى عبدالله ته يې ټلفون وكړ چې ښځه دې بېرته كورته نده راغلې او بچي دې ما په عذابوي، دوى مور يادوي او ژاړي.
كله چې عبدالله دا خبره واورېده، ورخطا شو، ځكه ده فكر نه كاوه چې نجمه دې دومره كم عقله وي چې بچي پرېدي او خپله لاړه شي، له كله نه يې چې واده كړى، دا كله هم د خپلې خواښې او خاوند له اجازې پرته چرته نه وه تللې، كله هم د كوم خپلوان كور ته نه تله او نه يې مورګنۍ كره د تلو ټينګار كولو، نو بيا هغه چرته لاړه، دا خو د هغو ښځو له جملو څخه وه چې يوازې مرګ د كور له دهلېزه بهر ويستلاى شوه.
عبدالله راغى او لومړى يې له ګاونډي څخه پوښتنه وكړه چې زما ښځه خو مو له كوره د وتو په حال كې نده ليدلې، ګاونډيو ورته وويل چې هغه ستاسې له كړو څخه اندېښمنه وه، موږ كره راغله او ژړل يې، زما خور هغه له ځانه سره يوړه، ترڅو له دې زورېدو وژغورل شي، عبدالله له ګاونډي سره د هغه د خور دفتر ته لاړو، نجمه هلته موجوده وه، هغه يې وپوهوله او له ځانه سره يې كور ته راوړه، مور ته يې هم وويل چې له دې وروسته ورسره څه بد سلوك ونه كړي، ځكه مړينه او ژوند خو د خداى په لاس كې دى، كه موږ بل څوك پړه وګڼو نو خداى به خپه شي او څلور واړه واړه ماشومان له خپلې مور څخه محرومول عقلمندي نده.
د اولادونو پخاطر عبدالله خپله ښځه بېرته راوستله، ځكه نجمه ګناهګاره هم نه وه، هغه د خواښې له بدې رويې څخه تنګه شوې وه ځكه يې له كوره بهر قدم ايښى و، په همدې خاطر يې خاوند دهغې غلطي وبښله.
څو ورځې ارامې تېرې شوې، خو له دې څو ورځو وروسته بيا ترخې خبرې او سپكې ويناګانې پيل شوې، خواښې سوګند مات كړى و.
- نږورې! له تاڅخه مو داسې تمه نه وه، تا خو دوه شپې له كوره بهر تېرې كړې، زموږ عزت دې له خاورو سره خاورې كړ.
- مورې! ما به تر څو صبر كړى واى، ستا خبرې ډېرې ترخې او زړه ازارونكې دي، زما د صبر كاسه نوره ډكه شوې وه.
- خو دې ته به دې هم فكر كړى واى، چې خلك به څه وايي چې نږور يې داسې بد چلنده وخته چې له بل چا سره لاړه. اُف خدايه! له دې خو ښه و چې موږ مړه شوي واى او نه تا له كوره بهر قدم ويستى واى.
نجمې نن هم د خواښې داسې خبرې واورېدې.
كله چې زه د هغې ليدو ته ورغلم، هغې ژړل او ويل يې چې د اولادونو لپاره خو زه بېرته راغلم، مګر ترڅو پورې به ژوندۍ پاتې شم، له دې سپكو سپورو څخه خو نوره تنګه شوې يم، خو څه وكړم چرته تللى هم نه شم!!
پاى
د ليندۍ پينځه ويشتمه
د لمر تلويزون دفتر_ جلال ا باد