سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
ژپاړې(لنډې كيسې، ناولونه او... .)
د شهزادګۍ ناول لسمه او يوولسمه برخه....څرک
لسمه برخه كله چې دروازې بندې شوې او زموږ غلام وريېښمينه پرده راخوره كړه، نو لولا د پردې شاته په پټو سترګو كېناسته، د دې شونډې خوزېدې، موږ ليدل چې پر دې يو ډول حالت راتلو، داسې ښكارېده لكه سره چې پكې ساه نه وي، څو ځله يې لاس پر خپل تندي راتېر كړ او بيا يې په زمكه لاس راتېركړ، له دې وروسته لكه د مرغه دواړه لاسونه داسې وخوځول تا په ويل الوځي.د ټولو سترګې د همدې چاغې او لنډۍ ښځې خوا ته وې چې څېرې او جامو نه تياره يوه پېرۍ ښكارېده، پرته له دې چې موږ ته وګوري بيك يې پرا
د شهزادګۍ ناول نهمه برخه
نهمه برخه يوه ورځ د سلطان د مور پر وړاندې حاضرې شو- د دې په مخكې له قيمتي ډبرو او سرو زرو نه په جوړو شويو لوخو كې ډول ډول خواړه ايښي و.دوباره چې موږ كله ورغلو نو و مو كتل چې ماحول بكل بدل دى، هماغسې يې بالخت ته تكيه وهلې وه او داسې په زور زور يې خندا كوله چې د بل چا مجال هم نه و.يو ځل چې بيا هم موږ ورغلو ،ګورو چې زموږ خونو كې عجيب عجيب خوشبويانې وهل شوې وې، په محل سراى كې د لوړ كيفت عطرو كارخانه هم وه.د سلطان د مور په كوټه بې اندازې ښكلې قالين غوړېدلې وه، يو لوري ته
د شهزادګۍ ناول اتمه برخه.... څرك
دا خدمتګاره د خپلې بادارې په اشاره راوړاندې شوه او له ماڅخه يې پوښتنې پيل كړې:- نوم دې څه دى؟- څو كلنه يې؟- د پلار نوم دې څه دى؟- د كومې قبيلې يې؟- كور كې دې څه كول؟- څو ورونه او خويندې لرې؟- مور دې ژوندۍ ده كه مړه؟دا هغه سوالونه و چې دې ګورجۍ خدمتګارې له ما وكړل، له دومره مودې وروسته چې كله ما په لومړي ځل پخپلې مورنۍ ژبه خبرې واورېدې، نو دومره خوښه شوم چې اظهار يې نشم كولاى.د دې خدمتګارې له خولې څخه مې چې پخپلې ګرانې ژبې(ګورجۍ) خبرې واورېدې، بې اختياره مې
د شهزادګۍ ناول (۷) برخه....... څرك
زه د خپلې قبيلې د يو سردار لور وم، زما ټول عمر چې نږدې نولس كاله كېده په ارام ، عيش او عشرت كې مې تېر كړي وو، مګر دلته په راتلو سره مې خپل امارت له لاسه وركړ، څومره توپير دى په دې دواړه حالتونو كې!؟هلته زه ازاده او خپلواكه وم، قدر او عزت مې و، څوك و چې په ليدو به يې راته له احترامه سر نه ښكته كاوه، پر ټولې قبيلې مو د كورنۍ راج غږېده او دلته په دې نوې ودانۍ كې يوازې د يوې بندۍ په څېر شپې رڼوم.پر اعصابو مې دې تخيل ډېره ناوړه اغېزه وكړه او يو ډول ستړيا مې احساسوله، په كوم ذهني بوج باندې چې
د بري راز............................. څرك
د بري راز ډيرى وګړي داسې فكر كوي چې ځينې انسانان څنګه بريالي كېږي؟ خو دوى دې ته نه ګوري چې دا ځينې انسانان په كومو خبرو له عمل كولو وروسته بريالي شوي دي؟د هر انسان د بري راز په څو خبرو كې پټ دى، كه موږ په دې خبرو عمل پيل كړو، نو هيڅ خنډ نشته چې خپلو نومونو ته د برياليو كسانو په كتار كې له ځاى پيدا كولو مو منعه كړي.تر ټولو لومړۍ او ضروري خبره دا ده چې پر وخت پابندي وكړو_ په دې خبره هر شعور لرونكى انسان پوهېږي چې وخت يو ځل تېر شي بيا نه راګرځي، ن
ترهګر..................... څرك
دلته هم زه مرم، هلته هم زه... حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې يو وخت به داسې راشي چې قاتل ته به دا پته نه وي چې ولې مرګ كوي او مقتول ته به دا پته نه وي چې ولې مري؟د وختونو او زمانو له بدلانه سره په سيمه او نړۍ كې وحشتونو او ظلمونو هم خپله بڼه بدله كړې او د همدې بدلانه سيوري د هغو خلكو رنګه هم په بله اړولې چې
روستى ديدن (ناول) 2
دوى دواړه ښار ته لاړل او له مشهور وكيل سيف الله سره يې خبره غوټه كړه او د مظفر خان كېس يې ور حواله كړ.سيف الله دوى ته يقين وركړ چې پوره كوښښ به كوي ترڅو لومړى خو تورن بري شي او كه نه نو لږ تر لږه دا خو به وكړي چې سزا يې راكمه كړي._((بس كوښښ كوه چې پلار مې ژر تر ژره راخلاص شي.))_ لومړى خو به زه محكمې د تورن د ضمانت ردخواستي وركوم، كه ضمانت يې وشو، نو پوه شه چې تورن بري شو.امير خان او بلقيس له مظفرخان سره د لېدنې لپاره (تاڼې) ته لاړل، له دوى سره مختار هم غاړه و_ مظفر خان تر دې د
روستى ديدن (ناول)
ليكوال انور احسن صديقيژباړن: سردارولي څرك امير خان په سختو الفاظو مورته وويل: څنګه خبرې كى مورې! اوس موږ دومره خوار شو، دومره ذليل شو چې جميله ناصر ته وركړو، لكه چې ستا په اند موږ كې هيڅ غيرت نه دى پاتې كه څنګه؟مور يې( بلقيس) ځواب وركړ : زه نه پوهېږم چې دې كې د بې غيرتۍ څه خبره ده؟ تا په ناصر كې څه بدي ليدلې؟ كورنۍ يې ښه زمكه جايداد لري، د پلار يو زوى دى، دوى له موږ نه كم نه بلكې څو جنده زيات دي._ خبره د كم او زيات نه ده مورې! دا خلك زموږ له ذات نه ډېر واړه دي، م
شهزادګۍ ناول(شپږمه برخه)
پينځمه برخه زما قيمت سل اشرفۍ يديز له خپل نوي بادار سره تللې وه، اوس په دې ستره نړۍ كې زما څوك هم نه و، زه يوه داسې بندۍ وم چې نه يې كوم همدرد وو او نه كوم غمشريك، مخامخ راته هغه تور بدشكله سړى ولاړ و، زما له بادار سره يې خبرې كولې دهغه څېره ماته ډېره خفه كوونكى ښكارېده. هغه ته په ليدو ليدو به مې د وينو غړپونه كول، په ټول وجود مې لړزه خوره شوه، دومره په غوښو او وازدو پټ اوږد او چاغ سړى ما په ژند كې هم نه و ليدلاى.زه لا هغې سړي ت
شهزادګۍ ناول(پينځمه برخه)
كله مې چې د (يديز) دا خبرې واورېدې نو سترګو ته مې اوښكې راغلې، ځكه دې دا مهال هم ځان زما وينزه بلله او اوس يې هم ماته د بادارې په سترګه كتل.سرله دې چې په دې نړۍ كې د وفا تش نوم پاتې دى خو بيا هم پر دې نازكې جنۍ خدى پاك دغه نعمت پېرزو كړى دى.ما ورته وويل چې زما ګرانې يديز! څه چې كېږي دخدى رضا به وي، موږ يې د رضا پر خلاف هيڅ هم نشو كولاى، موږ بايد پرې باور ولرو او دعا او زارۍ ورته وكړو.يديز ټيټه شوه پر پښو يې راته سر كېښود تر څو ښكل يې كړي چې له سترګو يې اوښكې وڅڅېدې
شهزادګۍناول(۴برخه)
همدې د قسمت ناتوانى زه نوره هم ناتوانه كړم او چې څنګه مې سترګې ورغلى بيا ويده وم، ماته دا پته نه وه چې څو ساعته، يا څو ورځې ويده وم، مګر كله چې راويښه شوم ځان مې له تېرو ورځو څخه ښه احساس كړ، څه مصيبتونه چې راباندې تېر شوي و اوس د هغو ياد هم سوړ شوى و.يو څو شېبې وروسته مې ليدل چې زما له خېمې نه سامان د باندې ويستل كېږي، پوهه شوم چې قافله د مخكې تګ نيت لري، د بار وړلو لپاره په ډېر شمېر كې قچرې او خره ولاړ و.د بنديانو له خېمې څخه اوس يو يو ميدان ته راوتل، سترګې مې پر خپلې ايرانۍ وينځې(ي
شهزادګۍناول(۳برخه)
پلار مې پر ما اس زغلول زده كړي و، ما لكه د نورو هېواد والو د اس په لوڅو ډډو سورلۍ كولاى شوه او په همدې حالت كې مې د انسان پر سر ايښودل شوى شى ښه سم ويشتلاى شو، د دې سوچ پر كولو مې زړه لږ ډاډه شو او غيرت مې راوپاريدو، په زړه كې مې ويل كه دښمن زموږ په كور حمله وكړي، نو زه به دا ثابته كړم چې سره له دې چې جنۍ يم خو د دوى چاره كولاى شم.سره له دې چې مور ښه ډېر ډاډ راكړ، خو ما دوكه ونه خوړه، زه له راتلونكيو خطرونو څخه ښه خبره وم او سوچ مې كاوه چې څه به كو؟ زړه نازړه مو د سفر توكي غوټه
دومره غرور مه كوه! (لنډه كيسه)
ليكواله: شاهده پروينژباړن : سردارولي څرك دومره غرور مه كوه موږ پنځه ورونه او خويندې وو، پلار مې ماموريت درلوده چې له امله يې موږ ښه خوشحاله ژوند تېرولو، زموږ د كور چاپيريال له مينې ډك و، كله ناكله به د خويندو تر منځ جنګ جګړه وشوه، خو دا د ژوند يوه برخه وه، ډيرى وخت به مو له مشرې خور شازيې سره لانجه راتله، ځكه هغې غوښتل پر موږ خپل روب داب واچوي او دا كار پر موږ ښه نه لګېدو.د مشرې خور په توګه يې موږ ك
جونې پردى مال دى(لنډه كيسه)
ليكوال: نصرت شاهينژباړن : سردارولي څرك جونې پردى مال دى زما غوږونو چې كله دغه اوازه واريده زه ايله دڅلورو_ پنځو كالو وم، په دې عمر كې سړى هر څه اوري خو په مطلب يې نه پوهيږي، ما د همدې خبرې د مطلب په اړه له خپلې مور نه پوښتنه وكړه چې (جونې پردى مال دى) د دې خبرې مانا څه ده؟ مور مې زه په هغې دغې غولولم او خبره يې راته نه روښانه كوله، زما په زړه يره خوره وه، ماسره مې مور او پلار ډېره مينه كوله، ز
شهزادګۍناول(۱-۲ برخه)
ليكوال: رئيس احمد جعفريژباړن : سردارولي څرك رنګين خوب يخه هوا لګېده، تازه د پسرلي علامې را د بره شوې وې، هغه يخ توپان چې ټوله جارجيا يې په سر اخيستې وه پاى ته رسېدونكى و، زه د خپل كور په برنډه كې چې نسبت نورو كورنو ته لوړ دى ولاړه وم او