ليکوال: مولانا وحيدالدين خان
ژباړن: سردارولي څرک
نصيحت
بنجيمن فرينکلن يو امريکايي عالم و چې په ١٧٠٦ کال کې پيدا او په ١٧٩٠ کال کې ومړ_ د هغه يوه وينا ده: له نکاح وړاندې خپلې سترګې ښې پرانستې وساته، خو تر نکاح وروسته خپلې سترګې پټې کړه.
يعنې له نکاح وړاندې د خپلې مېرمنې په اړه پوره معلومات تر لاسه کړه، خو کله چې دې ورسره نکاح وکړه نو پر شته ښېګڼو يې بسنه وکړه.
هيڅ يوه ښځه يا سړى پوره نه دى،نو ځکه له خپلوى وړاندې پلټنه اړينه ده.خو له نکاح وروسته دا په کار ده چې د خپل ژوندانه د ملګري ښېګڼې وګورې او له بدګڼو څخه يې تېر شې.
په شتنه نړۍ کې د معيار اندازه نشته، ځکه دا اړينه نده چې يوه ډله يو څيز معياري وګڼي، نو هغه دې د بلې ډلې له نظره هم معياري وي. نو په همدې خاطر که يو څوک پر خپل ځاى سم هم وي، نو بل څوک تر اخري حده نشي ډاډمن کولاى، خامخا به دواړه ډلې په يوې بلې کې څه کمي يا خامي پيدا کوي.
که يو څوک په يوه چا کې څه کمي وګوري او هغه سره اړيکې پرې کړي او بل چا سره اړيکي ټينګې کړي، په هغه کې به هم خامخا څه کمى وي، نو د دې لپاره توافق په کار دى.
په هرې ښځې او يا سړي کې ښېګڼې هم شته او بد ګڼې هم، نو پکار ده چې ښېګڼې يې ومنې او بدګڼې يې تېرې کړې، همدا يې يوه لاره ده، له دې پرته په دنيا کې څه بله لاره نشته.
نکاح او طلاح
له نکاح وړاندې:
له حضرت جابر بن عبدالله رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايلي: ((کله که تاسې له چا سره واده کول غواړى ، نو که کولاى شي هغه يو ځل وګورئ ترڅو مو نکاح ته مايل کړي.))
حضرت مغيره بن شعبه فرمايي ما يوې ښځې ته د نکاح پيغام واستاوه، نو رسول الله ص راته وويل: ايا تا هغه مېرمن ليدلې؟ ما ورته وويل: نه. نو هغه (ص) راته وويل:هغه له نکاح وړاندې وګوره، ځکه په دې سره امکان لري چې تر منځ مو اړيکې ټينګې شي
تر نکاح وروسته
له حضرت عبدالله بن عمر رض څخه روايت دى چې نبي کريم ص فرمايلي: د الله پر وړاندې تر ټولو ناخوښه حلال کار طلاق دى(ابغض الحلال الى الله الطلاق)
له معاذ بن جبل رض څخه روايت دى چې رسول الله ص ما ته وفرمايل: اى معاذه! الله ج چې د زمکى پر مخ کوم محبوب څيز پيدا کړى هغه د غلام ازادول دي او کوم څيز چې محبوب نه دى هغه طلاق دى.
له دې روايتونو څخه پته لګي چې په اسلام کې نکاح کوم او طلاق کوم موقف لري، په اسلام کې غوښتنه شوې چې له نکاح وړاندې ښه فکر وکړئ او له نکاح وروسته ګوزاره وکړئ.
په اسلام کې قصداً د نا محرمو ښځو ليدل نا روا دي، مګر له هغه مېرمنې سره چې ته نکاح کول غواړې، نو اسلام د هغې د ليدلو اجازه ورکړې.
بل طرف ته طلاق تر ټولو نا خوښ کار بلل شوى، نو په همدې خاطر له نکاح مخکې تر منعه شوي حد پورې هم پلټنه روا بلل شوې، خو تر نکاح وروسته تر مباح حد پورې هم پلټنه منعه شوې ده.
د يوه صحابي بېلګه:
ابو نعيم په حليۀ اوليا کې د بُنانى له خول نقل کړى چې يزيد بن معاويه ابو درداء رض ته د هغه د لور درداء مرکه واستوله نو ابو درداء د هغه مرکه رد کړه، په دې وخت کې د يزيد ترڅنګ يو تن ناست و هغه يزيد ته وويل، الله دې تا سره ښه وکړي، ما ته اجازه راکړه، هغه منع کړ، ياد سړي بيا ورنه غوښتنه وکړه چې ماته اجازه راکړه چې زه ورسره نکاح وکړم، يزيد ورته وويل: سمه ده.
راوي زياتوي چې هغه سړي ابو درداء رض ته د هغه د لور لپاره مرکه واستوله، نو ابو درداء رض هغه سره د خپلې لور نکاح وکړه.
راوي وايي چې په دې سره خلکو کې اوازې خورې شوې چې ابو درداء د يزيد مرکه رد کړه، خو د يوه کمزوري مسلمان سره يې د خپلې لور نکاح وکړه.
دا اوازې د ابو درداء رض تر غوږو ورسېدې، هغه وويل: ((ما په دې کار کې د درداء لحاظ وکړ، تاسې څه ګمان کوئ چې کله د دې د تخت ترڅنګ غلام ولاړ وي او داسې کورونو کې اوسي چې ځلا يې د خلکو پر سترګو تياره خوروي، نو په داسې ماحول کې به د هغې ايمان څنګه روغ پاتې شي.))
د رسول الله ص د صحابي دا پېښه دا را ښايي چې يو مومن مسلمان د خپلو اولادونو په برخه کې بايد څه ډول و اوسي. يو مومن ته پکار ده چې هغه تر هرڅه د مخه د خپل اولاد د ايمان خيال وساتي، دى بايد د دنيا د راتلونکي څخه د هغوى د اخرت د راتلونکي په اړه فکر وکړي.
د بري راز
حضرت عبدالله بن جعفر د نکاح پر وخت خپلې لور ته نصيحت وکړ او ورته يې وويل: اى لورې! ته له غيرت او غرور څخه ځان وساته، ځکه چې دا د طلاق ور پرانيزي، دغه راز ته قهر او نا راضتوب څخه ځان وساته، ځکه له دې څخه کينه زېږي.
دا د پلار لخوا يوې لور ته تر ټولو غوره نصيحت دى، له واده وروسته يوه جنۍ يو پردي کور ته ځي، تر دې وړاندې هغه د خپلو وينې رشته دارو سره اوسېده، خو اوس له داسې خلکو سره اوسي چې له هغوى سره د وينې کومه اړيکه نه لري، د وينې رشته دار(پلار، مور، ورور او خور) د جنۍ هره خبره زغملى شي، هغه که د خپلې پلارګنۍ کره ناز نخره او قهر وکړي نو څوک ترې نه خفه کېږئ، مګر د خسرګنۍ مسئله تر دې جلا ده.
په خسرګنۍ کې د دې لپاره د خلکو په زړونو کې هغه طبعي نرمي نه وي. پايله دا راوزي چې په خسرګنۍ کې يې هر عمل عکس العمل لري. پلارګنۍ کره يې هر کبر او غرور زغمل کېږي، زړه کې يې نه ساتي، خو خسرګنۍ کره يې خلک په زړونو کې ساتي.
په داسې حالت کې د خسرګنۍ سره د ګوزارې لپاره دا يو شرط اړين دى چې جنۍ خپل خوى له دې نوي چاپيريال سره برابر کړي، دا بايد داسې کار ونه کړي چې عکس العمل پيدا کړي.که کومه خبره يې خوښه نه وي، نو هم دې وزغمي. کومه خبره يې چې زړه خپه کوي هغه بايد په خپل زړه کې دننه له منځه يوسي.
که څوک ورسره له اميد خلاف کومه کړنه وکړي، نو هغه دې له ذهنه وباسي، يوې جنۍ لپاره په خسرګنۍ کې د ژوند د برياليتوب لپاره همدا يو تدبير دى.له دې پرته د خسرګنۍ د مسئلې بل کوم حل نشته.
نن سبا پلرونه خپلو لورګانو ته دا درس ورکوي چې په خسرګنۍ کې سر شاره ګرځه که نه خلک دې له پښو لاندې کوي، د دې پر خلاف پخوانيو پلرونو خپلو لورګانو ته دا نصيحت کاوه چې د خسرګنۍ سره خاکساره اوسه تر څو هغوى در سره سختي ونه کړي.
د دروغو شان شوکت:
د ١٩٨٥د مى په ٣٠مه د ټايمز آف انډيا په يوې ګڼې کې هندوستانيانو د ودونو په اړه يو ريپورټ خپور شوى و چې د هغه سرليک و: هيلي کاپټر بارات( د چورلکې ورا)
په دې ريپورټ کې راغلي و چې د مادهوپور په مينا قوم کې د خوښۍ نښه اوس دا ګرځېدلې چې زوم بايد د ناوې کور ته په چورلکه کې راشي، که څه هم د زوم او ناوې د کور ترمنځ فاصله لس کيلومتره وي . تر دې وړاندې په ودونو کې د جهېز او ولور رواج و، خو اوس تر دې هم يو څو ګوتې وړاندې تللي او په بمبي کې د ورا لپاره يوه چورلکه په کراه نيول کېږي.
دا چې په ودونو کې له چورلکو ولې کار اخلي خبريال يې په دې الفاظو ځواب ليکلى: د ناوې پلار و مور هيله لري چې کلي ته يې د لور ورا ښه په شان شوکت سره راشي.
انسان په دې فکر کې دى چې د ده سورلۍ د ناوې يا زوم په کور کې ښکته کېږي، نو ځکه په شان او شوکت سره د خپلې سورلۍ د لېږد تابيا کوي، که انسان ته دا پته ولګي چې دا به يو ورځ د خداى په دربار کې له سورلۍ ښکته کېږي، نو فکر به يې پوره بدلون وکړي. ده ته به معلومه شوې واى چې په شان شوکت سره واده کول او بې له شان شوکته واده کول يو برابر دى.
هيڅوک خپلې قتل ګاه ته په شر او شور (خوښۍ) نه ځي، هيڅ يو تن داسې يوې محکمې ته په ډنګ او ډونګ نه ځي چرته چې يو قاضي ورته د پرېکړې اورولو لپاره ناست وي، مګر هر انسان د خپل وروستي منزل څخه ناخبر په همدې ناپوهۍ اخته دى.
بريالى انسان هغه دى چې هغه له سورلۍ څخه د خداى په دربار کې په عزت سره ښکته شي او ناکام انسان هغه دى چې د خداى دربار ته په داسې حال کې ورسي چې حيثيت يې د يوه نابللي انسان وي، هلته يې نه د ښه راغلاست لپاره څوک ولاړ وي او نه څوک چې د ده د خير خيريت پوښتنه وکړي.
نور بيا