بخيل:

يوه بخيل وکيل خپل زوى ته وويل: زويه! زما هيله ده چې ته هم وکيل شې.

_ ولې؟

_ ځکه چې زما دا توره چپنه دې په درد وخوري.

 

 لټ هلک:

پلار خپل لټ زوى ته وويل: زه به تا لپاره داسې يو سيستم برابرکړم چې هرڅه ته وغواړې په يوې تڼۍ کېکاږلو سره به يې تر لاسه کړې، د بېلګې په توګه د تڼۍ په کېکاږلو سره به تاته ډوډۍ راشي، د تڼۍ په کېکاږلو به تاته جامې راشي، د تڼۍ په کېکاږلو به تاته بوټان راشي. او د تڼۍ په کېکاږلو سره به تاته... راشي.

زوى په عاجزۍ ترې وپوښتل: پلاره! دغه تڼۍ به څوک کېکاږي؟

 

ملګرى:

يوه سړي د مړينې پرمهال خپل ملګري ته وويل: ياره! پروسږ کال ستا هغه پنځوس زره روپۍ ما پټې کړې وې او ستا د کارخانې کارګر هم ما لمسولي وو، که ته غواړې له ما څخه خپله بدله واخلې، نو کولاى شې.

ملګري يې په ځواب کې ورته وويل: ((ملګريه! هيڅ خبره نه ده، تا ته زهر هم ما درکړي و.))

 

ملا صيب:

يوه ملا صيب عادت درلود چې د وعظ پر مهال خپل سر وښوروي، يوه ورځ يې په ممبر وعظ کاوه چې زوى يې راغى او ورته يې وويل: کور کې دې غواړي، ژر کور ته راشه.

ملاصيب  ورته وويل: زويه! زه څنګه کولاى شم درشم، زه خو تقرير کوم.

زوى يې وويل: پلارجانه! ته فکر مه کوه، زه به دې تر راتلو پورې سر ښوروم.

 

ښوونکى:

يوه ښوونکي خپل زده کوونکي ته وويل: تا چې کوم مضمون ليکلى هغه ټول ناسم دى، زه به دې پلار ته شکايت کوم،

زده کوونکى: ښاغليه! دغه مضمون خو مې پلار ليکلى!!

  

سکاټلېنډ:

سکاټلينډيان په بخيلتوب کې ډېر مشهور دي، يوه سکاټلينډي د خپلې خوښې يوې مجلې ته ليک واستاوه او ورته يې ليکلي وو:

((که تاسې د سکاټلينډيانو د بخيلتوب په اړه ټوکې بس نه کړى، نو زه به نور له خپل ګاونډي څخه ستاسې مجله د لوستلو لپاره نه اخلم.))

 

رهبر:

يوه رهبر غونډې ته وينا کوله، د ده وينا ډېره اوږده وه، خلک يې له وينا څخه ستړي شول او ورو ورو پاڅېدل او لاړل.

د سټېج چلوونکي رهبر ته يو کاغذ واستاوه او ورڅخه يې وغوښتل چې خپله وينا را لنډه کړي.

رهبر وويل: زما وينا نوره په خلاصېدو ده.

 له تالار څخه غږ وشو، ((موږ هم په خلاصېدو يو.))

 

ناوې:

د واده  په شپې هلک له خپلې ناوې څخه وپوښتل: ګرانې! له ما مخکې دې له چا سره مينه درلوده؟

ناوې هيڅ ځواب ورنه کړ، هلک ورته وويل: موږ خو پخپله خوښه واده کړى، ولې شرمېږې؟

ناوې بيا هم غلې وه، هلک بيا وپوښتل، د ناوې طاقت ونه شو له مخه يې پړونى لرې کړ او په قهر يې ورته وويل:

ولې دومره بې صبره يې؟ پرېمېږده چې لږ په ارامه  يې وشمارم.

 

 پلار:

پلار خپل زوى ته د هغه د وهلو پر مهال وويل: زويه! زه دې ځکه وهم چې له تا سره مينه لرم.

زوى يې خپلې اوښکې پاکې کړې او ورته يې و ويل: درېغه چې ما هم درته په مينه ځواب درکولاى شواى!

 

هوايي ميدان:

د هوايي ميدان د کنټرول خونې ته دا پيغام په لاس ورغى:

((د الوتکې انجن لمنځه تللى، زه له ساحل لرې، د بحر له پاسه په درې زره فوټه ارتفاع کې يم،هيله ده څه لارښوونه راته وکړئ.))

ځواب يې تر لاسه کړ: له ما سره يې تکرار کړه، اى خدايه! دا ګناهګار بنده ستا لور ته در ځي!))

 

سوالګر:

سوالګر له يوه سړي څخه خيرات وغوښت، هغه سړي ورته وويل: زه په خپلې ږېرې لاس تېروم، چې څومره ويښتان مې په لاس راغلل، هماغومره روپۍ به در کړم.

ده درې ځله خپل لاس په ږيره تېر کړ، خو هيڅ ويښته يې هم په لاس ورنغلو، سوالګر ته يې مخ ور واړاوه: وروره! ستا بخت ښه نه دى.

_ داسې نه ده ښاغليه! ږيره دې ستا وي او لاس زما، بيا مې بخت وګوره.

 

سره زر:

د ساينس ښوونکي له يوه زده کوونکي وپوښتل: که سره زر په ازاده هوا کې پرېږدې څه به وشي؟

زده کوونکى: غلا به شي.

 

خر:

يوه خره دېوال ته غوږ نيولى ولاړ و، په دې کې اوزه تېرېده، هغې ترې وپوښتل څه کوې؟ خره ځواب ورکړ: دننه دوه تنه سره په جنګ دي او دواړه يو بل ته د خر زوى وايي، غواړم وپوهېږم چې کوم يو يې زما زوى دى.

 

ښځه:

ښځې خپل خاوند ته وويل: سړيه! ما درته دريشي راوړې.

خاوند په حيرانۍ سره ترې وپوښتل: دا نن څنګه درياد شوم؟

ښځه: څنګه به مې نه يادېدې، له درې جوړه پنجابي جامو سره يې يوه جوړه دريشي هسې (مفته) ورکوله.

 

ګنجيان:

يوه هلک بل ته وويل: درې تنه په يوه کېښتۍ کې په سفر روان و، ناڅاپه کيښتۍ ډوبه شوه، خوپه دې درېواړو کې د يوه تن ويښتان لانده شول.

ملګري يې ترې وپوښتل دا څنګه کېداى شي چې په بحر کې ډوب شي او ويښتان يې لانده نه شي؟

_ هغه ځکه چې هغه نورو ويښتان نه لرل.

 

غل:

د يوه غريب سړي کور ته غل ور واوښته، کور يې لټ په لټ واړولو هيڅ يې په لاس ورنه غلل. د تګ پر مهال يې د کور خاوند ته نصيحت وکړ: (( وروره! ژوند دى هسې مه کېنه څه کار کوه!!))

 

کوچنى هلک:

يوه کوچني هلک خپل پلار ته وويل: پلاره! ته تل ماته د خره زوى وايې، حال دا چې زما ملګري ته يې پلار د ستوري يا لمر په نوم غږ کوي.

_ پلار: هغه ځکه چې د هغه پلار کاينات پېژندونکى دى او زه د حيواناتو ډاکټر يم.

 

وکيل:

يوه وکيل غل ته وويل: اوس خو ته بې ګناه ثابت شوى، دا راته ووايه  چې غلا دې کړې وه که نه؟

غل: په محکمه کې مې چې ستا بحث واورېد باور مې راغى چې غلا مې نه ده کړې.