شربت:

يوه هلک له شربت پلورونکي څخه يو ګيلاس شربت وغوښت، کله يې چې هغه وڅښلو، شربت پلورونکي ته يې وويل: يو بل ګيلاس هم راکړه چې جنګ مې دى، کله يې چې هغه  وڅښلو، نو بيا يې ورته وويل: يو بل ګيلاس هم راکړ ه چې جنګ مې دى، تر دې چې څلورم ګيلاس يې هم وڅښلو، اخر ترې دوګاندار پوښتنه وکړه: دا خو راته ووايه چې له چا سره دې جنګ دى؟

هلک: له تاسره ځکه چې له ما سره د شربت پيسې نشته.

 

لېونيان:

يوه لېوني بل ته وويل: تا څومره زده کړې کړي دي؟

_ ما ماسټري کړې، خو غواړم چې ښوونځى هم ووايم.

 

دعا:

يوه کوچني ماشوم سهار له لمانځه وروسته په يوه ساه دغه دعا کوله: اى خدايه: اسلام اباد د افغانستان پايتخت کړې، اى خدايه...

مور يې ترې وپوښتل: زويه! ته ولې دغه دعا کوې؟

_ ځکه چې ما د امتحان په پرچه کې همدا ليکلي دي.

 

د ماليې مامور:

په لاره يوه هلک يوه افغانان له ستونې تېره کړه، مور يې ډېره پرېشانه وه، که هر څه کوښښ يې وکړ، خو هيڅ يې هم ونشواى کړاى.

په دې کې يو سړى په لاره تېرېده، هغه دا هلک سرښکته زوړند کړ، او له ستونې يې هغه روپۍ راوويسته.

ښځې ترې مننه وکړه او ورته يې وويل: ته لکه چې ډاکټر يې؟

_ نه، زه د ماليې وزارت مامور يم.

 

خوب:

زوى خپلې مور ته وويل: مورې زما بېخوبي وروځ په ورځ ډېرېږي.

مور: له کله راهيسې دې بېخوبي په زياتېدو ده؟

زوى: له پرون راهيسې، هغه داسې چې پرون مې په ټولګي کې يوازې درې ځلې سترګې پرانستې وې.

 

دوستان:

يوه دوست له بل څخه پوښتنه وکړه: ته څه وخت له خوب پاڅېږې؟

دويم دوست: کله چې د لمر لومړۍ وړانګې زما کوټې ته د کړکۍ له لارې ننوځي.

لومړى دوست: د دې مطلب دا دى چې ته سهار وختي پاڅېږې؟

دويم دوست: نه، زما د کوټې کړکۍ لويديځ لوري ته ده.

 

چالاک سړى:

يوه سړي ځان ډېر چالاک باله، يوه ورځ په اورګاډي کې پرته له ټکټ څخه سپور و، کله چې د ټکټونو کتونکى راغى او ورڅخه يې د ټکټ غوښتنه وکړه، نو هغه سړي ورته وويل: څه وايې ښاغليه! ازادي ده، هرڅه زموږ دي، ټکټونه زموږ دي، سيټونه زموږ دي او... .

ټکټ کتونکي يې ژر خبره ورپرې کړه: نو ښاغليه! زندان هم ستاسې دى، ځه يو څو ورځې هلته هم تېرې کړه.

 

کم عقل:

يوه کم عقل سړي په لاره هلکان ليدل چې د فوټبال لوبه يې کوله، نو ترې يې وپوښتل : پر دې څه کوئ؟

هلکان: غواړو چې ګول يې کړو.

کم عقل: نو دا خو له وړاندې څخه ګول (ګرد) دى.

 

دوه ملګري:

دوو تنو په اورګاډي کې سفر کاوه، يوه سړي هغه بل ته وويل: نن مې د اورګاډي ټکټ پلورونکو ته ښه دوکه ورکړه.

-         هغه څنګه؟

-         هغه داسې چې ما د بېرته راتګ ټيکټ ترې واخيست، خو زه بېرته نه ځم.

 

د کور خاوند او نوکره:

د کور خاوندې خپلې نوکرې ته وويل: کله چې ما زنګ(ټالۍ) ووهله ولې رانغلې؟

_ اغلې ما خو نه ده اورېدلې.

_ د کورخاوندې په غوسه ورته وويل: چې کله دې د ټالۍ غږ نه اورېده، نو سمدسي ماته خبر راکوه کنه.

 

سوالګر او لاروى:

يوه لاروي سوالګر ته وويل: ته نه شرمېږ چې د ورځې هم خيرات غواړې او د شپې هم؟

سوالګر: ښاغليه! قيمتي ده، بايد چې شپه او ورځ زحمت وکاږو.

  

دنيا ډېره دوکه بازه ده:

يو غل د غلا لپاره يوه کور ته ننوتو، کله يې چې د پيسو المارۍ خلاصوله، سترګې يې په يو ليک ولګېدې: که غواړۍ المارۍ پرانيزۍ نو چپ لاس ته سره تڼۍ کېکاږئ.

کله چې غل هماغسې وکړل، نو ټالۍ ووهل شو او غل ونيول شو.

کله يې چې له غل څخه په محکمه کې پوښتنه وکړه چې د خپلې بې ګناهى لپاره څه ويل غواړي، نو هغه وويل: زه نور څه ويل نه غواړم، بس همدومره وايم چې دا دنيا ډېره دوکه بازه ده.

 

احمقانه پوښتنه:

په يوه محکمه کې وکيل له شاهد څخه پوښتنه وکړه چې ته د پېښې له ځاى څخه څومره لرې وې؟

شاهد ځواب ورکړ: زه د پېښې له ځاى څخه لس اشاريه پنځه متره لرې ووم.

وکيل په حيرانتيا څخه ترې وپوښتل: تا دومره سمه اندازه څنګه ولګوله؟

شاهد: ما ته پته وه چې يو نه يو کم عقل به له ما څخه داسې احمقانه پوښتنه کوي، نو ځکه مې له وړاندې څخه سيمه متر کړې وه.

  

درملنه:

نوې خدمتګارې د کور خاوندې ته وويل: اغلې! کله چې تاسې مېلمستا ته تللي واست، ستاسې کوچني ماشوم، له زمکې څخه ګونګټه راپورته کړه او وه يې خوړه، خو تاسې مه ويرېږئ، ما ژر د ماشو او نورو حشراتو ضد دوا د ماشوم په خوله کې وشيندله، اوس هغه ماشوم په ارام ويده دى.

 

حافظه:

د يوه ماشوم حافظه ډېره کمزورې وه، کورنۍ يې ډاکټر ورته راوغوښت، ډاکټر دوا ورکړه او لاړ، يوه شېبه وروسته دروازه ووهل شوه: د کور خاوند له خپل خدمتګار څه پوښتنه وکړه: واهلکه وګوره څوک دى؟

- ډاکټر صيب دى، بيک ترې دلته پاتې شوى و.

 

وړاندوينه:

کوچني ماشوم خپل تره زوى ته وويل: که خداى کول موږ کره يو ښکلى هلک پيدا کېږي.

-         تا ته څه پته ده چې تاسې کره به هلک پيدا کېږي؟

-         هغه داسې چې، تېر ځلې مې چې کله مور په روغتون کې بستر وه ، نو موږ کره يوه ښکلې جنۍ پيدا شوه. دا ځل مې پلار بستر دى، نو ځکه موږ کره هلک پيدا کېږي.

 

سپوږمۍ:

مور خپل زلمي زوى ته غږ کړ: زوى راښکته شه، دومره ناوخت په بام څه کوې؟

هلک: مورې! سپوږمۍ ګورم.

-         زويه! ډېر ناوخته دى، ته هم راښکته شه او سپوږمۍ ته هم و وايه چې خپل کور ته لاړه شي.

  

بخيل:

يوه بخيل بادار خپل ناروغ ملازم ته امر وکړ: لاړ شه او له بازاره شيدې راوړه، ملازم عذر وړاندې کړ: ښاغليه! زما ډېره سخته تبه ده او پښې مې هم درد کوي، دوه قدمه هم نه شم تللاى.

بخيل بادار يې فرياد وارېد او ورته يې وويل: هيڅ خبره نه ده، ته ارام وکړه، زه به خپله بازار ته لاړ شم.

ملازم د خپل بادار له دې همدردۍ څخه خوښ شو، خو بخيل بادار په تګ تګ کې وويل:

((واهلکه! ما ستا څپلۍ په پښو کړې.))

 

له کله راهيسې:

د کارخانې د ليدنې پر مهال ريس له خپل يو کارکوونکي څخه وپوښتل: ته له کله راهيسې دلته کار کوې؟

((کار کوونکى: کله چې تاسې کارخانې ته راننوتى، له هغې راهيسې.))