نن يې سرتورې راته وكړلې ښېرې يرېږم
هسې نه چرته شي رښتيا هم راپسې يرېږم
ته دې د خپل ښايست سپرغۍ لږ په قابو كې ساته
نه، چې اشنا! ورځينې اور واخلم، لمبې يرېږم
خاونده بيا مې ښار كې وليدل پرېمانه مړي
خاونده! بيا به لكه ووړ ماشوم د شپې يرېږم
په دې وطن كې د شېخۍ جامه كې څه ونه شول
ځكه دې شېخه! له تسبو او له خرقې يرېږم
پكې مې هرځلې په كاڼو هركلى شوى دى
ځكه دې ياره! اوس د كلي له كوڅې يرېږم
20.02.2012
- سردارولي څرک
مه شه لاړ چې مې له ژوند د غم اثر شينه چې ما غوندې بې كوره در په در شيحيا هم راځي په دې هم نه ورګورمنه چې يار مې په خواږه نظر نظر شيپه ځان نه يم خو په دې نه غواړم درشمهسې نه چې درته جوړ جانانه شر شيدا، چې نه وي، ښه تكړه وي، شين زمرى ويپه راتلو سره يې زړه زما اوتر شيدى په تا باندې اباد دى كه ترې لاړېخوار زړګى به مې هم هغه وخت كنډر شيزه مقطع كې ځكه ذكر د نوم نه كړمنه چې يار مې د زړګي له درد خبر شي...
16.07.2012
- سردارولي څرک
هلك: ماسره واده كوې؟جنۍ نه!هلك: ولې؟جنۍ: كورنۍ مې نه پرېږديهلك: په كورنۍ كې دې څوك دي؟جنۍ: مېړه او درې ماشومان**************يوه پلار د خپل زوى جيبونه تالاشي كړل، ګوري چې په جېب كې يې، سګرټ، نصوار، چرس او د هندي فلمي ستورو تصويرونه ومندل.پلار خپل زوى ښه وډباوه او ترې يې وپوښتل، چې له كله راهيسې دا كار كوې؟زوى په ژړا وويل پلاره! نن مې په غلطۍ ستا واسكټ اغوستى!!***********يوه تن له بل څخه وپوښتل: محبت كېږي او كه نه بايد وشي؟...