مه شه لاړ چې مې له ژوند د غم اثر شي
نه چې ما غوندې بې كوره در په در شي

حيا هم راځي په دې هم نه ورګورم
نه چې يار مې په خواږه نظر نظر شي

په ځان نه يم خو په دې نه غواړم درشم
هسې نه چې درته جوړ جانانه شر شي

دا، چې نه وي، ښه تكړه وي، شين زمرى وي
په راتلو سره يې زړه زما اوتر شي

دى په تا باندې اباد دى كه ترې لاړې
خوار زړګى به مې هم هغه وخت كنډر شي

زه مقطع كې ځكه ذكر د نوم نه كړم
نه چې يار مې د زړګي له درد خبر شي