مينه دې نه سهي، نفرت خو كوه
جانانه! دومره شفقت خو كوه

هر وختې جنګ، له دې نه څه جوړېږي؟
يوه نيمه خبر د محبت خو كوه

هر وخت به څه، زه درنه خوله غواړمه
كله ته هم دا شرارت خو كوه

په خوله، ځه هېېڅ مه وايه، نه يې غواړم
خو سترګو سترګو كې، لږ ست خو كوه