د دې ويب لوګ درنو ليدونكو!
د سلامونو ګلګيډۍ وړاندې كوم او د تودو هيلو او پاكو ولولو په څپو كې هر كلى كوم.
اړيكې او ارتباطات د دې بوختې نړۍ يوه مهمه اړتيا ده او علم او تخنيك په دې لاره كې نوي او ګټور ګامونه اخلي.
پخوا يوه لنډۍ وه :
زما د ليرې وطن ياره
سپينې سپوږمۍ ته سلام كړه سلام به كړمه
اوس دا امتيازات له سپوږمۍ نه ځمكې ته راغلي او په لسهاوو ليكنۍ او غږنۍ رسنۍ رامځته شوي چې د نړۍ تنابونه يې دومره سره لنډ كړي چې د راډيوګانو ،ټلويزيونونو، ټليفونونو، ګرځنده ټليفونونو او ويب پاڼو په كوچيو صندقونو او ډبيو كې ځاى كړي دي.
په دې ټولو كې ويب پاڼه يوه نوې او ځوانه رسنۍ ده چې ديويشتمې پېړۍ له پيل سره يې پښې او ژبه كړې، ټوله نړۍ يې تسخير كړې او د دوو اړخيزو اړيكو لاره يې هواره كړې ده.
زه د شلمې پېړۍ يم او د شلمې پېړۍ په وسايلو مې له درنو هيوادوالو اومينه والو سره اړيكې ټينګې كړې وې خو د پښتو دځوان، تپاند، هڅاند، څپاند، توند او توان ليكوال او زما ګراناو مهربان شاګرد او دوست ښاغلي تدبير وغوښتل چې ما د نړيجال له لارې هم له تاسو سره مخامخ كړي.
دا دى دا لړۍ پيلوو، زه له ګران تدبير نه مننه كوم او له تاسو سره د زړه خواله.
په درنښت
حبيب الله رفيع
كابل
۱۳۸۵-۱۱ - ۸