له كليد ګروپ څخه په مننې
په داسې حال کې چې افغان او نړیوال ځواکونه په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره په مقابلې بوخت دي او وايي چې په جنوب کې د دولت پر وسله والو مخالفينو يې فشارونو ښه نتيجه ورکړې او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د جنوب په يو بل ناامنه ولايت زابل کې د جګړې درېیمه جبهه پرانيزي، لیدل کېږي چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په ختیځ او شمال کې د وسله والو مخالفينو فعالیتونه زیات شوي او ورځ تر بلې پسې زور اخلي. که څه هم په شمال کې ګډ ځواکونه وايي چې دلته يې هم د مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړې دي، خو دا هم زیاتوي چې تر طالبانو د شمال امنيت ته يو بل لوی ګواښ د مخدره توکو د قاچاقبرو وسله والې ډلې دي.
په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې لیدل کېږي، چې د ازبکستان اسلامي نهضت یا IMU د افغانستان په شمال کې په دې مقصد د ګډوډيو هڅه کوي چې دا سیمې منځنۍ آسیا ته د خېز د یوې تختې په توګه وکاروي. چارواکي همدارنګه وايي چې نښې نښانې د دې څرګندويي کوي چې د منځنۍ آسیا افراطي ډلې د افغانستان په شمال کې چې یو وخت نسبتا امن بلل کېدې، ریښې ځغلوي.
په تېرو دوو کلونو کې، د شمال په ناامنيو کې د ازبکستان اسلامي نهضت لوی لاس و. د ازبکستان د اسلامي نهضت او طالبانو له هڅو دا راڅرګندېږي چې غواړي د ناټو د اکمالاتو په لاره کې چې د افغانستان له شماله تېرېږي خنډ رامنځته کړي او له بلې خوا له دې سیمو څخه له منځنۍ آسیا سره د افغانستان د پولې په دواړو خواوو کې بریدونه تنظیم کړي.
دوه کاله مخکې داسې رپوټونه وو چې د افغان دولت مخالفين په دې لټه کې دي چې د هېواد شمال ته مخه کړي، ورپسې دا هم وويل شول چې چچنيايي او ازبک جنګيالي هم په شمال کې د ګډوډيو د رامنځته کولو په هڅه کې دي، خو هغه مهال لکه چې دغې مسئلې ته چا پوره توجه ونه وکړه او دا دی دوه کاله وروسته ګورو چې وسله مخالفين دومره د هېواد په شمال کې خواره شوي چې د ځپلو لپاره يې حتی د پراخو عملياتو ترسره کولو ته اړتيا ليدل کېږي.
د افغانستان د جګړې د اوږدېدو يو ستر علت یو دا دی چې افغان دولت او د هغوی نړيوالو ملاتړو د خطر د رامنځته کېدو په درشل کې ډېر ضعيف عمل کړی.
دا د ډېر تعجب وړ دی چې افغان دولت له يوې اوږدې مودې وروسته پر دې اندېښنه څرګندوي چې د دولت مخالفين او ازبک او چچنيايي جنګيالي هڅه کوي چې د افغانستان شمال د خیز د يوې تختې په توګه وکاروي.
د جمهور رئیس حامد کرزي د ملي امنیت مرستیال سلاکار شیدا محمد ابدالي ويلي چې له افغان طالبانو سره د IMU د اړیکو سوابق نولس سوه نوییمو کلونو ته رسېږي.
د هېواد پر شمال سربېره په ختیځو ولایتونو ننګرهار، نورستان او کونړ کې هم د افغان او پاکستاني طالبانو فعالیتونه مخه په زیاتېدو دي. له ډېره وخته مخالفينو د دغو درې ولایتونو په سرحدي سیمو او ولسواليو کې ناامني جوړه کړې او هڅه کوي چې د محاصرې یوه ځانګړې او خاصه کړۍ ایجاد او د ولایتونو مراکز ناامنه کړي.
د افغانستان ختيځو سیمو ته له تېرکال راهيسې د وسله والو ډېر پام اوښتی. تېرکال په نورستان کې د طالبانو هڅې او د هغه ولايت د يو شمېر ولسواليو نيول، نه يوازې هغوی بلکې د هغوی پاکستاني ملګري هم ډېر زړور کړل او د ځينو رپوټونو له مخې مولانا فضل الله خو لا په برګمټال کې مېشت شو. د هغه له مېشت کېدو او د برګمټال له سقوط نه وروسته چې په سر کې د ساتلو او بيا د بيا نيولو لپاره د دولت او نړيوالو ځواکونو له خوا کومې جدي هڅې ونه شوې، دې اندېښنې قوت پیدا کړ چې اوس له دغې لارې به مخالفين د هېواد شمال ته په آسانۍ مخه کوي.
وسله والو مخالفينو د هېواد په ختيځ کې تر ځای په ځای کېدو وروسته اوس دومره امکانات موندلي چې وخت ناوخته په دولتي ادارې او پوځي تاسیساتو ډله ييز بريدونه کوي. راپوټونه ښيي چې د هېواد په ختیځ کې له وسله والو طالبانو سره د عرب او القاعده جنګیالیو ملاتړ هم چې د پاکستان د افراطي ډلو له خوا یې په ټینګه ملګرتیا کېږي، شته دی.
د يو شمېر دولتي چارواکو په وينا، د روان کال د مارچ له میاشتې راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو او القاعده وسله والو تګ راتګ زیات شوی دی او ويل کېږي چې هرو هغو دريو کسانو څخه چې ختيځ ته داخلېږي يو تن يې عرب وي.
که څه هم د هېواد ختیځو ولایتونو ته د ناامنۍ پراختیا یوه له اندېښنو ډکه موضوع ده، خو بیا هم وخت ناوخته لیدل شوي چې د حکومتي او ناټو پوځيانو په وړاندې په دغو سیمو کې طالبان چندان مقاومت نه شي کولای او بیرته په شا کېږي، خو د پام وړ مسئله دا ده چې طالبان په ختیځ کې د افغان او ناټو ځواکونو په وړاندې د یوې داسې جبهې د پرانستلو هڅه کوي چې تر هلمند او کندهاره کمې نه وي او که چېرې دغې موضوع ته جدي توجه ونه شي، پایلې به یې نه جبرانېدونکي وي.
سورمان اتل