دا خو منمه چې ا نسان ښکلی دی
چې مې خوښ کړی په ایمان ښکلی دی
یا به زما په سترګو ښه لګیږي
یا خو په ټولو کې جانان ښکلی دی
زما د زړه په وچه للمه اشنا
ستا د رڼو اوښکو باران ښکلی دی
جانانه! تا سره فیشن خوند کوي
زما شلیدلی ګریوان ښکلی دی
دومره ښایسته زما په سترګو لګی
لکه په ستورو چې اسمان ښکلی دی
ما ایئنه کی ځان ليدلى یاره!
داستا نظردی چی (حیران)ښکلی دی
08.12.2010
- سردارولي څرک
له tkg.af څخه په مننې
افغان حكومت د واليانو د غوره کولو او له جمهور رئيس سره د هغوى د مستقيم ارتباط د تامينېدلو په مقصد د1386 كال د وږي په مياشت كې د محلي ارګانونو خپلواك رياست رامنځته كړ او د كورنيو چارو وزارت ټولې ملكي څانګې...
20.12.2010
- سردارولي څرک
له كليد ګروپ څخه په مننې
په داسې حال کې چې افغان او نړیوال ځواکونه په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره په مقابلې بوخت دي او وايي چې په جنوب کې د دولت پر وسله والو مخالفينو يې فشارونو ښه نتيجه ورکړې او دوی اوس په دې هڅه کې دي چې د جنوب په يو بل ناامنه ولايت زابل کې د جګړې درېیمه جبهه پرانيزي، لیدل کېږي چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په ختیځ او شمال کې د وسله والو مخالفينو فعالیتونه زیات شوي او ورځ تر بلې پسې زور اخلي. که څه هم په شمال کې ګډ ځواکونه وايي چې دلته يې هم د مخالفينو پر...