سردارولي څرک

Profile Photo

راځئ چې سردار وپېژنو!

که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨

ستا د اقرار په تمه شپې تېروم


سريزه

خدايه ستا په دين که مرو که مونږه پايوکليمه د لا اله به مونږه وايوبېرته خپل وطن مو جوړ کړه جنګ ترې لرېربه! څو به هره خوا ترې کډې بيايو ښاغلى څرک سردار ولي زمونږه د پښتون آهنګ نوى ترنګ دى، د حسن او عشق په سمندر کې لاهو دى، خو د قام، هېواد او خاورې د ستونزو نه يې قلم ډډه نه ده کړې. يو خوا که د سرو اننګو او تورو سترګو قصيدې وايي، نو بل خوا سره او تور دښمنان ډير ښه پېژني. خورې ورې زلفې که ستايي، نو خواره واره پښتانه هم غندي او د يووالي د پاره يې د خپل ر

11.02.2007 سردارولي څرک

زما خبرې

  درنو لوستونكو! وايــــــــي چې هر څـــــــــــــه په زيـــــــــــار او كوښــــښ لاس تــــــــــــه راځــــــي،(چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي)، خو زه شعر له هغو  څخه نه ګڼم  چې په كوښښ دې لاس ته راشي، زما له انده دا د خداى له لورېنو څخه يوه لورېنه ده چې پرچا يې خوښه شي لوروي  يې، كه په كوښښ واى نوما شايد دغه څه نه واى ليكلى. ځكه ما كله هم دا هڅه نه ده كړې  چې شعر دى وليكم، كله چې هم څه خيال ته راغلي پر پاڼه مې ل

31.01.2007 سردارولي څرک

سريزه

سريزه:ستا د اقرار په تمه شپې تېروم كه يو خياط منفي فكر ولري نو چاته به د يو جوړ جامو زيان ورسوي، خو كه  كوم شاعر فكر منفي وي نو هغه ټول ولس بې لارې كولاى شي او هم دا سبب دى چې شاعري تشه د هغو په برخه ده چې په سينه كې يې يو سپېڅلى زړه لري او د شاعر د قد او قامت رواني پيمانه همدغه سپېڅلتيا ده.څرك صاحب سره زما ليدل نه دي شوي، د انټرنټ په لاره يې ماته شعرونه را استولي، ما يې تش د شعر ټكي لوستلي او په شعر كې مې يې د راتلونكو شېبو د امكان هغه سپرغۍ ليد

31.01.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more