خدايه ستا په دين که مرو که مونږه پايو
کليمه د لا اله به مونږه وايو
بېرته خپل وطن مو جوړ کړه جنګ ترې لرې
ربه! څو به هره خوا ترې کډې بيايو
ښاغلى څرک سردار ولي زمونږه د پښتون آهنګ نوى ترنګ دى، د حسن او عشق په سمندر کې لاهو دى، خو د قام، هېواد او خاورې د ستونزو نه يې قلم ډډه نه ده کړې. يو خوا که د سرو اننګو او تورو سترګو قصيدې وايي، نو بل خوا سره او تور دښمنان ډير ښه پېژني. خورې ورې زلفې که ستايي، نو خواره واره پښتانه هم غندي او د يووالي د پاره يې د خپل رب نه دعاګانې غواړي.
د پښتونوالې فطرې جذبې، قدرتي حسن، ساهو دود دستور او سوچه مينه د ښاغلي سردار د شاعرۍ د ټکي، ټکي نه راڅاڅي. هيله ده چې لوستونکي به د خپلې ژبې دې سپېڅلي شاعر ته په روڼ تندي هر کلى ووايي.
اباسين يوسفزى
چيئرمېن
پښتو څانګه
اسلاميه کالج پېښور پوهنتون
نېټه: ١٦ جون ٢٠٠٦