درنو لوستونكو!

وايــــــــي چې هر څـــــــــــــه په زيـــــــــــار او كوښــــښ لاس تــــــــــــه راځــــــي،(چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي)، خو زه شعر له هغو  څخه نه ګڼم  چې په كوښښ دې لاس ته راشي، زما له انده دا د خداى له لورېنو څخه يوه لورېنه ده چې پرچا يې خوښه شي لوروي  يې، كه په كوښښ واى نوما شايد دغه څه نه واى ليكلى. ځكه ما كله هم دا هڅه نه ده كړې  چې شعر دى وليكم، كله چې هم څه خيال ته راغلي پر پاڼه مې ليك كړي او كله چې خيال خلاص شوى قلم مې ايښى دى، دا چې شعر پوره شوې او كه نيمګړى پاتې شوى پسې نه يم ګرځېدلى چې له امله زما ډيرى شعرونه نيمګړي پاتې دي .په همدې اړه مې د يو دوست  ښاغلي كمالزي سپارښتنه را ياده شوه چې په ګودر كتاب پلورنځي كې يې راته ويلي وو: ((هلكه څركه!  ستا اكثره شعرونه نيمګړي دي ولې يې نه پوره كوې؟ دا وګوره!  د دې شعر خو قافيه هم پرېمانه ده.))
 دا يواځې كمالزى صاحب نه و تر ده وړاندې او وروسته ډيرو يارانو راته ويلي دي  ما خداى شته هغه مهال دوى ته د پوره كولو وعده وركړې  خو كه ريښتيا ووايم دا سرخوږى مې د لاسه نه كېده چې دا دې تر دې دمه يې ډېرى همداسې نمګړي پاتې دي.
دا مې د ژوند نهم سپرلى دى چې  زه د شعر په نامه سپينې پاڼې توروم او هر هغه څه چې مې په دغو كلونو كې ليدلي او يا پرما تېر شوي د شعر په جامه كې نغاړلي دي چې دادى ستاسې پر وړاندې يې ږدم.
دا چې زما شعرونه به څومره په تول پوره وي؟ او ايا تاسې ته به خوند دركړي او كه نه؟ زه نه پوهېږم، قضاوت يې پرتاسې.
خو يو شى چې زه ورته مخكې له دې چې تاسې درانه لوستونكي او كره كتونكي كوته ونيسئ پام را اړوم، هغه په دې ټولګه كې پېښوري اصطلاحات او دهغې سيمې د شاعرۍ اثر دى، دا توكي كه هرڅه دي، زما شعر ته يې رنګيني بخښلې او كه بې خونده كړي يې دي دا زما قصد نه و، دغه څه زما خولې ته راغلي او ما ليكلي، خو خداى شته اوس پرما يو څه خواږه لګيږي او زه هيله كوم چې پرتاسې به هم خواږه ولګيږي .
په پاى كې له هغو ښاغليو چې زه يې هڅولى يم، زما پركتاب يې ليكنې کړي او د كتاب په كمپوز،تصحېح او ډيزان كې يې مرسته كړې د زړه له تله مننه كوم. دغه رازه د( ) څخه هم منندوى يم چې د كتاب د چاپ لګښت يې پرغاړه واخيست، د دوى دبرياليتوبونو په هيله.

سردارولي څرك

ننګرهار علمي او فرهنګي مركز_ميډيوټيك

جلال اباد
1385 ليندۍ 24