هغوى چې هوش كې دي، پرې څه پوهېږي
چې بې هوشي، بې هوشي څه ته وايي

اول ته مينه، محبت وكړه ته
بيا به شې پوه زندګي څه ته وايي

ستا مړاوو سترګو راته وښودله
چې مى كشي، مى نوشي څه ته وايي

ما څه ونه وې، هغه پوه نه شوه
چې چپه خوله خاموشي څه ته وايي

۱۳۸۵ لړم ۲۸

***  

ميخانې نه، له شرابو او له جامه زندګي
زمونږه شروع كېږي له ماښامه زندګي

يارانو په محفل كې ستا په نوم راباندې وڅښل
 ما هم كړله قربان د تا له نامه زندګي

۱۳۸۵ لړم ۱۵

نه مجبوري، نه نا چاري  د ښكلو
بې وفايي ده، بيماري دښكلو
له ما بدتر به شې كه ودې كړله
چرته په ژوند كې دلداري د ښكلو

۱۳۸۵ ليندۍ ۲۳

                 ***                        
هر څو كه بې حسابه دي، بې شمار دي خلك
بيا هم د تنهايئ د بلا ښكار دي خلك

                     ***

د دې محل وګړي ټول ويده شول
خو لا يوه كړكۍ ايله پرته ده

                    ***

 مخكې له دې چې بې وفا شي جانان
ښه دى چې ما ځنې جدا شي جانان
                                ***
هغه په غلا تګ دې رسوا شو ښايي
نن يې په كور كې دا خبر كېدله
                              ***
ما دې په ياد كې هرڅه زار كړل خو تا
چرته په هېر باندې ياد نه كړمه
                     ***
كوم ګلبدن ته زه بېګا ورغاړې وتى يمه
چې خوشبويي مې له جامو نه او له تنه خېژي
                     ***
غوټه د زړه وه څه غوټۍ خو نه وه
چې په راتلو د نسيم خلاصه به شي
                    ***
شمعې هغه شپه په ژړا تېره كړه
ته چې له محفل نه ګلې پاڅېدې
                      ***

نه مې څوك خپل دى په كې، نه مې رقيب دى
ښار دى جانانه! بلا، بلا عجيب دى

دلته د چا، چا قواره ولولمه
دلته مې څوك زړګي ته دومره قريب دى

تاته چې وګورمه، سوچ كې شمه
دغه رقيب دى زما، كه مې حبيب دى

هغه چې مينه وه، هغه جنون و
دغه هجران سرداره! دا مې نصيب دى

۱۳۸۵ لړم ۱۵

 ستا د پايزېبو اوازونه ياره
تښتوي سترګو نه خوبونه ياره
شه هغه لاره له ګلونو ډكه
چې ته پرې اخلې قدمونه ياره

۱۳۸۵ لړم ۲۵
څه ګټل دي، څه بايلل دي
زندګي تلل او راتلل دي
د دې دوه شېبو ژوندون نه
يوه نوره غلا كول دي