دغه له نازو ادا جوړه جنۍ
مه كړه خاوند چې شي ناجوړه جنۍ

ښه درته وې مې مازيګر دى كنه
اوس دې دا سره لاسونه مروړه جنۍ

زما د زړه برج يې را ونړاوه
ده د مندېش امير كروړه جنۍ

چې لږ زما په حال دې رحم راشي
خداى خو دې تا هم كړي ناجوړه جنۍ

خپله هم سپينه، زړه يې هم درواخله
سمه له واورې نه ده جوړه جنۍ

۱۳۸۵ زمرى ۳۱

 

 

د يو شعر په تضمين
نه مې كړې ښكل نه مې كړې خپل ښكليه
لاړې د بل شولې د بل ښكليه

ته زندګي، ته زندګي يې زما
ته مې اجل ته مې اجل ښكليه

په كې به ځان ته خامخا ووينې
كه واورې ته زما غزل ښكليه

پرې چې په جام د شونډو خوله دې كېږدم
تندې اخيستى يمه جل ښكليه

له پښتني حسن دې زار شه سردار
پښتون پښتون، شډل شډل ښكليه

۱۳۸۵ چنګاښ ۲

 

يو ورځ ضرور به مې په شر اړوي
زلفې په منځ كې چې دلبر اړوي

مازوروي، ما كړوي ور باندې
رانه اشنا، اشنا نظر اړوي

په يوه هم جنۍ ونه درېدله
شېبه، شېبه خپله خبر اړوي

زما د زړه له سره وينې څاڅي
چې په تورخم باندې مرمر اړوي

لكه د عمر جل وهلى چې وي
سردار جامونه سر په سر اړوي

 ۱۳۸۵ غبرګولى ۲

 

 


ستا كتو په زړه سورى كړم
ستا كاته راته ښه نه شول

تېرو بېر مې له زړګي نه
ياره ستا غنې باڼه شول
ستا غمونو كې جانانه!
ټول هډونه مې وراسته شول
جوړې مرمه چې ياران مې
داسې يو، يو راپه زړه شول
تا به ماته جوړ كاته چې
خلك تاته په كاته شول
يو دې زه له غمه ويښ يم
نور تمام خلك ويده شول

۱۳۸۵ تله ۲۰

 


بيا خو دا زړه هډو زړګى نه شولو
چې بې له تانه لېونى نه شولو

په څو، څو وارې جانان ورټلو
خو زما زړه هډو سړى نه شولو

بلا، بلا خواري مې وكړله خو
ورځنې صبر مې زړګى نه شولو

زما د زړه په جل وهلې دښته
باران ونه شولو سپرلى نه شولو

ورك شه د خاورې په خدمت كې چې څوك
د سپېلنو غوندې لوګې نه شولو


۱۳۸۵ تله ۳۰ مه- جلال اباد

 

 


محبت دې راله دغه مقام راكړ
چې ساقي ړومى له ټولو نه جام راكړ

د مجنون غوندې په كاڼو بدرګه شوم
ستا د چم وګړو دغه انعام راكړ

شي حرام دې په دې ټوله زندګۍ كې
كه به ماله ستا غمونو ارام راكړ

بيا تر مرګه به دې ياره احسان من يم
كه محفل كې دې نن چرته سلام راكړ

ځان له غم د ګور كفن كوه سرداره!
د ريبار په خوله يې دغه انعام راكړ

     ۱۳۸۵ تله ۲۳

 

 

طاقت مې نشي مانه زر واړوه
مانه دې مړې سترګې نظر واړوه

ته ځه بيا خيردى كه ځې ځه جانانه
خو ما د شونډو په كوثر واړوه

زما د يار شونډو ته هيڅ دي ساقي
خمونه واړوه ساغر واړوه

چرته چې هم ځمه رقيب وينمه
داځل مې خدايه په دلبر واړوه

۱۳۸۵ غبرګولى ۱۵

 

 


ته لكه تنكۍ غوټۍ تازه اوسه
تانه خزان لرې همېشه اوسه

زه په ژړاګانو باندې مړ ښه يم
ته له خنداګانو ځنې شنه اوسه

ډكه له خوښيو نه، خوندونو نه
ستا د زندګۍ هره شېبه اوسه

زه به درته دا دعا كومه چې
ژوند دې د ګل نه خو ته غونچه اوسه

    ۱۳۸۵ تله ۵