د باز محمد عابد په ليکه
د بنګړو شړنګ د رباب ترنګ غواړي
زما زړګى د سترګو جنګ غواړي
دغه ساده دا لېونى زړګى مې
له مانه تل د جانان څنګ غواړي
د تاپه درکې دى ولاړ جانانه
سردار د سرو شونډو قلنګ غواړي
بد به يمه ياره او که ښه به يم
څه به يمه ستا په نظر څه به يم
تل مې په زړګي باندې ورېږې ته
خداى خبر که ياره ستاپه زړه به يم
يو ځل خو مې خيردى خواله راشه ته
څو به ستا يادونه وي او زه به يم
١٣٨٣/١٠/٢٩
سکڼى ماښام دى ګلې، ځه بېرته کورته درومه
په ما الزام دى ګلې، ځه بېرته کورته درومه
د پښتنو کلي کې، مينه ممکنه نه ده
مرګ يې انجام دى ګلې، ځه بېرته کورته درومه
په لوڅو پښوباندې مزل دى په ازغنه لاره
عشق نا ارام دى ګلې، ځه بېرته کورته درومه
١٣٨٣/١٠/٢١
بلا دې واخلمه بلا مازيګر
وم دې په تمه تر قضا مازيګر
د کلي لار ورله څارمه ځکه
راله نېټه ايښې اشنا مازيګر
ښه راله وګوره ديدن مې وکړه
خدايګو که راشي داسې بيا مازيګر
١٣٨٣/١٠/٢٧
کوم چې کله خبرې هسې
راځي مې خولې ته سندرې هسې
شولې زلمى، شونډې دې تورې شوې
لکه ګورګورې ، ګورګورې هسې
مشر کورونه ، کورونه جوړ کړل
ګرځي بې وسه ، سوالګرې هسې
١٣٨٣/١١/٨
نو به خود په دوزخي باندې يادېږي
پښتانه چې په پښتو باندې شرمېږي
پښتانه هم څه عجيبه مېړني دي
ورونه وژني خو پردو باندې زورېږي
يو کې بقا يو کې فنا د پښتنو ده
يا يو کېږي به دا قوم يا به ورکېږي
١٣٨٣/١١/٧
ته چې مې اشنا شولې جانان شولې
خوږ لکه ايمان ته په ايمان شولې
ناسته دې دښکلو سره وکړله
يه زړګيه! وه زړګيه! وران شولې
کډه درله غم چې ديار راوړله
ښايي چې زړګيه بيا ودان شولې
١٣٨٤/١/٢
ژوند کې په تا جانانه
سړه توده رامه شه
چې شم جدا له تانه
داسې شېبه رامه شه
زه خير دى مړ دې شم خو
په تا خوله رامه شه
١٣٨٤/٢/٢٠
څه درکړمه وايه اشنا څه لرم
خوار غريب سړى يمه هېڅ نه لرم
ته يې که منې نو له تا زار اشنا
ډک له مينې ، مينې، مينې زړه لرم
هسې که بېلېږې ګرانه خير دى خو
توان دې دخپګان جانانه نه لرم
خلک به هرڅه هرڅه بولي مينه
خو ما ته اور ماته لمبه ښکاري
راسره نشته دى جانان ملګرو
ځکه دا سږ اختر پيکه ښکاري
لکه شبنم وي ياره ګلو باندې
داسې په مخ دې مړه خوله ښکاري
١٣٨٣ کوچنى اختر