طرحيه مشاعره-كندز

زما د ښار زما دکلي ښکلي
څومره ښايسته دي څومره ښکلي ښکلي

چرې* يې هم شونډو ته پرې نښودم
څومره نتلي دي نتلي ښکلي

دلته څه يو منصور په دار خو نه دى
دلته بلا په دار ختلي ښکلي

 ۱۳۸۴/۹/۲۵
 

* چرې: چېرې

 

 


ته مې په سترګو کې يې
ته مې په زړه کې اوسې

ته مې رڼا دسترګو
ته مې لېمه کې اوسې

هرڅه هرڅه که ته يې
هرڅه هرڅه کې اوسې

 

 

چې ستا ځوانۍ ته ګورم
ميو ته زړه مې كېږي

توبه مې كړې منم
خو صبر نه مې كېږي

غېږ كې مې پټ كړه ګلې
ساړه، ساړه مې كېږي

۱۳۸۵/۲/۲۸

 

 

 

 

څه وخت به راځي پته يې نه لګي
خدايګو چې كوم ځاى مې دلبر پرېوتو

وخت دانه دانه كړلو پښتون غريب
څه ترېنه لر پاتې، څه بر پرېوتو

هسې به ظاهر خلكو ته هېڅ نه وي
اصل كې رشاد* كله غر پرېوتو

 

 

 

دا سې چې شور دې پايزېبونه كوي
زړګى به خود زما ټوپونه كوي

ما ترېنه ساته چې ما ونه وژني
قاتلې سترګې دې مرګونه كوي

زما وژلو ته يې ايښې جوړې
جانان چې تل اشارتونه كوي

 

 

شېبه له مانه سترګې مه اړوه
خير دى جانانه سترګې مه اړوه

ژوند مې د تا مړاو كتو كې نغښتى
مرم بې له تا نه سترګې مه اړوه

په ما شېبې د ځنکدن دلبره
چې شي اسانه سترګې مه اړوه

 

 

 

 


شونډو نه چې څكه د اشنا كوم
شكر مسلمان يم بسم الله كوم

ته به يې دروغ ګڼې منمه خو
زه درسره مينه په ريښتيا كوم

داسې د رقيب مخكې مې مه رټه
دا يوه غوښتنه زه له تا كوم

۱۳۸۵غبرګولى ۱۵