يواځې سترګو مې نه زما زړګي ژړلي
در پسې ډېر جانانه ما لېوني ژړلي
دلته په هر مالت كې غم تېر شوى
دلته دې هر يوه سړي ژړلي
ستا بېلتانه كې ما سردار لېوني
بلا، بلا مازيګري ژړلي
يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوري
ښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګوري
ښكته ښې دي سترګې پام چې پورته نه كړې
ګنې ياره! ستا باڼه راله كار ګوري
يوه ورځ به د منصور غوندې په دار شم
يوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري
۱۳۸۵ تله ۲۰
خزان وهلى يم نيمزالى ګل يم
زه د بهار په تمه شپې تېروم
زه لېونى په خپل ژوندون تنګ شوى
ستا د اقرار په تمه شپې تېروم
چې يې په خيال خاطر کې هم نه راځم
د داسې يار په تمه شپې تېروم
١٣٨٤/٢/٢٠
تا راله مينې نه انكار چې وكړو
زما ويلو ته نو څه پاتې شول
ته يې له ماسره چې وليدلې
رقيبان ټول ګوته په خوله پاتې شول
ژوند كې مې يو ارمان پوره نه شولو
ټول ارمانونه مې په زړه پاتې شول
۱۳۸۵ لړم ۱۵