اور به دې چم کلي ته پورې کړې ته
نور داسې شوخه داسې شنګه مه ځه
زړه به يې وچوي ګرانې خيردى کنه
د لېوني سردار له څنګه مه ځه
***                      
بې څه مې مه لېږه يو څه خو راکړه
که زړګى نه راکوې خوله خو راکړه
شراب د شونډو که دې نه راکوې
خير دى په لپه کې اوبه خو راکړه
***                      
نه کېږي جانانه هېڅ څه نه کېږي
خوله که راله راکړې وايه څه کېږي
څو که زه د صبر تعويذ وکړمه
هومره مې سرو شونډو پسې زړه کېږي

١٣٨٤/١/١٧

 


ته چې موسکۍ شې او مړه، مړه وګورې
زما ژوندون سپرلى، سپرلى شي ياره
څه شي، که دې زما په شونډو ووايه
چپه د شونډو کنډولى شي يار
***                       
نوى ژوندون راکوي ساه راکوي
کله چې يار خوله په خندا راکوي
ساقي د تا منت په څه واخلمه
شراب د شونډو چې اشنا راکوي
***                       
له شوره ډکه له مستۍ ډکه ده
له څومره تاوه لېونۍ ډکه ده
سرور سرور، نشه نشه ده په کې
ګرانې له هر څه دې خولګۍ ډکه ده

 

 

راځه يو ورځ خو چرته هو هم وکړه
هر وختې نه هم ګرانې خوند نه کوي
چې يې دې وس د پوره کْولو* نشته
تشه وعده هم ګرانې خوند نه کوي
*پېښورۍ اصطلاح
                                    ***
منم پرې کبر کړې غرور کوې خو
مه کړه خاوند چې درته اور شه حسن
که په دعا باندې مې ياره کېږي
لا  دې سېوا شه لا دې نور شه حسن
***                        
څوک يې په څه، څوک يې په څه ماتوي
سردار روژه د يار په خوله ماتوي
له ښکلو پام څرکه ګيله ونه کړې
ښکلي خو تل د خلکو زړه ماتوي

 

 

 


پام پرې کوه خير دى ماشوم دى ياره
له ما بېلېږي زړه له تا سره ځي
ستا د بېلتون له لاسه ګرانه ياره
د زړګي وينې مې ژړا سره ځي
***                             
ګلاب، نرګس، لاله، غاټول ګلونه
هېڅ دې رخسار ته  دي دا ټول ګلونه
ته له همه واړو يې ښکلى ياره
څو له دونيا کړمه راټول ګلونه
***                           
شبنم وينځلي ګل نه ګرانه ياره
ښايسته، ښايسته يې، ښکلى يې ته
لږ خو څه وايه زړه مې چوي جانانه
څنګه خاموش يې څنګه غلى يې ته

 

 

 

دا چې ته زلفې په رخسار جوړوې
خدايګو چې ماته ترېنه دار جوړوې
ته په نرۍ نرۍ موسکا جانانه
زما په زړه کې نرۍ لار جوړوې
***                             
لاره کې مه درېږه رسوا به شو
ياره د خلکو د خندا به شو
مينه کوو به خو په پټه ياره
د پښتو کلى دى تبا به شو
***                             
ته وا توتي کړي يا مينا خبرې
داسې خوږې دي ياره ستا خبرې
لکه ټپه لکه سندرې ياره
داسې دې ښې لګي په ما خبرې

 

 

تا بې وفا سره چې مينه کوم
خود اسوېلو سره به وينه کوم
ستا د سينې سر يې نيولى رانه
ځکه نفرت له لونګينه کوم
***                              
داسې په ما دې ګرانه ياره لګي
لکه غزل لکه ټپه خبرې
نه کليوال راباندې پوه شي ياره
کوه د لاس په اشاره خبرې
***                           
چې درقيب مخکې اشنا دې ووې
دا دې له دروغو که ريښتيا دې ووې
شونډې دې ورپېدې پوه نه شومه
ښېرا دې وکړه که دعا دې ووې