يار چې کله،کله راله وګوري
زړه مې ځان له ځاى د پټېده ګوري
سترګو ته دې ووايه چې ټيټې شي
نه چې راله کار جانانه وګوري
                               *** 

کور مو لرې لار اوږده شوه، ديدن ګران شو
بېل مو کلى هم کوڅه شوه، ديدن ګران شو
مخکې ښه و څوک خبر نه وو جانانه
اوس خبر دنيا  همه شوه ، ديدن ګران شو
                              *** 
وس يې په ما کې هېڅ د زغم نشته دى
رډ کاته که څه ديار که د اغيار وي
روغ رمټ شي چې ته ماته په خندا شې
زړه مې څو که د مودو مودو بېمار وي

***

له تاقربان شه له تا زار زما زړګى
پام کوه پام نه کړې ازار زما زړګى
څنګ چې ړنګ کړ بابري جومات هندوانو
همداسې ړنګ کړ راله يار زما زړګى
***                                
ساه مې سوره ده، زړه مې رپي شيمه پاتې نه ده
زړه كې مې ستا د غمو زور حوصله پاتې نه ده
دغه چې نه راځي له ماسره زياتى كوي يار
كه نه د نه  راتلو يې هيڅ بهانه پاتې نه ده
***                             
د زړه په رنځ به مې اخته کړې، ته به روغه ګر ځې
مړه به زما دژوند ډيوه کړې ، ته به روغه ګرځې
په شوخ نظر به مې دشوخو ، شوخو سترګو ياره
ستي ستي، لمبه لمبه کړې، ته به روغه ګرځې

***

بيا مې نه خوب وي نه ارام او سکون
خوږه ياره د تا ياد چې کله راشي
ستا د زلفو خوشبويي ځان سره راوړي
ستا له لورې ګرانه باد چې کله راشي
***                            
ښکارځنې سترګې يې زما په لور کږې کړې
ښايي بيا لکه چې ښکار زما د زړه کړي
مۍ خواران چې شراب وڅښي نو نشه شي
ما نشه ديار دمړو سترګو کاته کړي
 ***                          
دمحبت په اور ستي زړه ته مې
شېبه ارام شېبه قرار وبښه
له تا به نه غواړي نور خوله جانانه
خير دى همدا ځلې سردار وبښه

***

د خزان سيلۍ لګېږي له بهاره خولګۍ اخلي
خوب کې ګورمه رقيب چې مې له ياره خولګۍ اخلي
ښايي ليک يې دي پر ډډه د اشنا دنامه توري
ځکه هر وخت لېونۍ له دنګ چيناره خولګۍ اخلي
***                              
له ماښامه ترسهاره، لپې لپې اوښکې توى کړم
ستا بېلتون دلاسه ياره ، لپې لپې اوښکې توى کړم
څو که ناز زړګي ته ورکړمه، هرڅو که يې پخلا کړم
خو بيا هم شي ناقراره، لپې لپې اوښکې توى کړم
***                              
دوى زړونه ماتوي د زړونو ښكار ته دي پيدا
دا ښكلي ځورولو ته ازار ته دي پيدا
اقرار ور باندې كله هم ونشولو په ژوند
سرې شونډې دې جانانه جوړ انكار ته دي پيدا
۱۳۸۵/۳/۳