ته را واچې ړوې ياره سترګې مړې
کړي لمبه مې سم له واره سترګې مړې
خاوند دې ترېنه وساته که نه نو
قتلول کوي سرداره سترګې مړې
                                ***
زما مينې زما ځانه ښېرې مه کړه
نه چې ولګي جانانه ښېرې مه کړه
مازيګرى دى پام کوه جانانه
نه چې خونه مې شي ورانه ښېرې مه کړه
***                        
١٣٨٤/٢/٢٠
چې ښه ديدن دې وکړم
راله رسا وګوره
په يو ځل څه شي ياره
يو ځلې بيا وګوره
       

 

چې يې نه شې پوره کْولى*
نو وعدو ته څه حاجت دى
لېونى مې خلک بولي
دا سوغات د محبت دى
١٣٨٤/٢/١٨
* : پېښورۍ اصطلاح
                          ***
له مخ کړه لرې زلفې
زما په زړه تياره ده
د رڼا څرک نه لګي
ګرانې تياره، تياره ده
***                                       
ياغي زړګى مې هېڅ له ښکلو نه اوړي
هر وخت ورګوري له کتلو نه اوړي
که دې په ميو شي په دار د شونډو
لېونى څرک يې اوس له څښلو نه اوړي

 


جانان مې غوږ کې راته داسې ووې
ګودر ته مه راځه بدنام نه شې
مېن همېش مينه کې سر بايللى
نه چې جانانه ته اعدام نه شې
***                    
تاب مې زړګى نه لري
 تا ته درکتى نه شم
ډېر ظلم ستم مـــه کړه
نه چې لېونى نه شم
***                     
تالــــــــــــــــــه چې وګورمه
شي مې او تر زړګوټى
رانه دې غواړي خولګۍ
غواړي مې شر زړګوټى

 

                          


خواله مې چې كله هم هغه راځي
ما باندې نازكه شان خوله راځي
غم له دې زه دومره هم خفه نه يم
كور له د پښتون مدام مېلمه راځي
***                         
تاباندې ښکلې ده دنيا جانانه
بغير له تا دونيا بدرنګه ښکاري
په خوله ويل خو څه مهمه نه ده
د زړه حالت د مخ له رنګه ښکاري
***                    
په تا اوړي په ما کېږي
د خولګيو زکاتونه
ستا دشونډو و لذت ته
هېڅ دي هېڅ دي شرابونه
 

 

 

 

مخ ته پلو دې ګلې سم ونيسه
دچا بدرنګو سترګو ښكار نه شې
هوا سړه ده سيلۍ لګي ياره
په ځان دې پام كړه چې بيمار نه شې
***                   
 پام كوه جنۍ په بلۍ مه خېژه
شې به لېونۍ په بلۍ مه خېژه
سترګې د دې خلكو درپسې به شي
هر وختې بلۍ په بلۍ مه خېژه
***                   
زه دې په زړه كې څومره ځى لرمه ؟
دغه سودا زه لېونى لرمه
خيردى كه تا يوازې پرېښودمه
زما هم خدى شته زه هم خدى لرمه

 

 

 

 

ما لېونى به كړې د خدى لپاره
دومره په زير لېونۍ مه راګوره
خلك شكي دي هسې پوه چې نه شي
هر وختې ته له بلۍ مه راګوره
***                    
جوړ به كړې پېغور راله اشنا ګوره
بيا كه دې را وكتل په بيا ګوره
يوځلې خو هوكړه ياره وكړه ته
بيا د محبت مې انتها ګوره
***                    
صبر مې نه كېږي ما زر نشه كړه
ما دې د سترګو په نظر نشه كړه
ته ځه بيا خير دى كه ځې ځه جانانه
خو ما د شونډو په كوثر نشه كړه

 

 

 

څله يې كاڼو باندې ولئ خلكه
درته به وكاندي ازار لېونى
لاړو مياعلي صيب كې يې وتړلو
مينه كې ستا شولو سردار لېونى
***                      
څنګه دې جانان كړم څنګه وكړمه
تا چې زه د ځان كړم څنګه وكړمه
زړه خو مې دركړى خو چې ځان اشنا
هم درنه قربان كړم څنګه وكړمه
***                     
ژوند كې نيمګړى نيمه خوا پاتې شوم
پښتون غريب يمه په شا پاتې شوم
نور په مريخ، ستورو، سپوږمۍ كې اوسي
زه لا تراوسه په دنيا پاتې شوم