پوښتنه ؟
زېړ مازيګرى و
لمر د تيارو پړونى
ځان نه رو رو تاووه
چې مو دړنګ کلي په کوزه خوا کې
يو څو تنکي ماشومان
څو ګلالي ماشومان
چې وو په لوبه کې بوخت
او بم بنګړي بنګړي کړل
دلته يوه نېغه ليکه
پورته د هسک په لور شوه
د دوۍ سپېڅلى روح يې
د خداى دربار ته يوړو
اوس راته دا ووايئ
ددوى قاتل نو څوک دى ؟
دا موږ له چا وګټو؟
دا موږ له چا وګټو ؟

 

 


مرور جانان ته !
پر تخت زما د زړګي
ناسته مغروره پاچا
مه شه غرور دې زوال
تاته چې هرڅه ښکارم
ښکارم به ياره درته
خو،
زه همدومره وايم
له ما ملنګ سره ته
خير دى دخداى په خاطر
اى مرور جانانه
زما له مينې ځنې
منکر منکر جانانه
راځه پخلاشه بېرته
راځه پخلا شه بېرته

 


           آه
آه خاونده چرته لاړې
هغه له برمه ډکې
ورځې شپې زمونږه
اوس خو هغوى په موږ ملنډې وهي
چا چې زموږ په نامه، غلي کول ماشومان
کړو دې هغو ته احتياج
له چا چې موږ به مدام
اخستو باج خاونده
اخستو باج خاونده

١٣٨١/١/٢٠

 

 


ځه کوترې…
ځه کوترې ځه
له دې ړنګو منارونو
چرته بل ځاى ځاله يوسه
هلته چې جوړ وي هلته دنګ وي منارونه
دلته ځاى دځالې نشته دلته ړنګ دي منارونه
چرته وبه نيسې ځاله
او هګۍ به واچى چرته ؟
ها فقير ملنګ هم نشته
ها چې تل به يې  وه لپه، ډکه، ډکه له ږدنو
اچول به يې په مينه
ستا ومخ ته ستا وخواته
د هغه غوښې هم لاړې
له بمو سره هوا ته
نو پس ځه کوترې ځه
له دې ړنګو منارو نو
چرته بل ځاى ځاله يوسه