انقلاب

هره خوا سپرلى، سپرلى و، هره خوا نغمه، نغمه وه
فطرت ډک له رنګينو و، هره خوا خوږه وږمه وه
شپنو به تل په مينه _دغرو لمن ته ګډې _ وړلې د څرلپاره
شپون به شپېلۍ وهله _ شپنې ټپې کولې
دکلي مستو زلمو به اتڼو کې شغ له څڼو ويستو
چابه رباب ترنګاوه، چابه منګى وهلو
ګودر هم مست و، هر مازيګر به ترېنه، خندا د پېغلو راتله
رود مو ښه مست بهېده
غنم پرېمانه، جوار پرېمانه، وريجې هم وې ډېرې
مړۍ ډوډۍ به رسېده هرچاته
 وړو به لوبې کړلې، وو ناخبرله غمه ، دخېټې غم يې نه و
دپاخه عمر خلکو، ژمى پيتاوى، اوړى د ونو لاندې
به يو بل ته سره _ دخپل دتېر عمرکيسې کولې
ټول له خوښۍ سره عادت وو
غم چا نه پېژانده
بس منګي، سيتار، رباب سره يې کار وو
بم چا څه پېژانده
شور د چرچڼو،سيورى د زاڼو او دکوترو غومبر
دې خلکو ښه پېژانده
خو،
يو وخت داسې راغى چې شول داهرڅه بدل
بس د هرچا له خولې به _ دغه آواز راواته _چې انقلاب راغى
په پاکه خاوره زموږ خوني سېلاب راغى
 دغه خبر ريښتيا شو، هم انقلاب و هم خوني سېلاب و
هرڅه يې ړنګ کړل ، هرڅه يې له ځانه سره
 لکه سېلاب يوړه
ها چې هر وخت به په کې سپرلى، سپرلى و          
هلته خزان راغى
د رود اوبه به چې تل  لکه د اوښکو داسې
رڼې ، رڼې بهېدې
اوبو هم رنګ وبايله، اوس لکه وينه داسې سرې بهېدې
ها هديره دکلي چې وو يو وخت به په کې
يو څو دشمار قبرونه
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته
هلته کې ځاى دمړي، د خښېدو اوس نشته

 

اظهار

مينه مې وکړه زړه مې بايلودلو
خو، وس د اظهار مې نه وو
ځکه خبر راځنې يار مې نه و
ژوند ښه مې ياد دي په ماسخت تېرېده
ډېر زورېدم ملګرو
تل به مې ځان سره وې
چې ډبر زړى ياره
خداى دى مېن کړه کنه
چې مې له حال خبر شې

خو اوس چې پوه شومه زه
چې دې هم زړه بايللى
دا ده پرما مينه
حال يې زما غوندې دى
اوس پرې خفه يمه زه
اوس مې پرې زړه سوځېږي
خو اوس مې وس کې څه دي
اوس مې په لاس څه راځي
اوس خو هغه د بل چا ناوې شوله
ګناه زما وه کنه
چې مې اظهار ونه کړ

 

 

استاذ رشاد ته!
چې يې نه رالېږې خدايه
رانه اخله خو يې هم مه
سرلاري ددې کلي
***     
زه هره ورځ ياره سلګونه او زرګونه خلک کورمه خو:
په کې دتا هډو درک نه لګي
لکه چې هېردې کړلو
خپل لېونى جانانه
***       
 ته چې په مړاوو سترګو ګورې راله
ښايي چې کړې دې ده
زما د قتل اراده جانانه

 

 

 

١٣٨٣/٤/٢
             ياد
ته منم خبر به نه يې
خو تصوير نه دې پوښتى شې
ستوري هم په دې شاهد دي
سپوږمۍ هم په دې شاهده
چې مې ستا په ياد کې ګرانې
څومره شپې دي رڼې کړي
***
نظر
كور ته چې ورسېدې
مور ته دې ووايه چې
درته لوګى كړي، ماڼوګان سپېلني
نه چې نظره نه شې
ځكه زما درباندې
ياره خوږې شوې سترګې

 

سوال
ما خو اشنا نه غوښتل
چې زړګى وبايلمه
ژوند مې لمبه، لمبه كړم
شمار لېونيو كې شم
خو،
ته مې مخ ته راغلې 
راسره شوې سترګو په سترګو ياره
زړګىدې يوړو رانه 
اور دې راپورې كړلو
لمبه لمبه دې كړمه
نو اوس خو خير دى كنه
ما له دې هم زړه راكړه 
چې شمار د تا د مينې 
په لېونيو كې شم

***

اردو شاعرۍ نه الهام

ژوند كې يو ځل د چا له سپينه مخه
د چاله سرو شونډو نه
وي به دې خوله اخيستې
يا به دې زلفې د چا
 يا هم كاكل د چا جړ كړى به وي
ځكه زه وايمه چې
ته بې ګنا سردار نه شې كېداى
                  ***
ستا د ديدن په تمه
ستا د كاله په خوا كې
زه دومره كېناستمه
چې مې له سترګو ځنې
اوس لكه ستا د كاله
ياره حلقې تاوې دي
                ***
ستا د كاله په خوا كې
ستا د ښايست د بحر
په څنډه څنډه ياره
د زړه سورۍ بېړۍ ته
زه كيناره لټوم
                             ***
زما د ښار په ګلبڼو كې بلا،
 بلا ګولونه نور هم شته دى
خو زه د تا دمينې، يم لېونى جانانه
زه د همدې ګلاب خوشبو غواړمه
                 ***
                 
زما په سوچ كې نه وه
چې داسې ورځ به راشي
چې راله وګوري خو
 راله موسكۍ نه شي