اى د مغرور حسن خاونده ياره
ځانله زما په سترګو وګوره لږ
رب پيدا کړى څومره ښکلى يې ته
***                                               
دا چې زه پورته درکتى نه شمه
ستا د ټټر ښيښې مې سترګې وهي
ګنې نو دومره خو بې زړه هم نه يم

١٣٨٤/٢/٦  
***                       
مازيګر ليدې مې چې زيارت ته لاړې
وايه په ځان دې نذر څه شى کېښود
که خوله دې ايښي وي نو ماله يې راکړه

 

١٣٨٤/٢/٦
 هاغه چې پورته شوه له پوري کلي
هغه ډولۍ درته يادومه کنه
وه جنازه مې د ارمان ملګرو
                              ***      
خپله خندا دې په كابو کې ساته
د صدفي غاښونو برېښ دې ياره
زما سردار لېوني سترګې وهي