غزلې
مه وايه ماته اى ساقي جانانه
چې واروکړه زه وار څه پېژنم
داچې څه نه وايمه وخت ته ګورم
کنه نو زه خو اغيار ښه پېژنم
څله له ماځنې دې مخ پټوې
زه خو دې ګرانې په لار تله پېژنم
کاش صبرېداى شواى ته خو وايې اشنا
زه مې دا خپل ناقرار زړه پېژنم
ولې منکر شوې ياره داسې وايې
چې سردار څوک دى سردار نه پېژنم
۱۳۸۲ / ۴ / ۲۶
خيرخانه- كابل
دلته کې مه اودرېږه، شو به مختوري ياره
دکلي لار ده کنه، خلک راګوري ياره
موږ مېنان غريبان ، خود به زارۍ کړو ورته
دا ښکلي ، ښکلي خو تل، ښکلاوې پلوري ياره
ذکر پرې کومه مدام، راځنې څنګ به شي هېر
ووايه ستا دنامه، دغه څو توري ياره
پرې چې خبرشي خلک، د چا پروا مه کوه
مينه په غټ زړه کېږي، نه په کمزوري ياره
خلک خوبونه کوي، دي ناخبر له غمه
زه شپه رڼه تېروم، شمارمه ستوري ياره
داښکلي، ښکلي څرکه، در ځنې مړ مې نه کړي
موږ يو کمزوري خلک، دوى دي سرزوري ياره
دخاطر صيب په ليکه
چې نه زړګى ياره نه خوله راکوې
وايه ظالمه راله څه راکوې
څنګه يې ومنمه ته ووايه
له ما زړه وړې ماله يې نه راکوې
زه خو له تا ځنې شراب غواړمه
ولې اشنا! راله اوبه راکوې؟
څه دمياعلي صيب لېونى خو نه يم
چې د خوږو پرځاى ترخه راکوې
نورې بانې دې ګرانې نه منمه
داځل به خامخا ته خوله راکوې
١٣٨٠/٤/١٢
اوس به نو زه او جانان څه پلمه کړو
چې ګودر نشته دى چينار نشته دى
دلته مودې وشوې خزان دېره دى
دلته مودې وشوې بهار نشته دى
راځه د ښکلو مينه پرېږده ياره
زره په دوى باندې اتبار نشته دى
هغوى به څنګ سپرلي ته وخندېږي
د چا چې ورور د چا چې پلار نشته دى
دخداى خاطر وکړه جانانه راشه
ماکې نور وس د انتظار نشته دى
يا خو جانان باندې اثر نه کوي
يا خو زما غريب ازار نشته دى
خلاص به شې ياره ترې سودا مه کوه
يو ورځ به واورې چې سردار نشته دى
١٣٧٧/٤/٢٠