په زړه رنځور په زړه بيمار يمه زه
لمبه ، لمبه لکه چينار يمه زه
هرمازيګر دې لار څارم جانانه
هرمازيګر سترګې په لار يمه زه
بېلتون دې خوب په ما حرام کړ اشنا
ځکه خو ټوله شپه بيدار يمه زه
دښار واټو کې ربه څو به اورو؟
ماما کومک وکړه نهار يمه زه
دا څنګه برند، برند راله ګورې اشنا
لکه چې هېر دې شوم سردار يمه زه
١٣٨٢لړم٢٩
ژوند کې ايله مې يو ښه کار وکړلو
يار ته د مينې مې اظهار وکړلو
بلا بلا مازيګري جانانه
ستا د راتلو مې انتظار وکړلو
خدايګو که روغ شمه ملګرو بېرته
جانان په ما د زلفو وار وکړلو
هېچا ارام پرې ايښي نه يو موږه
هر چاپه موږ له شا ګوزار وکړلو
هغوى اوس ژاړي سر تندي ټکوي
په ښکلو هر چا چې اتبار وکړلو
١٣٨٢/٩/٢٤
زړه کې مې سندره وه ټپه راغله
هسې مې بس خولې ته ستا نامه راغله
بيا به ګودر وسوځي لمبه به شي
بيا مازيګرى شو بيا لمبه راغله
ستا د شوخ نظر دتابه نه يمه
ځکه مې پرمخ باندې خوله راغله
هېڅ اثر يې ستا په زړګي ونه کړ
اوښکه مې هرڅو که په لېمه راغله
ماويل ګنې ګرانې پسرلى شولو
ستاله لونګينه چې وږمه راغله
مړ به شمه، مړبه شمه مړسردار
چرته که په خولې دې ګرانې نه راغله
١٣٨٢/٨/١٦
صبرمې نه شي نور اقرار کومه
يار ته د مينې مې اظهار کومه
که پرې په دار شمه پروا نه کوي
ذکر د نوم به دې په جار کومه
خوله درنه اخلمه که څوګناه وي
دغه ګناه زه ګنا هګار کومه
ته ترېنه څو وارې يې ښکلى ياره
څله صفت به د بهار کومه
وايمه لپه کې اوبه که راکړې
هر مازيګر دې انتظار کومه
بيا که مې وژني که پرېږدي مې خلک
دمينې غږ مې په دلدار کومه
١٣٨٢/٧/٥
ياره مامعاف کړه ماخطا وکړله
تا له خبره مې سېوا وکړله
زه به دې ټول عمر احسان منمه
که دې يوه وارې خندا وکړله
چې مې زړګى له تانه نه صبرېږي
ياره په ما دې څه بلا وکړله
موږ پښتنو په کې زوال سرداره
مګر دې نورو ارتقا وکړله
١٣٨٢لوى اختر شپه
لږه مې نه کړه ماهمه زندګي
ستا په نامه مې ياره کړه زندګي
انګار انګار ، لمبه لمبه سکروټې
له تا بغير مې ياره ده زندګي
لکه سوالګر ماشوم په لاره زما
ستا انتظار کې ياره شوه زندګي
ما ته له تا بغير ممکنه نه ده
ګرانه اشنا يوه شېبه زندګي
موږ پښتنو تېره جنګونو کې کړه
خپله يوه، يوه لحظه زندګي
١٣٨٢ لوى اخترشپه
زما د زړه خبر ايله دې وکړه
چې يا قربان سره ټپه دې وکړه
زه دې په برندو کتو پوه نه شومه
انکار دې وکړلو که ښه دې وکړه
زما زړګى دې له ګوګله يوړو
چې ړنګه بنګه شوې نخره دې وکړه
خلک دې واړه کړل خبرجانانه
د خلکو مخکې اشاره دې وکړه
زړه به مې وچوي ياره مړ به شمه
بلا دې واخلمه که نه دې وکړه
د اننګو سرخي دې لاسېوا شوه
ياره چې ماباندې غوسه دې وکړه
تنهايۍ مې زړګى وخوړ صنم راشه
کله کله خو زموږه په چم راشه
نور څه که نه وي د ملنګو په دېره کې
لګېدلى به وي چرس و چلم راشه
چې زموږه سوې ساندې در په زړه شي
بوشه! تاباندې هم داسې ماتم راشه
زه به سل قدمه ستاپه لورې درشم
خو ته ګرانې زما لورته قدم راشه
چې مېنو لره غم پيدا کوي څوک
دهغو په کور خاونده لوى غم راشه
زه سردار خو دې همېش درکې ولاړيم
يو ورځ خير دى کنه ياره ته هم راشه
چې راوګورې جانانه سر تر پايه
نشه ، نشه مې کړي نشه سترګې د تا
ښه شو، ښه شو د ساقي له منت خلاص شوم
راکوي راله پياله سترګې د تا
څه حاجت لرم ساقي او ميخانې ته
ده پخپله ميخانه سترګې د تا
جوړقيامت شي، جوړ قيامت شي ګرانه ياره
چې ونه ګورم شېبه سترګې د تا
دسردار دځنکدن شېبې دي ياره
پام وانړى* ترېنه دوه سترګې د تا
۱۳۸۲/۴/ ۲۶ خيرخانه – كابل
* وانړى= وانړوې