ما مينه کړې ده ما زړه بايللى
په تامې ګرانه اشنا زړه بايللى

يوازې زه پرتا مين خو نه يم
تا باندې ټولې دنيا زړه بايللى

زړه به خبر وي زه خبر ترې نه يم
ملګرو ما دى په چا زړه بايللى

يقين پرې وکړه ياره دروغ نه وايم
ريښتيا ،ريښتيا مې په تا زړه بايللى

لکه د دوه  ورځو ګلاب دى مړاوى
ښايي سردار دى په چا زړه بايللى
١٣٨٢ /٩ /١٣

 

له تا قربان شمه زار،زار جانانه
سترګې راواړوه يو وار جانانه

شي چې ما وته موسکۍ شې کله
سپرلى سپرلى ، بهار بهار جانانه
نور دې هرڅه په دواړو سترګو منم
خو پام چې ونه کړې انکار جانانه
خير دى په خوله به دې نوم نه اخلمه
خو زړګى څنګه کړم قرار جانانه
ژوند مې کړ تېر ستا د راتلو په تمه
لکه سوالګر ماشوم په لارجانانه
فقير ملنګ شومه د تا مينه کې
ګنې اول ومه سردار جانانه
١٣٨٢/٦/٣