غزل
خدايه ستا په دين که مرو که مونږه پايو
کليمه دلا اله به موږه وايو
بې له تا مو خدايه بله اسره نشته
ځکه تاته په زارۍ او په دعا يو
بېرته خپل وطن موجوړ کړه جنګ ترې لرې
ربه څو به هره خوا ترې کډه بيايو
ته مو اوښکې نورې وچې کړه خاونده
موږ ترڅو به په سلګيو په ژړا يو
رقيبان راته له يوه سره ګواښېږي
پاکه خدايه ته مومل شه ستا پيدا يو
١٣٨٠/٧/١٣
08.01.2007
- سردارولي څرک
غزل
منمه اور به په شېبه لګيږيخو په وژو يې زمانه لګيږي
لكه تيركش دې باڼه داسې يارهرسا، رسا په نشانه لګېږي
ستا د وړې خولګۍ خبرې اشناپه ما خوږې لكه ټپه لګېږي
هر وختې شنه جوړه كې ګرځه ګلېتا سره دغه جوړه ښه لګېږي
۱۳۸۵ لړم ۱۵...
09.01.2007
- سردارولي څرک
ما مينه کړې ده ما زړه بايللىپه تامې ګرانه اشنا زړه بايللى
يوازې زه پرتا مين خو نه يم تا باندې ټولې دنيا زړه بايللى
زړه به خبر وي زه خبر ترې نه يم ملګرو ما دى په چا زړه بايللى
يقين پرې وکړه ياره دروغ نه وايم ريښتيا ،ريښتيا مې په تا زړه بايللى
لکه د دوه ورځو ګلاب دى مړاوىښايي سردار دى په چا زړه بايللى١٣٨٢ /٩ /١٣
له تا قربان شمه زار،زار جانانهسترګې راواړوه يو وار جانانه
شي چې ما و...