بيمارې سترګې
پښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل
پـــــه خــــــال د شونډو دې ای يـــاره ګرفتار شومه
بيمــــارې سترګې مې ستا وليدې بيمـــار شومه
ځــــان مې شو هېر د اناالحق چغــــــــې ســــورې وهمه
لکـــه منصــــــــور زۀ خـــــريـــــدار د ســـــــر د دار شـومه
غـــــم د جــــــانان يـــــوه لمبـــــه مــــې په بدن پورې کـــړو
چـــې شــــوم بېخـــوده مشــــــهور زۀ پـــــه بــــازار شومه
خلاص شپه او ورځ مې کړئ له مخه مېخـــانې ورونه
زۀ لــــــه جومـــــــات او مــــــــــدرسې ځيــــــنې بېزار شومه
جامــــــه د زهـــــــد او د ريـــــا مې لـــــــه بـــــدن لــــــرې کــړه
د ملنګــــــۍ کنــــــد مـــې راتـــــاؤ کــــړلو هوښيار شومه
مُــــــلا د کلــــــی پـــــــه وعظـــــونــــــو پرېشان کـــړمـــه زۀ
د شـــــــرابی رنــــــد لـــــــه يـــــــو دمـــــه منت بـــــــار شومه
اوس مــې لــــږ پرېږدئ چې هغـــه صنمــکده يـــاده کـــړم
د مېــکــــدې صـــــنم لــــــــــه لاســــــــــه رابېـــــــدار شـومـه