غصه يا منطق
ليک: انور شاهين خانخېل
د خداے د ګران رسول (ص) د وختو يو داستان کتابونو راوړے دے وائی چې يو اعرابی کس د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او له هغوی يې وغوښتل چې نصيحت ورته وکړی. رسول اکرم (ص) هغۀ ته په ځواب کښې يوه لنډ غوندې نصيحت وکړ او ورته يې وفرمايل: (( لاَ تَغٌضَب )) يعنې غصه او قهر مه کوه. هغه کس هم د رسول اکرم (ص) په دې لنډ نصيحت بسنه وکړه او د هغوی له خوا نه د خپل کلی په لور روان شو. کله چې کلی ته ورسېد نو څه ګوری چې د دۀ قبيله او بله قبيله سره جنګ ته د امادګۍ په حال کښې دی. د جنګ وجه دا وه چې د مخالفې قبيلې خلکو د دوی د قبيلې له خلکو نه د يو مړی يا يو نقصان تاوان غوښتۀ. دۀ چې کله وليدل چې د دۀ د قبيلې خلک او د مخالفې قبيلې خلک صف بندی شوی دی نو بس دې هم په جوش کښې راغے او د خپلې قبيلې په صف کښې اودرېد. خو د جنګ له شروع کېدو نه مخکښې ورته د خداے د ګران رسول (ص) نصيحت را په زړۀ شو او فکر يې وکړ چې دا هم هغه موقع ده چې پکار دی غصه او قهر و نه کړم او په همدې فکر سره ورته د مسئلې د اواری لپاره يو تدبير په ذهن کښې راغے وسله يې وغورزوله او د دښمن د صفونو په لور وروړاندې شو او د هغې قبيلې مشرانو ته يې له خپل مال نه د تاوان ورکولو وړانديز وکړ. د هغې قبيلې مشران د دې سړی له ځوانمردۍ او  جرات څخه ډېر متاثره شول هغوی هم له خپل تاوان غوښتو نه وروستو شول او ورته يې بخښنه وکړه او په دې ترتيب د يوې لويې وينې بهېدنې مخنيوے وشو او د دواړو قبيلو تر مېنځ بيا ورورولی او له مخکښې نه زياته خوږه دوستانه قائمه شوه.
زدکړه: له دې حقيقی داستان نه مونږ ته څو ټکی د درس په توګه تر لاسه کيږی
١- د خداے ګران رسول او د اسلام سپېڅلے دين د بې ځايه غصې، قهر، جوش، جذباتو او احساساتو خلاف او د سولې، امنيت، ورورولۍ غوښتونکی دی او نن سبا چې د اسلام په خلاف کوم سازشونه روان دی چې اسلام د تورې په زور راغلے دے يا اسلام د دهشت ګردۍ او ټرور درس ورکوی غلطه خبره ده.
٢- د خپلې قبيلې، قوم او ولس په ناحقه ملګرتيا نه ده پکار او که په حقه هم وی نو بخښنه ترې غوره ده.
٣ – د بحث، مباحثې او اختلافاتو په وخت د احساساتو، جذباتو، قهر او غصې په بهير کښې نه دی بهېدل پکار بلکې له منطق، دليل او حوصلې نه کار اخېستل پکار دی.
٤- جنګونه، جګړې، اختلافونه او لانجې کونجې په خبرو او حکمت سره په عزتناکه توګه اوارول پکار دی
٥- په اسلامی تعليماتو باندې عمل کول انسانيت له لويو لويو تباهېو نه ساتی.