مختلفې ليکنې


د حج په مناسبت د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه ای پیغام

  د حج په مناسبت د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت  ایت الله العظمی خامنه ای پیغام

07.12.2008 jarga

ارواښاد امام خمېني د غېر مسلمو په نظر کښې

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه ارواښاد امام خمېني د غېر مسلمو په نظر کښې(( د ايران د اسلامي انقلاب د نهويشتمې کليزې په مناسبت ))مشهور امريکائي خبريال روبين ووډ زورث په جماران کلي کښې له ارواښاد امام خمېني سره د خپلې کتنې په حقله داسې ليکي:(( کله چې امام خمېني په دروازه راننوتو نو ما احساس کوۀ چې د معنويت له ځواک نه ډکه د هوا يوه وږمه هم ورسره راننوته او داسې ښکارېدل

11.02.2008 jarga

قدرمنو حاجيانو ته (څو مهم روغتيائی او ټولنيز ټکی)

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه   قدرمنو حاجيانو ته(څو مهم روغتيائی او ټولنيز ټکی)له طرفه:انور شاهين خانخېلبرېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com لکه چې ټولو ته

18.11.2007 jarga

دوویشت کلن محصل پنځه دیرش ژبې زده کړې دي

دوویشت کلن محصل پنځه دیرش ژبې زده کړې دي د مارتین کــُخ لیکنه  ژباړن سراج الحق ببرک زی   ( د جرمني له شپیگل آنلاین  څخه د ۲۰۰۷ کال د  نوامبر شپږمه نیټه ) څوک چې د یو پوه ځوان په حیث په دريو څلورو ژبو حاکم وي، هغه یو استثنایي سړی بلل کیږي. د بن ښار سبستیان هینه بیا هر کال دري څلور ژبي زده کړي دي. په دې ترڅ کې يې پنځه دیرش بهرنې ژبې زده کړي دي. له ارمنی څخه تر اوزبکې او بیا خپلي زړه بایلونکې ژپه پښتو پوري. سبستیان هینه د بن پوهنتون

17.11.2007 jarga

قرآنی روغتيا ( دويمه برخه )

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده )) قرآنی روغتيا  (دويمه برخه)( سريزه )ليک: استاد جمشېد خدادادیژباړه: انور شاهين خانخېلبرېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.comټول ثنا صفتونه هغه پاک رب لره دی چې زمونږ انسانانو د هدايت لپاره يې زمونږ په ش

28.10.2007 jarga

له شهيد مولانا حسن جان سره مرکه

د شهيدانو د رب په نامهله شهيد مولانا حسن جان سره مرکهپښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل – پېښور ( کوزه پښتونخوا )برېښنا ليک: shaheenkhankhel@hotmail.comزمونږ په بره او کوزه پښتونخوا کښې د مرګ ، ژوبلو، قتلونو ، ځان وژونکو، بل وژونکو حملو او د دهشت ګردانه اقدامات دومره زيات شوی دی چې خلق ورسره بلد شول او که له غټ نه غټ مذهبی يا سياسی مشر هم د دغو پېښو ښکار شی نو بس د يوې ورځې يا دوو ورځو له مظاهرو نه پس او يو څو اخباری بيانونو او له حکومت

26.10.2007 jarga

د قدس شريف نړيواله ورځ

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامهد مبارکې روژې اخيری جمعه د قدس شريف نړيواله ورځله طرفه: انور شاهين خانخېلد روژې د مبارکې مياشت اخيری جمعه يعنې جمعه الوداع د بېت المقدس د نړيوالې ورځ په توګه هر کال په ټوله دنيا کښې په تېره بيا په اسلامی نړۍ کښې جوش، ولولې او برم سره نمانځل کيږی. او په دې ورځ د سنی او شيعه په شمول د نړۍ ټول مسلمانان د خپلې وړومبۍ قبلې يعنې بېت المقدس او د فلسطين د سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره او د زمکې په سر باندې د ناسور او سرطانې غدې صهيونېسټ رژيم او د هغۀ د استکبا

05.10.2007 jarga

غصه يا منطق

غصه يا منطقليک: انور شاهين خانخېلد خداے د ګران رسول (ص) د وختو يو داستان کتابونو راوړے دے وائی چې يو اعرابی کس د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او له هغوی يې وغوښتل چې نصيحت ورته وکړی. رسول اکرم (ص) هغۀ ته په ځواب کښې يوه لنډ غوندې نصيحت وکړ او ورته يې وفرمايل: (( لاَ تَغٌضَب )) يعنې غصه او قهر مه کوه. هغه کس هم د رسول اکرم (ص) په دې لنډ نصيحت بسنه وکړه او د هغوی له خوا نه د خپل کلی په لور روان شو. کله چې کلی ته ورسېد نو څه ګوری چې د دۀ قبيله او بله قبيله سره جنګ ته د امادګۍ په

16.05.2007 jarga

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د حج پېغام

د حج په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ايت العظمی سيد علی خامنه اي پېغامپښتو ژباړه: عبدالرحيم درانی ( مردان- کوزه پښتونخوا)بيا کتنه: انور شاهين خانخېل (پېښور- کوزه پښتونخوا)دا د ايران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ايت الله العظمي سيد علي خامنه اي لخوا د اسلامي نړۍ د مسلمانانو  لپاره هغه برخليک ټاکونکے پېغام دے چې د عرفې مبارکې په ورځ و عرفات په  دشته کښې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغليو حاجيانو ته واورلے شوبسم الله الرحمن الرحيمو الحمد لله رب العالمين  والصلاه

29.12.2006 jarga

د رڼا فاطمې د زېږېدنې مبارکۍ

  (١) سلامونه نيکې هيلې او پيرزوينې ګران خانحېل صيب څښتن تعالی دې همداسې بريالی لره ګرانه په کور کې دنوي ګل دغوړيدو مبارکي درکوم څښتن تعالی دې وکړي چې فاطمه دافغان ولس دسر شمله اوافغان ولس ته دشهيدې ناهېدې او ملالی په شان وياړ وروبښي تاته ،مورکۍ ته يې ،اوستاسې ټولې کورنۍ ته دفاطمې دپيدايښت مبارکي درکوم تل سرلوړی اوسې ورور دې  محمد خوست افغانستان  (٢)  Janana salamoona mey womanasher de pa karakathana ke add sho. zama

18.12.2006 jarga

د ايران د ولسمشر ليک د امريکې د ولس په نوم

د ايران د ولسمشر ليک د امريکې د ولس په نومپښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل-  پېښور (کوزه پښتونخوا)shaheenkhankhel@yahoo.comhttp://www.tolafghan.com/jarga/دا هغه له معنويت او حقيقت نه ډک ليک دے چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاکټر محمود احمدی نژاد د امريکې ولس ته په دې وروستيو ورځو کښې ولېږۀ. له دې مخکښې هم ښاغلی احمدی نژاد ښاغلی بوش ته يو ليک لېږلے ؤ خو هغۀ يې څه ځواب ونکړې

04.12.2006 jarga

د پښتون رسالې په نوم سر خلاص ليک

د بخښونکي، مهربان او وسيال خداے په نامه د پښتون رسالې په  نامه سرخلاص ليک ګران او محترم د پښتون رسالې چلوونکيه! سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړئزما له دوو مقالو (( د باجوړ پېښه د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې )) او (( د صدام د اعدام حکم )) له درلېږلو نه پس ستاسو لخوا راته دا ځواب ملاؤ شو چې (( ستا ليکنې زمونږ د پښتون مجلې له پالسيو سره سمون نه خوري نو ځکه يې نه شو خپرولې ))      که څه هم زۀ دې ته لېواله نه يم چې زما ليکنې دې خا مخا په دې رساله ک

18.11.2006 jarga

حديث شريف

د خدای ګران رسول (ص) فرمائي:حُبُّ الْوَطَنِ مِنَ الاْيِماند وطن مېنه د ايمان جز دی امير المؤمنين امام علي  کرالله وجهه فرمائی: عُمِّرَتِ الْبِلادُ بِحُبِّ الأَوْطانِښارونه له وطن سره په مينه اباد دي  

26.10.2006 jarga

د کندهار د ولايتي شورا د وژل شوي غړي مرکه

د کندهار د ولايتي شورا د وژل شوي غړي مرکه د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړى محمد يونس "حسيني" چې د کندهار ولايت د اهل تشيع څخه و، د کندهار د ښار په اوله ناحيه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو. د کندهار څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ "ښکلا" پرله پسې درويشتمه ګڼه (چې په دې وروستيو کې له چاپه راوتې ده) کې د نوموړي يوه مرکه خپره شوې چې مهمې پوښتنې او ځوابونه يې دلته خپروو:پوښتنه: ويل کېږي چې ټاکنو کې زياتې درغلۍ وشوې، تاسو څومره د خلکو د رايو پر بنسټ شورا ته راغلاست؟ځواب: څنګه چې ل

16.10.2006 jarga

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more