د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه
د مبارکې روژې اخيری جمعه د قدس شريف نړيواله ورځ
له طرفه: انور شاهين خانخېل
د روژې د مبارکې مياشت اخيری جمعه يعنې جمعه الوداع د بېت المقدس د نړيوالې ورځ په توګه هر کال په ټوله دنيا کښې په تېره بيا په اسلامی نړۍ کښې جوش، ولولې او برم سره نمانځل کيږی. او په دې ورځ د سنی او شيعه په شمول د نړۍ ټول مسلمانان د خپلې وړومبۍ قبلې يعنې بېت المقدس او د فلسطين د سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره او د زمکې په سر باندې د ناسور او سرطانې غدې صهيونېسټ رژيم او د هغۀ د استکباری ملاتړو چې په سر کښې يې ستره شېطانه امريکه ده د شېطانی سياستونو په خلاف مظاهرې او لاريونونه کوی.
دا خبره ياد ساتل پکار دی چې امريکه او د هغې انډيوالان دا کوشش کوی چې د فلسطين مسئله يواځې په فلسطينيانو پورې او له زيات نه زيات تر عربو پورې محدوده کړی خو د دوی دا شېطانی سياست د مسلمانانو د تقسيمولو او ورباندې د حکومت کولو يو حربه ده.
په ايران کښې د اسلامی انقلاب له کاميابۍ نه پس د دغه انقلاب بنسټ اېښودونکی ارواښاد امام خمېنی د نړۍ ټول مسلمانان دې مسئلې ته متوجه کړل او ورته يې دا خبره په ګوته کړه چې د فلسطين او بېت المقدس مسئله يواځې د فلسطينيانو او عربو مسئله نه ده بلکې د ټولې اسلامی نړۍ مسئله ده او پکار دی د دنيا ټول مسلمانان د خپلې وړومبۍ قبلې بېت القدس د فلسطين پاکه زمکه چې صهيونېسټ رژيم ورباندې ناجائزه قبضه کړې ده ازاده کړی. او د دې مقصد لپاره يې د روژې د مبارکې مياشتې اخيری جمعه (جمعه الوداع ) د قدس شريف نړيواله ورځ اعلان کړه. او له هغه وخت نه تر ننه پورې دغه ورځ په دې نوم سره نمانځل کيږی.
هسې هم په اسلام کښې ځان ځانی او د ملکی، مذهبی، لسانی او قومی بېلتون په بنياد لری والی تصور نشته ټول اسلامی هېودونه او ټول مسلمان ولسونه او ټول اسلامی مذهبونه د جغرافيائی، ژبو، فرهنګونو، مذهبونو او مسلکونو د اختلافو باوجود د ظالم، غاصب او مستکبر په وړاندې يو موټے يو اواز او يو قدم دی. که هغه افغانسان وی، که هغه عراق وی، که هغه لبنان وی او يا د مسلمانانو بل يو ټاټوبے که هر کله د يو استکباری قوت تر قبضې يا تيری لاندې وی پکار دی د نړۍ ټول مسلمانان په يو هيړ سره راپاڅی او د هغه ټاټوبی د ازادولو لپاره ملا وتړی. او که نه مونږ ووايو چې د فلسطين مسئله خو د فلسطينيانو يا عربو خپله مسئله ده، د افغانستان مسئله د افغانانو او د عراق مسئله د عراقيانو مسئله ده نو که پرون يې فلسطين له مونږه ونيوۀ، نن يې افغانستان او عراق رانه قبضه کړل نو سبا امکان لری چې مکه معظمه او مدينه منوره هم رانه ونيسی نو بيا به هم مونږ وايو چې دا خو د عربستان خپله مسئله ده؟ نه داسې نه ده، د ټولې اسلامی نړۍ مثال د يو بدن دے او دا ټول ټاټوبی او هېودونه يې اندامونه دی نو که يو اندام زخمی شی يا بيمار وی يا ودرديږی نو ټول بدن ورسره په لړزان او بې قراره وی نو پکار دی چې د مختلفو اسلامی ټاټوبو مسائل مونږ ټول مسلمانان خپل مسائل وګڼو په تېره بيا چې کوم زمونږ مقدس ،اسلامی او ارزښتاناک ځايونه دی د هغو په حقله هپڅکله داسې خبرې و نه کړو. چې د دا ډول خبرې بې غېرتی، بې پتی ، بې ننګی او له ذمه واريو نه د فرار او تېښتې يوه بانه ده. لکه عرض مې وکړو چې په دې کښې شک نشته چې په مونږ کښې جغرافيائی، ملکی، مسلکی، مذهبی، ژبنی ، قومی او نور ډېر اختلافات شته او دا يو فطری عمل دے او په ټولو انسانانو او ټولو دينونو کښې شته خو پکار نه دی چې هغه مونږ ځانته د اتحاد، اتفاق او ورورولۍ په لاره کښې ديوالونه او خنډونه وګرځوو، هغه د پښتو خبره چې که مونږ په خپل کور کښې لاندې لګو او که باندې لګو بل چا ته نه دی پکار چې زمونږ په کور باندې تېرے وکړی لکه مونږ ګورو چې په يو کور کښې څو وروڼه په خپلو کښې نظرياتی، مادی او کورنی اختلاف لری او کله کله په خپلو کښې لاندې وځی هم، خو چې کله يو غېر کس غواړی په کور باندې يا په يو ورور باندې تېرے او حمله وکړی نو بيا ورته ټول وروڼه لکه د اوسپنيز ديوال په شان ولاړ وی.
نو بس چې دا اسلام مونږ ته سپارښتنه کوی چې ټول مسلمانان او مومنان په خپلو کښې وروڼه دی نو مطلب يې هم دغه دے چې په خپلو کښې هم د خپل منځو اختلافاتو باوجود په مينه، ورورولۍ او اتحاد سره وسيږی او که لکه د يو کور د وروڼو په شان په خپلو کښې څه لاندې باندې هم راشی نو بيا هم غېر ته اجازه ورنکړو چې زمونږ په يو ورور يا وروڼو باندې حمله او تېرے وکړی.
نو راځئ چې د خپلې وړومبۍ قبلې او د فلسطين، افغانستان، عراق او نورو اسلامی ټاټوبو د ازادۍ او خپلواکۍ او په زمونږ په نورو ناموسونو او عزتونو باندې له تيری څخه د مخنيوی لپاره د جمعې په ورځ په خپلو لاريونونو او مظاهرو سره خپل احتجاجی اواز اوچت کړو او د نړۍ د بدمعاشانو غوږو ته دا خبره ورسوو چې مونږ مسلمانان چې د نړۍ په هر ګوټ کښې يو، يو وجود، يو موټے، يو اواز او يو قدم يو.